
طالبان وايي د ګران بیه توکو د قاچاق او د نشهيي موادو د واردولو په تور یې ۱۳۲ کسان نیولي
د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو ته د ګران بیه توکو د قاچاق او له ګاونډیو هېوادو څخه یې افغانستان ته د نشهيي توکو د واردولو په تور ۱۳۲ کسان نیولي دي.



















