• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملک عبدالله د اردن او مصر پر لور د فلسطیني کډوالو د تګ په اړه خبرداری ورکړ

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۷ GMT+۱

د اردن شاه ملک عبدالله مصر یا اردن ته د فلسطیني کډوالو د شړلو د هڅو په وړاندې خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې د کډوالو مساله باید په غزه او لویدیځه غاړه کې حل شی. ملک عبدالله په برلین کې د جرمني له لومړي وزیر سره په کتنه کې د فلسطیني کډوالو مساله «سره کرښه» وبلله.

د اردن پاچا د جرمني له لومړي وزیر سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «نه په مصر کې کډوال، نه په اردن کې کډوال. دا یوه سره کرښه ده».

ملک عبدالله د غزې له پولو بهر د فلسطیني کډوالو د ایستلو هڅه د ځینو «مشخصو» کسانو پلان وباله.

100%

ټاکل شوې د جرمني لومړي وزیر د سې شنبې په ورځ اسراییل ته ولاړه شي.

ډېری فلسطینیان اندېښمن دي، چې که له غزې ووځي، بیرته به ونه شي کړی چې خپلو کورونو ته ستانه شي او دا سیمه به د تل لپاره د اسراییلیانو تر ولکې لاندې وي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

پوتین "لار او کمربند" اقتصادي ناسته کې د ګډون لپاره چین ته ورسېد

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۷ GMT+۱
پوتین "لار او کمربند" اقتصادي ناسته کې د ګډون لپاره چین ته ورسېد
100%

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په دوه ورځني سفر چين ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې په بېجينګ کې د "لار او کمربند" اقتصادي ناسته کې ګډون وکړي. کرملین ماڼۍ اعلان کړی، چې ښاغلی پوتین د چین د ولسمشر شي جین پینګ په بلنه بیجینګ ته تللی دی.

د روسیې دولتي خبري اژانسونو لیکلي، چې ښاغلی پوتین به د ویټنام، مغلستان، لاوس له ولسمشرانو او د ټایلنډ له صدراعظم سره خبرې اترې وکړي.

کرملین وايي چې ښاغلی پوتین به د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۲۶مه) د دغې ناستې د پرانیستې په مراسمو کې وینا وکړي.

همدا راز ټاکل شوې، چې نوموړی به د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۲۶مه) له خپل چینايي سیال سره یوه دوه اړخیزه ناسته ولري.

د دې غونډې اجنډا د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او «د یو عادلانه څو قطبي نړۍوال نظم رامنځته کول» دي.

«لار او کمربند» هغه پروګرام دی، چې یوه لسیزه مخکې په چین کې پیل شو او د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لوی بنسټیز پروګرام بلل کېږي.

ښاغلي پوتین مخکې ویلي وو، چې د «لار او کمربند» نوښت په خپل وخت و او د ښه پرمختګ په حال کې دی.

د امریکا ولسمشر سبا چهارشنبه اسراییل ته سفر کوي

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۶ GMT+۱
د امریکا ولسمشر سبا چهارشنبه اسراییل ته سفر کوي
100%

ټاکل شوې، چې د اسراييل او حماس تر منځ له جګړې وروسته د امريکا ولسمشر سبا چهارشنبه (د تلې ۲۵مه) اسراييل ته سفر وکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې جو بایډن به د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره له کتنې وروسته د اردن پلازمېنې عمان ته ولاړ شي او هلته به د اردن له پاچا، د مصر له ولسمشر او د فلسطیني ادارې له مشر سره وګوري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي، چې د امریکا ولسمشر به د سفر پر مهال د بشري مرستو په اړه خبرې وکړي؛ څو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې ملکي وګړو ته ځي، نه حماس ته.

په دې وروستیو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دوه ځلې اسراییل ته سفر کړی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

انټوني بلېنکن سعودي عربستان، مصر او قطر ته هم سفرونه کړي او د دغو هېوادونو له مشرانو سره یې د حماس او اسراییل ترمنځ د شخړې په اړه خبرې کړې دي.

له دې مخکې جو بایډن له بنیامین نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي وو، چې امریکا د اسراییل تر څنګ ولاړه ده او د اسراییل د دفاع له حق څخه ملاتړ کوي.

د اسراییل پر خاوره د حماس د وسله والو له بریدونو وروسته تل ابیب اعلان وکړ، چې د دغه هېواد پوځ به د حماس ډلې د له منځه وړلو په موخه د غزې په تړانګه کې ځمکني برید وکړي.

په ورته وخت کې تېره ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوې مرکې کې ویلي، چې که اسراییل غواړي غزه ونیسي، نو دا به د دوی لپاره تر ټولو ستره تېروتنه وي.

نوموړي له سي بي اېس سره په خپلې تازه مرکې کې ویلي، چې دی د اسراییل او غزې مساله له نېږدې څاري او زیاتوي، چې حماس او د حماس توندلاري پلویان د غزې د اوسېدونکو استازیتوب نه کوي.

بایډن ویلي، چې په غزه کې د توندلارو پر وړاندې عملیات مهم اقدام دی، خو دی تمه لري، چې اسراییل به د جګړې ټول قوانین په نظر کې نیسي.

بایډن په غزه کې حماس ته په اشارې سره وايي، چې اسراییل له یوې داسې ډلې سره په مقابلې بوخت دی، چې په ظلم او جبر ککړه ده.

د نوموړي په خبره، چې په غزه کې حماس ډله د بې ګناه ملکي وګړو تر شا پټېږي او په هغه ځای کې یې خپل پټنځایونه جوړ کړي، په کومو سیمو کې چې عام وګړي اوسیږي.

د بایډن په خبره، چې د امریکا حکومت به د خپلو یو شمېر هغو امریکايي وګړو، چې دا مهال حماس یرغمل کړي پر وړاندې به یې اقدامات وکړي.

امریکا او اسراییل غزې ته د بشري مرستو د رسولو په اړه هوکړه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۷ GMT+۱
امریکا او اسراییل غزې ته د بشري مرستو د رسولو په اړه هوکړه وکړه
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره له اسراییلي لوري سره هوکړه شوې ده. انټوني بلینکن وویل، ددغې طرحې له مخې مرستندویه سازمانونه کولای شي چې له ولسي خلکو سره مرسته وکړي او داسې ځایونه پیدا کړي چې هغوی له ګواښه لیرې وساتي.

ښاغلي بلینکن د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۵ مه) په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې، امریکا او اسراییل د غزې ولسي خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د یوې طرحې هوکړې ته رسېدلي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

له دې سره، د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ اسراییل ته سفر کوي، په داسې حال کې چې دغه هېواد په غزه کې د بشري ناورین او له ایران سره د پراخې جګړې د وېرې په ترڅ کې د حماس د وسله والو پر ضد د خپلو بریدونو د زیاتولو لپاره تیاری نیسي.

رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړ چې، بایډن به له بنیامین نتنیاهو سره په ليدنه کې د اسراییل د امنیت په اړه د واشنګټن پر ژمنو ټینګار وکړي او د جګړې د موخو او ستراتیژۍ په اړه به هر اړخیز مالومات ترلاسه کړي.

هغه وویل: «ولسمشر به له اسراییل واوري چې د خپلو خلکو د دفاع لپاره څه ته اړتیا لري، ځکه چې موږ به ددې اړتیاو د پوره کولو لپاره د کانګرس سره همکارۍ ته دوام ورکړو.»

ټاکل شوې چې بایډن به اسراییل ته له سفر وروسته اردن ته ولاړ شي چې له ملک عبدالله، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او محمود عباس سره وګوري.

د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې په یوولسمه ورځ راپورونه ښیي چې په غزه کې د بشري حقونو حالت خراب دی او د اسراییل د هوايي بریدونو په پایله کې انساني زیانونه ډیر شوي دي.

د غزې چارواکي وايي، د اکټوبر له اوومې راهیسې د اسراییل په بریدونو کې تر ۲۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې یو پر څلورمه برخه یې ماشومان دي.

په غزه کې د روغتیايي چارواکو د شمېرو له مخې، لس زره ټپیان د غزې په روغتونونو کې دي چې د تجهیزاتو او درملو له سخت کمښت سره مخ دي.

په وزیرستان کې د پاکستان پوځ دوه عسکر له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۲ GMT+۱
په وزیرستان کې د پاکستان پوځ دوه عسکر له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي
100%

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ ناوخته په شمالي او سویلي وزیرستان کې له وسله والو سره په مخامخ جګړه کې د دغه پوځ دوه تنه وژل شوي. د راپورونو له مخې په دغه جګړه کې دوه وسله وال هم وژل شوي او یو ټپي دی.

دواړه پېښې د شمالي او سویلي وزیرستان په ګډو سیمو "اسمان منځه" او "شراونګي" کې رامنځته شوې.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي دا داسې سیمې دي چې تلیفوني شبکې پکې کار نه کوي او له سیمې ډیر معلومات نه شي ترلاسه کیدای.

هغه وايي د داسې جګړو پر مهال په سیمه کې ولسي خلکو ته هم مرګژوبله اوړي خو په وینا یې چې معلومات یې له رسنیو پټ ساتل کیږي.

تېره اونۍ هم د شمالي وزیرستان په میرعلي ولسوالۍ کې د پوځ او وسله والو تر منځ په جګړه یو پاکستانی عسکر وژل شوی و.

د پېښې مسوليت تر اوسه پورې چا نه دی منلی. خو په پاکستاني پوځ د بریدونو مسولیت تل پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي په غاړه اخلي

په بروکسل کې دوه کسان د ډزو له امله وژل شوي دي

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۴ GMT+۱
په بروکسل کې دوه کسان د ډزو له امله وژل شوي دي
100%

په بلجیم کې چارواکو د دوشنبې په ماښام وویل چې د دغه هېواد په پلازمېنې بروکسل کې دوه تنه په ډزو وژل شوي دي. د فرانسې خبري اژانس د بلجیمي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې وسله وال کس د پېښې له سیمې تښتېدلی دی.

د رسنیو په حواله، د دغې پېښې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ښيي یو سړی یوه تمځای ته څېرمه په اټوماټیک ټوپک څو ځله ډزې کوي.

د بلجیم د لویي څارنوالۍ د دفتر یوه ویاند ویلي چې، د برید په اړه څیړنې پیل شوي خو نوموړي د برید کوونکي د هویت او انګېزې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه

په همدې حال کې د بلجیم د کړکېچ ملي مرکز اعلان وکړ چې په بروکسل کې د ترهګریزو ګواښونو د خبرتیا کچه زیاته شوې ده.

د بلجیم لومړي وزیر الکساندر دي کروو تایید کړه چې وژل شوي کسان د سویډن وګړي وو.

هغه د سویډن لومړي وزیر ته د خپلې خواخوږۍ په څرګندولو سره، بلجیم نږدې ملګری وباله او په اېکس پاڼه کې یې لیکلي: «چې له ترهګرو سره مبارزه ګډه مبارزه ده.»

د سویډن د عدلیې وزیر ګونار سټرومر په بروکسل کې د دوو سویډني وګړو د وژل کیدو خبرونه "وحشتناک" وبلل او ویې ویل: «دولتي دفتر او اړونده چارواکي د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.»

په بروکسل کې د بلجیم او سویډن د فوټبال د ملي ټیمونو لوبه هم وځنډول شوه او نندارچیانو ته په لوبغالي کې د پاتې کېدو لارښوونه وشوه.