• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو او پاکستان کړکېچ

راپور؛ د طالبانو ارزانه ډرونونو پاکستان ته نوی سرخوږی جوړ کړی

راپور؛ د طالبانو ارزانه ډرونونو پاکستان ته نوی سرخوږی جوړ کړی

د فرانس۲۴ په یوه راپور کې راغلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له پیل راهیسې ډرونونه د دواړو خواوو د تقابل یوه نوې وسیله ګرځېدلې او اسلام‌اباد ادعا کوي چې یوازې د ۲۰۲۶کال په سپټمبر میاشت کې یې له افغانستان نه توغول شوي ۲۳ ځانمرګي ډرونونه شنډ کړي دي.

پاکستان: طالبان دې د خبرو پر ځای د ټي‌ټي‌پي د پټنځایونو پر ضد عملي اقدامات وکړي

پاکستان: طالبان دې د خبرو پر ځای د ټي‌ټي‌پي د پټنځایونو پر ضد عملي اقدامات وکړي

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي، د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د شاوخوا شپږ زره جنګیالیو شتون او له دې ډلې سره د طالبانو د ملاتړ یادونه شوې ده. دغه وزارت له افغان طالبانو غوښتي چې دخبرو پر ځای ددغه ډلې پر ضد عملي اقدامات وکړي.

ذبیح‌الله مجاهد: د پاکستان پوځي کړۍ په کابل او اسلام‌اباد کې د ناامنۍ لامل شوې دي

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، د پاکستان پوځي کړۍ په کابل او اسلام‌اباد کې د ناامنۍ لامل شوې. د هغه په وینا، دغه پوځي کړیو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د خبرو او مذاکراتو مخه نیولې ده.

اسحاق ډار طالبانو ته د وسله‌والو ډلو پرضد د اقدام نه کولو پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې د وسله‌والو ډلو پر ضد د اقدام نه کولو له پایلو سره به مخ شي. نوموړي ویلي، پاکستان د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې تر ۹۰زره ډېر کسان له لاسه ورکړي او اقتصاد یې نږدې ۵۰ مېلیارده ډالر زیان لیدلی دی.

له پاکستان سره اړیکه؛ اب حیات که د زهرو جام؟

له پاکستان سره اړیکه؛ اب حیات که د زهرو جام؟

د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر فضل‌احمد معنوي په دغه مقاله کې، چې افغانستان انټرنشنل ته یې لیکلې ده، پر دې بحث کوي چې ولې د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکه له ملګرتیا څخه مقابلې ته رسېدلې ده او دا ناورین د ایران، هند او د افغانستان د راتلونکي لپاره څه پایلې لري.

د پکتیا اړوند په ډیورند کرښه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ یو ځل بیا نښته شوې

د پکتیا اړوند په ډیورند کرښه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ یو ځل بیا نښته شوې

د پکتیا ډنډ پټان ته څېرمه پر ډیورند کرښه نن ماښام د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ یو ځل بیا نښته شوې ده. طالبان ادعا کوي، چې لومړی ډزې پاکستاني لوري کړي او دوی ځوابي ډزې کړې دي. دوی زیاتوي، دمګړۍ وضعیت نورمال دی.

د خیبرپښتونخوا د والي ادعا: افغانستان د هند او اسراییل په اډه بدل شوی دی

د خیبرپښتونخوا د والي ادعا: افغانستان د هند او اسراییل په اډه بدل شوی دی

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ادعا کړې، چې افغانستان د هند او اسراییل پر مرکز بدل شوی او تور یې ولګاوه، چې تحریک انصاف ګوند د افغانستان په وضعیت او له هغې خوا د بریدونو په تړاو پټه خوله دی. هغه ادعا وکړه، چې ایالتي حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې هېڅ څرګنده تګلاره نه‌لري.

په ایټالیا کې افغان سفیر: د سیمه‌ییزو ګټو تضاد افغانستان کې د نیابتي سیالیو خطر پېښ کړی

په ایټالیا کې افغان سفیر: د سیمه‌ییزو ګټو تضاد افغانستان کې د نیابتي سیالیو خطر پېښ کړی

په ایټالیا کې د افغانستان سفیر خالد ذکریا د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته کې د طالبانو او پاکستان اختلافونه او له همدې امله، له ګډې اعلامیې پرته د ناستې پای ته رسېدو ته په اشارې سره ویلي، چې د سیمه‌ییزو ګټو تضاد په افغانستان کې د نیابتي سیالیو خطر رامنځته کړی دی.

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی

په مسکو کې مېشت امریکايي سیاسي شنونکی انډریو کوریبکو په یوې نوې مقاله کې څرګنده کړې، چې د پاکستان په اړه د طالبانو لیدلوری او دریځ په بشپړه توګه ناسم نه‌دی او یو څه ريښتینولي لري.

مرتضی سولنګي: طالبان دې ترهګرو ته د پټنځایونو له ورکولو لاس واخلي

مرتضی سولنګي: طالبان دې ترهګرو ته د پټنځایونو له ورکولو لاس واخلي

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي د طالبانو حکومت «ترهګر رژیم» بللی دی او زیاته کړې یې ده چې طالبان د هند او نورو هېوادونو په مرسته ترهګرو ته خوندي پټنځایونه ورکړي دي.

د پاکستان استازی: مونږ له افغان خاورې د هند ملاتړ لرونکو ډلو له بریدونو سره مخ یو

د پاکستان استازی: مونږ له افغان خاورې د هند ملاتړ لرونکو ډلو له بریدونو سره مخ یو

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په شپږمه کمېټه کې ادعا کړې، چې هېواد یې د افغانستان په خاوره کې د هند له لوري د تمویلېدونکو وسله‌والو ډلو له دوامداره بریدونو سره مخ دی.

پاکستانی چارواکی: د افغانستان په خاوره کې په محدوده کچه عملیات شوي دي

پاکستانی چارواکی: د افغانستان په خاوره کې په محدوده کچه عملیات شوي دي

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناءالله وايي، اسلام‌اباد تر اوسه د شواهدو پر بنسټ د افغانستان په خاوره کې «په محدوده کچه» عملیات ترسره کړي. هغه ویلي، د پاکستان یوازینۍ غوښتنه له طالبانو دا ده چې اجازه ور نه‌کړي افغان خاوره د پاکستان پر وړاندې د بریدونو لپاره وکارول شي.

شهباز شریف ګوترېش سره لیدنه کې: افغانستان کې باید د ترهګرۍ پر وړاندې عملي اقدام وشي

شهباز شریف ګوترېش سره لیدنه کې: افغانستان کې باید د ترهګرۍ پر وړاندې عملي اقدام وشي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره په لیدنه کې په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو پر وړاندې د عملي اقدام غوښتنه کړې. نوموړي د چهارشنبې په ورځ په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې پر ارزښت هم ټینګار وکړ.

له مسکو ناستې یوه ورځ وروسته؛ لاوروف د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اختلافاتو اندېښنه ښودلې

له مسکو ناستې یوه ورځ وروسته؛ لاوروف د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اختلافاتو اندېښنه ښودلې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) د مسکو فارمټ ۸مې ناستې د ګډې اعلامیې د نه خپرېدو په اړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اختلافاتو اندېښنه څرګنده کړې.

زرداري له ګوترېش سره لیدنه کې: د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي

زرداري له ګوترېش سره لیدنه کې: د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش سره اسلام‌اباد کې د لیدنې پر مهال وویل، په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې لا هم پاکستان په نښه کوي. هغه زیاته کړې چې اسلام‌اباد د دې ډلو د بهرني ملاتړ په اړه شواهد له اړوندو لورو سره شریک کړي دي.

ملا نورالله نوري: پاکستان دې د افغانانو له حوصلې او صبر ناوړه ګټه نه‌اخلي

ملا نورالله نوري: پاکستان دې د افغانانو له حوصلې او صبر ناوړه ګټه نه‌اخلي

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې په یوه ولسي غونډه کې یو وار بیا د پاکستان پر حکومت او استخباراتو نیوکې کړې دي. نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان دې د افغانانو صبر او حوصله نه ازمايي.

محمد رضا بهرامي: چمتو یو چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د کمولو لپاره منځګړتوب وکړو

محمد رضا بهرامي: چمتو یو چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د کمولو لپاره منځګړتوب وکړو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا عمومي مدیر محمدرضا بهرامي وايي، تهران چمتو دی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د کمولو او د دواړو لورو د اړیکو د ښه کېدو لپاره منځګړیتوب وکړي.

متقي «پاکستان د ترهګرو مرکز بللی» او صادق خان ویلي «هغه وخت چې تاسې وئ هم دا ویل کېدل»

متقي «پاکستان د ترهګرو مرکز بللی» او صادق خان ویلي «هغه وخت چې تاسې وئ هم دا ویل کېدل»

د مسکو په غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ترمنځ د ترهګرۍ د موضوع پر سر لفظي ناندرۍ شوې دي. متقي پاکستان د ترهګرو مرکز بللی، خو صادق خان په ځواب کې ویلي، چې نړیوالو هم هغه مهال چې طالبان هلته اوسېدل، پاکستان د ترهګرو مرکز باله.

د مسکو ناستې د طالبانو او پاکستان د استازو د اختلاف له امله ګډه اعلامیه خپره نه کړای شوای

د مسکو ناستې د طالبانو او پاکستان د استازو د اختلاف له امله ګډه اعلامیه خپره نه کړای شوای

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، روسیه خواشینې ده چې د افغان او پاکستاني استازو ترمنځ د اختلاف له امله د مسکو فارمټ د مشورتي ناستې په پای کې د ګډې اعلامیې پر سر هوکړه ونه شوه.

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

د پاکستان د کراچۍ الرشید مدرسې مشر مفتي عبدالرحیم په یوه تازه پوډکاسټ کې ویلي، پاکستاني پوځ د حرمین شریفین ساتنه کړې او د نړۍ یوازینی اټومي هېواد دی چې پر وړاندې یې هر ډول جګړه له اسلام سره دښمني ده. هغه ادعا کړې، چې هند د پاکستان پر ضد افغان طالبانو ته د اسراییل ټکنالوژي ورکوي.

فضل احمد معنوي: د طالبانو او پاکستان اختلافات یوازې تر «ټي‌ټي‌پي»‌ محدود نه‌دي

فضل احمد معنوي: د طالبانو او پاکستان اختلافات یوازې تر «ټي‌ټي‌پي»‌ محدود نه‌دي

د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوسنۍ نښتې او ژور اختلافات یوازې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) پر مسئلې محدود نه‌دي، بلکې تر شا یې پېچلې تاریخي، اقتصادي او جیوپولیټیکي ریښې پرتې دي.

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

د تېر جمهوري نظام د عدلیې پخوانی وزیر فضل احمد معنوي وایي، له پاکستان سره د طالبانو د «بشپړ لاسپوڅي توب» اړیکه په ختمیدو ده. د هغه په وینا، طالبان به یا دغې «ناشونې اړیکې» ته دوام ورکوي او یا به د « خپلواکۍ او متقابلو ګټو» اړیکې غواړي، چې پاکستان ته د منلو وړ نه‌دي.