• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عباس ستانکزی: پر لوېدیځو هېوادونو افغانستان ته ستنېدل او رغونه کې یې برخه اخیستل واجب دي

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي، چې د نړیوال ایتلاف د هغو غړو لپاره چې په افغانستان کې پوځي ځواکونه لرل، دغه هېواد ته د بیا رغونې لپاره ستنېدل «واجب» دي.

عباس ستانکزي زیاته کړه، چې دغو هېوادونو په افغانستان کې هر ډول وسلې وکارولې، اوس پر دوی «واجب» دي، چې د دغه هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.

ښاغلي ستانکزي په افغانستان کې د کام ایر شرکت د جوړېدو د شلمې کلیزې په مناسبت مراسمو کې وویل، چې د دوحې د تړون له مخې هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې ځواکونه لرل«مکلف» دي، چې دغه هېواد ته ستانه او د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي.

د هغه راپور له مخې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون د جمعې په ورځ (د وږي ۱۷مه) خپور کړ، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل، دغې ډلې د بهرنیو ځواکونو د خوندي وتلو مسوولیت په «ښه ډول» ترسره کړ او اوس دا د لوېديځ مسووليت دی چې په افغانستان کې د بنسټونو د بيا جوړولو په اړه خپله ژمنه پوره کړي.

عباس ستانکزی په دوحه کې له امریکا سره د طالبانو د سولې په خبرو کې د طالبانو مرکچي و.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په میاشت کې کابل ته د طالبانو تر ننوتلو څو میاشتې وروسته ښاغلي ستانکزي وویل،دی هیله لري چې په کابل کې د امریکا سفارت بیرته پرانستل شي.

دغه لوړپوړي طالب چارواکي په کابل کې د ١٤٠٠ لمریز کال په قوس میاشت کې وويل، چې امریکا ژمنه کړې وه، چې د دوحې تړون له مخې له وتلو وروسته به خپل سفارت په کابل کې پرانیستی ساتي.

ده په هغه وخت کې زیاته کړې وه: «دا د نړۍ او په ځانګړې توګه د امریکا دنده ده، چې د افغانستان په بیارغونه کې فعاله وڼډه واخلي. لکه څنګه چې دوی په تېرو شلو کلونو کې زموږ اقتصاد ویجاړ کړ، اوس دا د دوی دنده ده چې بیرته راشي او د دې هېواد د اقتصاد په بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي».

په همدې کال کې عباس ستانکزي ویلي و، چې کله امریکا افغانستان ته راستنه شي، اروپا به هم په کابل کې خپل سفارتونه پرانیځي.

خو د طالبانو له دوه کلنو پرله پسې غوښتنو وروسته د نړۍ هېڅ حکومت د افغانستان د حکومت په توګه د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.

اروپايي ټولنې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره خپل استازي لېږلي، خو په افغانستان کې د اروپايي هېوادونو او امريکا سفارتونه تړلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د بریکس په سمبولیک بانک نوټ کې درې رنګه افغان ملي بیرغ او د «افغانستان اسلامي امارت» نوم

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۹ GMT+۱

په سویلي افریقا کې د روسیې سفیر د متحده عربي اماراتو سفیر ته د بریکس سمبولیک بانک نوټ ډالۍ کړی، چې پکې د بريکس د ۵ غړو بيرغونه او تر شا يې د افغانستان د درې رنګه بيرغ په ګډون د ۱۴ هېوادونو بيرغونه او د «د افغانستان اسلامي امارت» نوم لیکل شوی.

دغه سلګون نوټ په سویلي افریقا کې د روسیې په سفارت کې د بریکس په ډله کې د متحده عربي اماراتو د غړیتوب په مناسبت مېلمستیا کې ډالۍ شو.

د دغه بانک نوټ په مرکزي برخه کې د دغې ډلې د پنځو غړو هېوادونو -برازيل، چين، هند، روسيې او سویلي افريقا- بيرغونه په دایروي شکل درج شوي دي.

د دغه ډالۍ شوي بانک نوټ شاته د افغانستان د درې رنګه بیرغ په ګډون د ۱۴ هېوادونو بیرغونه هم درج شوي دي.

د دې بانک نوټ په مرکزي برخه کې چې د هر هېواد نوم په خپلو ملي ژبو لیکل شوی، د افغانستان نوم هم په پښتو ژبه «د افغانستان اسلامي امارت» لیکل شوی دی.

طالب چارواکي خپل حکومت «د افغانستان اسلامي امارت» بولي.

په سویلي افریقا کې د روسیې سفیر ایلیا روګاچف ویلي، چې دا بانکنوټ د روسیې له خوا جوړ شوی دی.

پاکستان په چترال کې د پاکستاني طالبانو د برید له امله د افغان طالبانو سفیر احضار کړ

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۸ GMT+۱

پاکستان په اسلام اباد د طالبانو سفیر ته اعتراض کړی، چې پر چترال د برید پرمهال پاکستاني طالبانو د افغانستان خاوره کارولې ده. پاکستاني طالبانو ویلي، د چترال برید کې یې نهه پاکستاني پوځیان وژلي او د پوځ دوه پوستې یې نیولي دي. د پاکستان پوځ بیا وسلوالو پرضد په سیمه کې عملیات وکړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې یې د طالبانو سفیر احضار کړی چې پر دغه برید او دغه راز د تورخم پر پوله د جګړې په اړه د پاکستان "سخت اعتراض" ورته څرګند کړي.

د خيبر پښتونخوا ايالت په چترال سيمه کې د پاکستاني پوځ پر پوستو د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو "پراخ" بريد د دغې ډلې يو له سختو بريدونو بلل شوى دى.

ویل شوي چې په دې عملیاتو کې د دغې ډلې سلګونو وسلوالو برخه اخیستې وه.

طالبانو ویلي چې په دغه برید کې یې نهه پاکستاني پوځیان وژلي او د پوځ دوه پوستې یې نیولې دي.

د پاکستان پوځ د خپلو څلورو سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی، خو وايي، د پاکستاني پوځ په ځوابي برید کې لږ تر لږه ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ په خبرپاڼه کې چې تېره چهارشنبه سهار خپره شوه، ویل شوي چې دغو وسلوالو د افغانستان د نورستان او کونړ ولایتونو له سیمو په دې عملیاتو کې برخه اخیستې وه او په کابل کې یې له طالبانو سره پر دې موضوع خبرې وکړې.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو دا ادعا بې ځایه بللې او وايي، د پاکستاني طالبانو وسله‌وال برید د افغانستان له خاورې په ګټه اخیستو نه دی شوی.


المرصاد: په بدخشان کې د داعش دوولس کسیزه عملیاتي ډله ونیول شوه

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۷ GMT+۱

داعش ضد رسنۍ المرصاد ته د طالبانو امنیتي سرچینو ويلي، په بدخشان ولایت کې د دوی ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د «داعش ۱۲ کسیزه عملیاتي ډله ونیوله.» د طالبانو امنیتي سرچېنو ادعا کړې ده چې نیول شوو کسانو د بدخشان په بریدونو کې لاس درلود.

طالبانو ته نژدې رسنۍ المرصاد نن جعمه- د سنبلې ۱۷ مه - د طالبانو د امنیتي سرچینو له قوله په خپل راپور کې زیاتوي چې له دې کسانو سره یې پر سپکو او درنو وسلو سربېره کمپیوټرونه او او نور تخنیکي وسایل هم نیولي دي.

که څه هم په دغه راپور کې د دې عملیاتو کره ځای او وخت ته اشاره نه ده شوې، خو وايي چې دغو عملیاتو څلور ورځې دوام درلود.

په دې راپور کې ادعا شوې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د داعش اړوند دغو وسلوالو د بدخشان په بریدونو کې لاس درلود او په خپلو کړنو یې اعتراف کړی دی.

د دې راپور په یوه برخه کې راغلي، نیول شوي کسان د داعش-خراسان څانګې عملیاتي ډله وه، چې په بدخشان کې یې فعالیت درلود.

څو میاشتې وړاندې د بدخستان په مرکز فیض اباد کې داعش-خراسان څانګې د بدخشان لپاره د طالبانو والي نثار احمد احمدي په یو برید کې ځای پر ځای وواژه.

داعش-خراسان څانګې د نثار احمد احمدي د فاتحې مراسمو پرمهال په جومات کې ځانمرګی برید وکړ، چې د عامو کسانو ترڅنګ د طالبانو څو تنه مهم غړي پکې ووژل شول.

داعش ضد رسنۍ المرصاد د طالبانو بیا واکمنېدو سره فعاله شوې او د داعش اړوند راپورونه او د دغه ډلې پر ضد تبلغات کوي.

طالبانو د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د کرومایټ کان د استخراجولو خبر ورکړ

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د پکتیکا لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې یې د کرومایټ کان پر اېستلو پیل وکړ. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وايي، په پام کې ده په پنځو کلونو کې له دغه کان ٩٠ زره ټنه کرومايټ استخراج شي.

طالب چارواکو باختر ته ویلي، په پنځو کلونو کې به د دې کرومایټ ډبرو او اوسپنې له پلور څخه شاوخوا یو میلیار او ۳۵۹ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شي او څه باندې پنځوسو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

طالبانو واک ته رسیدلو سره زیاته پاملرنه د افغانستان کانونو اېستلو ته کړې ده او ادعا کوي چې له دې لارې غواړي افغانستان له اقتصادي پلوه په ځان بسیا کړي خو بیا ځیني سیاسي مخالفین د طالبانو په لاس د کانونو دا استخراج چور او تالان ګڼي.

ډیری په دې باور دي چې د کانونو استخراج د پخواني افغان حکومت او د هغوی له متحدینو سره د دغې ډلې د جګړې پر مهال د طالبانو د عوایدو یوه لویه برخه وه.

طالبانو په دې وروستیو کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د افغانستان د اوو سترو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل.

طالبان وایي له چین سره د واخان لارې پر پرانیستلو وغږېدل

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۱

په چین کې د طالبانو سفارت وايي، د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سره یې چارسمبالي سفیر د واخان لارې پر پرانیستو خبرې وکړې. دغه سفارت پر اېکس شبکه یا پخواني ټوېټر زیاته کړې چې دواړه لوري افغان سوداګرو ته د ویزو پر اسانولو اونورو کونسلي مسلو هم وغږېدل.

طالبان وايي، دې لیدنه کې د دوی د سفارت چارسمبالي سید محی الدین سادات د چین د بهرنیو چارو وزارت د سرحدونو او سمندرونو چارو له رییس وانګ ټینشیان او د کونسلي چارو د ریاست له معاون وو ډیمین سره جلا جلا ولیدل‌.

طالبان وايي له چینايي چارواکو سره یې د افغانستان او چین ترمنځ د واخان دهلیز پر پرانیستو سربېره له دې لارې افغانستان ته د نوري فایبر مزي په غځولو هم لومړنۍ خبرې وکړې.

چین د بدخشان په واخان کې له افغانستان سره نږدې ۹۰ کیلومتره ګډه پولي لري.

پر طالبانو سربېره په جمهوریت کې هم افغان چارواکو له چین تمه لرله چې له دې لارې له افغانستان سره سوداګري پیل کړي.

خو چین تراوسه د منځنۍ اسیا له لارې افغانستان سره راکړه ور کړه لري.

دې وروستیو کې د چینايي مالونو یوه جوپه د پاکستان له لارې هم افغانستان ته ورسېده.