• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عربي متحده اماراتو په هرات کې د زلزله ځپلو د درملنې لپاره په اته ساعته کې روغتون جوړ کړ

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۱ GMT+۱

دغه روغتون د عربي متحده امارتو له لوري په ۱۴ کانټینرونو کې جوړ شوی او د یوه روغتون ټول اړین روغتیایي توکي پکې دي. د هرات لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور مشر احمد الله متقي پر ایکس پاڼه د عربي متحده امارتو له لوري په اته ساعته کې د ګرځنده جوړ شوي روغتون ویډیوګانې خپرې کړې دي.

نوموړی وايي، یوه ورځ وړاندې د عربي متحده اماراتو یو پلاوی هرات ولایت ته ورغلی او ژمنه یې وکړه چې په اته ساعته کې به د زلزله ځپلو کسانو د درملنې لپاره روغتون جوړ کړي.

د نوموړي په خبره د «اماراتو پلاوي خپل ژمنه پوره کړه او یو مجهز بیړنی روغتون یې جوړ کړ.»

د متقي په خبره په یاد روغتون کې به شاوخوا ۶۰ روغتیا پالان کار کوي.

د عربي متحده امارتو له لوري یاد بیړنی روغتون داسې مهال جوړیږي چې په هرات کې د تېرې څه باندې یوې اونۍ زلزلو له امله ناورین را منځته شوی.

د ملګرو ملتونو د بشري سازمانونو د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې د زلزلو له امله زرګونه هراتیان اغیزمن شوي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

توماس ویسټ: مرستندویه سازمانونه دې د هرات له زلزله ځپلو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۲۳ GMT+۱
توماس ویسټ: مرستندویه سازمانونه دې د هرات له زلزله ځپلو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي
100%

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د دوشنبې په ورځ د (تلې ۲۴مه) پر خپل فیسبوک پاڼه په هرات کې د یک شنبې سهار د زلزلې په اړه اندېښنه ښودلې او لیکلي یې دي، دغې زلزلې بشري حالت نور هم اندېښمن کړی.

نوموړی وايي، مرستندویه سازمانونه باید په هرات ولایت کې زلزله ځپلو کسانو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړی وايي، د مرستدویه سازمانونو له لوري باید د سرپناه، څښاک اوبو او درملو بیړنۍ اړتیاوې پوره شي.

همدارنګه ښاغلي ویسټ د تېري جمعې په ورځ په پلخمري کې پر شعیه لمونځ کوونکو برید یو تروریستي برید یاد کړی.

نوموړي په برید کې د زیانمن شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړي« د افغانستان شیعه ټولنه د تاوتریخجونو توندلارو له امله زیانمنه شوي ده.»

هرات کې له زلزلو وروسته؛د زلزلې ځينې قربانیان لا هم په سړه هوا کې سختې شپې او ورځې تیروي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۲ GMT+۱
هرات کې له زلزلو وروسته؛د زلزلې ځينې قربانیان لا هم په سړه هوا کې سختې شپې او ورځې تیروي
100%

په هرات ولایت کې تېره ورځ سهار وختي د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې لومړۍ زلزله وشوه او دویمه یې بیا د ۵،۵ درجې په کچه وه. تر هغه وروسته د زلزلې څلور نور ټکانونه هم شوي چې تر لومړنیو ورو و. په دې وروستیو پرله پسې زلزلو کې څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي

خلک ددغو پرله پسې زلزلو له امله خپلو کورونو ته نه شي ورتلی او په سړه هوا کې سختې او له ویرې ډکې شپې او ورځې تیروي.

د ملګرو ملتونو د بېلابېلو څانګو په ګډون ځینو خیریه مؤسسو ځپل شویو سیمو ته یوه اندازه مرستې رسولې دي، خو د ځایي اوسیدونکو، طالب چارواکو او خیریه بنسټونو په خبره دغه مرستې کافي نه دي.

د هرات زلزله په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې افغانستان له جدي بشري ناورین سره مخ دی او نړیوال مرستندویه بنسټونه هم د بودیجې له کمښت سره مخ دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وړاندیز کوي چې د زلزله ځپلو لپاره باید یو ځانګړی بانکي حساب جوړ شي څو له مرستو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیول شي.

د اقتصادي چارو شنونکی حمدالله همدرد وايي چې، «باید یو منظم میکانیزم جوړ شي چې اړمنو کسانو ته د مرستو په بهیر کې درغلۍ و نه شي او دا باید مشخص شي چې مرستې په کومو برخو لګیدلې دي.»

نوموړی وایي، که د نړیوالو له خوا اعلان شوې مرستې او هغه اندازه پیسې چې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د خلکو له خوا ټولې شوې، له درغلیو پرته ولګول شي نو هرې زیامنې کورنۍ ته چې خپل کور یې په بشپړه توګه له لاسه ورکړی، یو کور ورباندې جوړیدلای شي.

هم‌مهاله، یو شمېر افغانان په ډله‌ییز او انفرادي ډول، په کور دننه او بهر د مرستو په را ټولولو لګیا دي، خو ددغو مرستو د حیف و میل کیدو اندېښنې هم ډېرې دي.

د هرات ولایت یوه اوسیدونکی افغانستان انټرنشنل ته د یوه ویډیو په لیږلو سره د مرستو د ویش په بهیر کې د پراخو درغلیو خبر ورکوي او وایي، «معلومه نه ده چې ولې د دغو مرستو یوه برخه په اړمنو کسانو نه ویشل کیږي.»

نوموړی همداراز زیاتوي، سره له دې چې ډیری هراتیان د سړې هوا شپې او ورځې د خیمو لاندې تیروي خو یو شمېرکسان د ملګرو ملتونو له خوا مرسته شوې کمپلې نورو ځایونو ته لېږدوي.

د یادولو ده، د هرات اوسیدونکي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د تېرې اونۍ له خونړۍ زلزلې وروسته د توکو بیې لوړې شوې، خیمې یا نه پیدا کیږي او که پیدا هم شي د تېر په پرتله یې بیې څو برابرهلوړې شوې.

شنونکي وايي،له دې سره سره چېد سیمې او نړۍ هيوادونو پراخې مرستې اعلان کړې دي، خو ډیره کمه برخهیې زیانمنو کورنیو ته رسیدلې دي.

طالبانو له وړاندې ويلي و چې د دغو مرستو وېش ته يې يو کمیسیون جوړ کړی چې د مرستو په وېش کې له فساده مخنیوی وکړي.

په ایران کې یو افغان خبریال وايي چې نامعلومو کسانو «هغه وهلی او ټپي کړی دی»

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۶ GMT+۱
په ایران کې یو افغان خبریال وايي چې نامعلومو کسانو «هغه وهلی او ټپي کړی دی»
100%

د ايران په مشهد ښار کې يو افغان خبريال افغانستان انټرنشتل ته د نوم د نه اخیستو په شرط وویل چې، تېره اوونۍ د ناپېژاندو کسانو له خوا د وهلو پر مهال ټپي شوی دی. دغه خبريال نه پوهېږي چې بريدګر څوک وو او ولې يې پرې بريد وکړ.

هغه چې په ایران کې ژوند کوي، د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، د تلې په نولسمه نانوایي ته نېږدې څو کسانو له شا څخه پرې برید وکړ.

دغه خبريال زياتوي چې هغه د بریدګرو د ګوزارونو له امله بې هوښه شو.

نوموړي وويل چې نه يې بريد کوونکي ليدلي او نه يې هم پوليسو ته په دې برخه کې شکايت کړى دى.

د هغه په خبره، «باور لري چې بریدګر غله نه وو او کومه بله موخه یې درلوده.»

په ایران کې پر یاد افغان خبریال دا برید په داسې حال کې کېږي، چې په ایران کې د کډوالۍ ضد او په ځانګړې توګه د افغانانو په وړاندې تاوتریخوالی په ډېرېدو دی.

څو ورځې وړاندې د قزوین ولایت د اقبالیه سیمې اوسیدونکو په افغان کډوالو او د هغوی پر کورونو د تیږو او لرګیو برید وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې، ایراني چارواکي د ایراني ټولنې او افغان کډوالو ترمنځ وروستی تاوتریخوالی د «دښمن استخباراتي کړۍ» له لوري د ستونزو د رامنځته کېدل بولي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان: په هرات کې وروستۍ زلزلې څلور تنه مړه او ۱۵۰ نور ټپیان کړي دي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۱ GMT+۱
د ماشومانو د ژغورنې سازمان: په هرات کې وروستۍ زلزلې څلور تنه مړه او ۱۵۰ نور ټپیان کړي دي
100%

د ماشومانو د ژغورنې سازمان وايي، د افغانستان په لوېدیځ کې د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مې) په زلزله کې لږترلږه څلور کسان مړه او د هرات روغتون ته تر ۱۵۳ ډېر ټپیان ور وړل شوي دي. د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې د زلزلې مرکز د هرات له ښاره شاوخوا ۳۴ کیلومتره لرې ښودلی دی.

د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې د یکشنبې په ورځ د افغانستان په لویدیځ کې د پرله پسې شپږو زلزلو خبر ورکړ.

د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، لومړۍ زلزله د رېښتر په کچه ۶.۳، دویمه د رېښتر په کچه ۵،۵ او دریمه د رېښتر په کچه ۴،۲ د افغانستان لوېدیځه برخه ولرزوله.

د دې ترڅنګ څلورمه زلزله د رېښتر په کچه ۴.۲، پنځمه د رېښتر په کچه ۴.۳ او شپږمه د رېښتر په کچه ۴.۴ښودل شوې ده .

طالبانو تراوسه پورې د یکشنبې د ورځې د شپږو پرله پسې زلزلو له امله د اوښتو زیانونو د کره شمېرې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ماشومانو د ژغورنې اداره وايي، په رباط سنګي ولسوالۍ کې د بلوچ سیمه او څو نور کلي ویجاړ شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ته راپورونه رسیدلي چې، د یکشنبې د ورځې زلزلې د هرات ښار ودانۍ زیانمنې کړې دي.

یوه اونۍ وړاندې په هرات کې د رېښتر په کچه د ۶،۳ درجې زلزلې زرګونه کسان مړه او ټپیان کړل.

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې ددغو زلزلو ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د تخار په تالقان ښار کې امنیه قوماندانۍ ته څېرمه چاودنه شوې ده

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۲ GMT+۱
د تخار په تالقان ښار کې امنیه قوماندانۍ ته څېرمه چاودنه شوې ده
100%

له تخار څخه سیمه ییزو خبریالانو خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ماښام د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې چاودنه شوې ده. ویل کېږي چې دا پېښه "د تخار ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ ته څېرمه" رامنځته شوې ده.

د دغې پېښې د مرګ ژوبلې کره شمېر، د چاودنې نوعیت او نور جزییات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.

ځینو سیمه ییزو رسنیو د پېښې له ځای څخه د "امبولانسونو غږ" اورېدلو خبر ورکړی.

د طالبانو د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند په یوه غږیز پیغام کې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې اوس نه شي کولی چې د دغې پېښې د تایید او رد په اړه څه ووايي.

په دې وروستیو کې پر طالبانو بریدونه زیات شوي او تر ډېره یې پړه د دغې ډلې وسلوالې مخالفې ډلې پر غاړه اخلي.