
طالبان: په خوست کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې
د طالبانو د خوست ولایت د شمل–خرم سیندیزې فرعي حوزې ریاست وایي، د څارنیزو څاګانو د معلوماتو پر بنسټ په دغه ولایت کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې ده.

د طالبانو د خوست ولایت د شمل–خرم سیندیزې فرعي حوزې ریاست وایي، د څارنیزو څاګانو د معلوماتو پر بنسټ په دغه ولایت کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې ده.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیعالحق خالص او ورسره مل پلاوی جاپان ته تللی او د دغه هېواد د چاپېریال وزارت له مرستیال وزیر کنتارو دوی سره یې رسمي لیدنه کړې ده. دغه ناسته د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اساسي ستونزو، اړتیاوو او د دوه اړخیزو همکاریو پر محور راڅرخېده.

په ننګرهار د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ورزش د ودې او د ورزشکارانو د هڅونې په موخه د لومړي ځل لپاره ګډه ورزشي مېله د جلالاباد ښار په سراجالعمارت بڼ کې ترسره شوه.

د جمهوریت پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي ویلي، پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو پر وړاندې د چاپو، نیونو او جبري ایستلو له لارې «د بېوزلو افغانانو پر ضد ظلم» کوي او ټینګار یې کړی چې افغانان باید د یوه واقعي افغان مخکښ سیاسي بهیر په شاوخوا کې سره متحد شي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتوالي اداره وايي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د ۱۴ کسانو له مړینې سره، د روان لمریز کال له پیل راهیسې د طبیعي پېښو له امله د مړو شمېر ۲۱۴ کسانو ته لوړ شوی دی.

د خوست ولایت په مرکز دولس سوه فامیلیو سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او شپږ کسان نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ویلي، داعش او مقاومت جبهه په افغانستان کې هېڅ راز شتون نه لري او نه هم کوم مرکز لري. هغه دا څرګندونې د بدخشان په مرکز فیض اباد کې یوې ولسي غونډې ته کړي او یادې وسلهوالې ډلې یې دسیسه جوړوونکې بللې دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، په نورستان ولایت کې ۱۷ زره هغه کورنیو چې د جګړو له امله له اوونیو راهیسې په انزوا کې پاتې وې، اوس د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او اړینو مرستو تر لاسه کولو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

د پخوانۍ ولسي جرګې د مرستیال ظاهر قدیر ورور عبدالقهار قدیر نیوکه کړې، چې د کینیا حکومت له لوري امریکا ته د هغه د ورور سپارنه ظالمانه او سیاسي پرېکړه بللې ده. نوموړي ویلي، ظاهر قدیر پرته له کوم قانوني سند یا ثبوت، د امریکا په امر او د استخباراتي دسیسو له کبله سپارل کېږي.

د پاکستان حکومت ویلي چې له افغانستان سره د سرحدي شخړو او سوداګریزو لارو د پرله پسې بندېدو له امله یې د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره یو نوی بدیل سوداګریز مسیر فعال کړی. له دغه مسیره د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه له قرغیزستان څخه د خنجراب غاښي او وچ بندر له لارې پاکستان ته رسېدلې ده.

روسیې ویلي چې که اروپايي هېوادونه د فرانسې د اټومي وسلو لېږدوونکو ستراتیژیکو بمبار الوتکو ته د ځای پر ځای کېدو اجازه ورکړي، نو د احتمالي جګړې په صورت کې به د روسي ځواکونو د بریدونو هدف وګرځي.

د افغانستان د سنوکر فدراسیون خبر ورکړی، چې ددغه فدراسیون د پخواني رییس وحید اصغري مړی موندل شوی. نوموړی دوه شپې وړاندې په قلعه فتح الله کې وسله والو د خپل کور له مخې تښتولی و. د طالبانو المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې د اصغري د مړینې په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده.

په غزني کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي ویلي، چې د یاد ولایت د واغظ ولسوالۍ په خندک کلي کې پر یوه تراکتور د ماین چاودنې له امله تراکتور چلوونکی مړ شوی دی.

محلي سرچینې وایي چې د بدخشان ولایت د فیضاباد ښار په «برهانالدین رباني» روغتون کې د مولوي بشیرالدین په نامه یوه زورواکي کس یوه ښځینه روغتیاپاله د کار پر مهال وهلې او سپکاوی یې ورته کړی دی. پېښه د تېرې دوشنبې په شپه شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ یې د مرسته شویو اوړو لومړۍ جوپه په بلخ کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ته وسپارله. روسیې ویلي، چې دغه اوړه به د ملګرو ملتونو لهخوا پر افغانانو ووېشل شي.

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې په تېر کال کې یې ۳۷۰سرلیکه کتابونه ارزولي او لسګونه عنوانه هغه کتابونه یې له بازاره راټول کړي چې په وینا یې «له تګلارو سره په ټکر کې» وو. یاد وزارت ویلي، چې ټولو عامه کتابتونونو ته نوي کتابونه پېري.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې په سیاحتي ویزو افغانستان ته تللي او په کار بهرنیان به په جدي ډول وڅارل شي. دیاد وزارت مرستیال ویلي، چې بهرني وګړي باید د یادې ډلې له اصولو سره سم سم کار وکړي.

د ازبکستان د اورګاډي ادارې اعلان کړی چې د افغانستان په نایباباد تمځای کې یوه نوې۱۰۰۰ مترۍ فرعي پټلۍ بشپړه شوې ده، چې هدف یې د بار وړلو ظرفیت لوړول او د اورګاډي د عملیاتو اغیز ښه کول دي. دا پروژه د ازبکستان د اورګاډي ادارې له خوا د سوګدیانا ټرانس شرکت په همکارۍ پلې شوې ده.

د جرمني په پلازمېنه برلین کې له خبري غونډې وروسته یوه معترض د ایران پخواني ولیعهد رضا پهلوی ته د رومي بانجانو روب ور شیندلی. د رضا پهلوي ډلې ویلي، چې نوموړي ته د رومي بانجانو ساس یا روب ورشیندل شوی او غاړه او اوږه یې پرې ککړې شوې.

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د ۲۰۲۶ او ۲۷ کلونو لپاره له اوکراین سره د ۹۰ میلیارده یورو پور او پر روسیې د نویو ندیزونو په اړه هوکړه وکړه. د اروپايي کمېسیون مشرې ویلي، چې د روسیې د تېري په ځواب کې به له اوکراین څخه ملاتړ دوه برابره زیات کړي.

د کینیا لوړې محکمې پرېکړه کړې، چې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړی عبدالظاهر قدیر متحده ایالاتو ته وسپاري. محکمې ویلي چې کینیا نه شي کولی د نشه يي توکو او غیرقانوني وسلو د قاچاق پر ضد مبارزه کې له خپلو نړیوالو ژمنو تېره شي.