طالبان: په کندهار کې د احمدشاه بابا د کور د رغولو تخنیکي او مسلکي سروې پیل شوې

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، په دغه ښار کې د معاصر افغانستان د بنسټګر او امپراتور احمدشاه بابا د کور رغولو تخنیکي او مسلکي سروې پیل شوې ده.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، په دغه ښار کې د معاصر افغانستان د بنسټګر او امپراتور احمدشاه بابا د کور رغولو تخنیکي او مسلکي سروې پیل شوې ده.
د باختر اژانس د رپوټ له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسلکي ټیم د احمد شاه بابا د کور لومړنۍ سروې پیل کړې او له سروې وروسته به یې د رغونې چارې هم پیل کړي.د افغان امپراتور احمدشاه بابا کور د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې په سدوزو سیمه کې دی، چې درې سوه کلن تاریخ لري او په بخارایي بڼه جوړ شوی، خو اوس يې ځینې برخې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.د دغه کور د استملاک چارې د تېر حکومت پرمهال بشپړې شوې او تمه وه چې د بیارغېدو چارې یې هم پیل شي خو تر اوسه پر ځای پاتې دي.د تېر حکومت پر مهال ولسمشر غني کندهار ته د تلو ژمنه کړې وه او تمه کېده، چې دغه تاریخي ځای به د ارګ د سلام خانې ماڼۍ په څېر ورغول شي.د کندهار ښار یو شمېر اوسیدونکي د احمدشاه بابا د دغه تاریخي کور رغولو ته خوښ دي.
دوی له اطلاعات او کلتور وزارت غواړي، چې د دغه کور د رغېدو لپاره بودیجه ځانګړې او هم دي ملي سوداګر د دغه لرغوني ځای د ساتلو او بیارغونې په برخه کې همکارۍ ته وهڅوي.


له نږدې دوو کلونو راهیسې له افغانستان د لوستي پاړکي تېښتې او د کتاب د چاپ او زدکړو په مخ کې د خنډونو له امله د کتاب بازار هم ورځ تر بلې بې ارزښته کېږي.
د کابل ښار د یوې خپروندویه ټولنې مسوولان وایي د تېر په څېر ځوانان د مطالعې او لیکوال د لیکلو انګیزه نه لري، چې له امله یې د مطالعې دود له منځه ځي او د دوی د تېرو شلو کلونو خواري په اوبو لاهوکېږي.
دغه مسوولان چې له نوم اخیستو ډډه کوي، زیاتوي چې د بازار د نشتون له امله یې خپل کتابونه د یو بل مناسبت په پلمه لیلام او د چاپ ماشینونه یې هم په خورا کمه بیه وپلورل.
لیکوال او ژباړن میراحمد یاد وایي جمهوریت کې یې په کال کې تر لسو کتابونه چاپېدل، خو اوس په یوه کال کې دوه یا درې کتابونه په ډیرو ستونزو سره چاپوي، ځکه خپرنځي یې چاپ ته زړه نه ښه کوي.
د یوې بلې خپرندویه ټولنې مسوول د کتاب بازار اوسنی حالت د نجونو پر زدکړو بندیز او همدارنګه د خلکو اقتصادي وضعیت سره تړلی بولي.
نوموړی وايي، پخوا چې د خصوصي زدکړو بازار ګرم و، دوی به یې مختلف موادچاپول چې د خپرنځي په لګښت او د کتابونو په چاپ کې به یې لاس ور کاوه.
پر بد اقتصادي وضعیت سربېره د طالبانو د کتاب ارزونې کمېسیون هم د دې بازار د سړېدو یو بل لامل بلل کېږي.
طالبان وايي، دې کمېسیون سره غواړي د داسې کتابونو د چاپ او پلور مخه ونیسي چې له اسلامي ارزښتونو او د افغان ټولنې د دود خلاف وي.
د تېر کال دوبي کې د دغه کمېسیون چارواکو وویل، د داسې ۱۷۰ کتابونو د چاپ مخه یې نیولې چې «الحادي افکار» پکې وو.
خو لیکوال او خبریال سعید شینواری وایي، طالبانو پر دغه کمېسیون سربېره ډیر د فکري بیدارۍ پر کتابونو هم پټ بندیز لګولی او ټول کړي یې دي.
د ښاغلي شینواري په خبره، هغه کتابونه چې طالبان یې پر خلکو لوستل غواړي، یا خلکو لوستلي دي یا له دې ډلې سره د فکري تضاد له امله همدا کتابونه نه اخلي.
ایراني کتابونو ته هم افغانستان د پلور یو لوی بازار و، خو له تېرو دوو کلونو راهیسې د دې کتابونو پر واردېدو هم مالیه خورا ډېره لوړه شوې ده.
ایران کې د کتاب اړوند خبري اژانس ایبنا ته ایراني خپرندویانو ویلي، چې د مالیې لوړېدو او د خلکو د اقتصاد غورځېدو سره یې افغانستان ته صادرات ۹۵ سلنه کم شوي دي.

په افغانستان کې د اوبو د ناسم مدریت او تر ځمکې لاندې اوبو کمښت که د کابل ځینې ښاریان د څښاک اوبو پسې لالهاند کړي د هلمند په څېر د منځنۍ اسیا د یو ستر سیند ګاونډیان یې هم کډه کولو ته اړ کړي دي.
د هلمند د نوزاد ولسوالۍ کروندګر رحمت الله وايي، پخوا یې کارېزونو ځمکه خړوبوله خو د وچکالۍ زیاتېدو او کارېزونو وچېدو سره یې ژورې څاوې وکیندلې، اما هغه هم وچې شوې: «تېرو دوو کلنو کې مې ځمکه شاړه شوه. درې باغونه مې لرل، خو اوس یو څو ونې راپاته دي. »
پر کرنه مشهوره دې ولسوالۍ کې اوس ځینې خلک د څښاک اوبه هم نه لري او له پروسږکال راهیسې ترې لسګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې دي او په بازار کې یې اوس ګوته په شمار هټۍ خلاصې دي.
یو نوزادوال عبدالرزاق وایي:«هره ورځ لس، شل یا دیرش کورنۍ له نوزاد ګډه کیږي، خلک خپل کار روزګار پریږدي ځکه دلته نور اوبه نشته او ټول کاریزونه وچ شوه.»
د هلمند د نوزاد او ځینې نورو سیمو استوګن په داسې حال له تندې کړېږي چې د اسیا او افغانستان په کچه لوی سیند یې په نوم یادېږي. ان ایران له طالبانو غواړي چې د سیستان بلوچستان د خلکو تاندولو ته یې ډېرې اوبه ور پرېږدي.
خو د نوزاد اوسېدونکي پخوا هم د هلمند سیند پر ځای کاریزونو پورې تړلي وو چې اوس ټول وچ دي. دوی وايي، هغه وخت خپل ټاټوبي ته ستنېږي چې د فرهاد په نوم د اوبو بند جوړ شي.
پر نقشه رسم شوي بند پورې تړلې داهیله په داسې حال ده، چې د کندهار د دهلې بند د اوبو کمېدو سره د ارغنداب او دامان ولسوالیو انارو او غنمو د تمې خلاف ډیر کم حاصل کړی دی.
د روزګان، زابل، نیمروز او فراه کرنګر هم د اوبو له کمښت شکایت کوي، ان په ځینو ولسوالیو کې یي د څښاک اوبه هم په سختۍ موندل کیږي.
د اوبو تنظیم اداره کې سرچینې وايي، په اوسط ډول په هیواد کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۱۱ متره کښته شوې او له بیلا بیلو ولایتونو ۲ لکه ۲۸ زره کرنګر د وچکالۍ له امله له خپلو مېنو بیځایه او زیانمن شوي دي.
وچکالي مالچرونه هم وچ کړي او مالدار په کمه بیه څاروي پلوري.
د غور اوسیدونکی حیات الله وايي، درې سوه پسونه او وزې یې درلودې، خو اوس یې ډير پلورلي دي.
د افغانستان تر ټولو ستر ښار کابل هم د وچکالۍ او ځمکینو اوبو د کمښت له ستونزې کړېږي.
د پلازمېنې په کوڅو کې ښځې، ماشومان او لویان بکشې(ډبې) په لاس د پاکو اوبو په پیدا کولو پسې لالهاند دي، په دغه ښار کې د څښاک اوبو موندل تر پخوا کم او تقاضا يې زیاته شوې ده.
د معلوماتو له مخې په کابل ښار کې له ۷۶ ژورو څاوو چې نورو سیمو ته یې اوبه رسولې ۴۰ يي وچې شوې دي.
د طالبانو پیښوته د رسیدو چارو وزارت وايي، د سږنۍ وچکالۍ له امله شل ولایتونه سخت ځپل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د انساني مرستو همغږۍ دفتر وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له پلوه د نړۍ خورا لسو اغېزمنو هېوادونو کې دی.
د دغه دفتر د مالوماتو له مخې، افغانستان کې تودوخه له نړیوال اوسط کچې هم ډېره ګرمېږي، چې ور سره چاپېریال خرابېږي، کرنه ګواښل کېږي او د خلکو ژوند له خطر سره مخ کېږي.


د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان او پاکستان کې د پولیو پېښو د کمېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دوی د دغه ویروس له منځه وړلو ته نږدې شوي دي. خو د رپوټونو له مخې همدغه سږ کال یوازې په ننګرهار کې په پولیو د اخته ماشومانو ۵ نوې پېښې ثبت شوې.
خو د روغتیا د نړیوال سازمان چارواکي وایي "پاکستان او افغانستان، چې د پوليو د ويروس وروستي مرکزونه دي، بايد په نخښه شي، دغلته بايد د پوليو د ويروس مخه ونيول شي او تر هغې چې مونږ دغه هدف ته ونه رسيږو، د نړۍ په بېلابيلو برخو کې به دا وايرس راڅرګند شي".
پوښتنه دا ده جې ولې د پښتنو سيمې د پولیو د ویروس مرکزونه جوړ شوي؟
په پاکستان کې په کال ۲۰۲۲ کې د پولیو ۲۰ پېښې ثبت شوې چې پکې ۱۷ په شمالي وزیرستان, دوه په جنوبي وزیرستان او يوه په لکی مروت کې مخې ته راغلې.
افغانستان کې په کال ۲۰۲۲ کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د پولیو دوه پېښې ثبتې شوې وې.
نړیوالې ادارې او د پاکستان روغتیایي چارواکي دا خبره مني چې په پاکستان کې د پولیو په پېښو کې وروستی زیاتوالی د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان په پخوانیو قبایلي سیمو کې په لږه جغرافیه کې محدودپاتې دي .
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د پښتنو په سیمو کې د تندلارو ډلو د منفي تبلیغاتو ، روانې جګړې، ناامنۍ، لرې پرتو ځایونو ته د روغتیایي ډلو نه رسیدنه د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د روغتیایي کارکوونکو هڅې محدودې کړې دي.
په پيښور کې خبريال او څيړونکی مشتاق یوسفزی وايي "تر ټولو لویه مسله د امنیت ده، د پوليو کارکوونکي شته، واکسین هم شته، خلک چمتو دي، د نړیوالې ټولنې مرستې دوام لري، خو رياست اوس هم په هغو سیمو کې اغېز نه لري چې وروستۍ پېښې مخې ته راغلې دي".
د خېبر پښتونخوا د صحت چارواکي وايي امنیت یوه مسله ده خو د پولیو په کمپاین کې به بری حتمن د دوی په برخه وي.

د افغانستان کرېکټ بورډپرون وویل، چی د روانې اګسټ میاشتې په ورستیو کې له پاکستان سره درې یو ورځنۍ سیالۍ کوي. دغه بورډ پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې دغه سیالۍ به د سریلانکا په دوو بیلا بیلو لوبغالو کې د اګسټ په ۲۲مه، ۲۴ مه، او ۲۶ مه نیټه ترسره شي.
لومړنۍ دوه سیالۍ به د مهالویش له مخې په همبنټوټا او او ورستۍ سیالي به په کولمبو کي وشي.
د دغو سیالیو په اړه د کرېکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف له قوله لیکل شوي، افغان لوبډله د پاکستان پروړاندې دغو سیالو ته بشپړ چمتوالی لري.
نوموړي ویلي « له اسیا جام او نړیوال جام مخکې افغان ټیم هغه لوبډله ده چې په اسیایي کنډیشن کې یې تر ټولو زیاتې لوبې کړې دي. لومړی یې سریلانکا سره په سریلانکا کې او بیا له بنګله دیش سره په بنګله دیش کې او اوس له پاکستان سره په سریلانکا کې لوبیږي، هیله لرم چې دغه لوبې به را روانو لویو لوبلړیو کې زموږ د لوبډلې په چمتوالي کې مهم رول ولوبوي.»
دا لوبلړۍ پر داسي مهال تر سره کیږي چې د روانې اګسټ میاشتې په ورستیو کې د اسیا جام سیالۍ هم پیلیدونکې دي.
خو تر دې مهاله د افغانستان او پاکستان تر منځ دې سیالیو ته لوبډلې نه دي اعلان شوې.
له دې وړاندې د روان کال په مارچ مياشت کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان ته د دریو شل اوریزه سیالیو په لوبلړۍ کې ۲-۱ ماتې ورکړې وه.
د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو تر اوسه په خپلو کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ نه ده کړې خو څلور ځله سره مخامخ شوي او څلور واړه لوبې پاکستان ګټلې دي.
د دوی وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې وه.

د امریکا ځانګړو استازو د قطر پلازمېنه دوحه کې له طالب پلاوي سره په لیدنه کې د امریکايي وګړو پر «سملاسي او بې قید او شرطه» خوشې کولو ټینګار کړی دی. دوی دغه نیونه له طالبانو سره د امریکا د تعامل په برخه کې مهم خنډ بللی دی. معلومه نه ده چې څو امریکايان په افغانستان کې بندیان دي.
خو د وري په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي وو، چې شاوخوا ۱۷۵ امریکایي وګړي په افغانستان کې پاتې دي چې ځینې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته افغانستان ته تللي وو.
په دوحه کې د تړلو دروازو ترشا تر دوه ورځنیو خبرو اترو وروسته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې، دوحه کې یې له طالب پلاوي سره د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، بشري حقونو، بشري اړتیاوو، امنیتي ژمنو په ترسره کولو، د ټولګډونه حکومت په رامنځ ته کولو او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې اترې کړې دي.
ښاغلي وېسټ دغه خبرې دوه اړخیزې، مفصلې، څرګندې او د افغانانو د ملاتړ او د هغوی د ګټو د ساتنې لپاره اړینې ګڼلې دي.
په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې په دغو دوو ورځنیو خبرو کې د دواړو لورو تر منځ د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر باور جوړونې، د افغانستان د بانکي زېرمو پر ازادولو، له نشه يي توکو سره پر مبارزې او بشري حقونو یې خبرې کړې دي.
د افغان مېرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې د دغو دوه ورځنیو ناستو په اوږدو کې يې په وار، وار په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت د سمون پر بيړنۍ اړتیا ټینګار کړی.
هغې په خپل ټویټ کې لیکلي، چې په دغو غونډو کې یې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو د لرې کولو، تعلیم او کار ته د لاسرسي، د بندیانو خوشي کول، د فزیکي مجازاتو پای ته رسولو، او پر رسنیو د فشار د له منځه وړلو غوښتنه کړې ده.
اغلې امیري دغه راز ناستې د امنیت د ټينګښت، اقتصادي پرمختیا او ټیکاو د ترلاسه کولو او له نړیوالې ټولنې سره د دریځ په ښه کولو کې، بشري حقونو ته د درناوي اساسي ارزښتونه ګڼلي دي.