د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو په وېش کې ناسم مدیریت او د خلکو شکایتونه

لا هم د هرات ښار او ګڼو ولسوالیو اوسېدونکي د مني په سړې هوا کې له کورونو بهر تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي.

لا هم د هرات ښار او ګڼو ولسوالیو اوسېدونکي د مني په سړې هوا کې له کورونو بهر تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي.
له هرات ولایته ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته د ټیلیفون په لیکه ویلي، چې ماشومان د سړې هوا له کبله په بېلابېلو موسمي ناروغیو اخته شوي چې ورسره د کورنیو اندېښنې لا پسې زیاتې شوې دي.
دغو کورنیو دا رنګه ویلي، هغه شان چې په رسنیو کې خپریږي دوی ته مرستې نه دي رسېدلي او د مرستو په وېش کې هم د ناسم مدیریت څخه ګېله من دي.
عبدالغفور چې د هرات ښار اوسېدونکی دی وایي، له هغې ورځې چې د هرات ښار او شاوخوا ولسوالۍ د زورورې زلزلې ټکانونو ولړزولې هغه کار ته نه دی تللی او د ماشومانو د ګېډو مړولو لپاره هک حیران دی.
نوموړي زیاته کړه: «زه په ښار کې په لاسي کراچۍ سبزي خرڅوم نن سبا نه کار شته او نه هم خلک له ویرې بازار ته راوځي. دا لس ورځې وشوې چې کار مې نه دی کړی، کله نا کله ځیني شتمن خلک پر خوارانو پخه ډوډۍ وېشي، هغه هم ځینو ته رسیږي او ځینو ته نه رسیږي او هغه مرستې چې د نړۍوالو لهخوا شوې تر اوسه مو په سترکو نه دي لیدلي.»
د هرات د یوه ښوونځي ښوونکی عبدالله وايي، سره له دې چې نړۍوالې ټولنې د هرات له زلزله ځپلو سره پریمانه مرستې وکړې؛ خو د دغو مرستو مدیرت هغه شان چې تمه کېده په ښه شان سره نه کیږي، له همدې امله تر ډېره حق حقدار ته نه سپارل کېږي.
ګڼ هراتیان چې دا مهال د خپلو خپلوانو د غم په ټغر ناست دي، که له یوې خوا د خپلو دوستانو مرګ ژوبلې پر ملا مات کړي، له بله پلوه ویجاړو شویو مېنو او تش لاسونه هغه نور دردونه دي چې پر دوی یې خوب نارامه کړی دی.
تازه د طالبانو تر واک لاندې د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر مطیع الحق خالص قطر ته رسېدلی، چې د دغو زلزله ځپلو لپاره مرستې راتولې کړي.
د سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر ویلي، چې نوموړي به قطر کې د مرستندویو بنسټونو له چارواکو، د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او د بشري مرستو د ځینو ټولنو سره کتلي او هڅه کوي، چې د هرات ولایت زلزله ځپلو ته مرستې راجلب کړي.
په هرات کې له شاوخوا ۱۰ ورځو راهیسې وقفهیي زلزلو زرګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې او لا هم خلک په بد وضعیت کې دي.
یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو له دغو زلزله ځپلو سره د مرستې خبر ورکړی؛ خو زیانمن شوي وګړي دا مرستې په نشت حسابوي او د هغو د نا سم مدیریت له امله نېوکې کوي .
د مرستو د کموالي یو دلیل له طالبانو سره د نړۍوالو په تعامل کې پیکه والی او د دوی د رژیم نه په رسمیت پېژندل ګڼل کېږي.