• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قطر لومړی وزیر: طالبانو ته مې وویل که غواړئ د نړیوالې ټولنې برخه شئ، نو همکاري وکړئ

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۹ GMT+۱

د قطر لومړي وزیر ویلي کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې یې طالب مشرانو ته وویل: «که تاسو غواړئ د نړیوالې ټولنې برخه شئ، باید له موږ سره همکاري وکړئ.» شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني زیاته کړه، له طالبانو سره یې پر ځینو مسایلو لکه د ښځو د کار بیرته پیلولو په ضرورت موافقه کړې وه.

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر د سي اېن اېن له مشهور خبریال کریسټین امانپور سره په مرکه کې درې نیمې میاشتې وړاندې کندهار ته د خپل سفر په اړه وویل: «په کندهار کې مې خبرې ډېرې روښانه وې. که تاسو غواړئ د نړیوالې ټولنې برخه واوسئ، باید له موږ سره همکاري وکړئ ترڅو ستاسو هېواد د قطر په څیر په یوه عصري اسلامي هېواد بدل شي.»

عبدالرحمن ال ثاني قطر د یوه عصري اسلامي هېواد په توګه یاد کړ، چې ښځه پکې ازاده او د ټولنې فعاله برخه ده.

هغه زیاته کړه چې په قطر کې ښځې ډېرې پیاوړې دي او د وزارتونو او سفارتونو د مشرتابه په کچه کار کوي.

د قطر لومړی وزیر وایي، په دغه هېواد کې د لوړو زدکړو په برخه کې ښځې تر نارینه وو ډېرې دي.

دغه جګپوړی قطری چارواکی، چې ظاهراً یې د طالبانو له مشرتابه سره د روان کال د مې په ۱۲مه ناسته درلوده، له سي اېن اېن سره په دې ځانګړې مرکه کې وویل: « له دوی سره مو موافقه وکړه، چې لږ تر لږه په کوچنیو کچو کې پرمختګ وکړو.»

هغه وويل، د طالبانو له مشرتابه يې غوښتي، ښځو ته دې اجازه ورکړي، چې په نادولتي موسسو کې بېرته خپلو کارونو ته ستنې شي او په افغانستان کې له نورو کورنيو سره مرستې وکړي.

خو کله چې کریستین امانپور وپوښتل چې څومره ډاډه دی، چې د طالبانو مشرتابه به د هغه خبرې ومني، عبدالرحمن ال ثاني وویل، «زه تقریبا هیله من یم.»

د قطر لومړي وزیر د ۲۰۲۰ کال د دوحې د سولې د هوکړې په اړه چې له مخې یې طالبان پر افغانستان واکمن شول، وویل چې دغه تړون له ترهګرۍ سره د طالبانو د مبارزې د ژمنې او پر نړۍ او امریکا د ترهګریزیو بریدونو پر ځای د افغانستان د نه بدلېدو او له دغه هېواد د امریکايي ځواکونو د خوندي وتلو لپاره شوی و.

د عبدالرحمن الثاني دغه خبرې په دې معنا دي، چې د دوحې په تړون کې طالبانو د بشري حقونو د درناوي او د یوه جامع حکومت د پلي کولو په اړه هیڅ تضمین نه دی ورکړی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

سیاف: د نجونو زدکړې فرض، واجب او ضروري دي

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۸ GMT+۱

د افغانستان پخوانی جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف وايي، د نجونو او ښځو زدکړې «فرض، واجب او ضروري دي.» ښاغلی سیاف وايي، «څوک چې وايي، علم پر نجونو فرض نه دی، له شریغت بې خبره دي او پوهه نه لري.»

نوموړي د یوه بل جهادي مشر برهان الدین رباني په تلین غونډه کې وویل، ښوونیز چانسونه برابرول د هغو خلکو کار دی چې ټولنې مدیریت کوي.

دا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو بندېدو ته د ښاغلي سیاف لومړنی غبرګون دی.

له دوو کلونو‌ ډېر وخت کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدکړې بندې کړې دي.

د انساني حقونو ادارې وايي، طالبانو په واکمنېدو سره تر ۶۵ ډېر داسې قوانین پلي کي چې د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي.

کارپوهان د ښځو پرضد دا بندیزونه جنسیتي توپیر بولي

نیمروز ولایت ته د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده سفر

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د پنجشنبې په ورځ نیمروز ولایت ته لاړ. ښاغلي مجاهد د شنبې په ورځ اېکس کې لیکي چې مشر یې پر ځايي ولسي او نظامي چارواکو سربېره د جهادي مدرسې له ملایانو او مخورو سره هم ولیدل.

نوموړی زیاتوي چې ملا هبت الله اخوندزاده په دې سفر کې له ځايي چارواکو وغوښتل چې خپلې دندې سمې پر ځای کړي او د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

ذبیح الله مجاهد تېره شنبه هم یوه ټوېټ کې ویلي چې د دې ډلې مشر روزګان ولایت ته دوه ورځنی سفر درولود.

لا هم د هغه او اوسني سفر په بهیر کې له ځايي طالب چارواکو او یا خلکو سره د نوموړي د سفر ویډیو یا غږ نه دی خپور شوی.

په یوه اونۍ کې دوو ولایتونو ته د ملا هبت الله اخوندزاده د سفر په هکله خبرونه په داسې حال دي چې لا هم د طالبانو د دوه کاله او یوې میاشتې واکمنۍ سره د دوی مشر عامه محضر کې نه دی لیدل شوی.

پاکستان یو کس «په افغانستان کې پاکستاني طالبانو ته د چندې ټولولو» په تور ونیو

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۲ GMT+۱

پاکستانۍ رسنۍ د دغه هېواد د امنیتي چارواکو په حواله وايي، په کراچۍ ښار کې یې د پاکستاني طالبانو یو قومندان او مالي ملاتړی نصرالله نیولی دی. د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره وايي، دغه کس په پاکستان کې چنده یا بسپنه کوله او افغانستان کې یې خپلې ډلې ته لېږله.

پاکستاني چارواکي وايي، نوموړي «په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو له قومندانانو سره په اړیکه او په خپل جرم اعتراف کړی دی.»

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې غړی خرم وارث وايي، له نصرالله سره یې وسله هم نیولې ده.

ویل کېږي د نصرالله ورور او یو بل خپلوان یې هم په پاکستان کې په «ترهګریزو»چارو کې ښکېل و.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د ترهګرۍ ضد ادارې په پنجاب کې ۱۳ نور تورن« ترهګر» هم نیولي دي.

د پاکستان لومړي وزیر بیا له طالبانو د وسلوالو د بریدونو په مخنیوي کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۶ GMT+۱

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې یو ځل بیا وویل چې له افغانستان څخه تحریک طالبان پاکستان داعش او نور وسلوالې ډلې د پاکستان پرضد بریدونه کوي. انوارالحق کاکړ دې سرمشریزې ته وینا کې له طالبانو بیا وغوښتل چې د ورته بریدونو په مخنیوي ور سره پرېکنده مرسته وکړي.

نوموړي په ورته مهال ومنله چې په دې برخه کې طالبان ور سره ملاتړ او همغږي لري او هم پاکستان پخپله خاوره کې د دې وسلوالو پرضد اړین ګامونه پورته کړي.

د هغه په خبره، په پاکستان کې د وسلوالو د بریدونو مخنیوی او د دې ډلې ځپل د اسلام اباد لومړیتوب دی.

ښاغلي کاکړ په افغانستان کې او له دغه هېواد بهر ته د پراخېدونکې هر ډول ترهګرۍ ځپل هم خپل لومړیتوب وباله.

خو طالبانو د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې تل رد کړې دي او ویلي یې دي چې دوی هیچا ته هم اجازه نه ور کوي چې افغان خاوره د بل چا پرضد وکاروي.

طالبان دا هم وايي، چې په پاکستان کې وسلوالې ډلې په هغه هېواد کې خپل بریدونه پلانوي.

د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو غونډې ته په وینا کې وویل، چې د نړیوالې ټولنې په څېر د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار په هکله ورته اندېښنه لري.

نوموړي په ورته مهال له افغانستان سره د انساني مرستو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «پاکستان د بې وزله افغان وګړو سره چې افغان ښځې او نجونې تر ټولو زیانمنې دي د بشري مرستو د دوام او همدارنګه د افغانستان د اقتصاد د بیا رغولو او له منځنۍ اسیا سره د ارتباطي پروژو د پلي کولو ملاتړ کوي.»

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم هم په افغانستان کې پر کړکېچن بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دې د توپیري چلن سیاست پرېږدي.
انور ابراهیم د جمعې په ورځ ملګرو ملتونو ته په خپله وینا کې وویل، د تعليم له حقه انکار د اسلامي لارښوونو خلاف عمل دى.

په ملګرو ملتونو کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو د جنستي توپیر په تړاو ناسته هم جوړه شوې وه چې پکې د مختلفو هېوادونو استازد ګډون درلود.

طالبانو لا دې غونډې ته په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو پر ښځو ټول لګېدلي بندیزونه یې د اسلام له مخې بللي دي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر: سېکولرانو هڅه وکړه، چې دین او دولت سره جلا کړي

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر جوزجان ولایت ته په خپل سفر کې ویلي، سېکولرانو هڅه وکړه چې دین او دولت سره جلا کړي؛ خو د طالبانو له ستنېدو سره دغه توپیر له منځه ولاړ.

ندا محمد ندیم په دې وروستیو کې د مارشال دوستم په ماڼۍ کې د یوشمېر سیمه‌ییزو طالب چارواکو او زده‌کړیالانو سره لیدلي دي.

ندا محمد ندیم همدارنګه ادعا کړې، چې د طالبانو په حکومت کې هیڅ ډول قومي، ژبني، سمتي او مذهبي تعصب نشته.


د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، ندا محمد ندیم د افغانستان څو شمالي ولایتونو ته سفرونه کړي دي.


دغه طالب چارواکي د خپلو خبرو په یوې برخه کې د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړ، چې په افغانستان کې یې د زندانیانو د ربړونې په اړه خپور کړی و.


ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ د (وږي ۲۹مه) په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې طالبان زندانیان د برېښنایي شاکونو، د ساه بندولو او د وهلو ټکولو سره په زندانونو کې ربړوي.