ښاغلي بلینکن د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۵ مه) په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې، امریکا او اسراییل د غزې ولسي خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د یوې طرحې هوکړې ته رسېدلي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
له دې سره، د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ اسراییل ته سفر کوي، په داسې حال کې چې دغه هېواد په غزه کې د بشري ناورین او له ایران سره د پراخې جګړې د وېرې په ترڅ کې د حماس د وسله والو پر ضد د خپلو بریدونو د زیاتولو لپاره تیاری نیسي.
رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړ چې، بایډن به له بنیامین نتنیاهو سره په ليدنه کې د اسراییل د امنیت په اړه د واشنګټن پر ژمنو ټینګار وکړي او د جګړې د موخو او ستراتیژۍ په اړه به هر اړخیز مالومات ترلاسه کړي.
هغه وویل: «ولسمشر به له اسراییل واوري چې د خپلو خلکو د دفاع لپاره څه ته اړتیا لري، ځکه چې موږ به ددې اړتیاو د پوره کولو لپاره د کانګرس سره همکارۍ ته دوام ورکړو.»
ټاکل شوې چې بایډن به اسراییل ته له سفر وروسته اردن ته ولاړ شي چې له ملک عبدالله، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او محمود عباس سره وګوري.
د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې په یوولسمه ورځ راپورونه ښیي چې په غزه کې د بشري حقونو حالت خراب دی او د اسراییل د هوايي بریدونو په پایله کې انساني زیانونه ډیر شوي دي.
د غزې چارواکي وايي، د اکټوبر له اوومې راهیسې د اسراییل په بریدونو کې تر ۲۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې یو پر څلورمه برخه یې ماشومان دي.
په غزه کې د روغتیايي چارواکو د شمېرو له مخې، لس زره ټپیان د غزې په روغتونونو کې دي چې د تجهیزاتو او درملو له سخت کمښت سره مخ دي.