• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیمروز ولایت ته د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده سفر

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د پنجشنبې په ورځ نیمروز ولایت ته لاړ. ښاغلي مجاهد د شنبې په ورځ اېکس کې لیکي چې مشر یې پر ځايي ولسي او نظامي چارواکو سربېره د جهادي مدرسې له ملایانو او مخورو سره هم ولیدل.

نوموړی زیاتوي چې ملا هبت الله اخوندزاده په دې سفر کې له ځايي چارواکو وغوښتل چې خپلې دندې سمې پر ځای کړي او د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

ذبیح الله مجاهد تېره شنبه هم یوه ټوېټ کې ویلي چې د دې ډلې مشر روزګان ولایت ته دوه ورځنی سفر درولود.

لا هم د هغه او اوسني سفر په بهیر کې له ځايي طالب چارواکو او یا خلکو سره د نوموړي د سفر ویډیو یا غږ نه دی خپور شوی.

په یوه اونۍ کې دوو ولایتونو ته د ملا هبت الله اخوندزاده د سفر په هکله خبرونه په داسې حال دي چې لا هم د طالبانو د دوه کاله او یوې میاشتې واکمنۍ سره د دوی مشر عامه محضر کې نه دی لیدل شوی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان یو کس «په افغانستان کې پاکستاني طالبانو ته د چندې ټولولو» په تور ونیو

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۲ GMT+۱

پاکستانۍ رسنۍ د دغه هېواد د امنیتي چارواکو په حواله وايي، په کراچۍ ښار کې یې د پاکستاني طالبانو یو قومندان او مالي ملاتړی نصرالله نیولی دی. د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره وايي، دغه کس په پاکستان کې چنده یا بسپنه کوله او افغانستان کې یې خپلې ډلې ته لېږله.

پاکستاني چارواکي وايي، نوموړي «په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو له قومندانانو سره په اړیکه او په خپل جرم اعتراف کړی دی.»

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې غړی خرم وارث وايي، له نصرالله سره یې وسله هم نیولې ده.

ویل کېږي د نصرالله ورور او یو بل خپلوان یې هم په پاکستان کې په «ترهګریزو»چارو کې ښکېل و.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د ترهګرۍ ضد ادارې په پنجاب کې ۱۳ نور تورن« ترهګر» هم نیولي دي.

د پاکستان لومړي وزیر بیا له طالبانو د وسلوالو د بریدونو په مخنیوي کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۶ GMT+۱

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې یو ځل بیا وویل چې له افغانستان څخه تحریک طالبان پاکستان داعش او نور وسلوالې ډلې د پاکستان پرضد بریدونه کوي. انوارالحق کاکړ دې سرمشریزې ته وینا کې له طالبانو بیا وغوښتل چې د ورته بریدونو په مخنیوي ور سره پرېکنده مرسته وکړي.

نوموړي په ورته مهال ومنله چې په دې برخه کې طالبان ور سره ملاتړ او همغږي لري او هم پاکستان پخپله خاوره کې د دې وسلوالو پرضد اړین ګامونه پورته کړي.

د هغه په خبره، په پاکستان کې د وسلوالو د بریدونو مخنیوی او د دې ډلې ځپل د اسلام اباد لومړیتوب دی.

ښاغلي کاکړ په افغانستان کې او له دغه هېواد بهر ته د پراخېدونکې هر ډول ترهګرۍ ځپل هم خپل لومړیتوب وباله.

خو طالبانو د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې تل رد کړې دي او ویلي یې دي چې دوی هیچا ته هم اجازه نه ور کوي چې افغان خاوره د بل چا پرضد وکاروي.

طالبان دا هم وايي، چې په پاکستان کې وسلوالې ډلې په هغه هېواد کې خپل بریدونه پلانوي.

د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو غونډې ته په وینا کې وویل، چې د نړیوالې ټولنې په څېر د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار په هکله ورته اندېښنه لري.

نوموړي په ورته مهال له افغانستان سره د انساني مرستو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «پاکستان د بې وزله افغان وګړو سره چې افغان ښځې او نجونې تر ټولو زیانمنې دي د بشري مرستو د دوام او همدارنګه د افغانستان د اقتصاد د بیا رغولو او له منځنۍ اسیا سره د ارتباطي پروژو د پلي کولو ملاتړ کوي.»

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم هم په افغانستان کې پر کړکېچن بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دې د توپیري چلن سیاست پرېږدي.
انور ابراهیم د جمعې په ورځ ملګرو ملتونو ته په خپله وینا کې وویل، د تعليم له حقه انکار د اسلامي لارښوونو خلاف عمل دى.

په ملګرو ملتونو کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو د جنستي توپیر په تړاو ناسته هم جوړه شوې وه چې پکې د مختلفو هېوادونو استازد ګډون درلود.

طالبانو لا دې غونډې ته په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو پر ښځو ټول لګېدلي بندیزونه یې د اسلام له مخې بللي دي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر: سېکولرانو هڅه وکړه، چې دین او دولت سره جلا کړي

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر جوزجان ولایت ته په خپل سفر کې ویلي، سېکولرانو هڅه وکړه چې دین او دولت سره جلا کړي؛ خو د طالبانو له ستنېدو سره دغه توپیر له منځه ولاړ.

ندا محمد ندیم په دې وروستیو کې د مارشال دوستم په ماڼۍ کې د یوشمېر سیمه‌ییزو طالب چارواکو او زده‌کړیالانو سره لیدلي دي.

ندا محمد ندیم همدارنګه ادعا کړې، چې د طالبانو په حکومت کې هیڅ ډول قومي، ژبني، سمتي او مذهبي تعصب نشته.


د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، ندا محمد ندیم د افغانستان څو شمالي ولایتونو ته سفرونه کړي دي.


دغه طالب چارواکي د خپلو خبرو په یوې برخه کې د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړ، چې په افغانستان کې یې د زندانیانو د ربړونې په اړه خپور کړی و.


ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ د (وږي ۲۹مه) په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې طالبان زندانیان د برېښنایي شاکونو، د ساه بندولو او د وهلو ټکولو سره په زندانونو کې ربړوي.

د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړېږي

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۱ GMT+۱

ټاکل شوې د نن جمعې په ورځ د وږي په ۳۱مه په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د بېلابېلو هېوادونو د استازو او د بشري حقونو د مدافعانو په حضور کې غونډه جوړه شي.

دا غونډه به «له جنسیتي تبعیض سره مبارزه: په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت» تر سرلیک لاندې جوړه شي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ او د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو مشره هډر بار، د دې غونډې له ویناوالو څخه دي.

دا غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي او د سویلي افریقا، مالتا او دومینکا جمهوریتونو د استازو په همکارۍ د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په څنډه کې جوړېږي.

د امریکا حکومت افغانستان لا هم په جګړه کې ښکېل هېواد بولي

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۲ GMT+۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي، افغانستان لا هم په جګړه کې ښکېل هېواد ګڼي. دغه وزارت وايي، په افغانستان کې د وسله والو جګړو او کړکېچن وضعیت له امله به په امریکا کې د افغان کډوالو د اوسېدو او کار جواز تر نورو ۱۸ نورو میاشتو وغځوي.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر الخاندرو ان مایورکاس، د پنجشنبې په ورځ ـ د سنبلې ۳۰ مه ـ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د هغو افغان کډوالو لپاره د "موقتي محافظت حالت" غځوي چې د طالبانو بیا واکمنېدو سره یې په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي، د افغانستان د حالاتو له کتنې او له خپلو نړیوالو همکارانو سره تر سلا مشورو وروسته یې پرېکړه کړې چې افغان کډوالو ته د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۲۱مې د ۲۰۲۵ کال د مې تر ۲۰مې پورې د استوګنې او کاري جواز موده وغځوي.

د کورني امنیت وزارت د هغو هیوادونو اتباعو ته لنډمهاله خوندیتوب ورکوي چې له وسله والې جګړې او یا هم له چاپیریالي ناورین سره مخ دي.

دا وزارت وايي، په افغانستان کې د جګړو، خوراکي توکو، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي، د زیربناوو د ویجاړېدو، داخلي بې ځایه کېدو او اقتصادي بې ثباتۍ له امله د افغان کډوالو لپاره د موقتي خوندیتوب دریځ پلی کوي.

طالبان پر افغانستان بیا واکمېدو سره ادعا کوي چې په هیواد کې یې امنیت او سوله راوستلي دي، خو د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې دا مهال په افغانستان کې تر ۲۲ زیاتې ترهګرې ډلې شته.