• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قزاقستان: په افغانستان کې د داعش غړي له شپږ زرو ډېر شوي

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۰ GMT+۱

د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې مرستیال وايي، په افغانستان کې د داعش د روزل شویو غړو شمېر له «شپږ زرو پورته شوی دی.» روسلان سیسمبایف وايي، د داعش خراسان څانګه په زیاتېدونکې وړتیا سره د سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ ده.

د قزاقستان رسمي خبري اژانس کاز اینفارم په خپل راپور کې وایي، د دغه هېواد د ملي امنیت کمېټې مرستیال د پنجشنبې په ورځ په استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان څلوېښتمه غونډه کې دا خبرې وکړې.

د ښاغلي سیسمبایف په خبره، ځینې داسې عوامل شته چې د شانګهای تړون غړو هېوادونو ته د ترهګریز ګواښ پېښدو سبب کېږي او یو هم په افغانستان کې «د ترهګریزې وړتیا خوندیتوب» دی.

دغه استخباراتي چارواکي طالبان تورن کړل چې واک ته تر رسېدو وروسته د اغېزناک حکومتي نظام په جوړولو او امنیت خوندي کولو کې پاتې راغلل.

هغه ټینګار وکړ چې افغانستان لا هم «د نړیوالو ترهګریزو ډلو» د جذب مرکز دی.

د داعش خراسان څانګې تېرو دوو کلونو کې په بریدونو سره د طالبانو دا ادعا ننګولې چې په ټول افغانستان کې یې امنیت راوستلی دی.

داعش په تېرو میاشتو کې د بلخ او بدخشان لپاره د طالبانو والیان هم وژلي دي.

داعش په کابل کې د پاکستان او روسیې سفارت او هم یې په یوه هوټل کې چینايي وګړي په نښه کړل.

دا ډله پر مختلفو ژبو تبلیغ کولو سره توندلاري منځنۍ اسیا، روسیې، اروپا او امریکا کې جګړې ته هڅوي.

روسلان سیسمبایف هم په خپله وینا کې له افغانستان د شانګهای تړون غړو هېوادونو ته د ترهګریز ګواښ پر شونې پراختیا اندېښنه وښوده.

د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې مرستیال زیاته کړه، چې پر داعش سربېره په افغانستان کې د القاعده د غړو شمېر هم پنځو سوو ته رسېږي.

د هغه په خبره، القاعده او داعش له افغانستان پېچلي بریدونه پلانولی شي او اوسنی حالت د شانګهای تړون سترو پروژو ته ریښتونی ګواښ پېښوي.

خو دې وروستیو کې د امریکا دوو مهمو استخباراتي چارواکو وویل، ګرانه ده چې په افغانستان او پاکستان کې القاعده بیا را پورته شي.

دغو چارواکو سي اېن اېن ته ویلي، د طالبانو ترهګرۍ ضد عملیاتو په افغانستان کې د داعش حضور کم کړی دی.

طالبان هم بیا بیا وايي، په افغانستان کې یې د داعش زور اوبه کړی دی.

طالبانو ته نږدې المرصاد رسنۍ هم پرون په یوه راپور کې د دې ډلې د امنیتي چارواکو په حواله ویلي چې په بدخشان کې یې د داعش ۱۲ کسیزه عملیاتي ډله نیولې ده.

د دوی په خبره، دې ډلې د بدخشان په بریدونو کې لاس درلود او پر خپلو چارو یې اعتراف کړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضارېدل؛ دوی دغه احضارېدنه، کتنه بللې

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۱۷ GMT+۱

‏په اسلام اباد کې د طالبانو ترکنټرول لاندې افغان سفارت په خپلې اېکس شبکه کې لیکلي، چې د پاکستان لپاره د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب پرون د تورخم دروازې او اړونده موضوعاتو په اړه د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره وکتل.

دغه سفارت لیکي، چې دغه کتنه کې د تورخم دروازې د بندېدو له امله د مساپرو، ناروغانواو سوداګرو د ستونزو په اړه ‏ ‏تفصیلي خبرې وشوې.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان سفارت د ښاغلي شکیب له خولې لیکلي، «د دروازې بندېدل د دواړو هېوادونو په زیان دی.»
ښاغلي شکیب ویلي:« د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره دغه دروازه پرانیزي، چې هلته بند مساپر او سوداګر ډېر په ستونزمن حالت کې دي.»

‏د دغه سفارت په وینا، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني هم ویلي، چې د دروازې ت ړلوسره دواړو غاړو ته ولسي خلک زیان ویني.
د سفارت په خبره نوموړي زیاته کړې، چې د خپل هېواد له اړونده بنسټونو سره به په دې اړه خبرې وکړي.
‏سفارت لیکلي و، چې ښاغلي دراني هیله څرګنده کړې څومره ژر چې شونې وي د تورخم دروازه به د عام تګ راتګ او سوداګرو پرمخ خلاصه شي.

دغه سفارت دا ځرګندونې وروسته له هغې کړې، چې تېره شپه داسې راپورونه خپاره شول، چې پاکستان په چترال کې د پاکستاني طالبانو د برید له امله په اسلام اباد کې د افغان طالبانو سفیر احضار کړ.

که څه هم تېره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه څرګندونې ردې کړې وې؛ خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې یې د طالبانو سفیر احضار کړی چې پر دغه برید او دغه راز د تورخم پر پوله د جګړې په اړه د پاکستان "سخت اعتراض" ورته څرګند کړي.
خو دغه سفارت د چترال په اړه د طالبانو د سفیر احضارېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

عباس ستانکزی: پر لوېدیځو هېوادونو افغانستان ته ستنېدل او رغونه کې یې برخه اخیستل واجب دي

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي، چې د نړیوال ایتلاف د هغو غړو لپاره چې په افغانستان کې پوځي ځواکونه لرل، دغه هېواد ته د بیا رغونې لپاره ستنېدل «واجب» دي.

عباس ستانکزي زیاته کړه، چې دغو هېوادونو په افغانستان کې هر ډول وسلې وکارولې، اوس پر دوی «واجب» دي، چې د دغه هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.

ښاغلي ستانکزي په افغانستان کې د کام ایر شرکت د جوړېدو د شلمې کلیزې په مناسبت مراسمو کې وویل، چې د دوحې د تړون له مخې هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې ځواکونه لرل«مکلف» دي، چې دغه هېواد ته ستانه او د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي.

د هغه راپور له مخې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون د جمعې په ورځ (د وږي ۱۷مه) خپور کړ، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل، دغې ډلې د بهرنیو ځواکونو د خوندي وتلو مسوولیت په «ښه ډول» ترسره کړ او اوس دا د لوېديځ مسووليت دی چې په افغانستان کې د بنسټونو د بيا جوړولو په اړه خپله ژمنه پوره کړي.

عباس ستانکزی په دوحه کې له امریکا سره د طالبانو د سولې په خبرو کې د طالبانو مرکچي و.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په میاشت کې کابل ته د طالبانو تر ننوتلو څو میاشتې وروسته ښاغلي ستانکزي وویل،دی هیله لري چې په کابل کې د امریکا سفارت بیرته پرانستل شي.

دغه لوړپوړي طالب چارواکي په کابل کې د ١٤٠٠ لمریز کال په قوس میاشت کې وويل، چې امریکا ژمنه کړې وه، چې د دوحې تړون له مخې له وتلو وروسته به خپل سفارت په کابل کې پرانیستی ساتي.

ده په هغه وخت کې زیاته کړې وه: «دا د نړۍ او په ځانګړې توګه د امریکا دنده ده، چې د افغانستان په بیارغونه کې فعاله وڼډه واخلي. لکه څنګه چې دوی په تېرو شلو کلونو کې زموږ اقتصاد ویجاړ کړ، اوس دا د دوی دنده ده چې بیرته راشي او د دې هېواد د اقتصاد په بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي».

په همدې کال کې عباس ستانکزي ویلي و، چې کله امریکا افغانستان ته راستنه شي، اروپا به هم په کابل کې خپل سفارتونه پرانیځي.

خو د طالبانو له دوه کلنو پرله پسې غوښتنو وروسته د نړۍ هېڅ حکومت د افغانستان د حکومت په توګه د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.

اروپايي ټولنې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره خپل استازي لېږلي، خو په افغانستان کې د اروپايي هېوادونو او امريکا سفارتونه تړلي دي.

د بریکس په سمبولیک بانک نوټ کې درې رنګه افغان ملي بیرغ او د «افغانستان اسلامي امارت» نوم

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۹ GMT+۱

په سویلي افریقا کې د روسیې سفیر د متحده عربي اماراتو سفیر ته د بریکس سمبولیک بانک نوټ ډالۍ کړی، چې پکې د بريکس د ۵ غړو بيرغونه او تر شا يې د افغانستان د درې رنګه بيرغ په ګډون د ۱۴ هېوادونو بيرغونه او د «د افغانستان اسلامي امارت» نوم لیکل شوی.

دغه سلګون نوټ په سویلي افریقا کې د روسیې په سفارت کې د بریکس په ډله کې د متحده عربي اماراتو د غړیتوب په مناسبت مېلمستیا کې ډالۍ شو.

د دغه بانک نوټ په مرکزي برخه کې د دغې ډلې د پنځو غړو هېوادونو -برازيل، چين، هند، روسيې او سویلي افريقا- بيرغونه په دایروي شکل درج شوي دي.

د دغه ډالۍ شوي بانک نوټ شاته د افغانستان د درې رنګه بیرغ په ګډون د ۱۴ هېوادونو بیرغونه هم درج شوي دي.

د دې بانک نوټ په مرکزي برخه کې چې د هر هېواد نوم په خپلو ملي ژبو لیکل شوی، د افغانستان نوم هم په پښتو ژبه «د افغانستان اسلامي امارت» لیکل شوی دی.

طالب چارواکي خپل حکومت «د افغانستان اسلامي امارت» بولي.

په سویلي افریقا کې د روسیې سفیر ایلیا روګاچف ویلي، چې دا بانکنوټ د روسیې له خوا جوړ شوی دی.

پاکستان په چترال کې د پاکستاني طالبانو د برید له امله د افغان طالبانو سفیر احضار کړ

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۸ GMT+۱

پاکستان په اسلام اباد د طالبانو سفیر ته اعتراض کړی، چې پر چترال د برید پرمهال پاکستاني طالبانو د افغانستان خاوره کارولې ده. پاکستاني طالبانو ویلي، د چترال برید کې یې نهه پاکستاني پوځیان وژلي او د پوځ دوه پوستې یې نیولي دي. د پاکستان پوځ بیا وسلوالو پرضد په سیمه کې عملیات وکړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې یې د طالبانو سفیر احضار کړی چې پر دغه برید او دغه راز د تورخم پر پوله د جګړې په اړه د پاکستان "سخت اعتراض" ورته څرګند کړي.

د خيبر پښتونخوا ايالت په چترال سيمه کې د پاکستاني پوځ پر پوستو د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو "پراخ" بريد د دغې ډلې يو له سختو بريدونو بلل شوى دى.

ویل شوي چې په دې عملیاتو کې د دغې ډلې سلګونو وسلوالو برخه اخیستې وه.

طالبانو ویلي چې په دغه برید کې یې نهه پاکستاني پوځیان وژلي او د پوځ دوه پوستې یې نیولې دي.

د پاکستان پوځ د خپلو څلورو سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی، خو وايي، د پاکستاني پوځ په ځوابي برید کې لږ تر لږه ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ په خبرپاڼه کې چې تېره چهارشنبه سهار خپره شوه، ویل شوي چې دغو وسلوالو د افغانستان د نورستان او کونړ ولایتونو له سیمو په دې عملیاتو کې برخه اخیستې وه او په کابل کې یې له طالبانو سره پر دې موضوع خبرې وکړې.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو دا ادعا بې ځایه بللې او وايي، د پاکستاني طالبانو وسله‌وال برید د افغانستان له خاورې په ګټه اخیستو نه دی شوی.


المرصاد: په بدخشان کې د داعش دوولس کسیزه عملیاتي ډله ونیول شوه

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۷ GMT+۱

داعش ضد رسنۍ المرصاد ته د طالبانو امنیتي سرچینو ويلي، په بدخشان ولایت کې د دوی ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د «داعش ۱۲ کسیزه عملیاتي ډله ونیوله.» د طالبانو امنیتي سرچېنو ادعا کړې ده چې نیول شوو کسانو د بدخشان په بریدونو کې لاس درلود.

طالبانو ته نژدې رسنۍ المرصاد نن جعمه- د سنبلې ۱۷ مه - د طالبانو د امنیتي سرچینو له قوله په خپل راپور کې زیاتوي چې له دې کسانو سره یې پر سپکو او درنو وسلو سربېره کمپیوټرونه او او نور تخنیکي وسایل هم نیولي دي.

که څه هم په دغه راپور کې د دې عملیاتو کره ځای او وخت ته اشاره نه ده شوې، خو وايي چې دغو عملیاتو څلور ورځې دوام درلود.

په دې راپور کې ادعا شوې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د داعش اړوند دغو وسلوالو د بدخشان په بریدونو کې لاس درلود او په خپلو کړنو یې اعتراف کړی دی.

د دې راپور په یوه برخه کې راغلي، نیول شوي کسان د داعش-خراسان څانګې عملیاتي ډله وه، چې په بدخشان کې یې فعالیت درلود.

څو میاشتې وړاندې د بدخستان په مرکز فیض اباد کې داعش-خراسان څانګې د بدخشان لپاره د طالبانو والي نثار احمد احمدي په یو برید کې ځای پر ځای وواژه.

داعش-خراسان څانګې د نثار احمد احمدي د فاتحې مراسمو پرمهال په جومات کې ځانمرګی برید وکړ، چې د عامو کسانو ترڅنګ د طالبانو څو تنه مهم غړي پکې ووژل شول.

داعش ضد رسنۍ المرصاد د طالبانو بیا واکمنېدو سره فعاله شوې او د داعش اړوند راپورونه او د دغه ډلې پر ضد تبلغات کوي.