ناروې اوکراین ته خپلې ایف - ۱۶ جنګي الوتکې ورکوي

د ناروې لومړي وزیر د پنجشنبې په ورځ اوکراین ته د ایف- ۱۶ جنګي الوتکو د ورکولو له پرېکړې خبر ورکړ.

د ناروې لومړي وزیر د پنجشنبې په ورځ اوکراین ته د ایف- ۱۶ جنګي الوتکو د ورکولو له پرېکړې خبر ورکړ.
په یوې بیانیه کې یوناسګار استوره وویل؛ د جنګي الوتکو د شمېر او د ورکړې د وخت په اړه به وروسته معلومات وړاندې کړي.
د دې ژمنې له اعلان سره سم؛ استوره (د وږی دویمه) د اوکراین د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په یوه ناڅاپي سفر کیف ته ولاړ.
مخکې له ناروې ډنمارک او هالند هم د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۹مه) ویلي وو، چې ورته جنګي الوتکې به اوکراین ته ورکوي.
دغه پوځي الوتکې کولای شي د اوکراین پوځ په لوړه کچه پیاوړی کړي.
د جنګ متخصصین وايي، چې د دوی کارول پېچلې روزنې او پاملرنې ته اړتیا لري. ځینو بیا د امریکا جوړو شویو جنګي الوتکو لپاره د روسیې پرمختللی هوایي دفاعي سیستم ستره ننګونه ګڼلې ده.
ډنمارک پلان لري، چې تر ۲۰۲۵میلادي کال پورې ټولټال ۱۹، ایف ۱۶ الوتکې اوکراین ته ورکړي. په همدې حال کې هالنډ وايي، چې کیف ته به د دغو جنګي وسایلو د شمېر په اړه له خپلو نړۍوالو ملګرو سره سلا مشورې وکړي.
پوځي کارپوهان په دې باور دي، چې دا الوتکې به په سږني اوړي کې د اوکراین د برید ضد ځواکونو د وړتیاوو پر زیاتولو اغېز ونه کړي.
دا ممکنه ده، چې د اوکراین پوځ شاید د کال په پای کې له هغوی څخه په پوځي عملیاتو کې کار واخلي؛ ځکه چې د دغو نویو الوتکو د ساتلو او کارولو لپاره د پیلوټانو او د ټول اړین پرسونل روزنه وخت ته اړتیا لري.