• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرګي لاوروف: له افغانستان سره د ګاونډیو د مرستو پر څرنګوالي بحث ته سترګې په لاره یو

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۳ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو فارمټ د غونډې په اړه د افغانستان انټرنشنل خبریالې ته وویل چې هېواد یې په دې لټه کې دی چې ګاونډي هیوادونه څنګه کولای شي د افغانستان د اوسنیو ستونزو د هواري په برخه کې مرستې وکړي.

ټاکل شوې د مسکو فارمټ غونډه د روسیې په کازان ښار کې د لسو هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شي.

د مسکو فارمټ غونډه د جمعې په ورځ د (تلې په اوومه نېټه) جوړېږي او د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي به په کې ګډون وکړي.

په دې غونډه کې به د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی هم ګډون وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير د شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) په نيويارک کې په يوه خبري غونډه کې د افغانستان انټرنشنل خبريالې مريم رحمتي ته وويل چې په کابل کې د روسيې سفارت فعال دى او د دغه هېواد سفير هم په کابل کې دی او خپل کار ته دوام ورکوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په دې وروستیو کې ویلي چې د مسکو په غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د افغانانو ترمنځ د پخلاینې، سیمه ییز امنیت او له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې په اړه خبرې وشي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو موضوع د دغې غونډې د اجنډا په سر کې ده.

د اوکراین په جګړه کې د ایران بې پیلوټه الوتکه

ښاغلي لاوروف دغه راز د اوکراین په جګړه کې د ایران د بې پیلوټه الوتکو د کارولو په اړه د افغانستان انټرنشنل خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وویل چې روسي چارواکو په وار وار په بېلابېلو څرګندونو کې ویلي چې د دغو ادعاوو په اړه هېڅ ثبوت نه‎لري او نه هم چا د دغو ادعاوو ثبوت وړاندې کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز د (اټمي وسلو او نړیوالو بندیزونو تړون) د خبرو اترو د بیا پیلولو په اړه وویل چې د ایران د میزایل پروګرام په اړه د غوښتنو بیاکتنه د ایران له اټمي پروګرام سره هیڅ تړاو نه لري او یوازې یوې هوکړې ته د رسیدو په هدف په پریکړه لیک کې شامل شوی دی.

ښاغلي لاوروف په دې خبرې سره چې د ایران د میزایلو پر پروګرام بندیزونه به د اکټوبر په۱۸مه پای ته ورسیږي، وویل چې لندن، پاریس او برلین اعلان کړی چې دوی غواړي پر ایران د بندیزونو د دوام په اړه لازم ګامونه پورته کړي.

هغه وویل چې د بندیزونو مسله به په دې اغېزه وکړي چې ایران په دې برخه کې څه ډول ځواب ورکوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو پوهنې وزیر:نور هیوادونه له ټکنالوژۍ سره اسمان ته وختل، موږ لا هم پر ځمکه ناست یو

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا پر عصري او دیني زدکړو ټینګار وکړ او ویې ویل: «نور هېوادونه په ټکنالوژۍ اسمان ته رسېدلي، موږ لا هم پر ځمکه ناست یو.» خو نړۍ وايي، طالبانو، نجونې له زدکړو په راګرځولو سره د افغانستان د پرمختګ مخه نيولې.

حبیب الله اغا د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د پرانیستې په مراسمو کې په اوسني عصر کې د ټکنالوژۍ د پرمختګ یادونه وکړه او ويې ویل: «موږ شاته پاتې یو، سړکونه نه لرو، برېښنا نه لرو او که وي هم کیلي يې د نورو په لاس کې ده.»

دغه طالب چارواکی په داسې حال کې د زده کوونکو لپاره د عصري علومو د زده کړې د اړتیا خبره کوي، چې دوه کاله وړاندې طالبانو ښوونځيو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.

د شمېرو له مخې په دغو دوو کلونو کې شاوخوا ۸۰ سلنه د زده کړو پر شرایطو برابرې نجونې په ښوونځیو او پوهنتونو کې له زده کړو بې برخې شوې.

بل خوا ملګري ملتونه وايي چې د زده کړوڅخه د نجونو بې برخې کول په افغانستان کې په څو نسلونو باندې اغېزه لري او د ماشومو نجونو واده کول، د ماشومانو اجباري کار او همدارنګه د ښځو په وړاندې د کورني تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل کیږي.

د نجونو د ښوونځیو او د ښځو د کار د بیا پرانستلو لپاره د نړیوالې ټولنې او یو شمېر اسلامي هېوادونو له ټینګار سره سره، طالبانو د ښځو بې برخې کولو ته دوام ورکړی او پر وړاندې یې سختې تګلارې پلي کوي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت: راتلونکو ۵ کلونو کې به ټول پوهنتونونه مجهز لابراتوارونه ولري

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت مرستیال په کابل کې په یوه غونډه کې وویل، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د افغانستان ټول پوهنتونونه مجهز لابراتوارونه ولري.

لطف الله خيرخواه د پوهنتونونو د نصاب د بيا کتنې په پروګرام کې وويل، چې وزارت د دې وسايلو د پېرلو لپاره کافي بوديجه لري.

دغه طالب چارواکي د افغانستان د پوهنتونونو د وضعیت په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړه او ویې ویل، د خپل اوږد تاریخ په لرلو سره دغه پوهنتونونه لا« هم له نظري حالت څخه نه دي راوتلي او دا کار دوی ته ګڼې ستونزې را ولاړې کړي دي.»

ښاغلي خیرخواه ټینګار وکړ، چې افغان پوهنتونونه باید په عملي او تطبیقي ډګر کې د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ګامونه پورته کړي.

طالبان په دسې حال کې د لوړو زدکړو د مرکزونو د اړتیاوو د پوره کولو خبره کوي، چې دغې ډلې په افغانستان کې د پوهنې بهیر له بندون یا بن بست سره مخ کړی.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو دوه کاله کیږي، په دې موده کې د پوهنتونونو په نصاب کې پراخ بدلونونه راغلي دي.

برسېره پر دې، نجونې له شپږم ټولګي په پورته ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زدکړې په بشپړه توګه منع شوې دي.

د یوشمېر کارپوهانو په اند، واک ته د طالبانو بیا راتګ نه یوازې د افغانستان راتلونکې سیاسي څېره تیاره کړې، بلکې د دغه هېواد ښوونیز نظام یې هم له افراطیت سره مخ کړی دی.

د قطر لومړی وزیر: طالبانو ته مې وویل که غواړئ د نړیوالې ټولنې برخه شئ، نو همکاري وکړئ

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۸ GMT+۱

د قطر لومړي وزیر ویلي کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې یې طالب مشرانو ته وویل: «که تاسو غواړئ د نړیوالې ټولنې برخه شئ، باید له موږ سره همکاري وکړئ.» شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني زیاته کړه، له طالبانو سره یې پر ځینو مسایلو لکه د ښځو د کار بیرته پیلولو په ضرورت موافقه کړې وه.

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر د سي اېن اېن له مشهور خبریال کریسټین امانپور سره په مرکه کې درې نیمې میاشتې وړاندې کندهار ته د خپل سفر په اړه وویل: «په کندهار کې مې خبرې ډېرې روښانه وې. که تاسو غواړئ د نړیوالې ټولنې برخه واوسئ، باید له موږ سره همکاري وکړئ ترڅو ستاسو هېواد د قطر په څیر په یوه عصري اسلامي هېواد بدل شي.»

عبدالرحمن ال ثاني قطر د یوه عصري اسلامي هېواد په توګه یاد کړ، چې ښځه پکې ازاده او د ټولنې فعاله برخه ده.

هغه زیاته کړه چې په قطر کې ښځې ډېرې پیاوړې دي او د وزارتونو او سفارتونو د مشرتابه په کچه کار کوي.

د قطر لومړی وزیر وایي، په دغه هېواد کې د لوړو زدکړو په برخه کې ښځې تر نارینه وو ډېرې دي.

دغه جګپوړی قطری چارواکی، چې ظاهراً یې د طالبانو له مشرتابه سره د روان کال د مې په ۱۲مه ناسته درلوده، له سي اېن اېن سره په دې ځانګړې مرکه کې وویل: « له دوی سره مو موافقه وکړه، چې لږ تر لږه په کوچنیو کچو کې پرمختګ وکړو.»

هغه وويل، د طالبانو له مشرتابه يې غوښتي، ښځو ته دې اجازه ورکړي، چې په نادولتي موسسو کې بېرته خپلو کارونو ته ستنې شي او په افغانستان کې له نورو کورنيو سره مرستې وکړي.

خو کله چې کریستین امانپور وپوښتل چې څومره ډاډه دی، چې د طالبانو مشرتابه به د هغه خبرې ومني، عبدالرحمن ال ثاني وویل، «زه تقریبا هیله من یم.»

د قطر لومړي وزیر د ۲۰۲۰ کال د دوحې د سولې د هوکړې په اړه چې له مخې یې طالبان پر افغانستان واکمن شول، وویل چې دغه تړون له ترهګرۍ سره د طالبانو د مبارزې د ژمنې او پر نړۍ او امریکا د ترهګریزیو بریدونو پر ځای د افغانستان د نه بدلېدو او له دغه هېواد د امریکايي ځواکونو د خوندي وتلو لپاره شوی و.

د عبدالرحمن الثاني دغه خبرې په دې معنا دي، چې د دوحې په تړون کې طالبانو د بشري حقونو د درناوي او د یوه جامع حکومت د پلي کولو په اړه هیڅ تضمین نه دی ورکړی.

سیاف: د نجونو زدکړې فرض، واجب او ضروري دي

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۸ GMT+۱

د افغانستان پخوانی جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف وايي، د نجونو او ښځو زدکړې «فرض، واجب او ضروري دي.» ښاغلی سیاف وايي، «څوک چې وايي، علم پر نجونو فرض نه دی، له شریغت بې خبره دي او پوهه نه لري.»

نوموړي د یوه بل جهادي مشر برهان الدین رباني په تلین غونډه کې وویل، ښوونیز چانسونه برابرول د هغو خلکو کار دی چې ټولنې مدیریت کوي.

دا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو بندېدو ته د ښاغلي سیاف لومړنی غبرګون دی.

له دوو کلونو‌ ډېر وخت کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدکړې بندې کړې دي.

د انساني حقونو ادارې وايي، طالبانو په واکمنېدو سره تر ۶۵ ډېر داسې قوانین پلي کي چې د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي.

کارپوهان د ښځو پرضد دا بندیزونه جنسیتي توپیر بولي

نیمروز ولایت ته د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده سفر

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د پنجشنبې په ورځ نیمروز ولایت ته لاړ. ښاغلي مجاهد د شنبې په ورځ اېکس کې لیکي چې مشر یې پر ځايي ولسي او نظامي چارواکو سربېره د جهادي مدرسې له ملایانو او مخورو سره هم ولیدل.

نوموړی زیاتوي چې ملا هبت الله اخوندزاده په دې سفر کې له ځايي چارواکو وغوښتل چې خپلې دندې سمې پر ځای کړي او د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

ذبیح الله مجاهد تېره شنبه هم یوه ټوېټ کې ویلي چې د دې ډلې مشر روزګان ولایت ته دوه ورځنی سفر درولود.

لا هم د هغه او اوسني سفر په بهیر کې له ځايي طالب چارواکو او یا خلکو سره د نوموړي د سفر ویډیو یا غږ نه دی خپور شوی.

په یوه اونۍ کې دوو ولایتونو ته د ملا هبت الله اخوندزاده د سفر په هکله خبرونه په داسې حال دي چې لا هم د طالبانو د دوه کاله او یوې میاشتې واکمنۍ سره د دوی مشر عامه محضر کې نه دی لیدل شوی.