• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تخار په تالقان ښار کې امنیه قوماندانۍ ته څېرمه چاودنه شوې ده

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۲ GMT+۱

له تخار څخه سیمه ییزو خبریالانو خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ماښام د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې چاودنه شوې ده. ویل کېږي چې دا پېښه "د تخار ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ ته څېرمه" رامنځته شوې ده.

د دغې پېښې د مرګ ژوبلې کره شمېر، د چاودنې نوعیت او نور جزییات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.

ځینو سیمه ییزو رسنیو د پېښې له ځای څخه د "امبولانسونو غږ" اورېدلو خبر ورکړی.

د طالبانو د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند په یوه غږیز پیغام کې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې اوس نه شي کولی چې د دغې پېښې د تایید او رد په اړه څه ووايي.

په دې وروستیو کې پر طالبانو بریدونه زیات شوي او تر ډېره یې پړه د دغې ډلې وسلوالې مخالفې ډلې پر غاړه اخلي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

مجیب الرحمان خپله د غوره لوبغاړي جایزه د هرات زلزله ځپلو ته ډالۍ کړه

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۳ GMT+۱
مجیب الرحمان خپله د غوره لوبغاړي جایزه د هرات زلزله ځپلو ته ډالۍ کړه
100%

د افغانستان او انګلینډ د نننۍ لوبې غوره لوبغاړي او توپ اچوونکي د غوره لوبغاړي جایزه د افغانستان په هرات کې زلزله ځپلو ته ډالۍ کړه. د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د روان نړۍوال جام په سیالیو کې خپل سیال انګلینډ ته په ماتې ورکولو سره خپله درېیمه لوبه وګټله.

دا د پنځوس اوریز نړۍوال جام په تاریخ کې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې دویمه بریا ده.

په هند کې د پنځوس اوریزو سیالیو په نړۍوال جام کې افغان لوبډلې د انګلستان کرېکټ لوبډلې ته د ۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

مجیب الرحمان د درېیو لوبغاړو په اوټ کولو سره په خپلو لسو اورونو کې ۵۱ منډې ورکړې او د توپ وهنې په پاڼۍ کې یې ۲۲ منډې هم کړې وې.

نوموړي د غوره لوبغاړي د جایزې د اخیستو پر مهال وویل، چې نن د ټول افغان ولس لپاره د ویاړ ډکه شېبه ده، چې په نړۍوال جام کې یې د یوې غښتلې لوبډلې پر وړاندې خپله سیالي وګټله.

مجیب وویل، چې دا جایزه د هرات زلزله ځپلو ته ډالۍ کوي.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې اونۍ له شنبې ورځې راپه دېخوا په هرات کې څو ځله زلزله شوې، چې تر دا دمه د مړو او ټپیانو دقیقه شمېره نه ده معلومه.

خو د طالبانو له خوا تر دا مهاله نېږدې د ۴۰۰۰ کسانو د مړه کېدو خبره تایید شوې ده.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوال جام په سیالیو کې انګلینډ ته ماتې ورکړه

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۸ GMT+۱
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوال جام په سیالیو کې انګلینډ ته ماتې ورکړه
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د روان نړۍوال جام په سیالیو کې خپل سیال انګلینډ ته په ماتې ورکولو سره خپله درېیمه لوبه وګټله.

دا د پنځوس اوریز نړۍوال جام په تاریخ کې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې دویمه بریا ده.

په هند کې د پنځوس اوریزو سیالیو په نړۍوال جام کې افغان لوبډلې د انګلستان کرېکټ لوبډلې ته د ۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

انګلستان پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په ۴۹.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۸۴ منډې جوړې کړې او خپل سیال ته یې د ۲۸۵ منډو هدف وټاکه.

په افغان لوبغاړو کې د ۸۰ منډو په کولو سره رحمان الله ګربز تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې، ورپسې اکرام علي خېل ۵۸ منډې وکړې.

تر دې مخکې افغان لوبډلې په دغه لوبغالي کې له کوربه هند هم ماتې خوړلې وه.

انګلنډ په روان نړۍوال جام کې خپله لومړۍ لوبه کې له نیوزیلېنډ ماتې خوړلې، خو دويمه لوبه یې له بنګله دېش ګټلې ده.

خو په روان نړۍوال جام کې افغانستان خپلې تېرې دوه لوبې بنګله دېش او هند ته بایلې وې او درېیمه لوبه یې وګټله.

دا د کرېکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۳ نړۍوال جام ۱۳ لوبه ده.

د کرېکټ دا نړۍوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.

محمد اشرف غني: شهزادګۍ هندیه له افغانستان سره د تلپاتې مینې روښانه بېلګه وه

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۰ GMT+۱
محمد اشرف غني: شهزادګۍ هندیه له افغانستان سره د تلپاتې مینې روښانه بېلګه وه
100%

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت پخواني ولسشمر محمد اشرف غني د شهزادګۍ هندیې د مړینې په اړه د خواشینۍ په یوه پیغام کې ويلي، چې نوموړې د فکري ځواکمنتیا، پراخوالي او له افغانستان او خلکو سره د نه ماتېدونکې او تلپاتې مینې یوه روښانه بېلګه وه.

نوموړي پر خپلې فیسبوک پاڼه د تسلیت په یوه یادښت کې لیکلي، چې شهزادګۍ هندیه د غربت او جلا وطنۍ په دیار کې مړه شوې او هغه د غازي امان الله خان او ملکې ثریا د فکري میراث نښه وه.

په یادښت کې راغلي، چې د شهزادګۍ هندیې شخصیت او له وطن سره د علاقې تومنه د هغې د نیا سراج الخواتین څخه متاثره وه.

د پخواني ولسمشر په یادښت کې د هغه کاري دورې ته په اشارې ویل شوي، چې له اوږدې مودې وروسته افغانستان ته د بېرته راتګ زمینه ورته برابره شوې وه. ولسمشر غني او بي بي ګل یې له خبرو او نظریاتو څخه زده کړه کړې او هغه یې عملي کړي دي.

تېره ورځ د افغانستان د پخواني پاچا غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه د ۹۴ کلونو په عمر په ایټالیا کې مړه شوه.

د شهزادګۍ هندیه لور ثریا ملک پر فیسبوک د خپلې مور مړینه تایید کړې او لیکلي یې دي، چې هندیه د شنبې په شپه (د تلې په ۲۱مه) نېټه د ایټالیا په روم ښار کې مړه شوه.

شهزادګۍ هندیه د اروپا په بیلابېلو ښارونو کې په خپلو ویناوو کې ډېره هڅه وکړه، چې د نړۍ پام په ۲۰۰۱-۱۹۹۶ میلادي کلونو کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ناسمو سیاستونو په لور راواړوي.

هغه د شاه امان الله او ملکې ثریا له نهو اولادونو څخه یوه وه.

شهزادګۍ هندیه د خپل پلار له ګوښه کېدو پنځه میاشتې وروسته د ۱۹۲۹میلادي کال د جنورۍ په ۱۴ مه د هند په ممبۍ ښار کې وزېږیده او وروسته بیا له خپلې کورنۍ سره ایټالیا ته ولاړه.

نوموړې په لومړي ځل د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال کابل ته راغله او وروستی سفر یې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال و.

تر اوسه دا نه ده روښانه چې د نوموړې جسد به افغانستان ته راوړي او که په ایټالیا کې به یې خاورو ته سپاري.

د کلیوالو مېرمنو نړۍواله ورځ؛ د هرات په زلزله کې تر ټولو ډېرې کلیوالې مېرمنې زیانمنې شوې

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۰ GMT+۱
د کلیوالو مېرمنو نړۍواله ورځ؛ د هرات په زلزله کې تر ټولو ډېرې کلیوالې مېرمنې زیانمنې شوې
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د کلیوالو ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت لیکلي، چې د هرات په لرې پرتو کلیوالو سیمو کې د وروستیو زلزلو له امله تر نورو اقشارو ښځې ډېرې زیانمنې شوې دي.

د اکټوبر ۱۵مه د ملګرو ملتونو په کالیز کې د کلیوالو ښځو نړۍواله ورځ نومول شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هرات له ښځو سره د متخصصینو د مشورو او ټولنیزو رواني مرستو له لارې ملاتړ کېږي.

په ورته وخت کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق «یونیسېف» هم ویلي، چې د هرات ولایت د وروستیو زلزلو په زیانمنو شویو کې یې نږدې ۹۰ زیانمن شوي ښځې او ماشومان دي.

د تېرې اونۍ له پیله په هرات کې څو ځله زلزله شوې، نن د یکشنبې ورځ «د تلې ۲۳مه» سهار د افغانستان لویدیځ هرات ولایت د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې ولړزاوه.

تر لومړۍ زلزلې نږدې شل دقیقې وروسته د دویم ځل لپاره هم د ۵،۵ درجې په شدت زلزله وشوه او په هغې پسې بیا بله ۴،۲ زلزله وه.

د نننۍ زلزلې د لومړي ټکان مرکز د هرات ښار ۳۶ کیلو مترۍ کې او د دويم ټکان مرکز د یاد ولایت په ۲۶ کیلو مترۍ کې ښودل شوی.

ځايي سرچينې: طالبانو د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د تېر حکومت دوه نظامیان وژلي دي

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۲ GMT+۱
ځايي سرچينې: طالبانو د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د تېر حکومت دوه نظامیان وژلي دي
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د تېر حکومت دوه نظامیان وژلي دي. سرچېنې زیاتوي؛ طالبانو د پخواني حکومت د ملي اردو یو پخوانی افسر او بل ضابط په ناامنیو کې د لاس لرلو په تور ووژل.

ځايي سرچېنې وايي، چې طالبانو دا دوه تنه د پخواني حکومت نظامیان دادی خان او جاوید تېره شپه (د میزان ۲۳ مه) د شپې دوه نیمې شاوخوا له کور څخه ویستي او د زیاتې شکنجې وروسته یې ووژل.

بل خوا د طالبانو د لغمان امنیه قومندانۍ د یوې خبرپاڼې خپرولو سره ویلي؛ دا دوه تنه پخواني نظامیان یې په دغه ولسوالۍ کې په ناامنۍ کې په لاس لرلو تورن کړي دي او ویلي چې د جګړې پرمهال وژل شوي دي.

د وژل شوو پخوانیو نظامیانو کورنۍ غړي وايي، چې دادی خان او جاوید له هېڅ کومې وسلوالې ډلې سره همکاري نه درلوده او د جمهوریت له ړنګېدو سره د لغمان دولت شاه ولسوالۍ د ګړان کلي کې پر بزګری بوخت وو.

دوی زیاتوي، چې د دولت شاه ولسوالۍ طالبانو ته یو شمیر ځايي مشران ورغلي ترڅو مړي خاورو ته وسپاري، خو طالبانو د مړو ورکولو څخه انکار کړی دی او ځايي مشران یې رټلي دي.

کورنۍ غړي یې وايي: "طالبانو دا کسان له کورونو وویستل او وروسته یې په ډبرو ووېشتل ، د زیاتې شنکجې وروسته یې مړي د ولسوالۍ په دروازه کې اچولي دي او خلک یې نندارې ته راټول دي".

هغه انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلې، په کې ښکاري چې دا دوه پخواني نظامیان ډېرو شکنجو وروسته په بې رحمۍ سره وژل شوي دي.

په تېرو څو میاشتو راهسې د لغمان دولت شاه ولسوالۍ کې د ازادۍ جبهې پر طالبانو باندې د څو پرلپسې بریدونه پړه پر غاړه اخیستې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق ( د تلې په ۱۹مه) د بشري حقونو د پراختیا او ساتنې د عمومی اسمبلۍ د درېیمې کمېټې ناستې ته وویل، چې د طالبانو ضد ډلو د غړیتوب په تور د پخوانیو امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو خپلسري نیول او ناقانونه وژنې لا هم روانې دي.