• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تمدن او مخالف یې

هیله پسرلی
۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۷ GMT+۰

د ۱۴۵۳ میلادي کال د مې د میاشتې په ۲۹ مه نېټه بخت د ترکانو په خوا و. د بشریت د تاریخ یوه مهمه پاڼه د دوی په ګټه ولیکل شوه. د سلطان محمد په فرمان عثمانیانو قسطنطنیه -اوسنی استانبول- فتحه کړ.

سلطان محمد لوی فاتح شو. د عثماني سترواکۍ ستنې لا مضبوطې شوې، پر عالم اسلام باندې یې د اغېز ریښې لا ژورې شوې او دې سترواکۍ څه کم پنځه سوه کاله نور عمر وکړ.

د عثمانیانو دې فوق العاده فتحې بېلابېل علتونه لرل خو یو ډېر مهم علت یې په جنګ کې د بیسیلیکا توپ استعمال و چې د خپل وخت یو تر ټولو لوی توپ ګڼل کېږي.

د بیسیلیکا توپ نقشه یوه اروپایي- هنګري انجنیر جوړه کړې وه. مطلب د عثمانیانو په فتحه کې د استعمال شوې جنګي تکنالوژي تر شا اروپایي ماغزه ول او عثماني پیسې. ځینې مورخان د عثماني سترواکۍ د انحطاط یو علت د تعلیم کم والی ګڼي.

استاد بهاوالدین مجروح په خپل کتاب- د ختیځ او لوېدیځ مخامختیا- کې لیکي، اسلامي نړۍ هغه وخت له غربي دنیا شاته پاتې شوه چې عثماني سترواکۍ د خپل سیاسي اقتدار او استبدادي دولت د بقا لپاره د اوږدې مودې په مخه اسلامي نړی له مهمو اروپايي بدلونونو او پرمختګونو بې خبره وساتله.

استاد زیاتوي چې کله عثماني امپراتوري مخ په ځوړ شوه، زموږ شرقي ولسونه د لوېدیځ تخنیکي قدرت ته حیران پاتې شول او د دغه حیرت له صدمې لا تر اوسه پورې پوره نه دي راوتلي.

په پخوا زمانو کې چې د پرمختګ سرعت ډېر کمزوری و او د ارتباطاتو اوسني وسایل نه وو، نو که یو هېواد یا یوه سیمه به د سیالانو له سیالۍ شاته پاتې شوه، دغه وروسته پاتي توب ممکن په پېړیو دوام کړی وای.

په اوسني وخت کې چې د ګلوبلایزېشن یا نړیوالتوب زمانه ده او د تکنالوژي او پراخ نړیوال تجارت په برکت معلوماتو ته لاسرسی په مراتبو اسان شوی دی، هر هغه هېواد چې پرمختګ ته ژمن وي او ثبات ولري، د سنګاپور په شان له وروسته پاتې حالته په لنډه موده کې راوتلی او د نړۍ په ډېر شتمن هېواد بدلېدلی شي.

پرمختګ ته ژمنتیا په دې معنا ده چې د اوسني تمدن له اساساتو سره باید په ټکر کې نه یو. زموږ په ټولنه کې یو نظر دا دی چې که د تمدن ارزښتونه منو نو شاید خپل عنعنات او کلتور له لاسه ورکړو او په همدې دلیل د اوسني تمدن له ارزښتونو سره احتیاط پکار دی.

خو که شاوخوا سترګې وغړوو او د تمدن له کاروان سره مل ملتونه وځیرو، پوه به شو چې دوی د تمدن له غوښتنو سره د خپل کلتوري هویت او خپلو ارزښتونو په هماهنګه کولو کې کامیاب شوي دي.

د مثال لپاره به د اسیا دوه هغه ملتونه یاد کړو چې په نن او سبا باندې یې زیات حساب کېږي. چین او هندوستان یادوم. دوی هر یو نه یوازې له نړیوال تمدن څخه خپله بېله دنیا او بېل ارزښتونه لري، په خپل منځ کې هم د سیاسي جوړښت او کلتور له نظره خورا متفاوت دي خو څرنګه چې پرمختګ ته ژمن دولتونه لري، د دواړو اهمیت ورځ په ورځ زیاتېږي او قدرت او ثروت یې مخ په زیاتېدو دی.

تاریخ دا هم راته وايي چې هغه هېوادنه چې له عصري تمدن سره یې تعامل نه دی کړی، نه یوازې شاته پاتې شوي بلکې خپل کلتور او هویت یې هم ورځ په ورځ کمزوری شوی دی.

کلتور هغه وخت بااهمیته او پیاوړی دی چې د ژوند د لارې ملګری وي او برعکس چې د ژوند او پرمختګ خنډ ګرځي، خامخا یې اهمیت کمېږي.

د اوسني تمدن یو لوی امتیاز د پرمختګ سرعت دی. له بلې خوا په اوسني عصر کې د تکنالوژي او رسنیو له برکته یو هېواد که وروسته پاتی وي په دې پوهېږي چې وروسته پاتې یم.

د عثماني سترواکۍ اوسېدونکو ته دا احساس نه ورپیدا کېده چې دنیا چیرته ورسېده او موږ چېرته یو، خو که یوه نجلۍ په اوسني افغانستان کې د تعلیم له حقه محرومه شي دا په دې پوهېږي چې مثلا په سعودي عربستان او نورو اسلامي هیوادونو کې ښځې دوکتوراوې اخلي خو زه په کور ناسته یم. نو که په اوسني عصر کې یو نظام له تمدن سره د تعامل پر ځای تقابل کوي، هېواد او ټولنې ته یې پایلې ممکن ډېرې خطرناکې وي.

که د یوه هېواد وګړي هره ورځ په خبرونو کې د نورې نړۍ د پرمختګونو په هکله اوري او په خواله رسنیو کې یې ویني او بیا یې له خپل ژوند سره پرتله کوي چې د تعلیم حق لا نه لري، دا وګړي په غالب ګومان د هویت له بحران سره مخامخ کېږي.

یوه ډله ممکن دومره د بې وسۍ احساس وکړي چې کاملا دا دنیا نفې کړي او ژوند کول بلې دنیا ته پرېږدي. دا ډله په عمل کې نه خپلې کورنۍ ته او نه هم وطن ته څه کولی شي.

یوه بله ډله ممکن د ضد له روحیې سره ژوند ته دوام ورکړي او د انتقام پر لارو مزل پیل کړي. د انتقام د احساس ستونزه دا ده چې ممکن لا لوی جنجال ته پکی ووهي.

یوه بله ډله کیدی شي ژوند ته دوام ورکړي‌ خو د هېواد پر پرمختګ یې باور له لاسه ورکړی وي او په عمل کې کار د ځان لپاره وکړي نه د وطن او ټولنې لپاره.

یوه بله ډله شاید په خپل هېواد کې ځان مهاجر احساس کړي او فکر وکړي چې د پرمختګ فکر یې د غاړې غم کېدای شي. دغه ډله ممکن لا ډېره وځورېږي او په روحي حساب وځپل شي.

تاریخ راته وايي چې، هېوادونه د خپلو وګړو په مټ اباد شوي دي. که د یوه هېواد له وګړو د پرمختګ روحیه اخلو او ورته وایو چې حتا د تعلیم د حق لپاره دې هم امر ثاني ته منتظر شي، نو فکر نه کوئ چې دا وګړي په روحي لحاظ پرځان او وطن بې باوره کېږي؟

که یو نظام د دې په ځای چې خپل ولس له نوي عصر او تمدن سره تعامل ته وهڅوي، برعکس د ولس د پرمختګ اواز ور غلی کوي، نه یوازې د خپل هیواد او د تمدن فاصله ډېروي بلکې د ولس تر منځ هم فاصلې جوړوي.

له تمدن سره مخالفت ټولنې له پښو غورځوي، په ټولنه کې شکونه، اختلافونه او بدګومانۍ زیاتوي او د پرمختګ له کاروانه یې ډېر شاته پاتې کوي، مګر په نهایت کې دغه مخالفت له پښېماني پرته بله نتیجه نه لري.

ګوتنبرک په پنځلسمه پېړۍ کې مطبعه اختراع کړه او په عثماني امپراتوري کې مخالفت ورسره وشو. مخالفت کابو درې پېړۍ روان و.

نتیجه دا وه چې د اروپا او عثماني قلمرو تر منځ د خلکو د سواد، د اختراعاتو، د ساینس او د تکنالوژي په اندازه کې تفاوت بېخي زیات شو.

دغه راز له درې سوه کلن ځنډه وروسته بالاخره په ۱۸۵۶میلادي کال کې په ترکیه کې لومړنی بانک جوړ شو چې دغه ځنډ طبعا په اقتصاد باندې ژورې اغېزې لرلې.

د یو شاعر قول دی:

مه ځه هغه لور ته چې د لارې لوری نه وي

درومه هغې خوا ته چې دا ګرده دنیا درومي

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر وایي، لاهم په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه کېږي

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۱ GMT+۱
د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر وایي، لاهم په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه کېږي
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر وایي، لا هم په افغانستان کې نجونو او مېرمنو ته د هغوی حقونه نه‌دي ورکړل شوي او د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هم پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

جلیل عباس جېلاني چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ای سي او) په ناسته کې خبرې کولې دا یې هم وویل:« لا هم په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت نښې نښانې نه لیدل کېږي، چې ټول ولسونه په کې برخه ولري.»
‎هغه د خبرو په بله برخه کې بیا د طالبانو حکومت له فساده پاک وباله او زیاته یې کړه:« د کوکنارو د کرکیلې په برخه کې لاسته راوړنې لري او د پخوا پرتله په کې امنیتي وضیعت مخ په ښه کېدو دی.»


هغه د افغانستان له ټولو ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، چې د دغه جګړه ځپلي هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي او د کاسا ۱۰۰۰ پروژې، د افغانستان ټرانس د اوسپنې پټلۍ او ټاپي پروژو په عملي کولو کې رغنده ونډه واخلي، ځکه د هغه په وینا «د دغو پروژو ګټه د سیمې ګردو هېوادونو ته رسېږي او د سیمې هېوادونه یو له بل سره نښلوي.»


خو په دغې ناسته کې د افغانستان د داسې ګاونډیو هېوادونو استازو هم برخه لرله، چې لا هم په افغانستان کې د روان وضعیت له امله اندېښمن دي.

ګاونډي تاجکستان تل دا نیوکه کړې، چې لا هم د افغانستان له پولو د نشه‌یي توکو پریمانه قاچاق کېږي او هلته د بشري حقونو او نورو قومونو، سیاسي ‌‌‌‌‌‌ډلو او لږکیو له حقونو سرغړونه کېږي، هغه څه چې طالبان یې نه مني.

د هرات د زلزلې نېږدې ۴۰۰ قربانیان خاورو ته سپارل شوي دي

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۱ GMT+۱
د هرات د زلزلې نېږدې ۴۰۰ قربانیان خاورو ته سپارل شوي دي
100%

خاورو ته په سپارل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د هرات اوسیدونکې وايي، د تیرې ورځې راهیسې یو شمېر کسان په قبر کېدنو بوخت دي. د شنبې په ورځ په هرات کې د زلزلې له امله سلګونه کسان وژل شوي وو، او د تېرې ورځې را په دې خوا د زلزلې د قربانیانو د ښخولو مراسم ترسره کیږي.

له هرات ولایته پر ټولنیزو رسنیو ځینې ویډیوګانې خپرې شوې دي، په دغو ویډیوګانو کې د هرات د زلزلې له امله د پاتې شویو ویجاړیو په منځ کې، بي ساه جسدونو لیدل د هغه تراژیدۍ یوه دردونکې یادونه ده چې افغانان ورسره مخ دي.

په یوه بله ویډیو کې لیدل کیږي چې د هرات په زنده جان ولسوالی کې یوه ډله خلګ د قبرونو په کېندلو بوخت دي.

د هرات ځایې اوسیدونکې وايي، تېره ورځ شاوخوا ۴۰۰ مړي خاورو ته سپارل شوي دي.

خاورو ته په سپارل شویو مړو کې ماشومان او ښځې هم وې .

د هرات ښار یو اوسیدونکی عبدالعزیز زنده جان ولسوالی ته تللی او هلته د ځایی اوسیدونکو سره تر خاورو لاندې جسدونو په پیدا کولو کې مرسته کوي.

نوموړی وايي:« د شنبې په ورځ ناوخته خبر شوم چې په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ډیر کلي ویجاړ شوي دي، زه سیمې ته راغلم، دلته ناورین رامنځته شوی و، دلته یوازي هغه کسان ژوندي پاتې وو، چې له کوره د باندې وو، شاوخوا درې ورځې تیرې شوې دي چې په نړیدلو کورونو کې تر خاورو لاندې جسدونو په موندلو بوخت یو.»

د هرات اوسیدونکي وايي، خاورو ته د جسدونو سپارل نن هم دوام لري.

ازاد خبریال سمیع الله پوپل چې له کابله د هرات زنده جان ولسوالۍ ته تللی، افغانستان انټرنشنل ته وایې:« د هرات زنده جان ولسوالۍ په مرده جان ولسوالۍ بدله شوې. دلته یو ناورین رامنځته شوی، دلته د هر ویجاړ شوی کور کنډوالې بلا غمجنې کیسې له ځانه سره لري.»

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ څخه په یوه بله خپره شوي ویډیو کې په ډیر شمیر کې په سپین کفن کې پيچل شوي جسدونه لیدل کیږي. دا د هغو کسانو جسدونه دي چې له زلزلې څخه ۴۸ ساعته وروسته له خاورو ایستل شوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر عامه او ستراتیژیکو چارو مرستیال احمد الله متقي تیره ورځ پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، « نن مو د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د ۱۸ ویجاړو شویو کلیو له جملې له یوه کلي څخه د ۳۰۰ وژل شویو کسانو جنازه تر سره کړه.»

د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې تر خاورو لاندې شویو کسانو د موندلو عملیات لا هم دوام لري، او هر ساعت د قربانیانو شمېر ډیریږي.

د کډوالو په اړه د پاکستان د نوې پرېکړې دلایل

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۹ GMT+۱
د کډوالو په اړه د پاکستان د نوې پرېکړې دلایل
100%

صفدر سلېمانخېل تېره اونۍ پاکستان اعلان وکړ چې د اکتوبر تر پایه دې ټول ناقانونه کډوال له دغه هېواده ووځي او که نه په زور به وایستل شي. په دې اړه د پاکستاني حکومت شوې پرېکړه کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي له رسنیو سره شریکه کړه. دغه پرېکړه په نامعمول ډول تونده ده. لاملونه یې څه دي؟

په غونډه کې پرېکړه شوې ده چې ټول ناقانونه کډوال دې د اکتوبرتر پایه د یوې میاشتې په لنډه تنګه موده کې له پاکستانه ووځي او د هغو کډوالو د پيژندلو لپاره به ان د ډي، این، اې له معایناتو استفاده کېږي چې په اصل کې پاکستانیان نه دي خو په څه چل سره یې د پاکستان تابیعت ( شناختي کارډ) ترلاسه کړی.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر سرفراز بګتي له دې غونډې وروسته وویل چې حکومت به هغو کسانو ته انعام ورکړي چې د دغسې کسانو په اړه معلومات حکومت ته وسپاري.

په پاکستان کې د ښاغلي بګټي په قول څه باندې اوولس لکه ناقانونه افغانان دېره دي. د ده په وینا د روان کال له جنوري راهیسې په څلرویشت ځانمرګو بریدونو کې څوارلس افغانانو کړې دي.

پاکستان نه اوس او نه پخوا د ځانمرګو د پېژندګلوي په اړه اسناد وړاندې کړې دي. د ځانمرګو په اړه د ښاغلي بګټي ارقام شاید د ډېرو زړه ته ونه لوېږي خو په دې کې شک نه شته چې پاکستان د افغانستان له خوا امنیتي اندېښنې لري.

په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته د پاکستاني طالبانو بریدونه ډیر او لا خطرناک شوي دي. په دې موده کې پاکستاني چارواکو څو ځله کابل ته سفرونه کړي او له طالبانو یې غوښتي دي چې یا په افغانستان کې دېره پاکستاني طالبان وروسپاري او یا یې په پاکستان کې له برید کولو راوګرځوي.

پاکستان ظاهرآ له افغان طالبانو زیاته توقع لري خو ډېر څه کول یا د طالبانو د ادارې په وس کې نه دي، یا یې نه کوي.

لکه څنګه چې د سرفراز بګټي او نورو پاکستاني چارواکو په خبرو کې اشاره ورته شوې ده، د بې اسناده کډوالو د ایستلو لوی لامل امنیتي ملاحظات دي.

د پاکستان ځینې مدرسې او استخباراتي ادارې په دې تورنې دي چې په کلونو کلونو یې په افغانانو کې د طالبي او افراطي فکر د خپرولو کوښښ کړی دی. د جمهوریت تر پرځېدو پورې د افغان کډوالوتر منځ د دا رنګه نظریاتو تلقین د دې لامل کېده چې په افغانستان کې د جنګ او انتحار تنور تود وساتل شي او ځمکه خو هغه سوځي چې اور ورباندې بل وي. په هغو کلونو کې اکثرو پاکستاني افراطیانو هم په افغانستان کې «جهاد» ته لومړیتوب ورکاوه او دا لا پکې پاکستان ته یوه بله ګټه وه، ځکه خپل افراطیان یې د تاوان رسولو او وینو بهولو لپاره یو بل ځای مصروف ساتل. د جمهوریت له پرځېدو وروسته دا محاسبه ګډه وډه شوه او په پایله کې اوس پاکستاني امنیتي ادارې ممکن په رښتیا دا فکر وکړي چې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو شتون د ناامني د زیاتېدو سبب ګرځېدای شي.

خو له لویه سره دغه نظر ناسم دی ځکه افراطي فکر په پاکستاني ټولنه کې ژورې ریښې لري. موږ په دغه هیواد کې د افراطي فکر حیرانوونکي مثالونه مومو. په ۲۰۰۷ کې د اسلام اباد په زړه کې د لال مسجد طالبانو له حکومت سره سمه جګړه پیل کړه چې د حکومت په قول یو سلو څو پنځوس کسان پکې ووژل شول. د جنرال مشرف له وخته راهیسې تر اوسه پورې د پاکستاني طالبانو او حکومت تر منځ په شخړو کې په لسګونو زره کسان وژل شوي دي.

په پاکستاني ټولنه کې د تشدد او افراطیت غیر طالبي بڼې هم شته. ډېر کلونه کېږي چې د دغه هېواد پوځ د بلوڅو له ځینو ډلو سره په جګړه بوخت دی. په افغانستان کې مونږ په ۲۰۱۵ کال کې د فرخندې غم لړلې واقعه لرله چې سخته وغندل شوه، خو په پاکستان کې یوازې په روان کال کې هغسې څو واقعې پېښې شوې چې په مازې یو ګومان باندې ګڼو خلکو پکې د یو چا د وژلو هڅه کړې ده. د روان کال په اګست کې د پنجاب په جړانوله کې کابو شل کلیساګانې وسوځول شوې او د لسګونو عیسویانو کورونه لوټ شول.دغه راز په روان کال کې د کراچي په شمول د پاکستان په مختلفو سیمو کې د احمدیانو د عبادت ځایونه او ان هدیرې ویجاړې شوې. او د جوماتونو محرابونه یې ونړول شول.

په تشدد باندې د معتقدو، افراطي کسانو خصوصیت دا دی چې په ډېره اسانه باندې وژلو او تخریب ته پلمه پیدا کوي. څو ورځې مخکې په بلوچستان کې د میلادالنبي لپاره په راغونډو شویو خلکو باندې هغو انتحاریانو حمله وکړه چې د میلادالنبي لمانځل هم ورته ګناه ښکارېده.

په پاکستان کې د افراط او تعصب فکرونو ته په لسیزو هوا ورکړه شوې ده. له کډوالو سره د جنایت او افراطیت د پېښو تړل شاید یوازې د هغو کسانو زړه ته پرېوزي چې نژاد پرستانه افکار لري، نه د بل چا.

د کډوالو د ایستلو بل دلیل دا راوړل کېږي چې دغه کډوال له پاکستانیانو د کاروبار فرصتونه اخیستي دي، په قاچاق او ځانګړي ډول د ډالرو په قاچاق کې لاس لري،په ناقانونه توګه یې ملکیتونه رانیولي دي او د پاکستان په داخل کې یې یو موازي اقتصاد روان کړی دی.

د پاکستان چارواکي شاید فکر کوي چې د کډوالو په ایستلو سره به لکونو پاکستانیانو ته د کار فرصتونه برابر شي، د قاچاق مخنیوی به اسانه شي، کرایه ورکوونکو ته به د کورونو کرایې ټیټې شي، په صحي او تعلیمي نظام به فشار کم شي او د بریښنا، خوړو او نورو لګښتونو په اندازې کې به څه نا څه کمی راشي.

100%

افغان کډوالو ته د پناه ورکولو په خاطر یو وخت له پاکستان سره زیاتې مرستې کېدلې او اکثرو شتمنو افغانانو، چې لا په ترکیه، دوبۍ او نورو ځایونو کې له پانګونې سره بلد نه وو، په پاکستان کې پانګونې کولې، نو پاکستان په اقتصادي لحاظ د کډوالو په شتون کې تاوان نه لید، خو اوس هغه دور پای ته رسېدلی دی. اوس پاکستان فکر کوي چې د کډوالو ایستل یې ممکن په اقتصاد باندې یو څه مثبت اغېز وکړي.

البته د پاکستان اقتصادي بحران تر دې ډېر ژور دی چې د کډوالو ایستل دې ورته چندان ګټه ورسولی شي.

د پاکستان اقتصادي مشکل ډېر پېچلی دی. خارجي پانګونه پکې کمه ده، صادارت یې کم شوي دي، د پورونو د ورکړې لپاره لازم پلان نه لري، قرض یې مخ په زیاتېدو دی، انفلاسیون، د نفوسو بې کنټروله وده، د مالیاتو په ټولولو کې جدي ستونزې،اداري فساد او د امنیتي ستونزو له کبله ان د چین په پانګونو کې کمی ځینې هغه لوی لاملونه دي چې د پاکستان اقتصاد یې د دغه هېواد د امنیت غوندې له کم ساري بحران سره مخ کړی دی.

د کډوالو د ایستلو لپاره سیاسي دلایل هم وړاندې کېږي. ویل کېږي چې دا فیصله په اصل کې د طالبانو په ادارې باندې د فشار اچولو لپاره شوې ده.دې کې شک نه شته چې په لوی شمېر کې د کډوالو ایستل به په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین نور هم ژور کړي خو ایا دغسې ناورین به په طالبانو کوم اثر واچوي؟ زما په نظر ځواب منفي دی. ځکه طالب خلکو ته د مسولیت احساس نه لري. همدا څه موده له مخه یې د ښځو په زرګونو سنیګارتونونه وتړل او دې ته یې ونه کتل چې دغه په زرګونو کورنۍ به ډودۍ له کومه کوي؟ شاید پاکستان په دې فکر کې وي چې د کډوالوایستل به طالبان مشابه اقدام او د وزیرستاني کډوالو ایستلو ته وهڅوي خو د مختلفو دلایلو په وجه د دغسې اقدام امکان ډېر کم ښکاري.

دلته سوال پیدا کېږی چې پاکستان د لسګونو کلونو مساله څنګه اوس راپورته کړه او څنګه یې په یوه میاشت کې حل کوي؟

ظاهرا ځواب دا دی چې د لنډمهالي حکومت په دوران کې د پوځ او امنیتي ادارو قدرت لا زیات وي او څرنګه چې ګوندونه په حکومت کې نه وي نو حکومت په ځان باندې فشار کم احساسوي. که څه هم د انتخاباتو په درشل کې ګوندونه معمولا له موقت حکومت او پوځ سره تر وسه وسه له ټکره ځان ساتي، خو بیا هم د افغان کډوالو په اړه پرېکړه باندې ځینو ګوندونو اعتراض کړی دی. د جماعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د دې لړۍ د بندېدو غوښتنه کړې ده او د عوامي نشنل پارټۍ مشر ایمل ولي خان ویلي دي چې له افغان کډوالو سره توپيري چلند کېږي.

د پاکستان د اساسي قانون له غوښتنې سره سم باید د قومي اسمبلۍ له ړنګېدو وروسته په درې میاشتو کې ټاکنې شوې وای خو دغه ټاکنې د جنورۍ وروستیو ته وځنډول شوې او اوس دا شکونه کېږي چې ان هغه وخت به هم ټاکنې ونه شي. د ځينو په نظر د کډوالو د مسالې د راپورته کولویو مقصد دا هم کېدای شي چې د بې سارې ګرانۍ او انتخاباتي مسایلو په ځای د خلکو پام د کډوالو موضوع ته واوړي.

د افغان کډوالو د شړلو لاملونه که هر څه وي خو د افغانستان د خلکو لپاره دا سبق یو ځل بیا تکرار شو چې د خپلو ستونزو د حل لپاره په پردیو ډېر حساب کول، اشتباه وي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: د هرات د زلزلې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۹ GMT+۱
د روغتیا نړۍوال سازمان: د هرات د زلزلې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي
100%

په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان د بېړنیو مرستو د څانګې مشر د دوشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان په لویدیځ کې د شنبې د ورځې په زلزله کې زیاتره مړه شوي او ټپیان ښځې او ماشومان دي.

د ډاکټر علا ابوزید په وینا؛ یو شمېر یې د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې بیستر شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله تر دا مهاله ۱۰۲۳ تنه مړه شوي او ۱۶۶۳ کسان ټپیان شوي.

اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې تر دا مهاله ۵۱۶ کسان ورک دي، چې له جملې یې ۲۰۳ نارینه او ۲۱۳ ښځینه دي.

په راپور کې ویل شوي، چې په زنده جان کې ۱۳۲۰ کورنۍ، په انجیل کې ۱۵۰ کورنۍ، په ګلران کې ۹۵ کورنۍ، په کوهسان کې ۶۰ کورنۍ او په کوشک (ربات سنګی) کې ۱۶۵۵ کورنۍ اغېزمنې شوې دي.

ډاکټر علا ابوزید رویټرز ته وویل: "ډېری نارینه د زلزلې په وخت کې بهر وو، چې د سهار په ۱۱ بجو وشوه." له همدې امله د وژل شویو او ټپیانو ډېری هغه ښځې او ماشومان دي چې هغه مهال په کورونو کې وو.

هغه زیاته کړه: "د ټپیانو دوه پر درېیمه برخه چې ما په روغتون کې ولیدل ماشومان او ښځې دي."

هغه د هرات په روغتونونو کې د زلزله ځپلو ماشومانو په نازک حالت کې لیدل ډېر د اندېښنې وړ وبلل او زیاته یې کړه، چې دا ډول ټپي کېدل کولی شي، چې د اوږدې مودې فزیکي معیوبیت رامنځته ځینې ​​​​دا ټپونه کولی شي د اوږدې مودې فزیکي معیوبیت لامل شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ژغورنې د عملیاتو او په هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د مالي مرستو برابرول خورا مهم دي، په ځانګړې توګه مرستندویه هېوادونه دا مهال د نورو بحرانونو له امله افغانستان ته کمه پاملرنه کوي.

بهرنیو ډېپلوماټانو او د مرستندویه موسسو چارواکو ویلي، چې په اوکراین او منځني ختیځ کې کړکېچ او همدارنګه په مرستندویه موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو د کمېدو لامل شوی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان دغه چارواکي وویل: "هغه څه چې په دې دوه ورځو کې په مینځني ختیځ کې پېښیږي د ټولې نړۍ پام یې ځانته اړولی او د افغانستان د کړکېچ په اړه پاملرنه کمه شوې ده."

نوموړي په هرات کې د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره په روغتونونو کې د کافي اندازه وسایلو د کمښت یادونه هم کړې ده.

د افغانستان مرګونې زلزلې په تېرو ۳۰ کلونو کې

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۲ GMT+۱
د افغانستان مرګونې زلزلې په تېرو ۳۰ کلونو کې
100%

د افغانستان لوېدیځ کې پرون د ۶.۳ درجې لزلې هرات او ور څېرمه ولایتونه ولړزول. لا هم د مرګ ژوبلې کره شمېر نشته خو ویل کېږي تر دوو زرو کسان پکې مړه شوي دي. دلته په تېرو دېرشو کلونو کې د افغانستان مرګونو زلزلو ته کتنه شوې ده.

بدخشان ۲۰۲۳

۶.۵ درجې لزلې د بدخشان جرم ولسوالي کې وشوه چې افغانستان او پاکستان کې یې ۱۳ کسان مړه شول.

کونړ ۲۰۲۲

د تېر کال سپټمبر کې هم په کونړ کې زلزلې اته کسان مړه کړل.

پکتیکا د ۲۰۲۲ کال جون

پکتیکا او خوست کې د ۶.۱ درجې لزلې سره یو زر ۳۶ کسان مړه او پراخ تاوان یې واړاوه، چې له امله یې طالبانو د نړیوالې مرستې غوښتنه وکړه.

هندوکش ۲۰۱۵

د ۷.۵ درجې زلزله په افغانستان کې یوه لویه ریکارډ شوې زلزله ده چې له امله یې په دغه هېواد او ګاونډیو پاکستان او هند کې ۳۹۹ کسان مړه شول.

هندوکش ۲۰۰۲

د ۲۰۰۲ کال په مارچ کې دوو زلزلو په هندو کش کې ۱۱ سوه کسان مړه کړل.

هندوکش ۱۹۹۱

په هندوکش د زلزلې له امله په افغانستان، پاکستان او پخواني شوروي کې ۸۴۸ کسان مړه شول.

قاین ۱۹۹۷

د افغانستان او ایران پر پوله ۷.۲ درجې لزلې په دواړو هېوادونو کې له ۱۵ سوو ډېر کسان مړه او تر لس زرو ډېر کورونه وران کړل.

تخار ۱۹۹۸

د دغه کال په فبروري زلزلې تر ۲۳۰۰ کسان مړه کړل. ځینې اټکلونه دا شمېر څلور زره ښيي. په مۍ کې د ۶.۶ درجې دویمې زلزلې په دغه سیمه کې له ۴۷۰۰ ډېر کسان په سیمه کې مړه کړل.