• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سیاف طالبانو ته: غرور پرېږدئ او له مخالفانو سره د خبرو لپاره پلاوی وټاکئ

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۹ GMT+۱

عبدالرب الرسول سیاف وايي، طالبانو افغانستان په زور نه دی نیولی او افغان پوځ ته یې ماتې نه ده ورکړې، بلکې افغانستان دغې ډلې ته سپارل شوی. دغه جهادي‌ مشر له طالب مشرانو وغوښتل، چې «غرور» پرېږدي او د افغان مسلې د حل او له خپلو مخالفانو سره د خبرو لپاره پلاوی وټاکي.

ښاغلی سیاف چې د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا جګپوړی غړی هم دی د شنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) د احمد شاه مسعود د وژل کېدو د ۲۲م تلین په مناسبت یوې مجازي غوڼډې ته وویل، طالبان پر افغانستان تر واکمنۍ وروسته «مغرور» شوي دي.

ښاغلي سیاف زیاته کړه، ټول ولس، طالبان او نړۍ پوهېږي چې طالبان د پوځي ځواک له لارې نه دي بریالي شوي، بلکې دغې ډلې ته افغانستان سپارل شوی دی.

هغه وویل، طالبان اوس د یوه کمیسیون په جوړولو خپلو مخالفانو ته افغانستان ته د ستنیدو بلنه ورکوي.

د ښاغلي سیاف په وینا،د افغانستان ستونزه د کمیسیون په جوړولو نه شي حل کېدای.

د شنبې په ورځ د احمد شاه مسعود د وژل کېدو د تلین په مناسبت یو شمېر سیاسي مشرانو په مجازي غونډه کې ویناوې وکړې. ښاغلي سیاف په دې ناسته کې وویل، چې د افغانستان خلک له تسلیمېدو ښه خاطره نه لري او تسلیمېدو ته چمتو نه دي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره دې مذاکراتي کمېټه وټاکي او له مخالفینو سره دې د خبرو اترو اعلان وکړي.

عبدالرب رسول سیاف یو له مشهورو پخوانیو جهادي مشرانو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې د طالبانو پر ضد قوي دریځ درلود. د طالبانو له واکمنۍ وروسته ښاغلی سیاف د نورو ګوندونو د مشرانو په څېر له افغانستانه ووت.

دغه جهادي مشر د خپلو خبرو په دوام وویل، چې اوس توپ د طالبانو په واک کې دی او دا ډله باید د افغانستان مسله له مخالفینو سره د خبرو او پخلاینې له لارې حل کړي. نوموړي طالبانو ته خبرداری ورکړ، که دا چانس له لاسه ورکړي، نو سبا به ډېر ناوخته وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

له زدکړو د نجونو محرومیت؛ د جاپان سفیر په کابل کې د نجونو یوه ښوونځي ته لاړ

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۱ GMT+۱

په کابل کې د جاپان سفیر د نجونو هغه ښوونځي ته ولاړ، چې دیارلس کاله وړاندې د دغه هېواد حکومت د یونیسف په همکارۍ جوړ کړی دی. تاکاشي اوکادا چې تل یې د ښځو او نجونو د زدکړو ملاتړ کړی ویلي چې جاپان به په افغانستان کې د ۱۶۵ نورو ښوونځیو په جوړولو او ترمیمولو کې مرسته وکړي.

د جاپان حکومت د وږي په ۱۵مه په افغانستان کې د ۱۶۵ ښوونځیو د بیارغونې او جوړولو لپاره ۲۵ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

دې ۲۵ میلیونه ډالري پروژه کې د ټولګیو، روغتیایي سیستم او د ښوونځي د دیوالونو جوړول او بیارغول شامل دي.

په کابل کې د جاپان سفارت وايي، هېواد به یې له پوهنې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، ترڅو ټول ماشومان، هلکان او نجونې له زدکړو برخمنې شي.

د جاپان سفارت ویلي، هر ماشوم حق لري چې ښوونځي ته ولاړ شي او په خوندي چاپیریال کې زدکړې وکړي.

اوکادا وايي، جاپان د ښوونځیو د درسي خونو په جوړولو او ترمیمولو سره د هر افغان هلک او نجلۍ د زدکړو ملاتړ کوي.

څه موده وړاندې د جاپان سفارت له افغانستان سره د ۲۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ او ویې ویل، چې په افغانستان کې څه باندې نیمايي دولتي ښوونځي کافي درسي خونې نه لري او ۵۸ سلنه یې د څښاک پاکې اوبه او روغتیایي سیستم نه لري.

د دې ترڅنګ د دغه سفارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې په سلو کې ۵۳ ښوونځي چاردېوالي نه لري.

جاپان په داسې حال د افغان نجونو د زدکړې ملاتړ کوي او د ښوونځیو د بیارغونې او جوړونې لپاره مرسته اعلانوي چې د طالبانو په واکمنېدو پسې په افغانستان کې نجونې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زدکړو بې برخې شوې دي.

امریکايي خبریال: کلېنټن د افغان مېرمنو د ژغورلو لپاره د اوکراین له ولسمشر مرسته غوښتې وه

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۲ GMT+۱

امریکایي خبریال فرانکلین فوور، خپل نوي کتاب کې ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې دوه کاله مخکې د اوکراین له ولسمشر غوښتي و، چې د افغان میرمنو په اېستلو کې مرسته وکړي، خو سپینې مانۍ هېلري کلېنټن د دې اړیکې له امله ملامته کړه.

د هیل ورځپاڼي د نوي خپاره شوي کتاب «وروستی سیاستوال؛ د متحده ایالاتو د راتلونکي لپاره مبارزه او جوبایډن په سپینه مانۍ کې» لیکلي؛ هېلري کلېنټن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د «وژلو» یو لست له ځان سره لرلو چې په هغه کې د یو شمېر افغان میرمنو نومونه لیکل شوي وو، چې ممکنه وه د طالبانو لخوا پرې برید وشي.

د کتاب په متن کې راغلي چې دغه ښځې یې «سپين ټیکرۍ» بللې، ځکه د کلېنټن ټیم ورته ویلي و سپین ټیکري پر سر کړي ترڅو وپیژندل شی.

کتاب «وروستی سیاستوال؛ د متحده ایالاتو د راتلونکي لپاره مبارزه او جوبایډن په سپینه مانۍ کې»، د فرانکلین فوور لخوا د سې شنبې په ورځ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د دویمې کلیزې په مناسبت خپور شو.

په دې کتاب کې، فرانکلین فوور د جو بایډن کاري پلانونه او د سپینې ماڼۍ پیښې د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست تر ۳۱ مې پورې لیکلې دي.

په دې ورځو کې د امريکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف ځواکونه له شلو کلونو وروسته له افغانستانه ووتل، د افغانستان اسلامي جمهوريت پوځ ړنګ شو او طالبان د دويم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته ورسیدل.

فوور په خپل کتاب کې لیکلي، چې مېرمن کلېنټن په هغه وخت کې د اوکراین له ولسمشر زیلنسکي څخه وغوښتل چې په پوځي الوتکو کې کییف ته د افغان کډوالو په لېږدولو کې مرسته وکړي.

په کتاب کې راغلي، چې دا غوښتنه د سپینې مانۍ په ځانګړې توګه د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د خپګان لامل شوه.

د ملي امنیت سلاکار له هیلري کلېنټن څخه وپوښتل: «تاسو د اوکراین د دولت له نوم سره څه کوئ؟»

لیکوال ویلي، کلېنټن ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به خپلې کړنې له سپینې ماڼۍ سره همغږې کوي.

قزاقستان: په افغانستان کې د داعش غړي له شپږ زرو ډېر شوي

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۷ GMT+۱

د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې مرستیال وايي، په افغانستان کې د داعش د روزل شویو غړو شمېر له «شپږ زرو پورته شوی دی.» روسلان سیسمبایف وايي، د داعش خراسان څانګه په زیاتېدونکې وړتیا سره د سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ ده.

د قزاقستان رسمي خبري اژانس کاز اینفارم په خپل راپور کې وایي، د دغه هېواد د ملي امنیت کمېټې مرستیال د پنجشنبې په ورځ په استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان څلوېښتمه غونډه کې دا خبرې وکړې.

د ښاغلي سیسمبایف په خبره، ځینې داسې عوامل شته چې د شانګهای تړون غړو هېوادونو ته د ترهګریز ګواښ پېښدو سبب کېږي او یو هم په افغانستان کې «د ترهګریزې وړتیا خوندیتوب» دی.

دغه استخباراتي چارواکي طالبان تورن کړل چې واک ته تر رسېدو وروسته د اغېزناک حکومتي نظام په جوړولو او امنیت خوندي کولو کې پاتې راغلل.

هغه ټینګار وکړ چې افغانستان لا هم «د نړیوالو ترهګریزو ډلو» د جذب مرکز دی.

د داعش خراسان څانګې تېرو دوو کلونو کې په بریدونو سره د طالبانو دا ادعا ننګولې چې په ټول افغانستان کې یې امنیت راوستلی دی.

داعش په تېرو میاشتو کې د بلخ او بدخشان لپاره د طالبانو والیان هم وژلي دي.

داعش په کابل کې د پاکستان او روسیې سفارت او هم یې په یوه هوټل کې چینايي وګړي په نښه کړل.

دا ډله پر مختلفو ژبو تبلیغ کولو سره توندلاري منځنۍ اسیا، روسیې، اروپا او امریکا کې جګړې ته هڅوي.

روسلان سیسمبایف هم په خپله وینا کې له افغانستان د شانګهای تړون غړو هېوادونو ته د ترهګریز ګواښ پر شونې پراختیا اندېښنه وښوده.

د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې مرستیال زیاته کړه، چې پر داعش سربېره په افغانستان کې د القاعده د غړو شمېر هم پنځو سوو ته رسېږي.

د هغه په خبره، القاعده او داعش له افغانستان پېچلي بریدونه پلانولی شي او اوسنی حالت د شانګهای تړون سترو پروژو ته ریښتونی ګواښ پېښوي.

خو دې وروستیو کې د امریکا دوو مهمو استخباراتي چارواکو وویل، ګرانه ده چې په افغانستان او پاکستان کې القاعده بیا را پورته شي.

دغو چارواکو سي اېن اېن ته ویلي، د طالبانو ترهګرۍ ضد عملیاتو په افغانستان کې د داعش حضور کم کړی دی.

طالبان هم بیا بیا وايي، په افغانستان کې یې د داعش زور اوبه کړی دی.

طالبانو ته نږدې المرصاد رسنۍ هم پرون په یوه راپور کې د دې ډلې د امنیتي چارواکو په حواله ویلي چې په بدخشان کې یې د داعش ۱۲ کسیزه عملیاتي ډله نیولې ده.

د دوی په خبره، دې ډلې د بدخشان په بریدونو کې لاس درلود او پر خپلو چارو یې اعتراف کړی دی.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضارېدل؛ دوی دغه احضارېدنه، کتنه بللې

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۱۷ GMT+۱

‏په اسلام اباد کې د طالبانو ترکنټرول لاندې افغان سفارت په خپلې اېکس شبکه کې لیکلي، چې د پاکستان لپاره د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب پرون د تورخم دروازې او اړونده موضوعاتو په اړه د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره وکتل.

دغه سفارت لیکي، چې دغه کتنه کې د تورخم دروازې د بندېدو له امله د مساپرو، ناروغانواو سوداګرو د ستونزو په اړه ‏ ‏تفصیلي خبرې وشوې.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان سفارت د ښاغلي شکیب له خولې لیکلي، «د دروازې بندېدل د دواړو هېوادونو په زیان دی.»
ښاغلي شکیب ویلي:« د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره دغه دروازه پرانیزي، چې هلته بند مساپر او سوداګر ډېر په ستونزمن حالت کې دي.»

‏د دغه سفارت په وینا، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني هم ویلي، چې د دروازې ت ړلوسره دواړو غاړو ته ولسي خلک زیان ویني.
د سفارت په خبره نوموړي زیاته کړې، چې د خپل هېواد له اړونده بنسټونو سره به په دې اړه خبرې وکړي.
‏سفارت لیکلي و، چې ښاغلي دراني هیله څرګنده کړې څومره ژر چې شونې وي د تورخم دروازه به د عام تګ راتګ او سوداګرو پرمخ خلاصه شي.

دغه سفارت دا ځرګندونې وروسته له هغې کړې، چې تېره شپه داسې راپورونه خپاره شول، چې پاکستان په چترال کې د پاکستاني طالبانو د برید له امله په اسلام اباد کې د افغان طالبانو سفیر احضار کړ.

که څه هم تېره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه څرګندونې ردې کړې وې؛ خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې یې د طالبانو سفیر احضار کړی چې پر دغه برید او دغه راز د تورخم پر پوله د جګړې په اړه د پاکستان "سخت اعتراض" ورته څرګند کړي.
خو دغه سفارت د چترال په اړه د طالبانو د سفیر احضارېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

عباس ستانکزی: پر لوېدیځو هېوادونو افغانستان ته ستنېدل او رغونه کې یې برخه اخیستل واجب دي

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي، چې د نړیوال ایتلاف د هغو غړو لپاره چې په افغانستان کې پوځي ځواکونه لرل، دغه هېواد ته د بیا رغونې لپاره ستنېدل «واجب» دي.

عباس ستانکزي زیاته کړه، چې دغو هېوادونو په افغانستان کې هر ډول وسلې وکارولې، اوس پر دوی «واجب» دي، چې د دغه هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.

ښاغلي ستانکزي په افغانستان کې د کام ایر شرکت د جوړېدو د شلمې کلیزې په مناسبت مراسمو کې وویل، چې د دوحې د تړون له مخې هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې ځواکونه لرل«مکلف» دي، چې دغه هېواد ته ستانه او د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي.

د هغه راپور له مخې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون د جمعې په ورځ (د وږي ۱۷مه) خپور کړ، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل، دغې ډلې د بهرنیو ځواکونو د خوندي وتلو مسوولیت په «ښه ډول» ترسره کړ او اوس دا د لوېديځ مسووليت دی چې په افغانستان کې د بنسټونو د بيا جوړولو په اړه خپله ژمنه پوره کړي.

عباس ستانکزی په دوحه کې له امریکا سره د طالبانو د سولې په خبرو کې د طالبانو مرکچي و.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په میاشت کې کابل ته د طالبانو تر ننوتلو څو میاشتې وروسته ښاغلي ستانکزي وویل،دی هیله لري چې په کابل کې د امریکا سفارت بیرته پرانستل شي.

دغه لوړپوړي طالب چارواکي په کابل کې د ١٤٠٠ لمریز کال په قوس میاشت کې وويل، چې امریکا ژمنه کړې وه، چې د دوحې تړون له مخې له وتلو وروسته به خپل سفارت په کابل کې پرانیستی ساتي.

ده په هغه وخت کې زیاته کړې وه: «دا د نړۍ او په ځانګړې توګه د امریکا دنده ده، چې د افغانستان په بیارغونه کې فعاله وڼډه واخلي. لکه څنګه چې دوی په تېرو شلو کلونو کې زموږ اقتصاد ویجاړ کړ، اوس دا د دوی دنده ده چې بیرته راشي او د دې هېواد د اقتصاد په بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي».

په همدې کال کې عباس ستانکزي ویلي و، چې کله امریکا افغانستان ته راستنه شي، اروپا به هم په کابل کې خپل سفارتونه پرانیځي.

خو د طالبانو له دوه کلنو پرله پسې غوښتنو وروسته د نړۍ هېڅ حکومت د افغانستان د حکومت په توګه د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.

اروپايي ټولنې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره خپل استازي لېږلي، خو په افغانستان کې د اروپايي هېوادونو او امريکا سفارتونه تړلي دي.