• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د بې قانونه کډوالو د اېستلو پرېکړه کې بدلون نه راځي

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ تله ۱۴۰۲ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۵ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، بې قانونه کډوالو ته د اکټوبر تر وروستۍ نېټې ور کړل شوې موده کې کوم سازش نه کېږي. سرفراز بګټي ویلي، دا پرېکړه یوازې د افغانانو نه، بلکې په پاکستان کې د ټولو بې قانونه کډوالو لپاره شوې ده.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې په دغه هېواد کې بې قانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړی دی.

د جیو نیوز د راپور له مخې، سرفراز بګټي ویلي: «کوم کډوال چې د نومبر تر اولې وځي ودې وځي، له هغه وروسته ور سره کوم جوړجاړی نه کېږي.»

د پاکستان حکومت وايي، په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال اوسېږي چې ۱.۷ میلیونه یې بې قانونه دي.

د پاکستان له نوې پرېکړې وروسته په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د زور زیاتي ویډیووې هم خپرېږي.

د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون مختلفو ادارو له اسلام اباد غوښتي چې د افغان کډواول په هکله وروستۍ فیصله بېرته واخلي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

په کابل او ننګرهار کې د فلسطین په ملاتړ او د اسراییل پرضد لاریونونه شوي دي

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۳ GMT+۱
په کابل او ننګرهار کې د فلسطین په ملاتړ او د اسراییل پرضد لاریونونه شوي دي
100%

د افغانستان پلازمېنه کابل او ننګرهار کې د جعمې له لمانځه وروسته سلګونو کسانو د فلسطین پر ملاتړ او د اسراییل پرضد لاریونونه وکړل. دغو لاریونوالو پر غزه تړانګه د اسراییل هوايي بریدونه وغندل او د فلسطینیانو په ملاتړ د اسلامي نړۍ د غږ پورته کولو غوښتنه یې وکړه.

د کابل عیدګاه جومات مخې ته نن د جمعه ورځ د میزان ۲۰ مه د لمانځه وروسته یو شمیر کسان د فلسطین د ملاتړ په موخه راټول شوي وو.

دغو لاریونوالو د اسراییل پرضد د فلسطین ملاتړ اعلان کړ او وویل چې په دغه سخت وخت کې باید د نړۍ مسلمانان له فلسطینیانو سره ودریږي.

دغو لاریونوالو چې د طالبانو او فلسطین بیروغونه له ځانونو سره لیږدول، وویل اسلامي نړۍ باید د اسراییل پرضد یو موټی شي.

په ورته وخت کې په ننګرهار کې هم لاریونوالو په غزه تړانګه کې د اسراییل د هوايي بریدونو پر غندلو سربېره وویل اسراییل دې د بې ګناه فلسطینیانو وژل ودروي.

تېره ورځ د پکتیا مرکز ګردیز کې هم ګڼ شمیر کسانو په مظاهره کې د اسراییل پرضد شعارونه ورکول او له اسلامي هیوادونو څخه یې وغوښتل چې په غزه کې د اسراییل د هوایي بریدونو پرضد غږ پورته کړي.

د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه اوومې ورځې ته غځېدلې او لا هم روانه ده.

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه تړانګه د اسراييل په بریدونو کې ۱۲۰۳ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.

اسراییل ټایمز هم راپور ورکړی، چې د حماس د بریدونو په پایله کې ۱۳۰۰ اسراییلیان وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، په غزه کې له دوه مېلیونو زیات خلک اوبه او برېښنا نه لري او د اسراییل له‌خوا د دغې سیمې د «بشپړې کلابندۍ» له امله پر خلکو د تېښتې لارې هم تړل شوې دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي د پلخمري ښار په امام زمان جومات کې چاودنه شوې ده

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۵ GMT+۱
سیمه ییزې سرچینې وايي د پلخمري ښار په امام زمان جومات کې چاودنه شوې ده
100%

سیمه ییزې سرچینې وايي د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار د دویمې ناحیې په امام زمان جومات کې د ننه د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده. دغو سرچینو ویلي، چاودنه د شیعه ګانو په یوه جومات کې شوې او لمونځ کوونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه چاودنه د جمعې په ورځ د میزان ۲۰ مه ماسپښین د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د سیلو دوهم سړک پر سر جومات کې شوې ده.
د عیني شاهدانو د معلوماتو له مخې، چاودنه د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله شوې ده.

ځايي سرچينې وايي، چې له چاودنې وروسته طالبان د پېښې ځاى ته رسیدلي دي.
هغه انځورونه چې د افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي ښيي چې سیمې ته امبولانسونه د دغې پېښې د مړو او ټپيانو لېږدولو ته رسېدلي دي.

تروسه د دې پيښې پړه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې .
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

پښتون ژغورنې غورځنګ: په واڼه کې د غورځنګ مرکزي غړی، فرمان اختر د پولیسو له‌خوا نیول شوی

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۷ GMT+۱
پښتون ژغورنې غورځنګ: په واڼه کې د غورځنګ مرکزي غړی، فرمان اختر د پولیسو له‌خوا نیول شوی
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه غورځنګ مرکزي غړی فرمان اختر د واڼه پولیسو نیولی دی. د دغه غورځنګ په وینا، فرمان اختر غوښتل چې د میرانشاه پرېس کلپ مخې احتجاج ته د ګډون لپاره ورشي، چې په واڼه کې د پولیسو له‌خوا ونیول شو.

لاتراوسه د پاکستان پولیسو د فرمان اختر د نیونې په اړه څه نه دي ویلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره ورځ په اېکس پاڼه په خپل لیکلي پیغام په شمالي وزیرستان کې د پولیسو له‌خوا د دغه غورځنګ د غړیو زکیم خان، ګېله‌من پښتین او نورالله ترین د «غیرانساني او ناقانونه نیولو» پر وړاندې یوه غونډه رابللې وه.

تر دې وړاندې هم د پاکستان د پولیسو له‌خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو ترځنګ ځینې نور مشران هم نیول شوي وو او د بند یوه موده یې هم تېره کړې ده.

جیو نیوز: سعودي عربستان له افغانانو ۱۲ زره پاکستاني پاسپورټونه ضبط کړي دي

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۱ GMT+۱
جیو نیوز: سعودي عربستان له افغانانو ۱۲ زره پاکستاني پاسپورټونه ضبط کړي دي
100%

د پاکستان جیو نیوز راپور ورکړی، سعودي چارواکو په ریاض کې د پاکستان سفارت ته خبر ورکړی چې ۱۲ زره پاکستاني پاسپورټونه یې له افغانانو سره نیولي دي. د پاکستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو په ګډه افغانانو ته د پاکستاني پاسپورټونو د وېش په څرنګوالي پلټنې پیل کړې دي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، د پلټنو په لومړي پړاو کې دا څرکنده شوې چې د جاوید عمر په نوم یو کس په لاهور کې د دغو پاسپورټونو په وېش کې لاس لاره چې دا مهال نیول شوی دی.

دا رنګه دوه پولیس افسران چې د پاسپورټونو په چاره کې په درغلیو ښکېل وو، هغوی هم نیول شوي دي.

په سعودي عربستان کې د پاکستان سفیر په دې برخه کې له څه ویلو ډډه کړې.

تر اوسه لا روښانه نه ده، چې سعودي عربستان په څومره موده کې دغه دولس زره پاسپورټونو په نښه کړي او نیولي دي.

سعودي چارواکو هم د هغو افغانانو په اړه چې دغه پاسپورټونه ورسره نیول شوي، څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې پاکستاني پولیسو څو وارې ویلي وو، چې یوشمېر هغه کسان یې نیولي چې افغانانو ته یې پاکستاني کارټونه او پېژندپاڼې وېشلې وې.

په هرات کې له وېرې خلک د کورونو پر ځای په بېدیا شپې سبا کوي

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۹ GMT+۱
په هرات کې له وېرې خلک د کورونو پر ځای په بېدیا شپې سبا کوي
100%

په تېرې شاوخوا یوې اونۍ کې د هرات په ټول ښار کې چوپتیا خوره ده او خلک په کې ډېر کم لیدل کېږي. هرات د افغانستان یو له سترو ښارونو دی، چې هم ګڼ مېشته ولایت دی او د سوداګرۍ له پلوه تر ټولو نورو مهم ښار ګڼل کېږي.

د تېرې یوې اوونۍ له زلزلو او د زلزلو د وروستیو ټکانونو له امله خلک ترهېدلي او په ښار کې چوپه چوپتیا خوره ده.
د دغه ښار یو شمېر خلک نورو سیمو او ولایتونو ته تللي او هغوی چې په هرات کې پاتې هم دي، د شپې له‌خوا د کورونو پر ځای په بېدیاوو، د جوماتونو په غولیو، انګړونو او بڼونو کې د مني سړې شپې سبا کوي.


د هرات اوسېدونکی عتیق الله عمري وايي، چې کورنۍ یې د فراه ولایت ته لېږدولې او خپله یوازې د هرات په ښار کې اوسېږي.

هغه زیاته کړه:« زموږ د تجربو له مخې په فراه کې لومړی خو زلزلې نه کېږي او که بیا و هم شي د هرات پرتله یې شدت کم وي.»
ښاغلي عمری وايي:« موږ دلته په هرات کې ستره حویلۍ او بڼ لرو. د شپې له‌خوا سره له دې چې هوا سړه شوې؛ خو بیا هم موږ په بڼ کې ویده کېږو او دا وېره راسره ملګرې وي، چې خدای مه کړه زوروره زلزله و نه شي او د خونو چتونه پر موږ راپرې نه وځي.»
خو د هرات ډېر ښاریان چې د ښاغلي عمری په شان د ژوندانه له اسانتیاوو برخمن نه دي، هغوی د شپې له‌خوا جوماتونو یا پراخه میدانونو ته پناه وړي.

د هرات جامع جومات هره شپه د زرګونو هراتیانو په مېلمستون بدل شوی، د دې تر څنګ یو شمېر سوداګر او پانګه‌وال هره شپه په بې ځایه شویو خلکو پخه ډودۍ او خواړه وېشي.


د هرات یو سوداګر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي د ټیلیفون په لیکه افغانستان انټرنشنل ته وویل، هره شپه د شاوخوا شپږ سوو کسانو لپاره د پخې ډوډۍ بندو بست کوي «البته دا زما په وس پوره ده او دا کار خاص د الله د رضا لپاره کوم او که مې وس ورسېږي تر دې ډېر یې هم کوم.»

100%


د دغه هراتي سوداګر په وینا، د هرات په خلکو کې دا دود ډېر لرغونی دی چې په بده ورځ یو بل ته لاس ورکوي او مرسته کولو ته دانګي.


په هرات کې د وروستیو زلزلو له ځپل شویو خلکو سره د نړۍوالو د مرستو ترڅنګ په کور دننه هم خلکو د مرستو راټولولو لړۍ پیل کړې او د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د زلزله ځپلو لپاره مرستې راټولیږي، چې په دوی کې د ځوانانو او مدني فعالانو ونډه تر نورو غوښنه ده.