پر اوکراین د روسیې په تازه برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۴۴ ټپیان دي

د اوکراين ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وايي، چې د اوکراین په شمال کې پر چېرنيهیف ښار د روسي ځواکونو د تازه توغندیزو بریدونو له امله ۷ تنه وژل شوي او ۱۴۴ نور ټپیان شوي دي.

د اوکراين ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وايي، چې د اوکراین په شمال کې پر چېرنيهیف ښار د روسي ځواکونو د تازه توغندیزو بریدونو له امله ۷ تنه وژل شوي او ۱۴۴ نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۹مه) په یوه ویډیويي پیغام کې تایید کړې ده، چې تېره ورځ روسي ځواکونو پر چېرنیهیف ښار توغندیز برید کړی، چې له امله یې د یوه شپږ کلن ماشوم په ګډون اوه تنه وژل شوي او د پنځلسو ماشومانو په ګډون ۱۴۴ تنه ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د بشري حقونو یو شمېر نړۍوالو سازمانونو دغه برید غندلی او له مسکو څخه یې غوښتي، چې د اوکراین پر ګڼ مېشتو سیمو دې بریدونه ودروي.
د اوکراین ولسمشر بیا دغه برید یو وحشتناک برید ګڼلی او زیاته کړې یې ده: “زه د نړۍ له هر هغه چا څخه مننه کوم، چې په چرنیهیف کې یې د روسیې وحشتناک برید وغانده”.
نوموړی وايي، ډېر ژر به د روسیې ځواکونو ته توند ځواب ور کړي.
تر اوسه پورې روسي چارواکو د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو د ولسمشر پوتین په ګډون ګڼو روسي چارواکو په وار- وار ویلي، چې دوی به د اوکراین په جګړه کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوي کوي.


د بخښنې نړۍوال سازمان د یوه انلاین کمپاین په پیلولو سره له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې له طالبانو وغواړي په سمدستي توګه په افغانستان کې له بشري حقونو څخه سرغړونه ودروي.
دغه سازمان نن یکشنبه(د زمري ۲۹مه) په یوې خپره کړې اعلامیه کې له خلکو غوښتي، چې له دوی سره په دغه انلاین کمپاین کې برخه واخلي او د دوی له خوا خپره کړې اعلامیه لاسلیک کړي.
دوی زیاتوي، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په سیستماتیکه توګه له بشري حقونو څخه د ملاتړ ټولې ادارې له منځه یوړې او په زرګونه افغانان یې شکنجه، زنداني او وژلي دي.
په اعلامیې کې له نړۍوالې ټولنې غوښتل شوي، چې له یاد سازمان سره دې د افغانستان د خلکو د ازادۍ، کرامت او د ژوند د حق لپاره ودرېږي او له طالبانو دې حساب وغواړي.
دغه سازمان وايي، چې تر اوسه یې نېږدې ۱۹۸ زره برېښنايي لاسلیکونه راټول کړي دي.
د بخښنې نړۍوال سازمان زیاتوي، چې طالبانو د بشري او ښځو د حقونو د ساتنې په برخه کې نه یوازې دا چې خپلې کړې ژمنې ماتې کړي؛ بلکې د تاوتریخوالي لړۍ یې لا چټکه کړې ده.
دوی وايي، چې طالبان دې د زده کړو او کار په ګډون د ښځو او نجونو د حقونو د تامین تضمین وکړي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د نجونو او مېرمنو پر مخ خلاصې کړي.
دغه سازمان زیاتوي، په افغانستان کې باید د بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جرمونو لپاره د عادلانه محاکمو او د اعدام سزا ته د رسېدو پرته د اغېزناکې او شفافې پلټنې او حساب ورکونې مېکانېزم رامنځته شي.
په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې دوی دې د همجنس ګرایانو، بشري حقونو فعالینو، مدنې ټولنې پر غړیو، قاضیانو، وکیلانو، خبریالانو او د پخواني حکومت پر کارکوونکو له حملو او فشارونو لاس واخلي.
خو طالبانو بیا په وار – وار د نړۍوالو سازمانونو او ټولنو دغه نیوکې او غوښتنې رد کړي دي، دوی ویلي، چې په افغانستان کې له بل هر وخت څخه بشري حقونو ته درناوی کیږي او د ښځو د حقونو ساتنه په ښه شکل ترسره کیږي.
دوی د نجونو او مېرمنو د کار او زده کړې د حق مساله د افغانستان داخلي مساله ګڼي او زیاتوي، چې نړۍواله ټولنه د افغانستان په داخلي چارو کې د مداخلې حق نه لري.
هڅه مو وکړه چې د بخښنې د نړۍوال سازمان د اعلامیې په تړاو د طالبانو نظر راواخلو؛ خو له پرلپسې اړیکو نیولو سره هم ونه توانېدو.

اوکراین د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې هیواد شمال لور ته د تاریخي ښار چرنیهف په مرکز کې د روسیې په توغندیز برید کې اوه کسان ووژل شول او د ماشومانو په ګډون له ۹۰ څخه زیات نور ټپیان شول.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکی چې په یو سوداګریز سفر سویډن ته تللی د ټیلیګرام له لارې پېغام کې وویل: "عادي شنبه، روسیې په درد او زیان بدله کړه"
د اوکراین چارواکي وایی، د دې سیمې اوسیدونکي د مذهبی مراسمو د لمانځلو لپاره کلیسا ته روان وو،چې د روسیې توغندیز برید پرې وشو.
په ټپیانو کې ۱۰ پولیس افسران او ۱۲ ماشومان هم شامل دي،
داوکراین د کورنیو چارو وزارت وایی، په دغه برید کې د ډرامو د تیاتر ودانۍ چت ویجاړ شوی دی.
د کییف هوایی ځواک د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې تیره شپه د مسکو له لوري توغول شوي ایران جوړ ۱۷ ډرون الوتکو څخه ۱۵ یې وویشتلې دي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د اوکراین جګړه کې د وژل شویو روسي عسکرو شمېر ۱۲۰۰۰۰ او اوکراینی پوځیانو شمېر ۷۰ زره اټکل شوی دی.

د هنګري دفاع وزیر د اوکراین جګړه د نوي نړیوال نظم د جوړېدو نښه بولي او زیاتوي، چې دا جنګ ښايي په یوه «نړیوال ټکر »بدل شي. کریستوف سالای بوبرونیکي د «نړیوال جنګ» د پېښېدو پر امکان اندېښنه وښوده او له روسیې او اوکراین یې د اوربند غوښتنه وکړه.
د هنګري دفاع وزیر د شنبې په ورځ د دغه هېواد د نویو افسرانو سوګند غونډه کې وویل: «د اوکراین د جګړې سیاسي او اقتصادي پایلې روښانه دي، داسې نوی نړیوال نظم جوړېږي، چې موږ یې اټکل نشو کولی، خو ګورو چې دا جګړه په یوه نړیوال ټکر بدلېدلی شي.»
روسیې د ۲۰۲۲ کال فبروري کې پر اوکراین پراخ یرغل وکړ او تراوسه دواړو لورو ته د ډېرې مرګ ژوبلې اوښتو سره لا هم دا جګړه روانه ده.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د ولسمشر پوتین په مشرۍ له روسیې سره هر ډول خبرې اترې ردوي.
خو د هنګری دفاع وزیر له دواړو مشرانو غواړي چې ژر تر ژره د سولې خبرې پیل کړي.

د اسلام اباد پولیس وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړی او د پاکستان قومي اسمبلۍ پخوانی استازی علي وزیر او په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله او مدافع وکیله ایمان زینب مزارۍ یې نیولي دي.
د اسلام اباد پولیسو نن د اګست ۲۰مه پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي، چې « نیول شوي دواړه کسان د پولیسو تر څار لاندې و، چې له نیول کېدو وروسته به قانوني چلند ور سره وشي.»
ويل کېږي، له دې پرته د دغه غورځنګ نور غړي هم نيول شوي چې نومونه يې په ډاګه شوي نه دي.
پولیسو د دوی د نېول کېدو لامل نه دی ښودلی؛ خو علي وزیر او ایمان مزارۍ د پي ټي اېم له لوري په جوړه شوې غونډه کې په امنيتي ځواکونو کلکې نيوکې کړې وې. چې وړمه ورځ په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.
د پاکستان د بشري حقونو د برخې پخوانۍ وزیرې او د تحریک انصاف پخوانۍ مشرې شیرین مزارۍ هم په ټويټر پاڼه لیکلي چې: «پولیس او ځينې نور کسان چې شخصي جامې يې پر تن وې زما کورته د شپې ناوخته راغلل او زما لور ایمان مزارۍ يې له ځان سره یوړه.»
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د مزارۍ دا ډول نیول کېدل "غندلي" او د هغې د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه يې کړې.
د پاکستان د قومي اسمبلۍ پخواني غړي محسن داوړ او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک د پولیسو دا ډول نیول غندلي او هغه يې د افسوس وړ بللي دي.
وړمه ورځ د اګست ۱۸ مه د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد په څنډه ترنوول سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين په غوښتنه «د پښتنو له حقونو څخه دفاع» په موخه یوه غونډه رابلل شوې وه، چې په پام کې وه د اسلام اباد د سترې محکمې مخې ته احتجاج وکړي؛ خو پولیسو د هغوی مخه نیولې وه او دوی يې د سترې محکمې لورته پرې نه ښودل.

د ایکس یا پخوانی ټویټر مالک ایلان ماسک وايي چې هغه به له ایکس څخه د "بلاک" کولو بټن یا اپشن لرې کړي. دا بټن کاروونکو ته اجازه ورکوي چې نور حسابونه بلاک کړي. منتقدینو د ایلان ماسک دا پریکړه "نامسوولانه" بللې ده.
ایلان ماسک، چې ځان «د بیان د ازادۍ مطلق ملاتړی» بولي، په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: «بلاک د یوه اپشن په توګه لرې کیږي».
خو د نورو حسابونو د «بې غږه» کولو اپشن به وساتي.
د دې اپشن کار دا دی چې د کارنو یا کاروونکو د مشخصو حسابونو د لیدلو مخه نیسي، مګر د بلاکولو برعکس، کارن یې په اړه نه پوهیږي.
په هر حال، منتقدین وايي چې د هغه دا چلند "نامسوولانه" دی.
څیړونکي وایي، چې له هغه وخته چې ماسک د دې ادارې چارې په غاړه اخیستې، په دې پلټفارم کې د کرکې او یهوديزم پر ضد خبرې زیاتې شوې دي.
ځینو حکومتونو هم دا شرکت تورن کړی چې په منځپانګه کې د بدلون لپاره په کافي اندازه کار نه کوي.
د ماسک لخوا دا پریکړه ممکن هغه د «اپل اپ» او «ګوګل پلې» شرکتونو لخوا شامل شويو لارښوونو سره په ټکر کې کړي.
«اپل» وایي چې د کارنو لخوا رامنځته شوي د منځپانګې پروګرامونه باید د ناوړه ګټه اخیستونکو د حسابونو د بندولو توان ولري.
«ګوګل پلې» شرکت هم وایي، چې پروګرامونه باید د کارن لخوا د رامنځته شوې محتوا د بندولو لپاره یو سیستم وړاندې کړي.
د ایکس اجراییوي مدیره لینډا یاکارینو، د ماسک د پریکړې دفاع وکړ او ویې ویل: «په ایکس کې زموږ د کارنو خوندیتوب زموږ لپاره لومړیتوب لري او موږ په هڅه کې یو چې د بندولو او بې غږه کولو څخه بهتره لار ومومو».