سرچينې وايي، چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونه په تېرو درېيو ورځو کې هغو مسافرو ته چې پاسپورټونه او وېزې نه لري، د چمن له پولې د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې.
تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان اتباعو د خپلې پېژندپاڼې سره له دې لارې تګ راتګ کولی شو.
د سپین بولدک او چمن پوله د پاکستان او افغانستان تر منځ یو له مهمو پولو څخه ده؛ خو د پاکستان له لوري دبندیزونو له لګولو وروسته د پولې دواړو غاړو ته زرګونه کسان د تګ راتګ په تمه دي.
محمد رفیق اڅکزی چې کور یې د خېبر پښتونخوا په چمن کې دی او کاروبار یې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې دی، افغانستان انټرنشنل ته وویل:«له کلونو راهیسې د سپین بولدک او چمن په قبایلي سیمو کې د افغان او پاکستاني وګړي له خپلو پېژنډپانو سره له دې پولې تګ راتګ کوي».
د چمن د اتحاد مشر محمد ولي وايي، چې درې ورځې وړاندې یې د بلوچستان له چارواکو سره تر ليدنې وروسته هغوی اعلان وکړ، چې د پولې دواړو غاړو ته بايد تګ راتګ د پاسپورټ په لرلو وشي.
د چمن د اتحاد مشر وويل:«موږ د پاکستاني حکومت دا پرېکړه په هېڅ وجه نه شو زغملای، دلته د زرګونو خلکو کاروبار اغېزمن کیږي. دا زموږ وطن دی او موږ قبایل د پاکستان دا پرېکړه، چې د پاسپورټونو په لرلو دې سفر وشي نه منو».
پاکستان په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې د قانوني اسنادو پرته به بهرني اتباع وباسي.
په وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو چار سمبالی وزیر سرفراز بګټي هم وویل، له هغو ۲۴ ځانمرګو بریدګرو څخه چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ وروسته یې په دغه هېواد کې بریدونه کړي ۱۴ یې افغانان دي.
له یو شمیر طالبانو سره چې په وروستیو ورځو کې غږیدلي یو، وايي د طالبانو د مشر له پټې فتوا وروسته هم ځیني ملګرو په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه کړي دي. دوی وايي پاکستاني طالبانو د افغانستان د جمهوریت له پرځېدو مخکې کلونه کلونه په جګړه کې ورسره برخه اخیستې اوس پر دوی فرض ده چې له خپلو همسنګرو سره ودریږي.
نظرونه دا دي چې د امتیازیاتو په بدل کې ایران د سوریې جګړې ته د افغانانو هڅولو او ورګډولو یوه تجربه لري، د طالبانو او ایران ګرمې اړیکې او په دغه هیواد کې د یو شمیر طالب مشرانو اوسېدل هم دې ته لار هواروي چې ایران له خپل نفوذ څخه ګټه اخیستې وي او طالب مشرانو د سیاسي او مادي امتیازاتو په بدل کې سختدریزه طالب وسلوال د ایران په مرسته د فلسطین جګړې ته استولي وي او یا هم د دې هدف لپاره لاس په کار شوی وي.
په وروستیو کې امریکايي او اسراییلي چارواکو منلې ده، چې د امریکا وسلې غزه تړانګه کې لیدل شوې دي او دوی په دې باور دي چې دغه وسلې له افغانستان څخه د حماس وسلوالو ته په لاس ورغلې دي.
د طالبانو امنیتي سرچینې مني چې له افغانستان څخه امریکايي وسلې حماس ډلې ته رسېدلې دي، خو دوی په دې باور دي چې ممکن د افغانستان د پرلپسې ولایتونو د سقوط په لومړیو ورځو کې غنیمت شوې وسلې ایران ته قاچاق شوې او له هغه ځایه تر حماس رسېدلې وي.
ځیني طالب مشرانو بار بار ویلي چې د افغانستان له خاورې څخه هیڅ کوم هیواد ته ګواښ متوجې نه دی خو بیا هم د ځیني سختدریزه طالب مشرانو سیاسي څرګندونو او علامیو وښودله چې فلسطین ته ورته بهرنۍ جګړه کې د ورکډېدو لېوالتیا لري.
په وروستیو کې وینو هغه طالبان چې اوس یې واک په لاس کې دی له امریکا سره د اړیکو د خرابېدو له ویرې په ښکاره د اسراییل او فلسطین په جګړه کې له څه ویلو ډډه کوي خو د خپلو توندلارو مشرانو او وسلوالو لپاره مجبور دي چې د اسراییل په مقابل کې د فلسطین حماس ډلې د بریدونو ملاتړ وکړي.
ملا عبدالغني ملابرادر او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه طالب چارواکي دي چې د حماس ډلې له سیاسي مشر اسماعیل هنیه سره یې په دوحه او قطر کې یې مخاخ ناستې کړي دي.
تجربو ښودلې چې طالبان په داسې موضوعاګانو کې له احتیاط څخه کار اخلي او په اسانه سره تر پایه نه غواړي دا موضوعات تایید کړي.
بل خوا تېرو دوو کلونو کې د نظر اختلافاتو وښودله چې د دوی با نفوذه مشران د خپل راتلونکي لپاره له یو شمیر هیوادونو سره په پټه او ښګاره اړیکې پالي او په همدې بنسټ یو شمیر نظر خاوندان په دې اند دي چې حماس ته د وسلو رسېدو سره د طالب وسلوالو استول هم کوم ناممکن کار نه دی.
په رسنیو کې داسې ویډیوګانې هم راڅرګندې شوې چې پکې وړې افغان جینکۍ د یوه مکتب نه په ژړا راوځي. که څه هم د دې خبرې تصدیق نه دی شوی چې دغه ویډیوګانې په واقعیت کې د کوم ځای دي او کله ثبت شوې دي؟ خو دا خبره څرګنده ده چې د افغان کډوالو کومې کورنۍ چې له پاکستانه په زور اېستل کیږي د هغوی د کورونو جینکۍ خو به د تعلیم نه هرو مرو بې برخې کیږي.
اوس سوال دا پیدا کیږي چې پاکستان څنګه په یو اړخیز ډول د اوولس لکو افغان کډوالو په دریو څلورو اونیو کې په جبري توګه د اېستلو تصمیم نیولی شي؟ په دې کډوالو کې له کلونو کلونو په پاکستان کې میشت افغانان شته او هغوی څنګه په دومره لږ وخت کې خپل ژوند او روزګار راټولولی شي او بیرته افغانستان ته تللی شي چې هلته ورته هیڅ امادګي او امکانات نشته.
په دوی کې یو شمیر هغه افغانان هم دي چې په افغانستان کې د پخوانیو حکومتونو مامورین پاته شوي دي او هیواد ته د طالبانو د راتګ نه وروسته یې خپل ژوند په خطر کې لیده ځکه یې کور کلی پرېیښی دی نو اوس به د هغوی راتلونکې څنګه شي؟
دا خبره هم په پام کې نیول پکار دي چې د پاکستاني حکومت په دغه تصمیم کې نه د متحده قومونو د مهاجرو عالي کمیسیون او نه هم کابل کې طالب واکمنان ګډون لري، که دا په ریښتیا د کډوالو د عودت پلان وي نو په دې کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او متحده قومونو د مهاجرو د عالي کمیسیون ګډون اړین وو.
دا خو جوته خبره ده چې دغه قسمه ناسنجول شوی یو اړخیز تصمیم به یو غټ انساني ناورین منځ ته راولي، چې پر افغان کډوالو سربېره د افغانستان او ټولې سیمې لپاره به ډیر ناوړه عواقب ولري.
ایا د پاکستان د حکومت دغه تصمیم د بین المللي بشري قوانینو او لایحو نه سرغړونه نه ده؟ بېشکه چې ده، خو یو بل مشکل دا دی چې پاکستان نه خو د مهاجرو په باب د کال ۱۹۵۱ د جینیوا کنوینشن امضاکړی دی او نه یې هم له دغه کنوینشن سره د ۱۹۶۷ کال پروټوکول باندې دستخط کړی دی او دا خو یې لا څه کوې چې پاکستان په داخل کې پخپله هم د مهاجرو لپاره هیڅ قانون نه دی جوړ کړی.
په دې ډول پاکستان ته په تیرو ۷۶ کلونو کې راغلي ټول مهاجر په یوه قانوني تشه کې پاته شوي دي او په تاسف سره نړیوالو هم په دغه قانوني تشه باندې سترګې پټې ساتلې دي.
دغه «اشتباه» کوم تصادف نه دی. په پاکستان کې د مهاجرو د ژوند لپاره د حقوقي معیارونو نشتوالی د پاکستاني حکومت د هغې ستراتیژۍ برخه ده چې خپل ځان د مهاجرو د حقوقو باره کې له هر مکلفیت نه ازاد ساتي او له مهاجرو سره برخورد د خپلو سیاسي ګټو په پام کې نیولو سره کوي.
د تیرو څلورو لسیزو تاریخ کې دا واقیعت څرګند لیدل کیږي، چې په کال ۱۹۸۰ کې چې افغانستان ته شوروي قواوې راغلې او افغان کډوالو پاکستان ته راتګ پیل کړ نو د پاکستان برخورد ورسره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړتیاوو سره په سمون کې ډیر ښه وو.
د افغان کډوالو لپاره په لویه کچه بین المللي کومکونه را روان شول، چې د پاکستان اقتصاد ته یې هم ګټه رسوله.
د جنرال ضیا الحق، د جنرال اختر عبدالرحمان او نورو جنرالانو کورنۍ پکې میلیاردرې شوې او پاکستان ته غرب د ایټم بم پروژه پریښوده چې وروسته یې ترې ایټم بم جوړ کړ.
ورسره غربي او اسلامي هیوادونو پاکستان ته د مهاجرینو په کوربتوب شاباسی هم ووایه، خو پاکستاني جنرالانو په دې ګټو قناعت و نه کړ، هغوی په افغانستان باندې د خپلې غلبې د تامین لپاره په افغانستان کې په دوامداره توګه مداخله کړې او جنګ ته یې هم لمن وهلې ده او اوس هم د افغان کډوالو په ځورولو سره پر افغانستان خپله هژمونی تثبیتول غواړي.
جالبه دا ده چې په مختلفو ښارونو او سیمو کې د افغانستان د جنګ سالارانو سرمایه ګذارۍ او جایدادونه مصون دي خو د جونپړو اوسیدونکو کډوالو پسې یې کوتک را اخیستی دی.
حقوق دانان وايي که څه هم پاکستان د مهاجرینو په باب کې د کال ۱۹۵۱ جینیوا کنوینشن او یا د ۱۹۶۷ پروتوکول نه دی امضا کړی خو دا د نړۍ منل شوي قوانین دي، نو پاکستان څنګه له دغو قوانینو نه سترګې پټولی شي او په رڼا ورځ دغه قوانین تر پښو لاندې کولی شی؟
یوه بله مهمه حقوقي نکته چې لږ موده وړاندې د اسلام اباد عالي محکمې منلې ده، هغه دا ده چې پاکستان د مدني او سیاسي حقوقو د کال ۱۹۶۶ نړیواله معاهده او د شکنجې، د ظالمانه او غیرانساني برخورد او توهینولو په ضد د کال ۱۹۸۴ نړیواله معاهده امضا کړې ده.
د مهاجرو په باره کې د کال ۱۹۵۱ جینیوا کنوینشن د پورته ذکر شوو معاهدو برخه ده نو ځکه پاکستان هم باید دغه کنوینشن مراعات کړي. پکار ده چې د متحده قومونو سازمان او نړیوال قوانین منونکي هیوادونه پاکستان ته د بین المللي قوانینو نه د سر غړونې اجازه ور نه کړي.
په افغانستان کې د یوه مشروع نظام د تامین تر وخته باید د متحده قومونو سازمان د افغانستان د خلکو د بشري حقوقو نه دفاع وکړی.
د مقالې لیکوال افراسیاب خټک د پاکستان پخوانی سناتور او د پاکستان د بشري حقوقو د سازمان پخوانی رییس دی.
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.
ویل کېږي، چې راستنې شوې کورنۍ د دغو ولایتونو په کډوالو ادارو کې له ثبتېدو وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړۍوال سازمان ته معرفي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت ناقانونه کډوالو ته د اکټوبر میاشتې ترپایه ضرب الاجل ټاکلی چې تر هغې وروسته به دوی د دغو کډوالو پر وړاندې عملیات پیل کړي.