• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند، منځني ختیځ او اروپا ترمنځ اقتصادي دهلېز جوړېږي

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۰ GMT+۱

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جي ۲۰ سرمشریزه کې د هند، منځني ختیځ او اروپا ترمنځ د اقتصادي دهلېز د جوړېدو اعلان وکړ. د دې پروژې موخه د بریښنا او پاک هایدروجن د لیږد اسانتیا برابرول او د زیربناوو پراختیا ده.

محمد بن سلمان د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) په ډېلي کې د جي ۲۰ سرمشریزې په څنډه کې وویل، چې دغه اقتصادي پروژه به د منځني ختیځ، اروپا او هندد زیربناوو په اقتصادي پراختیا په ځانګړې توګه د اورګاډي او د بندرونو په نښلولو کې مهم رول ولوبوي.

د سعودي ولیعهد زیاته کړه، چې دا دهلیز به اوږد مهاله کاري فرصتونه برابر کړي او د سوداګرۍ د تبادلې فرصت به هم زیات کړي.

د دې دهلیز په واسطه د نړۍ د انرژۍ د امنیت تامینول یو له بلې موضوع څخه ده چې د سعودي ولیعهد ورته اشاره کړې.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان د لویو وچو په اوږدو کې د شنو دهلیزونو د جوړولو په چوکاټ کې یو تړون لاسلیک کړ.

د دې پروژې په نورو اهدافو کې د انرژۍ د امنیت ټینګول، د سوداګریزو راکړو ورکړو پیاوړتیا او د بندرونو او اورګاډي د نښلولو له لارې د مالونو لېږد زیاتول دي.

سعودي عربستان د دې پروژې په اړه د خبرو اترو په ملاتړ او اسانتیا کې د متحده ایالاتو د رول هرکلی وکړ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

جي شل په خپله اعلامیه کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له غندلو ډډه وکړه

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۴ GMT+۱

د جي شل مشرانو په ډېلي کې د دې ډلې د سرمشریزې په پیل کې په داسې پاییزه اعلامیه موافقه کړې، چې پکې پر اوکراین د روسیې د یرغل له غندلو ډډه شوې ده. خو په دې اعلاميه کې له ټولو هېوادونو غوښتل شوي، چې د ځمکې نيولو لپاره دې له زور کارولو ډډه وکړي.

د جي ۲۰ سرمشریزه چې د یکشنبې په ورځ به هم روانه وي، پر پاییزه اعلامیه یې توافق په داسې حال کې دی، چې غړي هېوادونه یې د اوکراین پر جګړه د نظر اختلاف لري.

په اعلامیه کې د امریکا په ګډون لوېدیځ هېوادونه د روسیې د تېري غندنه غواړي، خو نور هېوادونه د اقتصادي همکاریو په څېر مسایلو ته تمرکز کوي.

په دغه اعلامیه کې د جي ۲۰ مشرانو له اوکراین او روسیې غوښتي چې د غلې او سرې د خوندي انتقال لپاره د تور سمندرګي د غلې تړون عملي کړي.

مسکو په جولای میاشت کې د روسیې د غلو او سرې صادراتو په اړه د ورته تړون د نه پلي کیدو په اعتراض کې له دې تړون څخه ووت.

د ۲۰۲۲ میلادي کال په پیل کې پر اوکراین د روسیې برید د دې لامل شو چې لوېدیځ هېوادونه پر روسیې ځینې بندیزونه ولګوي. دغو بندیزونه کې د روسیې له بانکونو او شرکتونو څخه نیولې د تېلو په ګډون د دغه هېواد د ځینو توکو صادرات هم شامل دي.

خو د چین او هند په ګډون ګڼو هېوادونو د دغو بندیزونو پر وړاندې مقاومت کړی او له روسیې څخه تېل پېري.

د بندیزونو پر مسله سربېره، د اوکراین د لوېدیځو متحدینو د تمې برعکس، د چین په ګډون یوشمېر هېوادونو پر اوکراین د روسیې د یرغل له غندلو ډډه کړې ده.

له سترو اقتصادي او ځواکمنو هېوادونو جوړه جي شل ډله اول ځل خپله سرمشریزه په هند کې کوی.

بریتانوي پولیسو له زندان تښتېدلی «شکمن ترهګر» ونیو

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د بریتانیا پولیسو د دغه هېواد یو پخوانی پوځي چې په «ترهګریزو چارو» تورن دی له زندان تر تښتېدلو وروسته نن بیا په لندن کې ونیو. ۲۱ کلن دانیل عابد خلیف، تېره چارشنبه د زندان له پخلنځي نه په وتلو سره د غلو د ګاډي لاندنۍ برخه پسې ونښت او وتښتېد.

خو د بریتانیا پولیسو د شنبې په ورځ یوه بیان کې ویلي: «نن هغه د لندن لوېدیځ ته په چیسویک سیمه کې له غرمې مخکې نږدې یوولس بجې ونیول شو او اوس په بند کې دی.»

بریتانوي پولیسو د نوموړي د موندلو لپاره په لندن کې د هغه انځورونه هم لګولي وو.

د بریتانیا لومړي وزیر رشي سونک، په نوي ډېلي کې د جي شل سرمشریزې په اوږدو کې له خبریالانو سره په خبرو کې، د دانیل خلیف د بیا موندلو له امله له پولیسو او خلکو مننه وکړه.

ښاغلی خلیف تېره مۍ میاشت کې له بریتانوي پوځ واېستل شو او د ترهګرۍ او رسمي رازونو قانون اړوند جرایمو په تور تر محاکمې مخکې په زندان کې ساتل کېده.

پر نوموړي تور دی چې پر ۲۰۲۱ کال یې منځني لندن کې د دندې پر مهال د داسې معلوماتو د برابرولو یا رسولو هڅه کړې، چې د ترهګریز عمل پلانوونکي کس ته ګټور و او هم یې درې کنسرو بوتلونو ته د لین په تېرولو د بم جوړولو هڅه کړې ده.

د راپورونو له مخې پر نوموړي دا تور هم دی چې «ایران ته یې استخباراتي مالومات ټولول او هم یې داسې مالومات برابرول چې دوښمن ته یې ګټه رسوله.»

په پارلمان کې اپوزیسیون د دې پوښتنې ځواب هم غواړي چې ولې له یوه خوندي زندان د عابد خلیف په څېر کس وتښتي.

د عابد خلیف د نیولو لپاره امنیي تدابیر د بریتانیا د ګاډو اډو او هوايي ډګرونو ته د مساپرو تګ هم ځنډولی و.

د مراکش زلزله کې د مړو شمېر له ۱۰۰۰ پورته شو

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۷ GMT+۱

د مراکش کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه هېواد کې د بېګنۍ زلزلې له امله له ۱۰۳۷ کسان مړه او ۶۷۲ نور ټپیان شوي دي. په اطلس غرونو کې د ۷.۲ درجې زلزله په تېرو شپږو لسیزو کې د مراکش تر ټولو سخته زلزله بلل شوې ده.

د مراکش د رسنیو له مخې، زلزلې ډېره مرګ ژوبله یې غرنیو سیمو کې اړولې او ژغورنکي لا هم تر کنډوالو لاندې کسانو د اېستلو هڅه کوي.

د مراکش ښار سوېل ته په ۶۰ کیلومترۍ کې ژغورونکي په امیزمیز کلي کې خلک له کنډوالو باسي.

د کلي اوسېدونکي محمد ازاو رویټرز ته ویلي، کله چې زلزلې د ده کور وخوځاوه، نو له خبلو بچیانو سره په منډه بېرون ووت، خو ګاونډیانو یې کور چپه شو.

دی وايي، د ګاونډي په کورنۍ کې یې یو هم ژوندی نه دی پاتې: «د پلار او زوی مړي وموندل شول او د مور او لور د موندلو لپاره هڅې روانې دي.»

د مراکش د کورنیو چارو وزارت وايي، زلزله په الحوض، اورزازات، مراکش، ازیلال، چیچاوا او تارودانت ولایتونو کې شوې ده.

د مراکش ځمکپوهنې اداره وایي، اولنۍ زلزله ځايي وخت شپې یوولس بجې وه او وروسته یې هم ټکانونه وشول.

د دویمې زلزلې له وېرې د مراکش مختلفو سیمو کې خلکو شپه تر شنه اسمان لاندې تېره کړې ده.

تر دې مخکې په ۲۰۰۴ کال کې د زلزلې له امله په مراکش کې تر ۶۵۰ ډېر کسان مړه شوي وو.

خو پر ۱۹۶۰ کال د مراکش زلزله کې تر ۱۲ زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ور کړی و.

امریکايي خبریال: کلېنټن د افغان مېرمنو د ژغورلو لپاره د اوکراین له ولسمشر مرسته غوښتې وه

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۲ GMT+۱

امریکایي خبریال فرانکلین فوور، خپل نوي کتاب کې ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې دوه کاله مخکې د اوکراین له ولسمشر غوښتي و، چې د افغان میرمنو په اېستلو کې مرسته وکړي، خو سپینې مانۍ هېلري کلېنټن د دې اړیکې له امله ملامته کړه.

د هیل ورځپاڼي د نوي خپاره شوي کتاب «وروستی سیاستوال؛ د متحده ایالاتو د راتلونکي لپاره مبارزه او جوبایډن په سپینه مانۍ کې» لیکلي؛ هېلري کلېنټن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د «وژلو» یو لست له ځان سره لرلو چې په هغه کې د یو شمېر افغان میرمنو نومونه لیکل شوي وو، چې ممکنه وه د طالبانو لخوا پرې برید وشي.

د کتاب په متن کې راغلي چې دغه ښځې یې «سپين ټیکرۍ» بللې، ځکه د کلېنټن ټیم ورته ویلي و سپین ټیکري پر سر کړي ترڅو وپیژندل شی.

کتاب «وروستی سیاستوال؛ د متحده ایالاتو د راتلونکي لپاره مبارزه او جوبایډن په سپینه مانۍ کې»، د فرانکلین فوور لخوا د سې شنبې په ورځ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د دویمې کلیزې په مناسبت خپور شو.

په دې کتاب کې، فرانکلین فوور د جو بایډن کاري پلانونه او د سپینې ماڼۍ پیښې د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست تر ۳۱ مې پورې لیکلې دي.

په دې ورځو کې د امريکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف ځواکونه له شلو کلونو وروسته له افغانستانه ووتل، د افغانستان اسلامي جمهوريت پوځ ړنګ شو او طالبان د دويم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته ورسیدل.

فوور په خپل کتاب کې لیکلي، چې مېرمن کلېنټن په هغه وخت کې د اوکراین له ولسمشر زیلنسکي څخه وغوښتل چې په پوځي الوتکو کې کییف ته د افغان کډوالو په لېږدولو کې مرسته وکړي.

په کتاب کې راغلي، چې دا غوښتنه د سپینې مانۍ په ځانګړې توګه د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د خپګان لامل شوه.

د ملي امنیت سلاکار له هیلري کلېنټن څخه وپوښتل: «تاسو د اوکراین د دولت له نوم سره څه کوئ؟»

لیکوال ویلي، کلېنټن ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به خپلې کړنې له سپینې ماڼۍ سره همغږې کوي.

د بریکس په سمبولیک بانک نوټ کې درې رنګه افغان ملي بیرغ او د «افغانستان اسلامي امارت» نوم

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۹ GMT+۱

په سویلي افریقا کې د روسیې سفیر د متحده عربي اماراتو سفیر ته د بریکس سمبولیک بانک نوټ ډالۍ کړی، چې پکې د بريکس د ۵ غړو بيرغونه او تر شا يې د افغانستان د درې رنګه بيرغ په ګډون د ۱۴ هېوادونو بيرغونه او د «د افغانستان اسلامي امارت» نوم لیکل شوی.

دغه سلګون نوټ په سویلي افریقا کې د روسیې په سفارت کې د بریکس په ډله کې د متحده عربي اماراتو د غړیتوب په مناسبت مېلمستیا کې ډالۍ شو.

د دغه بانک نوټ په مرکزي برخه کې د دغې ډلې د پنځو غړو هېوادونو -برازيل، چين، هند، روسيې او سویلي افريقا- بيرغونه په دایروي شکل درج شوي دي.

د دغه ډالۍ شوي بانک نوټ شاته د افغانستان د درې رنګه بیرغ په ګډون د ۱۴ هېوادونو بیرغونه هم درج شوي دي.

د دې بانک نوټ په مرکزي برخه کې چې د هر هېواد نوم په خپلو ملي ژبو لیکل شوی، د افغانستان نوم هم په پښتو ژبه «د افغانستان اسلامي امارت» لیکل شوی دی.

طالب چارواکي خپل حکومت «د افغانستان اسلامي امارت» بولي.

په سویلي افریقا کې د روسیې سفیر ایلیا روګاچف ویلي، چې دا بانکنوټ د روسیې له خوا جوړ شوی دی.