
د طالبانو افغان پوسټ ۱۹۰ هېوادونو ته د پوسټونو او کارګو لېږد پيل کړی دی
د طالبانو افغان پوسټ اداره وايي، چې دوی د بېلابېلو ولایتونو په ګډون د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو ته د پوسټونو او کارګو د لېږد خدمتونه پیل کړي دي. د دغې ادارې د انکشافي چارو رییس ویلي، چې د پاسپورټونو، تذکرو او سیمکارتونو تر څنګ د بېلابېلو ادارو اسناد ولایتونو ته لېږي.



















