ملګرونو ملتونو ته ۸۰ ګډو هېوادونو د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اعلامیه استولې ده

ملګرو ملتونو ته د اتیا ګډو هېوادونو خبرپاڼه کې راغلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو فرمانونه د اسلامي ارزښتونو او نړۍوالو بشري حقونو سره په ټکر کې دي.

ملګرو ملتونو ته د اتیا ګډو هېوادونو خبرپاڼه کې راغلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو فرمانونه د اسلامي ارزښتونو او نړۍوالو بشري حقونو سره په ټکر کې دي.
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي امارتو دایمي استازولۍ له اتیا هېوادونو سره په ګډه د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خبرپاڼه استولې ده.
دغو هېوادونو په خپره شوې ګډې خبرپاڼې کې له طالبانو غوښتي، چې ښځو او نجونو په اړه دې خپلې پریکړې بېرته واخلي.
په ملګرو ملتونو کې د عربي اماراتو دایمي استازي پر اېکس پاڼه لیکلي چې، د اسټرالیا، چلي، جاپان او هسپانې په ګډون له اتیا هېوادونو سره په ګډه یې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د افغان ښځو او نجونو وضعیت په اړه ګډه خبرپاڼه استولې ده.
په دغه ګډه خبرپاڼه کې د طالبانو له فرمانونو څخه چې په نړۍ کې د ښځو او نجونو په وړاندې د توپیر، ظلم او تاوتریخوالی تر ټولو سخت او سیسټماټیک ډول په کې شامل دی اندېښنه ښودل شوې ده او په کې لیکل شوي، چې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو ټول فرمانونه د ټولو اسلامي ارزښتونو او نړۍوالو بشري حقونو سره په ټکر کې دي.
دوی پر طالبانو غږ کوي هغه فرمانونه چې د ښځو او نجونو له بشري حقونو او ازادۍ څخه ناوړه ګټه پوره کوي، ژر تر ژره دې بېرته واخلي او زیاتوي، چې د افغاني ټولنې اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو ونډه خورا اړینه ده.


له هغې وروسته چې په پاکستان کې د طالبانو سفارت، د پاکستاني پولیسو لهخوا د افغان کډوالو د نیولو سره هم مهاله د ځینو مرموزو وژنو خبر خپور کړ، په ګڼو افغانانو کې وېره او ترهه خوره شوې ده.
د طالبانو د سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د وژل شویو څلورو تنو افغان کډوالو نومونه فریدالله د غلام جېلاني زوی، امان الله د ټکر خان زوی، ولي د شیر محمد زوی او دروېش د عتیق الله زوی ښودل شوي چې څلور سره د اسلام اباد او پنډۍ څخه تر نیولو وروسته د اډیاله زندان ته یوړل شوي او له څه مودې لادرکۍ وروسته یې جسدونه په روغتون او یا نورو ځایونو کې موندل شوي دي.
په اسلام اباد کې یو شمېر افغانان وایي، چې دوی د دغسې مرموزو وژنو له وېرې هېواد پرېښودو ته اړ وتي او که دلته هم دوی د دغه شان برخلیک سره مخامخېږي بله د تېښتې لار ورته نه ده پاتې.
په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال عبدالله وایي، دغه تګلاره نه د بشري اصولو سره اړخ لګوي او نه هم د ګاونډیتوب او اسلامي اصولو سره:« که چېرته دغسې حالت وي او د افغانانو مرموزه وژنې کېږي، بیا دې موږ ته ووایي موږ به خپل ځانونه په خپله ووژنو ځکه خون به مو په خپله غاړه وي.»
یو بل تن افغان کډوال د نوم د نه ښودلو په شرط وایي:« تر دې مخکې موږ اورېدلي و، چې په پاکستان کې د قبایلي سیمو او د بلوچستان د ځینو علاقو خلک ورکېدل بیا به یې ډېره موده وروسته مړي وموندل شول، اوس هماغه کیسه له افغانانو سره هم کېږي او ښايي لومړی د هغوی د بدن غړي ترې واېستل شي او بیا ووژل شي، چې دا ډېره خطرناکه لوبه ده.»
که څه هم چې پخوا به د دغسې خبرونو په اورېدو ډېرو خلکو باور نه کاوه؛ خو د طالبانو د خبرپاڼې تر خپرېدو وروسته دغه شکونه په باور بدل شوي او د خلکو تر منځ یې سخته وېره ترهه پیدا کړې ده.
تر اوسه پاکستاني چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی او نه نړۍوالو بنسټونو په دې تړاو څه ویلي؛ خو افغان سفارت ویلي، چې د وژنو د دغو پېښو په اړه یې پاکستاني چارواکو ته خبر ورکړی او یو ځل بیا یې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ ودروي ځکه چې په وینا یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېزه کوي.
هممهاله د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان کډوالو نیول او ځورول ژر تر ژره ودروي.
دغه سازمان ویلي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ویزو او پناه اخیستلو سخت بهیر او پیچلي وضعیت افغان کډوال لا ډېر اندېښمن کړي دي.

د بهرنیو سودا ګرو یوه چينايي ډله پکتیا ته د ځڼغوزیو د حاصلاتو او کیفيت معلوملو له پاره دغه ولایت ته تللې او هلته يې له سوداګرو سره له نږدې لیدلي. دغه سوداګر وايي که پایله يې ښه وه، نور سوداګر به هم په دې برخه کې پانګونې ته وهڅوي.
دغو چینایي سوداګرو ويلي د پکتیا او خوست د ځڼغوزیو بهير(پخولو، پاکولو او بسته کولو) تر ارزولو وروسته به دوی نور چینايي سوداګر هم وهڅوي چې د لويې پکتیا (پکتیکا، پکتیا او خوست) د ځڼغوزیو په برخه کې پانګونه وکړي.
د دغو سوداګرو له ډلې د جیانګ په نوم یوه چینايي سوداګر ویلي چې د پکتیا په مرکز ګردیز کې يې د ځڼغوزیو د پخولو او بسته بندۍ یوه کارخونه له نږدې لیدلې او ارزولې ده.
جیانګ وايي تر دې سفر وروسته به خپلې ارزونې په دې برخه کې له نورو چینايي سوداګرو سره شریکې کړي :«د ځڼغوزیو ارزونه مو وکړه، د تېر کال په پرتله سږکال د ځڼغوزیو کیفیت ډیر ښه شوی. حاصلات يې ډیر شوي او کیفیت یې هم ښه شوی. يوه لويه برخه ځڼغوزي مو اخیستي، چې چین ته به یې صادر کړو.»
د پکتیا سوداګرۍ خونې چارواکي وايي دوی خوښ دي چې بهرني سوداګر د پکتیا له سوداګرو سره له نږدې کار وکړي او په دې برخه کې یو له بل سره خپلې سوداګریزې تجربې شریکې کړي.
د پکتیا د سوداګرۍ خونې مشر حسیب الله محمدي د ځڼغوزیو د پېرلو لپاره دغه ولایت ته د بهرنیو سوداګرو ورتګ مهم بولي او وايي، له دې سره به دځڼغوزیو سوداګري لا پراخه شي.
محمدي وايي دوی هڅه کوي چې خپل محصولات بهر ته صادر کړي: «دا لومړی ځل دی چې پکتیا ته چینایي سوداګر راغلي او ځڼغوزي پیري، دغه ګام په ښه پال نیسو. دا زموږ د صادراتو په برخه کې لویه لاسته راوړنه ده چې په دې سره به زموږ صادرات لا نور ډېر شي. زه ډاډه یم چې زموږ دا ځڼغوزي يو ځل بهر ته صادر شي بیا به په بهر کې لومړی ځای خپل کړي.»
خو په پکتیا کې د ځڼغوزیو سوداګر دا اندېښنه هم لري چې، سږ کال په دغه ولایت کې د ځڼغوزیو حاصلات ۶۰ سلنه کم شوي، خو په خبره یې چې بیې یې تر پخوا لوړې شوې دي.
په وروستیو څو کلونو کې د پکتیا ځڼغوزي د چین په ګډون، اروپایي او عربي هېوادونو ته صادر شوي او ټول د پکتیا په مرکز ګردېز کې پروسس او بستهبندي شوي وو.
ويل کيږي تر هغه پخوا به بیا د لویې پکتیا ځڼغوزي پاکستاني سوداګرو په قاچاقي ډول پېرل او تر هغه وروسته به یې په خپل هیواد کې پروسس او بسته بندي کول او بهر ته به یې د پاکستان په نوم صادرول.

د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان حکومت تازه هغه پرېکړه چې «ناقانونه یو میلیون افغان کډوال به له دغه هېواده وشړي» له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده. په دغه راپور کې ولولې کوچۍ د ځینو فعالانو نیوکې راخیستې دي:
دغه پرېکړه نه یوازې دا چې نړۍوالو سازمانونو وغندله؛ بلکې د دې ترڅنګ د لر او برو پښتنو او افغانانو له سختو غبرګونونو سره هم مخ شوه.
پخوانی سناتور او د سیمهییزو چارو شنونکی افراسیاب خټک وایي:« د پاکستان حکومت لهخوا د افغان کډوالو پر وړاندې نوې پرېکړه د نړۍ له بشری قوانینو څرګنده سرغړونه ده.»
هغه زیاته کړې:« په افغانستان کې په کلونو، کلونو د لاس وهنو او جګړو ته لمن وهلو وروسته، د دوی دغه افغان دښمنه او انسان دښمنه ګام د غندنې وړ دی او د دې پر وړاندې ټول بشردوستان په ځانګړې توګه پښتانه دې باید غږ پورته کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغان کډوالو د نیونې او ځورونې په تړاو د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ته له پاکستان حکومته شکایت کړی و.
مرسل چې د درېیو ماشومانو مور ده او د خپل خاوند او د خپلې کورنۍ د خونديتوب له امله پاکستان ته کډواله شوې وایي:« ویزه مې ختمه شوې ده، که ویزه اخلم پر ما په لکونو جریمه راځي. خاوند مې وزګار دی د دومره جریمې وس نلرو.»
هغه وایي:« وېره مې دا ده، که چېرې ما وشړي خاوند به مې دلته پاتې وي او زه هلته. خاوند مې ویزه لري؛ یوازې زه او ماشومان مې ویزه نلرو. هره شپه له وېرې او اندېښنې خوب نه راځي.»
دا یوازې مرسل نه ده، د مرسل په څېر دلته زرګونه افغانان د ورته ګواښونو له امله پاکستان ته کډوال شوي.
له بلې خوا د پوهنتون استاد نوروز حقمل ویلي:« داسې بدرنگه تجربې پاكستان د نړۍوالو څخه د مرستو ترلاسه کولو لپاره ډېرې تکرار کړې.»
هغه زیاتوي:« تر هغه به دغه کړنې تکرارېږی؛ تر څو چې افغانستان کې یو پیاوړی قانوني حکومت منځته نه وي راغلی. له بده مرغه په اوسني کړکېچن حالت کې څلوېښت سلنه افغانان د کډوالۍ شپې سبا کوي.»
له بلې خوا تېره ورځ د بخښنې نړۍوال سازمان هم د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د نړۍوالې ټولنې پر بې پامۍ نیوکه کړې وه.
دغه سازمان ویلي و، چې په پاکستان کې افغان کډوال د شړلو او خپل سرو نیونو له ګواښ سره مخ دي.
د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم په پاکستان کې د افغان کډوالو له جبري ویستلو سره مخالفت څرګند کړی.
تېره ورځ د پاکستان حکومت له ناقانونه افغان کډوالو وغوښتل، چې د اکټوبر تر پابه دې دغه هېواد پرېږدي.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې سر له نوامبر میاشتې به پراخه عملیات پیل کړي او شاوخوا ۱.۱ میلیونه ناقانونه افغان کډوال به له دغه هېواده وشړي.

د باميانو ولايت د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صفي الله راید اعلان وکړ، چې د باميانو په ختيځ کې د ضحاک د تاريخي ښار د بيارغونې کار پيل شوى دى. دغه طالب چارواکي وويل، چې دغه پلان د يونيسکو له خوا د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تر څارنې لاندې پلى کېږي.
باختر اژانس د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې ښاغلي رايد وويل، د بيارغونې دغه پروژه به په دوو مياشتو کې بشپړه شي.
هغه ټینګار وکړ، چې د دې پروژې تطبیق د تاریخي ابداتو د "پیاوړتیا" لپاره ارزښتناک دی، خو څرګنده یې نه کړه چې د دې دوه میاشتنۍ پروژې په چوکاټ کې به کوم کارونه ترسره شي.
د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان "یونسکو" تر اوسه د دې خبر په اړه څه نه دي ویلي.
دغه طالب چارواکي په داسې حال کې د ضحاک ښار د "بیارغونې" د پیل اعلان کړی، چې سیمه ییزو سرچینو د تېر کال په دلوې میاشت کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې له دغه تاریخي ښاره ساتنه نه کیږي.
د افغانستان د انټرنشنل یوه مخاطب یوه ویډیو رالېږلې وه، چې پکې ویل شوي وو چې په دې سیمه کې "ناقانونه اکتشافات " کېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون د مشر مایکل مکال د خبرو په غبرګون ویلي، چې دوی له هېڅ ترهګرې ډلې سره تړاو نه لري او د دوی په اړه له ترهګرو سره د اړیکو ادعا بې بنسټه ده.
نوموړي له القاعدې ډلې سره د طالبانو د ملاتړ په اړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مکال خبرې رد کړې دي.
نوموړي په کابل کې رسنیو ته ویلي: “موږ دغه څرګندونې ردوو او د داعش له خوا رامنځته شوي ګواښونه د هېواد د ګټو او امنیت په خاطر له منځه وړل شوي دي”.
تېره ورځ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ویلي، د بایډن د ادارې لوړپوړي چارواکي د طالبانو فعالیتونه او له ترهګرو ډلو سره د هغوی اړیکې "کم ارزښته" ښيي؛ څو طالبان د ترهګرو پر وړاندې د پوځي ځواک د کارولو د جواز له قانونه په څنګ وساتي.
مکال په یوې وینا کې ویلي؛ امریکايي چارواکي ادعا کوي چې “طالبانو د دوحې د هوکړې په چوکاټ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي، ځکه دغه ډله د داعش د ماتولو لپاره کار کوي.”
د کانګرس دغه جګپوړي چارواکي ویلي؛ هغه اندېښمن دی چې د بایډن اداره به له طالبانو سره په همدې پلمه د اړیکو د عادي کولو لپاره ګام پورته کړي او دغه ډله به له هغه قانونه مستثنا کړي، چې د ترهګرو پر وړاندې د پوځي ځواک د کارولو اجازه ورکوي.
مایکل مکال وویل، چې طالبان لا هم د القاعدې ملاتړ کوي او باید له دې قانونه مستثنا نه شي.
د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وویل:“په حقیقت کې طالبان له خپل متحد القاعدې سره کار کوي، چې خپل ګډ دښمن داعش ته ماتې ورکړي، دا له ۲۰۱۴ کال راهیسې د دغو ډلو ترمنځ د قدرت د مبارزې یوه برخه ده”.