• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځايي سرچينې: طالبانو د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د تېر حکومت دوه نظامیان وژلي دي

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۷ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د تېر حکومت دوه نظامیان وژلي دي. سرچېنې زیاتوي؛ طالبانو د پخواني حکومت د ملي اردو یو پخوانی افسر او بل ضابط په ناامنیو کې د لاس لرلو په تور ووژل.

ځايي سرچېنې وايي، چې طالبانو دا دوه تنه د پخواني حکومت نظامیان دادی خان او جاوید تېره شپه (د میزان ۲۳ مه) د شپې دوه نیمې شاوخوا له کور څخه ویستي او د زیاتې شکنجې وروسته یې ووژل.

بل خوا د طالبانو د لغمان امنیه قومندانۍ د یوې خبرپاڼې خپرولو سره ویلي؛ دا دوه تنه پخواني نظامیان یې په دغه ولسوالۍ کې په ناامنۍ کې په لاس لرلو تورن کړي دي او ویلي چې د جګړې پرمهال وژل شوي دي.

د وژل شوو پخوانیو نظامیانو کورنۍ غړي وايي، چې دادی خان او جاوید له هېڅ کومې وسلوالې ډلې سره همکاري نه درلوده او د جمهوریت له ړنګېدو سره د لغمان دولت شاه ولسوالۍ د ګړان کلي کې پر بزګری بوخت وو.

دوی زیاتوي، چې د دولت شاه ولسوالۍ طالبانو ته یو شمیر ځايي مشران ورغلي ترڅو مړي خاورو ته وسپاري، خو طالبانو د مړو ورکولو څخه انکار کړی دی او ځايي مشران یې رټلي دي.

کورنۍ غړي یې وايي: "طالبانو دا کسان له کورونو وویستل او وروسته یې په ډبرو ووېشتل ، د زیاتې شنکجې وروسته یې مړي د ولسوالۍ په دروازه کې اچولي دي او خلک یې نندارې ته راټول دي".

هغه انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلې، په کې ښکاري چې دا دوه پخواني نظامیان ډېرو شکنجو وروسته په بې رحمۍ سره وژل شوي دي.

په تېرو څو میاشتو راهسې د لغمان دولت شاه ولسوالۍ کې د ازادۍ جبهې پر طالبانو باندې د څو پرلپسې بریدونه پړه پر غاړه اخیستې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق ( د تلې په ۱۹مه) د بشري حقونو د پراختیا او ساتنې د عمومی اسمبلۍ د درېیمې کمېټې ناستې ته وویل، چې د طالبانو ضد ډلو د غړیتوب په تور د پخوانیو امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو خپلسري نیول او ناقانونه وژنې لا هم روانې دي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د قطر لومړي وزیر د م.م له یوه استازي سره لیدنه کې د افغانستان له خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۱
د قطر لومړي وزیر د م.م له یوه استازي سره لیدنه کې د افغانستان له خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ
100%

د قطر لومړي وزیر عبدالرحمن ال ثاني نن یکشنبه «د تلې ۲۳مه» په دوحه کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره وکتل. ال ثاني دې لیدنه کې په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د ملګرو ملتونو له هڅو د دوحې پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د قطر او ملګرو ملتونو ترمنځ پر همکاریو او د افغانستان په وروستیو پرمختګونو خبرې شوې دي.

اعلامیه زیاتوي، چې په دې کتنه کې د قطر لومړي وزیر د افغانستان له خلکو سره د پرمختګ او هوساینې د هیلو د پوره کولو لپاره د قطر پر ژمنو ټینګار کړی دی.

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي همدارنګه په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره د نړیوالو د ملاتړ لپاره د قطر د دوامداره هڅو هرکلی وکړ.

قطر د طالبانو یو له هغو ملاتړو هېوادونو څخه دی، چې په د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو کوربه توب یې کاوه او د افغانستان د وروستي جمهوري دولت له سقوط وروسته لا هم په نړیوال سټیج د دغې ډلې د ملاتړ لپار کار کوي.

د افغانستان ملي مقاومت جبهه د حماس او اسراییل د جګړې سملاسي بندېدل غواړي

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۱
د افغانستان ملي مقاومت جبهه د حماس او اسراییل د جګړې سملاسي بندېدل غواړي
100%

د افغانستان ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفه وسلواله ډله د حماس او اسراییل ترمنځ پر روانه جګړه اندېښنه ښيي او له ملګرو ملتونو غواړي، چې د بندېدو لپاره یې سملاسي اقدامات وکړي. دا جبهه له غزې د خلکو اجباري ويستل او پر هغوی د اسراییل ممکنه برید د نړۍوالو اصولو خلاف بولي.

د افغانستان ملي مقاومت جبهه نن یکشنبه ( د تلې ۲۳مه) په یوه بیان کې د ملګرو ملتونو د فیصلو او پرېکړه لیکونو په چوکاټ کې د خپلواک فلسطین لپاره د فلسطنیانو د غوښتنو ملاتړ کوي.

په بیان کې راغلي، چې جنجالي سیمو کې د مېنو جوړولو لپاره د اسراییل هڅې د روان کړکېچ اصلي پاروونکی عنصر دی.

په دې بیان کې پر اسلامي هېوادونو غږ شوی، چې د فلسطیني کړکېچ د عادلانه حل لپاره د خپلمنځي او نړۍوال یووالي لپاره ګام پورته کړي.

اسراییل د غزې د شمال اوسېدونکو ته ویلي، چې له خپلو مېنو څخه ووځي.

د اسراییل پوځ وايي، د حماس د له منځه وړلو لپاره په دغه سیمه کې پراخ عملیات کوي.

د اسراییل له خبرداري وروسته په زرګونو خلک د غزې سوېل ته کډه شوي دي.

جاپان د افغانستان لپاره نوی سفیر معرفي کړ

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۹ GMT+۱
جاپان د افغانستان لپاره نوی سفیر معرفي کړ
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې جاپان د افغانستان لپاره نوی سفیر ټاکلی دی. د دغې خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د تاکاشي اوکادا د ماموریت موده پای ته رسېدلې او د هغه پر ځای تاکویوشي کورمیا معرفي شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د ـ میزان ۲۳ مه ـ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په الوداعي یا مخه ښه لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې یې ماموریت پای ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې د جاپان سفارت هم د یکشنبې په ورځ د ـ میزان۲۳ مه ـ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه بیا خپره کړې ده.

د جاپان د سفارت د خبرپاڼې له مخې، تاکاشي اوکادا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو، د نجونو د زدکړې او سیاسي مسلې باید حل شي.

په ورته وخت کې نوموړي ژمنه وکړه چې جاپان به د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت: ډیر ژر به د سالنګ لويې لارې د رغولو چارې بشپړې شي

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۰ GMT+۱
د طالبانو ټولګټو چارو وزارت: ډیر ژر به د سالنګ لويې لارې د رغولو چارې بشپړې شي
100%

د سالنګونو د ساتنې او څارنې برخې مشر وايي، چې د سالنګونو د بیا رغولو چارې ۸۰ سلنه مخته ته تللې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د ټولګټو چارو وزارت، د سالنګ د رغولو له قراردادي شرکت څخه غوښتي، چې د ژمي له رارسېدو څخه مخکې دې کار بشپړ کړي.

پر دغې لويې لارې تلونکي سورلۍ او د لويو ګاډو چلونکي وايي د دې لارې د رغولو د چارو له پيل وروسته په بدله لاره تګ ورته ډیر ستونزمن دی.

میراغا چې په دغه لاره لویه لارۍ چلوي وايي چې: «تاسو به لیدل چې په دغه لارې به د ورځې زرګونه موتر کښته پورته تلل خو اوس په بله کنډه کپره لاره ځو چې هم مو وخت ضایع کیږي او هم مو ګاډي خرابیږي.»

د دغه سړک د رغولو چارې د روان لمریز کال د وږې میاشتې په نولسمه پیل شوې وې.

د سالنګ لویه لاره چې کابل او مرکزي ولايتونه د افغانستان له شمال او شمال ختیځ سره نښلوي، د سالنګ تونل دننه او شااخوا سړک يې له کلونو راهیسې خراب شوی و چې اوس یې د رغولو چارې بشپړېدو ته نېږدې شوې دي.

د سالنګ لاره د منځنۍ اسیا او د پاکستان د کراچۍ بندر تر منځ یوه له لنډو لارو څخه ده، چې اوسمهال پاکستاني سوداګر د خپلو مالونو د لېږد رالیږد لپاره ترې کار اخلي.

بې پولې ډاکتران: د هرات په نننۍ زلزله کې دوه کسان مړه او تر ۱۰۰ ډیر ټپيان شوي

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۲ GMT+۱
بې پولې ډاکتران: د هرات په نننۍ زلزله کې دوه کسان مړه او تر ۱۰۰ ډیر ټپيان شوي
100%

د یک شنبې ورځ د (تلې ۲۳مه) سهار د افغانستان لویدیځ هرات ولایت د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې و لړزاوه. په هرات کې بې پولې ډاکټران وايي، تر زلزلې وروسته د هرات د بېلابېلو سیمو څخه د یاد ولایت حوزوي روغتون ته تر سلو ډیر ټپیان ور وړل شوي.

د بې پولې ډاکټرانو له لوري د دوو تنو د مړېنې خبر تائید شوی دی.

په هرات کې نن تر لومړی زلزلې کابو شل دقیقې وروسته د دویم ځل لپاره هم ۵،۵ درجې په شدت زلزله وشوه. او په هغې پسې بله بیا ۴،۲ زلزله وه.

د نننۍ زلزلې د لومړي ټکان مرکز د هرات ښار ۳۶ کیلو مترۍ کې او د دويم ټکان مرکز د یاد ولایت په ۲۶ کیلو مترۍ کې ښودل شوی.

یاده زلزله د هرات او فراه ولایتونو تر څنګ د ایران په ځینو سیمو کې هم حس شوي.

د تېرې څه باندې یوې اونې راهیسې په هرات کې د زلزلو له امله زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د یادو زلزلو له امله د هرات د زنده جان ولسوالۍ په ګډون په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم ګڼ شمېر کلي ویجاړ شوي او د هرات د مرکزي جومات تر څنګ د اختیارالدین کلا هم زیانمنه شوي.