• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ستاسو روایت

د هرات پوهنتون محصل: د لیلیې د خونو تالاشي او محدودیتونو محصلان اندېښمن کړي دي

د هرات پوهنتون محصل: د لیلیې د خونو تالاشي او محدودیتونو محصلان اندېښمن کړي دي

د هرات پوهنتون محصلان وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې په پوهنتون کې د ځیرکو ټېلیفونونو کارول منع شوي او محصلان په خپلو لیلیو کې هم د یادو ټېلیفونونو د کارولو له محدودیت سره مخ دي. د دوی په خبره، نږدې هره ورځ یې لیلیې تالاشي کېږي.

د کابل هټۍوال: د شپې په لسو بجو د هټیو تړل مو پر پلور اغېز کوي

د کابل هټۍوال: د شپې په لسو بجو د هټیو تړل مو پر پلور اغېز کوي

د کابل ښار یوشمېر هټۍوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د شپې تر لسو بجو وروسته د هټیو تړل یې پر کاروبار منفي اغېز کوي. دوی وايي، د فعالیت قانوني جوازونه لري او په اړوندو ناحیو کې ثبت دي؛ خو بیا هم اړ اېستل کېږي چې د شپې په لسو بجو خپلې هټۍ وتړي.

د دره نور اوسېدونکي: «طالبانو زموږ ۵۰ کلن کورونه په زور ړنګ کړل»

د ننګرهار د دره نور د تلکي ډاک اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په غږیزو پیغامونو کې ویلي، چې له ۵۰ کلونو مېشتېدو وروسته یې کورونه طالبانو ړنګ کړي دي. یادو اوسېدونکو د انصاف غوښتنه کړې ده.

یوه ښوونکې: د ښوونکې په نړۍواله ورځ مو هم د عادي ورځو په څېر تدریس وکړ

د کابل ښار د یوه دولتي ښوونځي ښوونکې وایي، نن ورځ له دې امله پرې ډېره سخته تېره شوه چې په نړۍ کې د ښوونکي ورځ نمانځل کېده؛ خو دوی اړ وو چې د نورو عادي ورځو په څېر تدریس وکړي.

د سروبي اوسېدونکی: د یوه طالب چارواکي د زوی په واده کې د پټاقیو غږونو د خلکو ارام ګډوډ کړی

د سروبي اوسېدونکی: د یوه طالب چارواکي د زوی په واده کې د پټاقیو غږونو د خلکو ارام ګډوډ کړی

د کابل د سروبي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شکایت کړی چې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د برېښنا شرکت د مرستیال د زوی په واده کې له دوو ورځو راهیسې پټاقۍ چاودول کېږي او د مرکزي بازار د خلکو ارام یې ګډوډ کړی دی.

د موسی‌کلا اوسېدونکي د روغتون د خدمتونو له ځنډ څخه شکایت کوي

د موسی‌کلا اوسېدونکي د روغتون د خدمتونو له ځنډ څخه شکایت کوي

د هلمند د موسی‌کلا ولسوالۍ د عمومي دولتي روغتون یو شمېر ناروغانو او پایوازانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې سهار روغتون ته پر وخت ورځي، خو د ډاکټرانو او نورو کارکوونکو د کار تر پیل پورې شاوخوا یو ساعت انتظار باسي.

د کونړ پوهنتون محصل: طالبان د ږیرې نه لرلو له امله له محصلانو د لیلیې کارتونه اخلي

د کونړ پوهنتون محصل: طالبان د ږیرې نه لرلو له امله له محصلانو د لیلیې کارتونه اخلي

د کونړ د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون یوه محصل افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف ماموران د محصلانو ږیرې ګوري او د هغو کسانو د پوهنتون او لیلیې کارتونه اخلي چې ږیره یې لنډه کړې وي.

د کابل اوسېدونکی: طالبانو په خېرخانه کې څو نجونې تر وهلو وروسته له ځان سره بېولې دي

د کابل اوسېدونکی: طالبانو په خېرخانه کې څو نجونې تر وهلو وروسته له ځان سره بېولې دي

د کابل یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته د یوې ویډيو په لېږلو سره ویلي، چې طالبانو د یکشنبې په شپه په خېرخانې مېنې کې سراي شمالي‌ ته نږدې شاوخوا ۴ نجونې تر سختو وهلو وروسته نیولې دي.

د غزني اوسېدونکی: دوه کاله مخکې مو د برېښنا لپاره پیسې ورکړې خو برخلیک یې لاهم ناروښانه دی

د غزني اوسېدونکی: دوه کاله مخکې مو د برېښنا لپاره پیسې ورکړې خو برخلیک یې لاهم ناروښانه دی

د غزني یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي، چې د دغه ولایت د «قلعه شهاده» او «قلعه کلوخک» سیمو شاوخوا ۸ تر ۱۰زره کورنۍ له کلونو راهیسې له لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخې دي او له بې‌وزلۍ او ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د فراه اوسېدونکی: د شیخ ابونصر فراهي بندر تړل کېدو خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي

د فراه اوسېدونکی: د شیخ ابونصر فراهي بندر تړل کېدو خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي

د فراه یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې د شیخ ابونصر فراهي بندر د تړل کېدو له امله زرګونه کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي. د هغه په وینا، د دغه بندر له لارې د تېلو واردات بند شوي او ورسره د ډېرو خلکو د کار او عاید سرچینې هم له‌منځه تللې دي.

د کندهار اوسېدونکي: د ۱۵مې ناحیې نړول شوی پل دې بېرته ژر جوړ شي

د کندهار اوسېدونکي: د ۱۵مې ناحیې نړول شوی پل دې بېرته ژر جوړ شي

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ښار د ۱۵مې ناحیې په زاړه ګنج سیمه کې هغه پل چې ډنډ ولسوالۍ له دې ناحیې سره نښلوي، شاوخوا درې میاشتې کېږي نړول شوی، خو د بیا جوړولو چارې یې نه دي پیل شوې.

له پاکستان نه اېستل شوی افغان: کورنۍ مې له امنیتي‌ ګواښونو او جدي‌ بشري ستونزو سره مخ ده

له پاکستان نه اېستل شوی افغان: کورنۍ مې له امنیتي‌ ګواښونو او جدي‌ بشري ستونزو سره مخ ده

د محمد تمیم صدیقي په نوم یو افغان وايي، له پاکستان نه تر جبري ستنېدو وروسته په افغانستان کې هغه او د کورنۍ غړي یې له امنیتي ګواښونو او جدي بشري ستونزو سره مخ دي. نوموړي‌ ویلي، د دغه پېښو د ګواښ لیکونه، اسناد، د روغتون طبي اسناد او شاهدان هم لري.

د کندوز د کرنې ریاست د عوایدو مدیر عصمت‌‌الله د ۵ میلیونه افغانیو په درغلۍ تورن شوی

د کندوز د کرنې ریاست د عوایدو مدیر عصمت‌‌الله د ۵ میلیونه افغانیو په درغلۍ تورن شوی

د کندوز اوسېدونکي ادعا کوي، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د عوایدو عمومي مدیر مولوي عصمت‌الله د ۵ میلیونه افغانیو درغلۍ تورن شوی دی. ځايي اوسېدونکي وايي، ځینې لوړپوړي طالب چارواکي هڅه کوي، دغه موضوع په پټه حل او یاد کس بېرته خپلې دندې ته حاضر کړي.

د کابل اوسېدونکی: د یوه طالب قوماندان ورور پر ما دروغجنه عریضه کړې او درې میاشتې زنداني وم

د کابل اوسېدونکی: د یوه طالب قوماندان ورور پر ما دروغجنه عریضه کړې او درې میاشتې زنداني وم

د کابل یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پيغام کې ویلي، چې په پروان کې د طالبانو د امنیه قوماندان ورور په زور ترې پارکېنګ اخیستی او بیا یې په یوه دروغجنه قضیه کې زنداني کړی دی. د هغه په خبره، درې میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې او د طالبانو له سخت چلند سره هم مخ شوی دی.

ښاریان: د غیرپلاني سیمو د ودانیزو جوازونو درېدو له امله مو دوسیې نیمګړې پاتې دي

ښاریان: د غیرپلاني سیمو د ودانیزو جوازونو درېدو له امله مو دوسیې نیمګړې پاتې دي

افغانستان انټرنشنل ته په لېږلو پیغامونو کې یوشمېر ښاریانو د غیرپلاني سیمو لپاره د ودانیزو جوازونو د ورکړې بهیر له درېدلو شکایت کړی او ویلي یې دي، د یادې پرېکړې له امله یې هغه دوسیې چې د اداري او تخنیکي پړاوونو ډېره برخه بشپړه کړې وه؛ له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوې دي.

د کابل پوهنتون محصلان: د لیلیې مودې کمېدو له ستونزو سره مخ کړي یو

د کابل پوهنتون محصلان: د لیلیې مودې کمېدو له ستونزو سره مخ کړي یو

د کابل پوهنتون محصلانو افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې د لیلیې مودې کمېدو له ستونزو سره مخ کړي دي. د دوی په خبره، وړاندې محصلان په لیلیه کې د دوو کلونو لپاره اوسېدل؛ خو سږ کال دغه موده یو کال ته را کمه شوې ده.

په لیبیا کې بندپاتې افغانانو هېواد ته د ستنېدو لپاره له اړوندو ادارو د مرستې غوښتنه کړې ده

په لیبیا کې بندپاتې افغانانو هېواد ته د ستنېدو لپاره له اړوندو ادارو د مرستې غوښتنه کړې ده

په لیبیا کې بندپاتې ۱۸ افغانان چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان سره ثبت دي له اړوندو ادارو غوښتنه کړې، چې هېواد ته د ستنېدو په برخه کې دې د ویزو او د سفري اسنادو په برابرولو کې ورسره همکاري وکړي.

د کونړ اوسېدونکی: د یوه ښوونځي امر زده‌کوونکي‌ د ښوونځي پر ځای مدرسې ته هڅوي

د کونړ اوسېدونکی: د یوه ښوونځي امر زده‌کوونکي‌ د ښوونځي پر ځای مدرسې ته هڅوي

د کونړ یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د ټانګو لېسې امر «ملا فضل معبود» له زده‌کوونکو غوښتي چې د ښوونځيو پر ځای مدرسې ته ولاړ شي. د نوموړي‌ په خبره، دغه طالب امر زده‌کوونکو ته ښکنځل کوي او کله ورته پېغورونه هم ورکوي.

د خاتم‌النبیین پوهنتون تر تړلو وروسته؛ محصلان له ناروښانه برخلیک او لالهاندۍ سره مخ دي

د خاتم‌النبیین پوهنتون تر تړلو وروسته؛ محصلان له ناروښانه برخلیک او لالهاندۍ سره مخ دي

افغانستان انټرنشنل ته په لېږلې ویډیو کې ښکاري، چې په کابل کې د خاتم‌النبیین پوهنتون تر تړلو وروسته محصلان لالهانده د پوهنتون مخې ته ولاړ دي. طالب چارواکو بیا له دغه محصلانو غوښتي، چې په نورو خصوصي پوهنتونونو کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

ځایي اوسېدونکی: د افغانستان په شمال کې د وسله‌والو غلاوو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي دي

ځایي اوسېدونکی: د افغانستان په شمال کې د وسله‌والو غلاوو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي دي

یو ځوان افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، په جوزجان او بلخ ولایتونو کې وسله‌والې غلاوې زیاتې شوې چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي. نوموړي زیاته کړې، چې غله په دغه غلاوو کې له وسلو هم کار اخلي.

د ننګرهار په دره‌نور کې د کورونو د تخلیې خبرداری؛ ځايي اوسېدونکي وايي اخر چېرته لاړ شو؟

د ننګرهار په دره‌نور کې د کورونو د تخلیې خبرداری؛ ځايي اوسېدونکي وايي اخر چېرته لاړ شو؟

د ننګرهار د دره‌نور ولسوالۍ د تلکي ډاګ کلي اوسېدونکي وايي، طالبانو ورته د خپلو کورونو د پرېښودو خبرداری ورکړی او یو شمېر کورونه یې هم نړولي دي. دوی وايي، دغه کلي کې تر ۳۰۰ ډېرې کورنۍ ژوند کوي او دمګړۍ د بې‌ځایه کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي. د دوی په وینا، طالبان دا ځمکه دولتي بولي.

له پاکستان نه اېستل شوي محصلان وایي طالبان یې بېرته تګ ته نه پرېږدي

له پاکستان نه اېستل شوي محصلان وایي طالبان یې بېرته تګ ته نه پرېږدي

یو شمېر افغان محصلان چې له پاکستان نه افغانستان ته ستانه کړل شوي، وایي د پاکستان د معتبرې ویزې په لرلو سربیره هم په کابل هوايي ډګر کې پاکستان ته د بېرته تګ اجازه نه ورکول کېږي.