• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نوبل بنسټ د کلنۍ جایزې مراسمو ته د ایران، روسیې او بیلاروس سفیرانو له بللو ډډه وکړه

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۸ GMT+۱

نوبل بنسټ د شنبې په ورځ وویل، له پراخو نیوکو وروسته یې د سږني کال د نوبل جایزې مراسمو ته د روسیې، ایران او بیلاروس سفیرانو له بللو ډډه کړې ده. تېر کال هم پر اوکراین د روسیې د برید له امله د روسیې او بیلاروس سفیران دې مراسمو ته نه وو بلل شوي.

دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د دغو دوو هېوادونو او د ایران سفیر ته به په ډیسمبر میاشت کې په دغو مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړي.

خو نوبل بنسټ دغه پرېکړه په سویډن کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه او د دغه هېواد د یو شمېر سیاسي ګوندونو مشرانو اعلان وکړ چې دا مراسم به تحریم کړي.

نوبل بنسټ د شنبې په ورځ په یوه بیانیه کې د دې غبرګونونو په ځواب کې وویل: «موږ په سویډن کې سخت غبرګونونه درک کوو او غوره ګڼو چې د تېر کال استثنایي کار تکرار او د روسیې، ایران او بیلاروس سفیرانو ته د ګډون بلنه ورنه کړو».

د نوبل جایزې ګټونکي د اکتوبر په پیل کې اعلانیږي او د نوبل له شپږو جایزو پنځه یې هر کال په سټاکهولم کې ور کول کېږي.

دې جایزو ته د کاندیاتو د غوره کولو بهیر هم د ۵۰ کلونو لپاره پټ ساتل کیږي.

د نوبل سولې جایزه په اوسلو کې په جلا مراسمو کې ورکول کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د کانګرس غړی: د امریکا راتلونکي سرتېري اړ دي افغانستان ته ستانه او له ترهګرۍ سره وجنګېږي

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۱

د امریکا د کانګرس یو غړی وايي، په افغانستان کې القاعده بیا د طالبانو د حکومت او له امریکا د پاتې شویو تجهیزاتو په مټ د «بن لادن خوب» رښتیا کول غواړي. مایک والټز زیاته کړې، امریکايي پوځیان مجبور دي په راتلونکي کې افغانستان ته بیا ستانه شي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

د امریکا د کانګرس دغه غړي د جمعې په ورځ (د وږي لسمه) له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، چې د سپټمبر د یوولسمې نېټې په رانژدې کیدو سره د امریکا استخباراتي ټولنه یو ځل بیا په افغانستان کې د القاعدې د بیا فعالیدوخبرداری ورکوي.

د مایک والټز په وینا، دا ځل القاعده د یوه حکومت (طالبانو) او له امریکا پاتې د میلیونونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په واک کې لري.

ښاغلي والټز له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په بېړه وتلو نیوکه وکړه او ویې ویل، هغه څه چې دی او د وژل شویو امریکايي پوځیانو کورنۍ په غوسه کوي دا دي چې د بایډن اداره د دې پر ځای چې خپله تېروتنه ومني او د نه تکرارولو ژمنه یې وکړي، د دې کار ستاینه کوي. او «ستره بریا» یې ګني.

هغه په ​​افغانستان کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو کورنیو ته په اشارې سره وویل، ډول چلند د دوی په «زړونو کې د چاقو وهلو» په څېر دی.

مایک والټز وویل، چې د بایډن د ادعا برعکس «ترهګر» له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو اراده نه لري او پر امریکا به برید وکړي.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې لیکلي وو، چې القاعده د لوړپوړو طالب چارواکو په ملاتړ د دغې ډلې په دولتي ادارو کې وده کړې ده.

د دغه راپور له مخې، القاعده له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کولو د ژمنې له امله په افغانستان کې پټ فعالیت کوی.

دغه سازمان ویلي، چې د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکې لا هم نږدې او د متقابلې همغږۍ پر بنسټ ولاړې دي.

په تېر یو نیم کال کې که څه هم طالب چارواکو له ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو پر پرې کولو ټینګار کړی، خو د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

امریکا وايي اوکرایني ځواکونو په سوېل کې "پام وړ پرمختګ" کړی دی

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۸ GMT+۱

د امریکا حکومت وايي، چې اوکرایني ځواکونو د دغه هېواد په سویل کې د روسیې د پوځ پر «ډېرو قوي پوستو» په خپلو بریدونو سره "پام وړ پرمختګ" کړی دی. په مقابل کې روسیه هم په جګړه کې د ځینې بریاوو ادعا کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي ویلي، چې دغه لاسته راوړنې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې په سویلي زاپوریژیا کې ترلاسه شوې دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولبا هم سي اېن اېن ته ویلي، چې اوکرایني ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي، خو «دا یوه سخته جګړه ده».

په ورته وخت کې روسیه ادعا کوي، چې د اوکراین په شمال ختیځ کې د کوپیانسک ښار ته نږدې ستراتیژیکې لوړې یا ارتفاعات یې نیولي دي.

همدا راز روسیې په شمال ختیځ کې خپل ځواکونه راټول کړي چې د خارکیف په ختیځ کې چې اوکراین کومې سیمې ازادې کړې وې بیرته ونیسي.

د اونۍ په پیل کې، د اوکراین پوځ اعلان وکړ، چې په زاپوریژیا کې یې روبوتین کلی نیولی دی.

هند له سپوږمۍ وروسته د لمر څېړلو لپاره توغندی وتوغاوه

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۸ GMT+۱

هند پر سپوږمۍ د خپلې ستوربېړۍ تر کېنولو وروسته د شنبې په ورځ د لمر څېړلو لپاره توغندی وتوغاوه. دا اول ځل دی چې هند خپل لمري یا شمسي ماموریت پیلوي او د دې ستوري مطالعې ته مخه کوي. هندي ساینسپوهانو د دې توغندي توغول بریالي بللي.

لمر ته د توغندي توغولو سیمې ته نږدې په زرګونو خلک غونډ شوي وو.

د هند تشیالي ادارې وېبپاڼې دا پرمختیا په ژوندۍ بڼه خپروله چې له اته لکه شپېتو زرو ډېرو کسانو لیدله.

هند دې توغندي سره د هغو لمري بادونو مطالعه کول غواړي چې په ځمکه کې ګډوډي رامنځته کوي او معمولا د قطبي شفقونو په توګه لیدل کیږي.

د ادیتیا- اېل یو توغندي نوم له ادیتیا اخیستل شوی چې په هندو مذهب کې د لمر خدای ته وايي.

دا توغندی پر سپوږمۍ د هند د ستوربېړۍ له ناستې نږدې لس ورځې وروسته لمر ته توغول کېږي.

هند د سپوږمۍ پر سوېلي قطب د خپلې ستوربېړۍ په کېنولو سره روسیې ته ماتې ور کړه او لومړنی هېواد شو چې تر دغه ځای ځان رسوي.

د هند لومړی وزیر نریندر مودي د هند تشایلياداره هڅوي چې د متحده ایالتونو او چین تر اغېز لاندې فضا کې لوی رول ولوبوي.

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه اېکس شبکه کې لیکلي، لمر ته د توغندي توغول د ښاغلي مودي د لرلید په لور لوی ګام دی.

ادیتیا- اېل یو په څلورو میاشتو کې د یو نیم میلیون واټن وهلو لپاره جوړ شوی دی. دغه ځای ته رسېدو سره به د لمر د پورتني اتومسپیر په ګډون د دې ستوري مختلفې برخې مطالعه کوي.

له کیف د واشنګټن ملاتړ ته د لاوروف کنایه؛ امریکا افغانستان کې څومره وخت کې موخو ته‌ ورسېده

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۸ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، هغه تصور چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره درلود، د اوکراین لپاره یې هم لري. سرگي لاوروف د کنایې په بڼه وویل:«وګورئ په عراق او افغانستان کې څومره وخت ولګېد، چې خپلو موخو ته ورسیږي.»

امریکایي چارواکو تل ویلي، متحده ایالات تر هغې چې اړتیا وي په اوکراین کې به د روسیې سره په جګړه کې له کي‌یف سره مرسته کوي.

د دې تر څنګ د امریکا ولسمشر جوبایډن له کانګرسه غوښتي، چې د اوکراین د ملاتړ لپاره بودجه زیاته کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ (د وږي لسمه) د مسکو په یوه پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل: له اوکراینه د لویدیځو هېوادونو د ملاتړ په اړه نظرونه سره شریک شوي دي.


د برېکس د غړیو هېوادونو ( برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا ) ناسته د سه شنبې په ورځ د زمري په یودېرشمه نېټه د سویلي افریقا په جوهانسبرگ ښار کې جوړه شوه.
سرگئي لاوروف چې په دغې ناسته کې برخه لرله وویل: «د برېکس په سرمشریزه کې له ما وپوښتل شول، ایا فکر کوې چې [امریکا] به تر کله له اوکراینه دفاع ته دوام ورکړي، چې د جګړې په ‌‌‌‌‌‌ډګر کې بریالي شي؟»


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې په ځواب کې یې ورته ویلي و: «نه شم کولای وړاندوینه یې وکړم؛ خو په تاریخ کې داسې بېلګې شته. تاسې وګورئ په عراق او افغانستان کې یې څومره وخت واخیست، چې خپلو موخو ته ورسیږي.»
سرګي لاوروف وایي، د برېکس غړیو هېوادونو ته یې ویلي: «فکر کوم ستاسو لپاره به سم ځواب همدا وي.»

هغه دارنګه ویلي، چې وړاندوینې ناشونې دي. د هغه په خبره، «دا د ځمکې څرخېدل نه دي، چې له نجومي قوانینو پيروي وکړي؛ بلکې دا په تاریخ کې د خلکو د رول سره تړلې ده.»

پوتین: روسیه نه ماتېدونکې ده

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۳ GMT+۱

د روسیې ولسمشر د جمعې په ورځ (د زمري لسمه) د هغه هېواد یو شمېر زده‌کوونکو سره د لېدنې پر مهال وویل روسیه ماتې نه خوري. ولادیمیر پوتین ادعا وکړه، د هغه لید لوري له مخې چې د دغه هېواد خلک یې لري د روسیې ماتې ناشونې ده.

هغه وویل: «زه په دې پوهېږم چې څنګه موږ په سترې هېوادنۍ جګړې کې بریالي شو، موږ ماتې نه خورو او اوس هم په دې باور یم، چې موږ به هېڅکله هم ماتې و نه خورو.»
روسیه په دویمې نړۍوالې جګړې کې د جرمني د نازیانو پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد بري ته «ستره هېوادنۍ جګړه» وایي.

روسیې تر دې وړاندې ویلي و، چې له ۲۷ میلیونو زیات شوروي وګړي په دویمه نړۍواله جګړه کې وژل شوي وو.

ولادیمیر پوتین تېره ورځ په خپله وینا کې زده‌کوونکو ته چې د هېواد پالنې روحیې د پياوړتیا په موخه په ښوونځيو کې غونډې جوړې شوې وې، د خپلې نیا کیسه وکړه، چې د هغه په وینا په دویمه نړۍواله جګړه کې د نازیانو په یوې ګولۍ وژل شوې وه.

د روسیې ولسمشر د نوي ښوونیز کال د پيل په غونډه کې زده‌کونکو ته وویل: «موږ څنګه کولای شو له دغې پېښې درس وانخلو؟»
نوموړی داسې مهال دغه خبره کوي، چې د روسیې او اوکراین تر منځ لا هم جګړه روانه ده او امریکا او لویدیځ‌وال د ‌‌‌‌‌‌ډول، ‌‌‌‌‌‌ډول وسلو او مهماتو په استولو سره له کي‌یف نه ملاتړ کوي.

روسي پوځونو د ۱۴۰۰ کال د کب په پنځمه نېټه د ولادیمیر پوتین په سپارښتنه پر اوکراین پراخه برید پيل کړ.