• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د افغان نجونو د زده کړو غوښتنې د لویدیځ تبلیغاتي جګړه وبلله

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د افغان نجونو د زده کړو د دوام لپاره د نړۍوالې ټولنې غوښتنه د لویدیځو هېوادونو له خوا یوه تبلیغاتي جګړه وبلله. ندا محمد ندیم وویل، «موږ غواړو چې اسلامي شخصیتونه وروزل شي، چې د اسلامي ارزښتونو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو وي».

طالبانو پر افغانستان د واک د تر لاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي وتړل او نجونې یې پوهنتونونو ته له تلو منعې کړې.

د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره د نړۍ له پرله پسې غوښتنو سره - سره طالبان د ښځو پر زده کړو د بندیز له دریځه نه دي وتلي.

تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبان د نړۍ د غوښتنو پر خلاف په حرکت کې دي او له نړۍوال مشروعیت څخه لرې دي.

طالبان د ښځو د تعلیم او کار په برخه کې د نړۍوالې ټولنې غوښتنې یو ډول د لویدیځ ارزښت او د دوی په چارو کې لاسوهنه ګڼي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې ندا ​​محمد ندیم کندز ولایت ته سفر کړی او هلته یې یوې ولسي غونډې ته وینا کړې ده.

د طالبانو دغه وزیر په دې غونډه کې وویل: «غرب نن د افغان ښځو د تعلیم خبره کوي، په داسې حال کې چې په تېرو شلو کلونو کې یې زموږ پر کورونو بمونه کارولي دي. هغوی زموږ ښځې، ماشومان او بوډاګان شهیدان کړل او اوس یې د افغانستان شتمني هم کنګل کړې ده.»

هغه بدخشان ته د خپل سفر په ترڅ کې هم ویلي وو؛ لویدیځ هڅه کوي چې پر دې ډلې خپل ارزښتونه مسلط کړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

په هند کې د افغانستان سفارت خپل کار ودراوه

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۱ GMT+۱

په ډېلي کې د افغانستان سفارت وايي، د بې مخینې شرایطو له امله مجبور دی چې ټول فعالیتونه ودروي. د افغانستان سفارت وايي، دا پرېکړه یې د هندي حکومت د نه ملاتړ له امله کړې ده. د هند بهرنیو چارو وزارت د افغان سفارت د دې پرېکړې او څرګندونو په هکله لا څه نه دي ویلي.

د سفارت د اعلامیې له مخې، دوی خپل فعالیت د هند د ډيپلوماټیکې پاملرنې د نشتوالي له امله کوي.

په بیان کې راغلي چې سفارت په تېرو شپږو میاشتو کې څو ډيپلوماټیک یادښتونه د هند بهرنیو چارو وزارت ته استولي، خو د ستراتیژیک مشارکت او نورو دوه اړخیزو هوکړو له مخې دې موجهو یادښتونو کې یې یوه ته هم پاملرنه نه ده شوې.

سفارت وايي: «د ډیپلوماټیک ماموریت د حالت، ښوونیزو نوښتونو، کونسلي خدمتونو د ملاتړ، د بشرپالو مرستو د تنظیم او له افغان سوداګرو سره د سوداګریزو مرستو په ګډون د مهمو اندېښنو په هکله د بې شمېره غوښتنو سره سره لازمې هڅې ونه شوې او لا هم چارواکو ډېر کم ملاتړ وکړ.»

سفارت دا هم وايي، چې په تېر جون کې له طالبانو سره د نوي ډېلي د ډيپلوماټیکو مناسباتو له پیلېدو مخکې هم دا اداره د ډيپلوماټیکو ملاحظو له پلوه د هند له ملاتړ برخمنه نه وه.

په خبرپاڼه کې تینګار شوی چې هند په کابل کې د سفارت تر پرانیستې وروسته په ډېلي کې له افغان سفارت په سیستماتیک ډول پام اړولی دی.

تېر اپرېل کې د ډېلي لپاره افغان سفیر فرید ماموندزي وویل، چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته سفارت له کابل سره هیڅ سیاسي اړیکه نه لري، خو بیا هم په هند کې افغانانو ته خپل خدمتونه وړاندې کوي.

د تېر کال اګسټ کې د هند بهرنیو چارو وزیر وویل، له سفیر پرته یې یوه ډله ډیپلوماټان افغانستان ته ستانه شوي دي.

سابرامانیام جي شنکر دا هم ویلي و چې د سفارت افغان کارمنان هم کار ته ستنېږي او تنخا یې و رکول کېږي.

څو میاشتې مخکې نوموړي دا هم وویل چې پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو پسې ځینې هېوادونو خپل سفیران کابل ته لېږلي، خو هند له سفیر پرته په کابل کې سفارت پرانیستی دی.

طالب چارواکي: په پاکستان کې افغان کډوال د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلافاتو بیه پرې کوي

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۰ GMT+۱

په کراچۍ کې د طالبانو د قونسلګرۍ سرپرست عبدالجبار تخاري په پاکستان کې پر افغانانو ظلمونو ته په اشارې سره وايي، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلافاتو بيه افغان کډوال ورکوي.

د پاکستان کابینې په دې وروستیو کې د ۱،۵ میلیونه افغان کډوالو د ویستلو هغه طرحه تصویب کړه، چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د فرانسې خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه یو راپور خپور کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې؛ دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې یوازې ۱.۳ میلیونه یې په قانوني توګه ثبت دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته تر ۶۰۰ زرو ډېر افغان کډوال پاکستان ته تللي.

افغان کډوال د دغه هېواد پولیس د پیسو په اختلاس او د قانوني اسنادو له پامه غورځولو تورنوي.

د نقیب الله په نوم یوه افغان کډوال د فرانسې اژانس ته وویل؛ وروسته له هغه چې د پاکستاني پولیسو له خوا ونیول شو، پلار یې د خوشې کېدو لپاره ۱۶۰ امریکایي ډالره رشوت ورکړ.

د کراچۍ پولیسو تېر کال له دغه ښاره د شاوخوا ۱۸۰۰ افغان او پاکستاني کډوالو د شړلو اعلان وکړ او ویې ویل چې سږ کال یې شاوخوا ۱۷۰۰ افغان او پاکستاني کډوال نیولي دي.

د کراچۍ د پولیسو مشر د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «زموږ موخه یوازې غیرقانوني کډوال دي.»

هغه د قانوني اسنادو لرونکو کسانو د نيولو او د پولیسو په منځ کې د رشوت اخيستلو تورونه رد کړل او ويې ويل چې په دې اړه بايد څېړنې وشي.
د کراچۍ په کمپ کې د طالبانو د کډوالو وزارت استازی حبیب الرحمن وايي: "هر درې یا څلور کاله وروسته [د افغان مهاجرینو پر ضد] بد چلندونه کیږي، خو دا ځل تر ټولو بد دی".

په پاکستان کې د افغان بندیانو وکیله منیزا کاکړ وايي: «په دې وروستیو کې هغه کسان چې ایستل شوي دي، ناروغان، د بشري حقونو مدافعین او ښځینه زده کوونکې دي.»

سید عبدالجبار پر افغان مهاجرینو د زور زیاتي د نیوکې ترڅنګ وايي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ ستونزې باید د خبرو په مېز حل شي.

په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګرۍ وایي، د افغان مهاجرینو ویستل د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو سره تړاو لري.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې د پاکستان مرز سره د پولې په اوږدو کې د اورپکو بریدونو د زیاتوالي له امله خړې شوي، چې اسلام اباد ادعا کوي دا بریدونه د افغانستان له خاورې پلان شوي دي.

څه موده وړاندې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سرحدي شخړې له امله د تورخم دروازه د نهو ورځو لپاره تړل شوې وه.

ضمیر کابلوف: که طالبان ژمنې پوره کړي، روسیه ښايي د دوی حکومت پر رسمیت وپېژني

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۴ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ضمېر کابلوف وايي، مسکو ښايي په راتلونکي کې د طالبانو حکومت پر رسمیت وپېژني، خو که دا ډله کړې ژمنې پوره کړي. د هغه په خبره، طالبان هم باید په عمل کې وښيي چې د تولګډوني حکومت جوړولو ته تیار دي.

طالبانو له امریکا سره د دوحې تړون کې پر نورو ژمنو سربېره د ټولګډوني حکومت د جوړولو ژمنه هم کړې وه.

خو دې ډلې نه دا چې دا حکومت جوړ کړ، بلکې تر ډېره یې څوکۍ د خپلې ډلې ملایانو ته وسپارلې او ښځې او نجونې یې له کار او زدکړو منع کړې.

د روسیې د تاس خبري اژانس د پنجشنبې ورځې د راپور له مخې، ښاغلي کابلوف له یوه روسي تلوېزون سره مرکه کې د ټول ګډوني حکومت جوړولو ته په اشاره وايي، طالبان به دا رسمیت ترلاسه کړي، خو دوی هم باید په عمل کې دا وښيي چې د ټول ګډوني قومي سیاسي حکومت جوړولو ته تیار دي.

د هغه په خبره، که طالبان دا کار وکړي، نو روسیې ته به لار جوړه شي چې د دوی رژیم په رسمیت وپېژني.

هغه دا هم وویل چې روسیه ځکه د طالبانو سفیر نه مني چې لا هم د دوی حکومت په رسمیت نه پېژني.

د ضمیر کابلوف دا څرګندونې په داسې مهال دي چې ټاکلې ده سبا یا د سپټمبر پر ۲۹ د روسیې په کازان ښار کې د مسکو فارمټ پنځمه ناسته وشي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره یکشنبه له یوه پلاوي سره د روسیې په بلنه د مسکو فارمټ پنځمې غونډې ته تللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سږنۍ غونډه کې د افغانستان پر حالت، بیارغونه، د افغانانو پر خپلمنځي روغه جوړه او د سیمې پر امنیت خبرې کېږي.

په دې ناسته کې د روسیې، ایران، هند، قراقستان، قرغزستان، پاکستان، چین، ترکمنستان او ازبکستان استازي هم ګډون کوي.

مسکو فارمټ غونډه هر کال د افغانستان په هکله په روسیه کې جوړېږي.

تېر کال طالبان دې غونډې ته د ټول ګډي حکومت د نه جوړولو په دلیل بلل شوي نه وو.


د وسلې پر سر جنجال کې د خوست موساخېلو ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو مدیر ووژل شو

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۵ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د خوست موساخېلو ولسوالۍ کې د طالبانو د اسخباراتو مدیر صیاد هغه مهال ووژل او دوه طالبان ټپیان شول چې له یوه درمل پلورونکي یې وسله غوښتله. سرچینې وايي، درمل پلورونکي صابر منګل پخوا کومه دولتي دنده نه درلوده.

ځايي سرچینو پنجشنبه د ـ میزان ۶ مه ـ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دغه شخړه نن شاوخوا ۱۱ بجې د خوست موساخېلو ولسوالۍ تپې په نامه سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو په خبره، د موساخیلو ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مدیر د صابر منګل په نوم ځايي اوسیدونکي ته ویل، یو میل دولتي وسله لرې او باید ویې سپارې.

سرچینې وايي، په خبرو کې د دواړو ترمنځ په ناندریو پسې لومړی صابر منګل د طالبانو پر استخباراتو مدیر ډزې وکړې او ویې واژه.

په دغه پیښه کې دوه نور طالبان ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاتوي له دې پېښې وروسته صابر منګل د طالبانو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

ځايي اوسیدونکي وايي صابر منګل په دغه سیمه کې درملتون درلود.

تراوسه پورې طالبانو د دې پيښې په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

ترکیې لسګونه افغان کډوال بندیان کړي دي

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۲ GMT+۱

ترکي رسنیو د دغه هېواد په ادرین ولایت او همدارنګه د ایواکېک د سمندر په څنډو کې د لسګونو افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی دی. یو شمېر دغه ګدوال په ربړي کښتۍ کې سپاره وو، چې د ترکیې ساحلي ګارد وپېژندل او ویې نیول.

د ترکیې اناتولیا خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۵ مه) راپور ورکړ، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۷۰ تنه نور افغان کډوال چې د یوناني ځواکونو له‌خوا د ترکیې اوبو ته استول شوي وو، وژغورل شول او د سمندر څنډو ته راوړل شول.

ويل کېږي، چې د دغو ناقانونه کډوالو په وړاندې قانوني چلند پيل شوى دى.

ترکیه معمولاً د دغه هېواد په اوبو کې د کډوالو له ژغورلو وروسته کډوال بېرته خپل هېواد ته استوي.

سربېره پر دې تېره ورځ د ترکیې امنیتي ځواکونو په ادرین ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۰۹ نور «ناقانونه» کډوال هم نیولي دي. په دغو کډوالو کې ځینې افغانان وو.

ترکیې اعلان کړی، چې په ټول هېواد کې د کډوالو د ناقانونه ننوتلو او وتلو د مخنیوي لپاره عملیات دوام لري.

د راپورونو له مخې، د روان کال له پیله د ترکیې پولیسو د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې څه باندې څلور زره افغان کډوال نیولي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي.

تر دې مهاله په انقره کې د افغانستان سفارت او په استانبول کې د افغانستان کونسلګرۍ په ترکیه کې د افغانانو د نیولو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واکمن شول، په زرګونو افغانانو له ایران او ترکیې څخه اروپا ته د کډوالۍ ستونزمنه لاره خپله کړه.

په دې لاره کې ډېر ځوانان د مرګ تر پولې هم واوښتل.