• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یوې څېړنې پایلې: د برېښنایي ځیرکو وسایلو کاروونه، د ماشومانو پر ودې منفي اغېز کوي

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۰۷ GMT+۱

امریکایي څېړونکو د ماشومانو پر ودې د ځيرک ټيلیفونونو او ټبلېټونو یا ای پډ د اغېزو پایلې خپرې کړې. هغوی موندلې، چې له دغو وسایلو څخه له یوه ساعته زیاته کاروونه د ماشومانو له ارتباطي او حرکتي مهارتونو او د مسایو د حل برخې سره تړاو لري.

د سي ان ان له قوله، دغه څېړنه په شاوخوا ۷۰۰۰ یو کلنو ماشومانو ترسره شوې او د «جاما پديیاټرېکس» په مجله کې خپره شوې ده.

‌‌‌‌‌د کلفورنیا د پوهنتون استاد ‌‌‌‌‌‌ډاکتر جېسون ناگاټا سي ان ان ته وویل: «دغه څېړنه ‌‌‌‌‌‌ډېره مهمه ده، ځکه د ودې د ځنډني کېدلو په برخه کې اړیکې لکه د مسلو د حل او د هغې د کارونې له کچې سره یې اړیکه د کتلو له صفحې سره ځانګړې کوي .»

د دغې څېړنې پایلې ښیي، هغو یو کلنو ماشومانو چې په ورځ کې یې له یوه تر څلور ساعته له دغو وسیلو کار اخیست، په دوه کلنۍ کې د مهارتونو سره د اړیکو او مسلو د حلولو په برخه کې درې برابره زیات د ودې له ځنډني کېدو سره مخامخ وو.

د امریکا د سینیناټي ښار د ماشومانو د روغتیایي مرکز استاد ‌‌‌‌‌‌ډاکټر جان هاټون وایي:« دا یوه نړۍواله اندېښنه ده او د دغې څېړنې موندنې په نورو هېوادونو کې هم ورته دي.»

هاټون زیاته کړه:« که ماشومان یوازې د دغو وسایلو ښيښې ته ځير اوسي، نو هغوی د خبرو کولو د تمرین فرصت له لاسه ورکوي. او شونې ده، چې هغوی زیاتې کلمې واوري؛ خو د دغو کلمو د تمرین او یا له هغو سره د تعامل وخت و نه لري.»

د دې تر څنګ، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ناگاټا د ځيرکو تیلیفونونو او ټابلیټونو کارونه د ماشومانو پر تحرک د منفي اغېزو په اړه وایي:« د کتلو دغه صفحه چې تعاملي او فزیکي مولفې نه لري د دې سبب ګرځي، چې ماشومان و نه توانیږي حرکتي مهارتونه په سمه توګه تمرین کړي.»

کارپوهان وړاندیز کوي، چې خلک دې د خپلو ماشومانو لپاره نورې سالمې بوختیاوې بیامومي، لکه کتابونه، د رنګونو کارونه یا رنګ امیزي او د لوبو سامانونه هغه څه دي، چې د ځيرکو وسایلو پر ځای کار ورکولای شي.

د دې تر څنګ، کارپوهان مېندو، پلرونو ته سپارښتنه کوي:« د اړتیا پر مهال کولای شئ، چې ماشومانو ته مو ښوونیزې ویډېو ګانې یا د خپلو، خپلوانو سره ویډیویي خبرې یا چټ غوره کړئ چې ستاسو ماشومان وکولای شي په دې توګه خپل ټولنیزې اړیکې هم پياوړې کړي.»

هاټون و ناگاټا سپارښتنه کوي، چې د ځيرکو وسایلو په کارونه کې دې ماشومانو ته اوږدې ویډیو ګانې وښودل شي چې د ماشومانو د پاملرنې او وړتیا لمنه ورسره پراخه شي او هر هغه څه چې ویني اغېز هم پرې وکړای شي.

د امریکا د ماشومانو اکا‌‌‌‌‌‌‌ډمۍ هم سپارښتنه کړې، چې د برېښنایي ځيرکو وسایلو د کارونې په برخه کې د څومره والي نه د هغو څرنګوالي ته زیاته پاملرنه وشي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

رویټرز: د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د یوه نوي تور سره مخامخ دی

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۳۷ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس ته یوې لوړپوړې پوځي سرچینې ویلي، چې د دولتي رازونو د افشا کولو په تور د عمران خان پر وړاندې جنایي څېړنې پیل شوې. هغه د یوه محرم لیک پر افشا تورن دی، چې تېرکال په واشنکټن کې د پاکستاني سفیر له لوري اسلام اباد ته استول شوی و.

عمران خان تېرکال په واشنګټن کې د پاکستان سفیر د لیک په خپرولو سره ادعا کړې وه، چې امریکا د پاکستان پر پوځ فشار راوړی چې هغه له واکه لرې کړي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر ادعا کړې، چې امریکا له هغه نه د روسیې په سفر خفه ده، کوم چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په لومړیو ورځو کې ترسره شوی و.
واشنګټن او د پاکستان پوځ دغه تورونه رد کړل.
رویټرز ته دغې سرچینې ویلي، چې د عمران خان درې مرستیالان هم په دغې پلټنه کې شامل دي.
هغه ویلي:« موږ د اسنادونو د راټولو په حال کې یو، چې عمران خان په محکمه کې د رازونو په خپراوي تورن کړو.»

په ورته مهال عمران خان ته نږدې مرستیال زلفی بخاري ویلي، پر عمران خان دغه ډول تورونه د اساسي قانون خلاف دي.

هغه د « رسمي اصلاحیه لایحې» کشالې ته په اشاره ویلي، چې تراوسه د پاکستان ولسمشر عارف علوي نه دی لاسلیک کړی.
په همدې حال کې وکیلان وایي، چې د پاکستان د رسمي رازونو د قانون پر بنسټ د دولتي رازونو افشا کول له دوو نه تر څوارلس کلونو بند او ان د مرګ سزا لري.
رویټرز لیکلي، چې د فډرال د څېړنو اداره پر دغې موضوع د غور په حال کې ده، چې ایا عمران خان او مرستیالانو یې محرم اسناد د غیرمجاز خلکو په واک کې ورکړي او که نه؟
عمران خان دا مهال د اختلاس په تور د خپل درې کلن بند موده تېروي او د پنځو کلونو لپاره په سیاسي ډګر کې له برخې اخیستو محروم شوی دی.

د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د طوفانونو له امله ښوونځي او واټونه تړل شوي

۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۵۶ GMT+۱

راپورنه وايي، چې د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د سختو بارانونو او طوفان له امله سړکونه، دوکانونه او ښوونځي تړل شوي دي او په دغه ایالت کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د دغه ایالت والي ګاوین نیوسام نن دوشنبه (د زمري۳۰مه) رسنیو ته وویل، چې په بېلابېلو سیمو کې سخت بارانونه شوي او دوی بېړنی حالت اعلان کړی دی.

نوموړي په کلفرونیا ایالت کې د شدیدې زلزلې یادونه هم وکړه او وايي، چې تر سبا پورې به د کلفرونیا یو شمېر ښوونځي هم تړلي وي.

د هوا پېژندنې اداره د دغه طوفان چټکوالی څلورمه کټګوري حسابوي او وايي، چې دا طوفان له مکسیکو څخه راتېر شوی او په چټکوالي کې یې یو څه کموالی هم راغلی دی.

دغه اداره اټکل کوي، چې یاد طوفان به یو شمېر نورو ایالتونو ته هم ورسیږي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د امریکا د سمندري طوفانونو د څار ملي مرکز ویلي، چې د دغه هېواد په سویل لویدیځو برخو کې د سیلابونو د راوتلو امکان شته.

د کډوالۍ نړۍواله اداره: نېږدې ۷۰ سلنه افغانان بېکاره او د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي

۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د کډوالۍ نړۍوال سازمان اعلان کړی، چې په افغانستان کې نېږدې ۷۰ سلنه وګړي بېکاره او د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د زمري ۳۰مه) پر ایکس(ټویټر) ټولنیزه شبکه لیکلي، چې په افغانستان کې بې کاري لا هم مخ پر زیاتېدو ده.

په ملګرو ملتونو پورې اړوند دغه اداره زیاتوي؛ په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد له سقوط سره مخ دی، کوچني او منځني کاروبارونه لا هم خپل کارګران او کارکوونکي له دندو ګوښه کوي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوې انفوګرافیکي څرګندونه کې روښانه کړې، چې سږ کال دغه سازمان ۴۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې له ۶۰ زره اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال دې موسسې د خپلې مرستې د پروګرام لاندې ۵۸ زره کورنۍ راوستې وې او ۱۰ زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه.

د ۱۴۰۰ ز کال په زمري میاشت کې د طالبانو له راتګ او د بیکارۍ له خپرېدو او د بهرنیو مرستو له کمېدو وروسته؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وړاندوینه کړې وه، چې د راتلونکي کال تر نیمایي پورې به د دغه هېواد شاوخوا 97 سلنه خلک د بې کارۍ له امله د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې؛ د افغانستان د نفوسو دوه پر درېیمه برخه چې ۲۸ میلیونه وګړي کېږي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز لګولی، چې دغې چارې هم پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز ښیندلی دی.

ایراني چارواکي: په تېرو دوو اونیو کې مو له ایرانه ۲۴ زره افغان کډوال ویستي دي

۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۳۵ GMT+۱

رسنیو د ایراني چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په تېرو پنځلسو ورځو کې یې له ۲۴ زرو څخه زیات افغانان له ایرانه ویستي او طالبانو ته یې سپارلي دي.

د ایران د خراسان رضوي د سرحدي ګارد قوماندان مجید شجاع وايي؛ په تېرو پنځلسو وروځو کې یې ۲۴۳۶۹ افغان بې اسنادو کډوال د دوغارونله لارې طالبانو ته سپارلي دي.

د ایران د سرحدي ګارډ دغه چارواکي زیاته کړه، چې یاد کسان د ایران خاورې ته غیرقانوني راداخل شوي وو، چې بېرته افغانستان ته ولېږدول شول.

ښاغلي شجاع د دوشنبې په ورځ (د اسد ۳۰مه) په ایران کې د مهاجرینو پر "قانوني" شتون ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هر بهرنی وګړی باید د "رسمي او قانوني" دروازو له لارې دغه هېواد ته داخل شي.

هغه وویل،که څوک قوانین مراعت نه کړي نو د ایراني سرحدي ساتونکو له پرېکنده اقدام سره به مخ شي.

دغه ایراني چارواکي تر دې مخکې د افغان مهاجرینو په اخراج کې د ۱۵ سلنه زیاتوالي اعلان کړی و او ویلي یې وو، چې سږ کال له ایران څخه څه باندې ۲۲۴ زره افغان کډوال ایستل شوي دي.

په ایران کې دا مهال نېږدې پنځه میلیونه افغان کډوال اوسي، چې دا شمېره په دغه هېواد کې د کډوالو ۶۳ سلنه جوړوي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: په کندهار کې د کډوالۍ نړۍوال دفتر خپل کار بیا پیل کړ

۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت په کندهار کې چې د دغې ډلې اصلي مرکز دی؛ د کډوالۍ د نړۍوال دفتر(ای او ایم) د بیا پرانیستلو اعلان کړی دی.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ (د اسد په ۳۰مه) پر خپلې وېبپاڼې د کندهار د کډوالو چارو د ریاست په حواله لیکلي، چې دغه دفتر د یکشنبې په ورځ بېرته خپل فعالیت پیل کړی.

د دغه خبر له مخې؛ د سپين بولدک په سرحدي سيمه کې د کډوالۍ د نړۍوال دفتر فعاليت له تېرو دوو مياشتو راهيسې بند شوی و.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویب پاڼه زیاتوي، چې په دې موده کې د دغه وزارت د چارواکو او د کډوالۍ د نړۍوال دفتر تر منځ غونډې شوي او له هغې وروسته په سپین بولدک کې د دغه سازمان دفتر بېرته پرانیستل شو.

په خبر کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د "ستونزو پر حل" ټینګار کړی؛ خو دا یې نه دي ویلي، چې دا "ستونزې" څه وې او ولې د ملګرو ملتونو اړوند د دغه سازمان دفتر تړل شوی و.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز لګولو په اړه د طالبانو له حکم وروسته د دغه سازمان چارواکو اعتراضونه وکړل او په دې سازمان پورې اړوند یو شمېر دفترونو په موقت ډول خپل فعالیتونه ودرول.

د تېرې میاشتې په نیمایي کې د طالبانو اقتصاد وزارت د ملګرو ملتونو چارواکو ته په یوه شفاهي حکم کې د ملګرو ملتونو په ټولو ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

له هغې وروسته ملګرو ملتونو خپلو ډېرو کارکوونکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو امر وکړ؛ خو د ملګرو ملتونو د چارواکو د اعتراضونو او د دغه فرمان د لغوه کولو لپاره د دغه سازمان د چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرې بریالۍ نه شوې.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د پرلپسې فرمانونو په صادرولو سره په تدریجي ډول په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو دفتر د تېر کال په غويي میاشت کې اعلان وکړ، چې د دې فرمان له صادرېدو وروسته د هغو موسسو ۸۶ سلنه فعالیتونه چې د ښځو له خوا اداره کېدل او یا هم د ښځو پر مسایلو متمرکز وو، ودرول شول.