• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۴.۷ او ۴.۹ درجو په کچه دوو زلزلو د بغلان ولایت ولړزاوه

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۵ GMT+۱

لږ تر لږه دوو زلزلو نن جمعه د (تلې ۲۱مه) د افغانستان د شمال ځینې برخې ولړزولې. د امریکا ځمک پېژندنې سازمان دغه زلزلې د رېښتر په کچه ۴.۷ او ۴.۹ ښودلې.

د لومړۍ زلزلې مرکز د بغلان ولایت سویل او د دویمې زلزلې مرکز د دغه ولایت پلازمېنه د پلخمري ښار ښودل شوی دی.


د امریکا د ځمک پېژندنې سازمان د مالوماتو له مخې، لومړۍ زلزله د سهار په ۴:۳۰ بجو او دویمه زلزله د سهار په ۵:۴۰ شوې ده.


لاتراوسه د دغو زلزلو د زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

ذبیح الله مجاهد: هېڅ بهرنیو استخباراتو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوو

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۰ GMT+۱
ذبیح الله مجاهد: هېڅ بهرنیو استخباراتو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوو
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې د فېډرالي استخباراتي ادارې هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې د امریکا او برېتانیې استخباراتي ادارې د افغانستان یو شمېر مهمو ولایاتو ته بېرته راګرځي.

د روسیې د فيډرالي امنیت ادارې مشر ویلي، چې امریکايي او برېتانوي استخباراتي ادارې په پام کې لري، چې د افغانستان څو مهمو ولایتونو ته بېرته ورشي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ الکساندر بورتنیکوف ویلي چې دغه سازمانونه په افغانستان کې د خپلو اډو پر بیا فعالولو بوخت دي.

تاس زیاته کړه، چې ښاغلي بورتنیکوف دغه موضوع د اذربایجان جمهوریت په پلازمېنه باکو کې د مشترک المنافع هېوادونو د استخباراتي ادارو د مشرانو په غونډه کې چې د ده په مشرۍ جوړه شوې وه؛ مطرح کړه.

هغه وويل: «د امريکا مرکزي استخباراتي اداره (سي ای اې) او د برېتانیا (ام ای-۶) استخباراتي ادارې د افغانستان په يو شمېر مهمو ولايتونو کې خپل استخباراتي حضور بيا را ژوندی کوي».

د روسیې د فيډرالي امنیت ادارې مشر زیاته کړه، چې په افغانستان کې د امریکايي اډو د بیا فعالولو احتمال تر څېړنې لاندې دی.

دغه روسي استخباراتي چارواکي امریکا او برېتانیا د افغانستان د وضعیت په بې ثباته کولو کې په لاس لرلو تورن کړل.

د هغه په ​​وينا؛ لویديځې استخباراتي کړۍ د درېیمې درجې هېوادونو په ګډون د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې او د بنسټيزو پروژو د پلي کولو لپاره د طالبانو د حکومت هڅې کمزورې کوي.

نوموړي همداراز ادعا وکړه، چې په عراق، سوریه او یو شمېر اسیايي او افریقايي هېوادونو کې د نړۍوالو ترهګرو ډلو وسله وال په افغانستان کې د لویدیځ په پرمختللو پاتې شوو وسلو سره روزل کیږي.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د روسیې د فیډرالي استخباراتو د ادارې د مشر څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي، چې دوی به په افغانستان کې د هېڅ هېواد استخباراتي فعالیت ته اجازه ورنه کړي.

نوموړي ویلي، چې دوی د نړۍ له هېوادونو غواړي چې افغانستان د خپلو سیالیو مرکز ونه ګرځوي او کوښښ دې وکړي، چې خپلې سیالۍ له افغانستانه بېرون وکړي.

د روسیې د فیډرالي استخباراتي ادارې د مشر د څرګندونو په اړه امریکا او برېتانیې تر دې دمه څه نه دي ویلي.

جنوبي کوریا د هرات له زلزله ځپلو سره د یوه میلیون ډالرو مرسته کوي

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۱ GMT+۱
جنوبي کوریا د هرات له زلزله ځپلو سره د یوه میلیون ډالرو مرسته کوي
100%

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۲۰مه) اعلان وکړ، چې د هرات له زلزله ځپلو سره د یوه میلیون ډالرو مرسته کوي. دغه وزارت په یوې بیانیه کې ویلي، چې دغه بېړنۍ مرستې به د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر له لارې واستول شي.

دا بودیجه به د زلزله ځپلو وضعیت ته د رسېدنې او د ځپل شویو سیمو په بیارغونه کې مرسته وکړي.

د سره صليب او سرې مياشتې د نړۍوال فدراسيون د معلوماتو له مخې؛ د شنبې په ورځ (د تلې په ۱۵مه)د رېښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه ٢٤٤٥ تنه وژل شوي او تر ٩٠٠٠ زيات ټپيان شوي دي.

په تېره يوه اونۍ کې څو ځلې زلزلې د افغانستان لویديځ په تېره بيا هرات ولړزاوه.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د هرات زلزلې لږ تر لږه ۱۷ زره کسان زیانمن کړي دي.

مرستندويه سازمانونو له دې زلزله ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

بشرپالو مرستندویه سازمانونو خبرداری ورکړی، چې د ژمي په رارسېدو او د بشري ناورین له امله، چې افغانستان په کې ډوب دی؛ د شته ستونزو له امله د زیانمنو شویو وګړو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول له سترو ننګونو څخه دي.

د هرات په زلزلو کې یو شمېر تاریخي ابدات زیانمن شوي

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۶ GMT+۱
د هرات په زلزلو کې یو شمېر تاریخي ابدات زیانمن شوي
100%

هراتیان او یو طالب چارواکی وايي، د هرات په وروستیو زلزلو کې د مرګ ژوبلې تر څنګ د دغه ولایت یو شمېر تاریخي ابدات زیانمن شوي او که پر وخت یې ترمیم ونه شي، ښايي ونړیږي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د هرات لپاره د دې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس احمد الله متقي په حواله ویلي، چې په وروستیو زلزلو کې یو شمېر تاریخي ابدات زیانمن شوي دي.

نوموړي له نړۍوالو بنسټونو غوښتي، چې د دې تاریخي ابداتو د بیارغونې په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

لیکوال او فرهنګپال احسان الله ضیايي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې په زلزله کې د هرات لوی جامع جومات- چې یو لرغونی جومات دی- هم زیانمن شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د اختیار الدین کلا دېوالونو او منارونو ته هم زیان اوښتی، خو که چېرې یې پر وخت بیارغونه ونه شي نو ښايي په بشپړ ډول له منځه لاړ شي.

ضیايي زیاتوي، چې په زاړه ښار کې هم ګڼې ودانۍ زیانمنې شوې او اړتیا ده، چې یونسکو یا نورې همکارې ادارې د دغو تاریخي ځایونو بیا رغونه وکړي.

هرات یو له هغو لرغونو ولایاتو دی، چې ګڼ تاریخي ابدات لري او د خپل همدغه تاریخي قدامت له مخې یې د "لرغوني هرات" نوم خپل کړی دی.

په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د زنده جان ولسوالۍ د څو کلیو کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.

فلای دوبۍ له دوه کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا کابل ته الوتنې پیلوي

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۵ GMT+۱
فلای دوبۍ له دوه کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا کابل ته الوتنې پیلوي
100%

له دوه کلن ځنډ وروسته فلای دوبۍ د کابل نړۍوال هوايي ډګر ته د الوتنو د بیا پیلولو اعلان وکړ. دغه هوايي شرکت پر خپله ویبپاڼه لیکلي، چې دوی یو ځل بیا د روان کال د نومبر د میاشتې په ۱۵مه نېټه د کابل هوايي ډګر ته الوتنې پیلوي.

د فلای دوبۍ د هوايي شرکت په خبره، چې دا ځل به دوی د دوبۍ د هوايي ډګر له دویم ترمینل څخه کابل ته الوتنې پیل کړي.

د یاد شرکت وروستۍ سوداګریزه الوتنه له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۴مه نېټه ترسره شوه او له هغې وروسته یې بیا افغانستان ته الوتنه ونه کړه.

وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې پر افغانستان یو ځل بیا طالبانو واک تر لاسه کړ، دغه هوايي شرکت کابل ته خپلې ټولې الوتنې وځنډولې.

د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته له افغانستانه یوازې کورني هوايي شرکتونه الوتنې لري، وروسته له دوو کلونو به فلای دوبۍ لومړنی هوايي شرکت وي، چې الوتکې به یې د کابل نړۍوال هوايي ډګر پر ځمکه کېني.

د چمن لار لا هم د بې ویزې مسافرو پر مخ تړلې ده

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۰ GMT+۱
د چمن لار لا هم د بې ویزې مسافرو پر مخ تړلې ده
100%

سرچينې وايي، چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونه په تېرو درېيو ورځو کې هغو مسافرو ته چې پاسپورټونه او وېزې نه لري، د چمن له پولې د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې. تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان اتباعو د خپلې پېژندپاڼې سره له دې لارې تګ راتګ کولی شو.

د سپین بولدک او چمن پوله د پاکستان او افغانستان تر منځ یو له مهمو پولو څخه ده؛ خو د پاکستان له لوري دبندیزونو له لګولو وروسته د پولې دواړو غاړو ته زرګونه کسان د تګ راتګ په تمه دي.

محمد رفیق اڅکزی چې کور یې د خېبر پښتونخوا په چمن کې دی او کاروبار یې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې دی، افغانستان انټرنشنل ته وویل:«له کلونو راهیسې د سپین بولدک او چمن په قبایلي سیمو کې د افغان او پاکستاني وګړي له خپلو پېژنډپانو سره له دې پولې تګ راتګ کوي».

د چمن د اتحاد مشر محمد ولي وايي، چې درې ورځې وړاندې یې د بلوچستان له چارواکو سره تر ليدنې وروسته هغوی اعلان وکړ، چې د پولې دواړو غاړو ته بايد تګ راتګ د پاسپورټ په لرلو وشي.

د چمن د اتحاد مشر وويل:«موږ د پاکستاني حکومت دا پرېکړه په هېڅ وجه نه شو زغملای، دلته د زرګونو خلکو کاروبار اغېزمن کیږي. دا زموږ وطن دی او موږ قبایل د پاکستان دا پرېکړه، چې د پاسپورټونو په لرلو دې سفر وشي نه منو».

پاکستان په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې د قانوني اسنادو پرته به بهرني اتباع وباسي.