
د ایران د اعتراضونو په اړه اردوغان: هیله لرم چې ایران له دې حالاتو تېر شي
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، ایران د اسراییل له بریدونو وروسته له نويو ننګونو سره مخ شوی، چې د دغه هېواد ارامي او ثبات یې په نښه کړی دی.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، ایران د اسراییل له بریدونو وروسته له نويو ننګونو سره مخ شوی، چې د دغه هېواد ارامي او ثبات یې په نښه کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره پر ټلېفون دغه هېواد کې پر روان وضعیت باندې خبرې کړې دي. متقي خوښي څرګنده کړې، چې د ایران په روان وضعیت کې د منفي کړنو مخه نیول شوې ده.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه نړۍواله سیالۍ کې وېسټانډيز ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د دغه سریز دویمه او درېیمه سیالۍ به د سلواغې په لومړۍ او دویمه په متحده عربي امارات کې ترسره شي.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر دوشنبه د (مرغومې ۲۹مه) خبر ورکړی، چې په دې ولایت کې د دغه ډلې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري ۴۶۵ورزشکارانو ته د «فکري اصلاح، اسلامي او ملي روحیې» په تړاو سېمینار ورکړی دی.

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په کتنه کې له پوتین نه مننه کړې چې دده باورلیک یې منلی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي ادارو له لوري په جبري توګه د ورکو کړای شویو کسانو کورنیو د یوه لاریون په ترڅ کې د پاکستان له حکومت څخه د خپلو خپلوانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو امنیتي ځواکونو په کابل کې د جرمني د پخوانیو محلي کارکوونکو د کورنیو د استوګنې مېلمستون پلټلی دی. په دغه مېلمستون کې د جرمني حکومت په لګښت څو افغانې کورنۍ اوسیږي، چې د غړو شمېر یې څو دیرش تنو ته رسېږي.

په بدخشان کې د طالبانو محلي چارواکو منلې چې څو ورځې وړاندې درې تنه د افغانستان له خاورې تاجکستان ته اوښتي او د دغه هېواد له سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي، خو دا نه مني چې وژل شوي کسان ترهګر دي. طالب چارواکو ویلي، چې یاد وژل شوي کسان د بدخشان ولایت ځایي قاچاقبران دي.

د طالبانو د کابل امنیه قومانداني وايي، چې د شهرنو په ګلفروشي کوڅه کې د نننۍ چاودنې هدف د چينايي مسلمانانو او افغانانو ګډ رستورانت Chinese Noodle و، چې د یوه چينايي وګړي په شمول اووه تنه پکې وژل شوي دي.

د کرملین ماڼۍ اعلان کړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د «سولې پلاوي» د غړیتوب بلنه ور کړې ده. د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، مسکو دا بلنه ارزونې وي او هیلهمن دي چې ددغه نوښت په اړه نور جزیات هم ورکړل شي.

د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د روزي امنیتي پوستې او د بلوچستان د سیف الله کلا ترمنځ سیمه کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. نښته پر ډیورنډ کرښه د پاکستان د تارغځونې د مسوولې ډلې د فعالیت پر سر شوې او اوس درېدلې ده.

د متحده عرب اماراتو رییس هند ته په خپل سفر کې له هندي چارواکو سره د ستراتیژیکې دفاعي ملګرتیا لپاره د یوه چوکاټ پر رامنځته کولو خبرې کړې دي. دواړو خواوو د دوه اړخیزې دفاعي او امنیتي همکارۍ، ترهګرۍ ضد مبارزې او د سیمه ییزې سولې په برخه کې د ګډو هڅو پر ژمنتیا هم ټینګار کړی.

په کابل کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کابل ښار د شهرنو د نننۍ چاودنې له امله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې دوه چینایي وګړي هم شامل دي.

د انساني ورورولۍ لپاره د زاید د ۲۰۲۶کال نړیواله جایزه د افغانستان د ښوونې او روزنې فعالې او د نجونو د حقونو مدافعې زرکه یفتلي ته، او همداراز د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ د سولې هوکړې ته ورکړل شوې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر په خپله وروستۍ وینا کې د تاریخ په اړه ناسم معلومات وړاندې کړل. هغه چنګیزخان «د هلاکو زوی» وباله او ادعا یې وکړه چې په پای کې مسلمان شوی و خو تاریخ وايي، هلاکو د تولوی زوی او د چنګیز لمسی و. تاریخ وايي چې چنګیز خان هیڅ ابراهیمي دین نه و منلی.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، ددې ډلې لوی درستیز قاري فصیحالدین «فطرت» د دوحې نړیوال دفاعي نندارتون «دیمدیکس» د پرانیستې مراسمو په څنډه کې د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني سره لیدلي دي. دغه لیدنه د دیمدیکس نندارتون د پرانیستې د مراسمو پر مهال د روغبړ په ډول شوې ده.

په تاجکستان کې د چین سفارت له خپلو وګړو او شرکتونو غوښتي، چې د افغانستان او تاجکستان له سرحدي سیمو ووځي. دغه سفارت د دوشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د وروستیو نښتو له امله د سیمې امنیتي وضعیت «ناسم او پېچلی» بللی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې اعلان کړی، چې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اړوند سیمه کې د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ موسسې په مرسته یو ۵۰۰کیلويي ناچاوده بم کشف او شنډ کړای شوی دی.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د شهرنو ګل فروشي کوڅه کې په یوه هوټل کې د چاودنې له امله څو کسان ټپیان یا وژل شوي. ځدراڼ وايي، چې د چاودنې د نوعیت په اړه څیړنې روانې دي.

د طالبانو تر واک لاندې اريانا افغان هوايي شرکت وایي چې د دغه شرکت پیرل شوې يوه ځانګړې چارټر کارګو الوتکه نن د دوشنبې په ورځ کابل نړيوال هوايي ډګر ته رسېدلې ده. ياده بوېنګ ۷۳۷–۳۰۰ الوتکه په يو سفر کې د شاوخوا ۱۶،۵ ټنه بار د لېږد وړتيا لري.

لږ تر لږه پنځو عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کابل په شهرنو کې د نننۍ چاودنې هدف چینايي وګړي وو. په ویډیوګانو کې ښکاري، چې د چاودنې له امله د چاینیز نوډلز چینایي رستورانت تابلو او ځینې برخې ویجاړې شوې دي.