• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جو بايډن: که اسراییل بیا ځلې غزه نیسي دا به تېروتنه وي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۷ GMT+۱

د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوې تازه مرکې کې ویلي، چې که اسراییل غواړي غزه ونیسي، نو دا به د دوی لپاره تر ټولو ستره تېروتنه وي.

نوموړي له سي بي اېس سره په خپلې نوې مرکې کې ویلي، چې دی د اسراییل او غزې مساله له نېږدې څاري او زیاتوي، چې حماس او د حماس توندلاري پلویان د غزې د اوسېدونکو استازیتوب نه کوي.

بایډن ویلي، چې په غزه کې د توندلارو پر وړاندې عملیات مهم اقدام دی؛ خو دی تمه لري، چې اسراییل به د جګړې ټول قوانین په نظر کې نیسي.

بایډن په غزه کې حماس ته په اشارې سره وايي، چې اسراییل له یوې داسې ډلې سره په مقابلې بوخت دی، چې په ظلم او جبر ککړه ده.

د نوموړي په خبره، چې په غزه کې حماس ډله د بې ګناه ملکي وګړو تر شا پټېږي او په هغه ځای کې یې خپل پټنځایونه جوړ کړي؛ په کومو سیمو کې چې عام وګړي اوسیږي.

بایډن زیاتوي، چې د امریکا حکومت به د خپلو یو شمېر هغو امریکايي وګړو، چې دا مهال حماس یرغمل کړي پر وړاندې به یې اقدامات وکړي.

د حماس د برید او د ایران د ملاتړ په اړه ولسمشر جوبایډن ویلي؛ که څه هم ایران د حماس او د لبنان د حزب الله ډلې ملاتړی هېواد دی، خو تر اوسه په دغه جګړه کې د ایران د ښکېلتیا هېڅ داسې شواهد نه دي تر لاسه شوي.

بل خوا رویټرز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۲۴مه) په مصر کې د سرچینو په حواله د غزې په سویلي برخه کې د اوربند د هوکړې خبر ورکړی و.

خو اسراییل ټایمز ورځپاڼې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له قوله لیکلي دي: “په غزه کې د بشري مرستو او د بهرنیو وګړو د وتلو لپاره اوربند نه شته”.

په ورته وخت کې د حماس د سیاسي دفتر یوه غړي عزت الرشیق هم ویلي، چې د پولې د پرانیستلو یا د لنډمهالي اوربند په اړه معلومات ناسم دي.

تر دې مخکې رویټرز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي وو، چې مصر، اسراییل او امریکا لنډمهالي اوربند ته رسېدلي دي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

امریکايي سناتور: پر داسې قانون کار کوو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته مرستې ودروي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۶ GMT+۱
امریکايي سناتور: پر داسې قانون کار کوو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته مرستې ودروي
100%

د امریکا یو جمهوري غوښتونکی سناتور وايي، چې د یوې لایحې وړاندیز یې کړی، چې له مخې به یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته ټولې مالي مرستې بندې شي. رن پال د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه ) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي دي، دا اونۍ به په دې لایحه بیا ځلې کار پیلوي.

دغه امریکايي سیاستوال د خپل لنډ یادښت ترڅنګ د اېکس ټولنیزې شبکې پر پاڼه د خونړیو ډالرو انځور خپور کړی دی.

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د میلیونونو ډالرو بشري مرستو لېږل ډېر پلویان او مخالفین لري.

ملګري ملتونه چې د پيسو د ټولولو او وېشلو مسووليت لري وايي؛ په افغانستان کې ميليونونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتيا لري.

مخالفین بیا وايي، چې دا مرستې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له دوام سره مرسته کوي او دا ډله د بشري مرستو په وېش او مصرف کې لاسوهنه کوي.

ولادیمیر پوتین د ایران، مصر، سوریې، فلسطین او اسراییل له مشرانو سره ټیلیفوني خبرې کوي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۴ GMT+۱
ولادیمیر پوتین د ایران، مصر، سوریې، فلسطین او اسراییل له مشرانو سره ټیلیفوني خبرې کوي
100%

کرملین ماڼۍ وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران او سوریې له ولسمشرانو سره د دوشنبې په ورځ ټيلیفوني خبرې کړې دي. د کرملین ماڼۍ د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري اشاکوف زیاتوي، چې پوتین د مصر، سوریې، فلسطین او اسراییل له مشرانو سره هم جلا - جلا ټیلفیوني خبرې کول غواړي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د منځني ختیځ ډېپلوماټیک جنګ ته په ور دانګلو او اصلي لوبغاړو سره د خبرو له لارې پوتین غواړي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ اوربند ته لاره برابره کړي.

روسیه چې له ایران، حماس، ډېری غرب ځواکونو او له فلسطین او اسراییل سره اړیکي لري، بیا - بیا یې متحده ایالتونه او لوېدیځ تورن کړي، چې د ۱۹۶۷ کال پولو سره د خپلواک فلسطین د جوړېدو پر اړتیا سترګې پټوي.

تر دې دې ټیلیفوني خبرو مخکې د روسیې د بهرینو چارو وزارت مرستیال سرګي بیابکوف پوتین ته ویلي وو، چې حالات له کنټرول وتوونکي دي او د اسراییل هڅې بې مخینې دي او دا وېره شته چې اسراییل به ځمکني عملیات پیل کړي.

نوموړي پوتین ته- په یوه غونډه کې چې د روسیې د جاسوسۍ ادارې مشران هم پکې وو- زیاته کړه: دا وېره ډېره ده چې دا ټول تاوتریخوالی له کنټرول وځي.

د روسي چارواکو دا اندېښنه په داسې مهال ده، چې د حماس او اسراییل ترمنځ روانه جګړه ورځ تر بلې زیاتېږي او تل ابیب پر غزه د پراخ برید پلان لري.

ولادیمیر پوتین تر دې مخکې هم پر غزه د اسراییل له برید سره یو ډول مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې دغه برید د نه منلو دی.

محسن داوړ: حکومت دې قبایلي سیمو کې د جرګو له خوا د کورونو د ورانېدو مخنیوی وکړي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۹ GMT+۱
محسن داوړ: حکومت دې قبایلي سیمو کې د جرګو له خوا د کورونو د ورانېدو مخنیوی وکړي
100%

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې په قبایلي سیمو کې د جرګو له خوا د کورونو د ورانېدو مخه ونیسي. نوموړي په پېښور کې د خپل ګوند د دفتر د پرانیستې په مراسمو کې د جرګو دا کار په حکومت کې یو بل حکومت وباله.

هغه د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په قبایلي سیمو کې د جرګو په حکم د کورونو ورانول یا سوځول ګډوډي رامنځته کوي او د قوت استعمال یوازې د دولت حق دی.

د محسن داوړ دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو جرګې د هغه کس کور ته اور اچولی چې خپله مېرمن یې وژلې وه.

دغې جرګې د محسن داوړ د ګوند دوو غړو ته هم ویلي، چې په حکومتي ناستو کې د ګډون له امله به هر یو پنځه - پنځه لکه روپۍ ناغه ورکوي او یا به یې کور سوځول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د روان کال له پیله ناامنۍ زور اخیستی او په قبایلي سیمو کې یو شمېر جرګه ګۍ بېرته فعالې شوې دي.

دغه جرګې د خپلو سیمو یو شمېر فیصلې په خپله کوي او په دودیز ډول د جرګې له پرېکړې سرغړوونکو ته سزا ورکوي.

د سولې نوبل جایزې ګټونکی او د فنلنډ پخوانی ولسمشر مارټي اهتیساري ومړ

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۴ GMT+۱
د سولې نوبل جایزې ګټونکی او د فنلنډ پخوانی ولسمشر مارټي اهتیساري ومړ
100%

د فنلنډ د ولسمشر دفتر اعلان وکړ چې، د سولې نوبل جايزې ګټونکی مارټي اهتیساري د دوشنبې په ورځ په ۸۶ کلنۍ کې ومړ. ښاغلی اهتیساري له ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۰ میلادي کال پورې د فنلنډ ولسمشر و.

نوموړي په کوزوو، اندونیزیا او شمالي ایرلېنډ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې په منځګړیتوب کې رول لوبولی و.

د نوبل بنسټ د نړیوالو شخړو د حل په برخه کې د اهتیساري د هڅو لپاره په ۲۰۰۸ کال کې هغه ته د سولې نوبل جایزه ورکړه.

نوموړی له ولسمشرۍ وروسته د نړیوالو شخړو د حل لپاره د ملګرو ملتونو د منځګړي ډیپلومات په توګه کار وکړ او په دې برخه کې یې یوه اداره هم جوړه کړه.

په ۲۰۲۱ کال کې اعلان وشو چې ښاغلی اهتیساري د الزایمر په پرمختللي ناروغۍ اخته شوی.

اسراییل او حماس د اوربند راپورونه رد کړل

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۰ GMT+۱
اسراییل او حماس د اوربند راپورونه رد کړل
100%

د اسرايیل لومړي وزیر دفتر او د حماس رسنیز دفتر غزې ته د بشري مرستو د رسولو او د بهرنیو وګړو د وتلو لپاره د لنډمهالي اوربند په اړه راپورونه رد کړل. رویټرز د دوشنبې په ورځ د تلې په ۲۴مه په مصر کې د سرچینو په حواله د غزې په سویلي برخه کې د اوربند د هوکړې خبر ورکړی و.

د اسراییل ټایمز ورځپاڼې د دې هیواد د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له قوله لیکلي دي: «په غزه کې د بشري مرستو او د بهرنیو وګړو د وتلو لپاره اوربند نه شته.»

په اسراییل کې د ښي اړخو سکولار لیکوډ ګوند څو وزیرانو هم له احتمالي اوربند سره خپل مخالفت اعلان کړ.

د حماس د سیاسي دفتر یوه غړي عزت الرشیق هم ویلي، چې د پولې د پرانیستلو یا د لنډمهالي اوربند په اړه معلومات ناسم دي.

تر دې مخکې رویټرز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي و، چې مصر، اسراییل او امریکا لنډمهالي اوربند ته رسېدلي او رفح پوله به د ساعتونو لپاره خلاصه وي.

دا کرښه د مصر او غزې تړانګې تر منځ د تېریدو یوازینۍ کرښه ده.