په هند کې د سینما نندارې؛ جوان د پټان ریکارډ مات کړ

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۹

د شاه رخ رخان جوان فلم د نندارې په لومړی ورځ د هند په سینما کې تاریخ جوړ کړ.

د بالیووډ د مشهور اداکار شاه رخ خان جوان فلم درې ورځې وړاندې په نړیواله کچه په سیمناګانو کې نندارې ته وړاندې شو.

د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې، د شاه رخ خان جوان فلم د نندارې په لومړۍ ورځ، هند کې ۷۵ کړوړه هندۍ روپۍ ګټلې دي، نو په دې سره د شاه رخ خان جوان فلم د نوموړي د پټان فلم هغه ریکارډ مات کړ چې د نندارې په لومړۍ ورځ يې۷۰ کړوړه هندۍ روپۍ ګټلې وې.

جوان فلم د نندارې په دویمه ورځ د هند په سینماګانو کې پنځوس کړوړه روپۍ وګټلې چې په دې سره يې دوه ورځنۍ ګټه ټولټال ۱۲۵ کړوړه هندۍ روپۍ شوې. او د هند د سینما په تاریخ کې تر دې مهاله هیڅ فلم په دوه ورځو کې دومره پیسې نه دي ګټلې.

د شاه رخ خان دغه فلم د نندارې په دریمه ورځ ۶۵ کروړه هندۍ روپۍ وګټلې، چې د جوان فلم د دریو ورځو نندارې ګټه ۱۹۰ کروړه هندۍ روپۍ شوې.

د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې د شاه رخ خان جوان فلم، د نوموړي د پټان فلم په ګډون، د ګدر ۲، باهوبلې ۲ او کنکلوژن په څېر بریالي او د ډیرو پیسو ګټونکو ټولو فلمونو ریکارډونه مات کړل چې په دي سره د بالیووډ ستوري شاه رخ خان جوان فلم د هند سیمنا په تاریخ کې نوی ریکارډ جوړ کړ.

د یاد فلم پروډیوسره د شاه رخ خان میرمن ګوري خان ده، او د فلم لارښود د سویلي هند فلمي نړۍ مشهور لارښود ایټلي دی.

په دغه فلم کې د شاه رخ خان تر څنګ د هندي سینما مشهوره ممثله ډیپیکا پاډکون هم یو ځانګړی رول لوبولی دی. وجي سیتوپتي او نین تنارا دوه نور مشهور هندي ستوري هم په دغه فلم کې مرکزي رول لري.

نور خبرونه

رادیو