
طالبان وايي د سیمې په بازارونو کې د نفتو د بیو تغییر د افغانستان پر بازار هم اغېز کوي
د طالبانو د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په افغانستان کې د سونتکو د بیو لوړېدو په اړه وضاحت ورکړی او ویلي یې دي، چې په سیمهییزو او نړیوالو بازارونو کې د یادو توکو د بیو هر ډول تغییر د افغانستان پر بازارونو هم اغېزه کوي.



















