ایراني رسنۍ : یوه بې پلوټه الوتکه په ګورګان ښار کې د استوګنې په سیمه کې غورځیدلې ده

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د دوشنبې په ورځ د (وږي ۲۷مه) خبر ورکړ چې یوه بې پیلوټه الوتکه د ګورګان ښار د استوګې په یوه سیمه کې ولوېده.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د دوشنبې په ورځ د (وږي ۲۷مه) خبر ورکړ چې یوه بې پیلوټه الوتکه د ګورګان ښار د استوګې په یوه سیمه کې ولوېده.
د ګورګان ولایت امنیه قومانداني وايي، چې د دزجاني روغتون په سیمه کې د چاودنې او د یوه څیز د غورځیدو پیښه څیړل کیږي.
په همدې حال کې تسنیم خبري اژانس، چې سپاه پاسداران ته نږدې یوې رسنۍ ده لیکلي، دا پېښه د ګورګان په بلوارد ستندرد سیمه کې شوې او دغه څیز د شهید دزجاني روغتون ته څېرمه لوېدلی دی.
د تسنیم د راپور له مخې، یو شمېر خلکو او د پېښې عیني شاهدانو ویلي، چې د ښار په څو برخو کې څو ناپیژانده ټوټې یو بل ته نژدي ولویدلې.
د ایران کورنیو رسنیو په ګورګان کې د "غورځیدلي څیز" انځورونه هم خپاره کړي دي.

ترکي رسنیو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو له داعش سره د لاس لرلو په تور ۱۷ تنه پېژندلي او نیولي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا اعلان کړی چې هېواد به یې له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکوي.
د اناتولي خبری اژانس د راپور له مخې، د ترکیې امنیتي ځواکونو په اډانا ولایت کې له داعش سره د همکارۍ په تور د یاد شمېر کسانو د نیولو لپاره عملیات کړي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د عملیاتو په ځای کې لاسي بمونه او بېلابېلې وسلې هم موندل شوې دي.
په ورته وخت کې د ترکیې پوله ساتو ځواکونو په حتای ولایت کې د داعش یو غړی چې غوښتل یې له سوریې څخه په ناقانونه توګه ترکیې ته ننوځي، پېژندلی او نیولی دی.
د ترکیې صباح ورځپاڼې د روان کال د زمري په میاشت کې خبر ورکړی و چې د دغه هیواد استخباراتو په ټوله نړۍ کې د داعش د څه باندې لس زره غړو د هویت معلومات ترلاسه کړي دي.

د یو شمېر هېوادونو مشران او چارواکي د ملګرو ملتونو په ۷۸ مه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلي دي. انټونیو ګوتریش مخکې ویلي وو چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په اجنډا کې به د افغان ښځو حالت په اړه هم خبرې وشي.
د ملګرو ملتونو ۷۸مه عمومي غونډه سبا (سې شنبه د وږي ۲۸مه) تر سره کیږي او موضوع يې د نړیوال باوراو پیوستون جوړولاو دوامدارې پراختیا ته د رسېدو په موخه د ۲۰۳۰ کال د اجنډا په پلې کولو کې د حکومتونو د اقداماتو ګړندي کول دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش د چهارشنبې په ورځ (وږي ۲۲مه) د افغانستان انټرنشنل خبریال ته ویلي و چې د افغان ښځو د حالت موضوع به د هېوادونو له مشرانو سره یاده کړي.
په اوکراین کې د سولې راوستل هم یوه له هغو نورو مسلو څخه ده چې د ملګرو ملتونو سرمشریزه ورسره مخ ده.
ښاغلي ګوټریش مخکې ویلي و چې اوس د روڼ سبا لپاره د جوړجاړي وخت دی.
د اسمبلۍ په لومړۍ ورځ له برازیل وروسته د ملګرو ملتونو د دغې غونډې دکوربه هيواد امریکا ولسمشر جوبایډن د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د کلنۍ غونډې دویم ویناوال دی.
سي بي ایس نیوز رسنۍ راپور ورکړی چې ښاغلی بایډن د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې د ګډون لپاره د یکشنبې په شپه نیویارک ته ورسېد.
د سویلي کوریا، ترکیې،ایران، سریلانکا، نایجیریا، د کویټ لومړی وزیر، د پاکستان لومړی وزیر، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر او د لسګونو نورو هېوادونو ولسمشران هم په تیرو دوو ورځو کې نیویارک ته رسېدلي دي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د تېر حکومت ډیپلومات نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب کوي.
نوموړي تېر کال د دغه سازمان په ۷۷ مه عمومي غونډه کې وینا ونه کړه.
هغه مهال سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و چې ښاغلي فایق د طالبانو د ملاتړو هېوادونو تر فشار لاندې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له وینا کولو ډډه وکړه.

د امریکا په کانګرس کې د ډیموکراټ ګوند د استازې الهان عمر د ایران پر رهبر او ولسمشر د بندیزونو د لایحې خلاف رایه د مسیح علنیژاد له توند غبرګون سره مخ شوه. هغې په خپله ټويټر پاڼه دغې موضوع کلک غبرګون ښودلی.
دغې نامتو ایرانۍ فعالې د یکشنبې په ورځ په اېکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې، «موږ د یوې سیکولرې ډیموکراسۍ مستحق یو، نه د اسلامي ترهګریز رژیم.»
دا اوونۍ د امریکا د استازو مجلس د "مهسا امیني" په نامه لایحه په ۴۱۰ موافقو او ۳ مخالفو رایو سره تصویب کړه.
د دغې لایحې له مخې پر علي خامنه اي او ابراهیم رئیسي د بشري حقونو د سرغړونو له امله بندیزونه لګول کیږي.
دا لایحه د سنا مجلس تصویب او د امریکا د ولسمشر توشیح ته اړتیا لري.
نوموړې د یکشنبې په ورځ، په خپلې اېکس ټولنیزې شبکه کې ولیکل چې، د مهسا ژینا امیني د وژنې په لومړۍ کلیزه کې، دا لایحه کولی شي «اسلامي جمهوریت د جرمونو په تړاو ځواب ورکولو ته مجبوره کړي.»
مهسا ژینا امیني هغه ځوانه ایرانۍ نجلۍ وه چې د تېر کال د وږي میاشتې په ۲۵ نېټه د اسلامي جمهوریت د جبري حجاب د نه پر ځای کولو له امله د ارشاد ګزمې د افسرانو له خوا ووژل شوه.
آغلې علينژاد د دې لایحې په وړاندې د مېرمن الهان په رایه نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، «دا د مایوسۍ وړ ده چې یوه امریکایي میرمن آزادي لري او باید د ایراني میرمنو دفاع وکړي چې ورته ازادي غواړي، خو د هغه قانون په وړاندې چې د ښځو د خوندیتوب لپاره جوړه شوې، هغه مخالفه رایه کاروي.»
نوموړې د کانګرس استازې ته ولیکل: «په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د مهسا او ایراني میرمنو تر څنګ ولاړه ده، تاسو د ظالمانو په څنګ کې و درېدلئ.»
هغې یو ځل بیا په سویلي کوریا کې د اسلامي جمهوریت د ۶ ملیارد ډالرو د پیسو په خلاصون نیوکه وکړه.
میرمن علینژاد څو ورځې وړاندې دا هم ویلي وو چې "امریکا د جنسيتي توپیر رژیم ته شپږ ملیارده ډالره، ډالۍ کړي او همداراز یې د مهسا وژونکو ته ویزې ورکړي دي."
د مسیح علينژاد اشاره د بندیانو د تبادلې د هوکړې په چوکاټ کې د ایران د شپږو میلیارډ ډالرو د پیسو ازادول او دغه راز د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ته د امریکې د سفر او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره د ویزې ورکولو ته ده.
دغه فعاله ایرانۍ میرمن د نړۍ له ټولو ښځو غواړي څو په ایران کې د جنسیتي توپیر د ختمولو لپاره له دوی سره یوځای شي.

د اقلیم بدلون په تړاو زرګونو اعتراض کونکو د نیویارک په منهټن کې په لاریونونو سره "د چاپیریال اوونۍ" پیل کړه. دوی د امریکا له ولسمشر او نورو هیوادو له مشرانو څخه چې روانه اوونۍ په نیویارک کې غونډه کوي وغوښتل چې د فوسیل سوند توکو کارول و دروي.
اټکل کیږي چې د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه ۱۵ زره لاریون کوونکي واټونو ته راوتلي و.
دوی د "فوسیل سوند توکو کارول بند کړئ"، "فوسیل سوند توکي وژونکي دي" او "د اقلیم اضطراري حالت اعلان کړئ" په شعارونو سره لاریون وکړ.
په نیویارک کې د یکشنبې ورځې لاریون د نړۍ د تودوخې پر ضد د نړیوال احتجاج یوه برخه ده.
د اقلیم ډله چې یو خپلواک سازمان ده، وايي چې دا به په روانه اوونۍ کې د متحده ایالاتو، آلمان، انګلستان او سویلي کوریا په ګډون په ۵۴ هیوادونو کې له ۵۰۰څخه ډیر لاریونونه ترسره کړي.
ډیری پوهان په دې باور دي، ګلخانه یي ګازونه چې د فوسیل سوند توکو څخه سرچینه اخلي، د نړۍ د تودوخې لامل شوي، چې په پایله کې یې هیوادونه د پخوا په پرتله د ډیرو ویجاړونکو طوفانونو، د تودوخې سختو څپو، سیلابونو، د ځنګلونو اورونو او وچکالۍ شاهد دي.
د دوی په اند، بیوزلې هیوادونه د بډایه هیوادونو په پرتله د اقلیم د بدلون څخه ډیر زیانمن کیږي.
دغه پوهان حکومتونو ته مشوره ورکوي چې د کاربن ډای اکسایډ د تولید د کمولو لپاره دې جدي هڅې وکړي.

په هالنډ کې د عدالت نړیواله محکمه به د دوشنبې په ورځ د مسکو د هغې ادعا په اړه اورېدنه وکړي چې وايي پر اوکراین یرغل په دې هېواد کې د روسانو د نسل وژنې د مخنیوي لپاره شوی و. اوکراین وايي، روسیه په همدې پلمه خپل پوځي یرغل توجیه کوي.
کییف استدلال کوي چې روسیه د نړیوالو قوانینو څخه په ناسمې ګټې اخیستنې سره وایي چې دا برید د اوکراین په ختیځ کې د نسل وژنې د مخنیوي لپاره جواز لري.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې له پیلېدو وروسته دغه هېواد د لاهه محکمې ته شکایت وکړ.
روسیه، اوکراین په نسل وژنې تورنوي او غواړي چې دا قضیه لغوه شي او د دې مسلې د حل لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته اعتراض لري.
د عدالت غوښتنې غونډې به چې د سپټمبر تر ۲۷مې پورې وغځيږي، د قضیې ماهیت نه څیړي، بلکې پرځای یې د اوکراین د ادعا د اوریدو لپاره د محکمې د صلاحیت په اړه پر قانوني دلیلونو تمرکز کوي.
روسیه وايي اوکراین غواړي د لاهه محکمې له لارې ددوی د ځانګړو پوځي عملیاتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.
تر دې مخکې دغې محکمې روسیې ته امر کړی و چې سملاسي په اوکراین کې خپل پوځي عملیات ودروي.
روسیې دغه حکم ته پام نه دی کړی او محکمه د خپلو حکمونو د پلي کولو کومه بله وسیله نه لري.
له دې سره، کارپوهان وايي چې د اوکراین په ګټه وروستۍ پریکړه کیدای شي د راتلونکي خسارې د هر ډول ادعا لپاره مهم وي.
د سویلي آسټرالیا په پوهنتون کې د حقوقو استاد جولیټ مک اینټایر وایي: «که محکمې وموندله چې د روسیې د کړنو لپاره د نسل وژنې کنوانسیون لاندې کومه قانوني توجیه نه شته، دا پریکړه کولی شي د راتلونکي جبران د ادعاوو لپاره لاره جوړه کړي.»
د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ نسل وژنې کنوانسیون، نسل وژنه د هغو جرمونو په توګه پیژني چې،«په ټوله کې د یوې ملي، توکمیزې یا مذهبي ډلې د له منځه وړلو په پار ترسره کیږي.»
تر اوسه په اوکرایین کې د روسي توکمو وګړو د نسل وژنې په اړه د روسیې ادعا هیڅ یوې خپلواکې ادارې تایید کړې نه ده.
