• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نړیوال جام کې هندۍ لوبډلې ته ۲۷۳ منډې هدف وټاکه

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۳ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د چارشنبې په ورځ د نړیوال جام په خپله دویمه لوبه کې هندۍ لوبډلې ته ۲۷۳ منډې هدف وټاکه. د افغانستان او هند دا سیالی د کوربه هېواد پلازمېنې نوي ډېلي په ارون جټلي لوبغالي کې د افغان لوبغاړو په توپوهنه پیل شوه.

افغان لوبغاړو د ټولو ۵۰ اورونو په لوبولو او د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۳ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په دې سیالۍ کې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۸۰، عظمت الله عمرزي ۶۲، ابراهیم ځدراڼ ۲۲، رحمن الله ګربز ۲۱ او محمد نبي ۱۹ منډې جوړې کړې.

دا په اوسني نړیوال جام کې د افغانستان دویمه لوبه ده.

افغان لوبډلې تر دې مخکې او تېره شنبه له بنګله دېش سره لوبه کې ماته خوړلې وه.

د کرېکټ نړیوالې شورا نړیوال جام د اکتوبر پر پنځمه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نوی زیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لری.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ په نړۍوال جام کې نن افغانستان له هند سره مخامخ کیږي

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۲ GMT+۱
د کرېکټ په نړۍوال جام کې نن افغانستان له هند سره مخامخ کیږي
100%

نن د چهار شنبې ورځ (تلې ۱۹مه) غرمه یوه بجه د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام په نهمه لوبه کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د هند د ملي لوبډلې سره د نوي ډېلي په ارون جټلي لوبغالي کې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

په نړۍوال جام کې دا د افغانستان دویمه لوبه ده، لومړۍ لوبه یې درې ورځې وړاندې د هند په درمشاله لوبغالي کې بنګله دېش ته بایللې وه.

د افغانستان د کرېکټ د یو ورځینو لوبو لوبډلمشر حمشت الله شاهدې د سې شنبې په ورځ (تلې ۱۸مه) د یو خبرې کنفرانس پر مهال له هند سره د لوبې د چمتوالې په اړه خبر وکړ.

ښاغلی شاهدي ویلي: «موږ به په دې نړیوال جام کې د خپل هیواد لپاره تاریخ جوړ کړو .»

همدارنګه نوموړي د خپل رسنیز کنفرانس پر مهال وویل، په لوبډله کې تکړه ورو توپ اچونکي لري او له هند سره د چهارشنبې ورځې لپاره یې لوبډله پوره چمتو ده.

د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام د هند په کوربه توب تر سره کیږي
د هند د پلازمېنې ډیلي پولیسو پرون (سې شنبې) د افغانستان او هند د کرېکټ تر سیالۍ یوه ورځ مخکې یوه خبرتیا خپره کړه او له ټولو خلکو یې وغوښتل چې د ارون جیاتیلي لوبغالي له شاوخوا سړکونه د تګ راتګ له پاره و نه کاروي.

په خبرتیا کې د هغو سړکونو او واټونو چې نن به د ټرافیکو په مخ تړلي وي، نومونه یاد شوي.

په خبرتیا کې دا یادونه هم شوې چې د لوبغالي د ګاډو په تمځای کې به لږو موټرو ته ځای وي.

د افغانستان د فوټسال لوبډلې د عربستان د فوټسال لوبډلې ته ۳ـ۲ ماتې ورکړه

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۷ GMT+۱
د افغانستان د فوټسال لوبډلې د عربستان د فوټسال لوبډلې ته ۳ـ۲ ماتې ورکړه
100%

د فوټسال دغه سیالۍ چې د فوټسال د اسیا جام ته د لار موندې په موخه تر سره کیږي تېره شپه د افغانستان فوټسال لوبډلې کوربه هیواد عربستان لوبډلې ته ماتې ورکړه. د فوټسال دغه سیالۍ د سعودي عربستان په دمام ښار کې تر سره شوه.

افغانستان د یادې لوبې په ګټلو سره درې امتیازونه خپل کړل.

د افغانستان د فوټسال لوبډله اسیا جام ته د لارې موندنې په موخه له عربستان، اندونیزیا او ماکو سره په بي ګروپ کې لوبې تر سره کوي.

د افغانستان بله لوبه له اندونیزیا سره ده او ورستۍ ګروپې لوبه کې به له ماکو سره مخ شي.

د یادونې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دې وروستیو کې ډېره ښه ځلېدلې او پیاوړې لوبډلې یې ماتې کړې دي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې همدا راز لبنان، میانمار او تایوان هم مات کړي او د چک جمهوریت، تاجکستان، موزامبیق او مالیزیا په څېر له پیاړو لوبډلو سره یې لوبې مساوي پای ته رسولې دي.

د کرېکټ نړیوال جام کې سوېلي افریقا په ۱۰۲ منډو سریلانکا ماته کړه

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۳ GMT+۱
د کرېکټ نړیوال جام کې سوېلي افریقا په ۱۰۲ منډو سریلانکا ماته کړه
100%

د سوېلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ په هند کې د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې سریلانکا ته په ۱۰۲ منډو ماته ور کړه. سوېلي افریقا اول توپ وهل پیل کړل او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۴۲۹ منډې هدف وټاکه.

په ځواب کې سریلانکا په ۴۴.۵ اور کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۳۲۶ منډې جوړې کړې.

نن د هند او اسټرالیا ترمنځ هم په چینای کې سیالي کېږي.

د کرېکټ نړیوال جام بله لوبه اوس د هند او اسټرالیا ترمنځ په چینای کې روانه ده.

د کرېکټ نړیوالې شورا نړیوال جام تېره پنجشنبه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نوی زیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لری.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام لومړنۍ لوبه وبایلله

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۸ GMT+۱
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام لومړنۍ لوبه وبایلله
100%

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ په هند کې د کرېکټ نړیوال جام خپله لومړنۍ لوبه کې له بنګله دېش ماتې وخوړه. افغان لوبډلې په اته دېرشم اور کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره د ۱۵۷ منډو هدف ټاکلی و، خو سیالې لوبډلې دا هدف د ۳۴.۴ اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

افغان لوبډله راتلونکې چارشنبه خپله دویمه لوبه له هند سره لري.

د کرېکټ نړیوالې شورا نړیوال جام درې ورځې مخکې د هند په حیدر اباد کې پیل شوی او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

دې جام کې پرون د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې خپله لومړنۍ سیالۍ کې هالنډ ته په ۸۱ منډو ماتې ور کړه.

د کرېکټ نړیوالې شورا نړیوال جام درې ورځې مخکې په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نوی زیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لری.


افغان کرېکټ لوبډلې د هانګژو اسیايي جام کې د سپینو زرو مډال وګاټه

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۰ GMT+۱
افغان کرېکټ لوبډلې د هانګژو اسیايي جام کې د سپینو زرو مډال وګاټه
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دغه هېواد الف لوبډلې د شنبې په ورځ په چین کې د اسیایي جام پایلوبه کې د سپینو زرو مډال وګاټه. د افغانستان د توپوهنې پر مهال په ۱۸.۲ اور کې د باران له امله لوبه بنده شوه او د سیالۍ مسوولانو د سرو زرو مډال هند ته ور کړل.

افغان کرېکټ لوبډلې پرون پاکستان ته په ماتې ور کولو سره د چین په هانګژو لوبو کې پاینل ته وتلې وه او نن یې له هندۍ لوبډلې سره سیالي درلوده.

افغان کرېکټ بورډ وايي، د باران او بدې هوا له امله لوبه بې نتیجې پای ته ورسېده، خو د ډلبندۍ او پخوانیو امتیازونو له مخې د سرو زرو مډال هند او د سپینو زرو افغانستان ته ور کړل شو.

په دې لوبو کې ۱۴ لوبډلو ګډون درلود او افغان لوبډلې پکې دویم مقام خپل کړ.

د کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې دا دریم ځل دی چې افغان لوبډله په اسیايي لوبو کې د سپینو زرو مډال ګټي.

افغان لوبډلې تر دې مخکې پر ۲۰۱۰ او بیا ۲۰۱۸ کال کې دا مډال ګټلی و.