• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې نړیوال جام کې پاکستان ته په ۶۲ منډو ماتې ور کړه

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۱:۱۲ GMT+۱

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ د هند په بنګلور کې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۶۲ منډو په لوی توپیر ماتې ور کړه. اسټرالیا د پنځوسو اورونو په لوبولو سره پاکستانۍ لوبډلې ته ۳۶۸ منډې هدف وټاکه، خو سیالې لوبډلې ایلا ۳۰۵ منډې جوړې کړې.

د کرېکټ نړیوال جام دا ۱۸ سیالي د بنګلور ښار په چنا سوامي لوبغالي کې د اسټرالیا په توپ وهلو پیل شوه.

اسټرالیا د نهو لوبغاړو په سوځېدو او د ټولو اورونو په لوبولو سره ۳۶۷ منډې وکړې.

د اسټرالیا لومړنیو دوو لوبغاړو ډیویډ وارنر ۱۶۳ او میچل مارش۱۲۱ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې شاهین اپریدي پنځه او حارث سهیل ۳ اسټرالیايی لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان لوبډلې هم ښه پیل وکړ او لومړنیو دوو لوبغاړو امام الحق او عبدالله شفیق ۱۳۴ منډې جوړې کړې او دواړو پنځوسیزې هم وکړې.

خو وروسته یې لوبغاړي ونه ځلېدل او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۴۵.۳ اور کې ۳۰۵ منډې جوړې کړې او لوبه ترې اسټرالیا وګټله.

اسټرالیا په دې جام کې څلور لوبې کړې، چې دوه یې ګټلې او دوه یې بایللې دي.

پاکستان هم څلور لوبې کړې چې دوه یې ګټلې او پکې یې نن له اسټرالیا او مخکې له هند ماتې خوړلې ده.

د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

عبدالسلام حنفي وايي پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۷ GMT+۱
عبدالسلام حنفي وايي پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي
100%

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال د پاکستان د سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د اسلام اباد پرېکړه د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ واټن رامنځته کوي.

عبدالسلام حنفي له عبیدالرحمن نظاماني سره په لیدنه کې له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو پر ایستلو دې له سره غور وکړي.

د طالبانو ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې عبدالسلام حنفي له عبیدالرحمن نظاماني سره د افغان کډوالو په اړه خبرې اترې کړې دي.

پاکستان ټولو بې اسناده کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د اکټوبر تر پایه دې له دغه هېواده ووځي.

د پاکستاني چارواکو د شمېر له مخې، د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو له مهالوېش څخه تر اوسه له ۵۱ زره ډېر افغانان ایستل شوي دي.

عبدالسلام حنفي په تورخم او سپین بولدک دروازو کې د افغانانو د تګ راتګ لپاره د اسنتیاوو د برابرولو غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي حنفي دغه راز د هغو ماشومانو، ښځو او ناروغانو د خلاصون غوښتنه هم وکړه، چې په پولو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا نيول شوي او بنديان دي.

د طالبانو ارګ دعبیدالرحمن نظاماني له قوله لیکلي، چې د طالبانو پیغامونه او غوښتنې به پاکستاني چارواکو ته ورسوي.

له پاکستانه پرون څه باندې درې زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۸ GMT+۱
له پاکستانه پرون څه باندې درې زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي
100%

د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی، چې پرون درې زره او ۲۴۸ افغان کډوال له دغه هېواد افغانستان ته ستانه شوي. د پاکستاني چارواکو د شمېر له مخې، د بې اسناده کډوالو د ایستلو له مهالوېش پیلېدو سره تر اوسه له ۵۱ زره ډېر افغانان له دغه هېواد وتلي دي.

د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي، د ناقانونه کډوالو د مسالې د هواري لپاره د پاکستان د حکومت هڅې چټکې شوې دي.

هغه ټینګار وکړ چې د نومبر د لومړۍ نېټې مهلت نه یوازې په افغان کډوالو، بلکې په دغه صوبه کې پر مېشتو ټولو ناقانونه کډوالو تطبیقېږي.

تر دې مخکې د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي خبرداری ورکړی و، چې هېواد به یې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لپاره له ټاکلي ضرب الاجل وروسته له دې پرېکړې سره جوړجاړی ونه کړي.

همداراز، اکسپرس ټریبون هم راپور ورکړی، چې په بلوچستان کې د مېشتو نا قانونه کډوالو د پېژندلو لپاره یوې ځانګړې څانګې ته دنده سپارل شوې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، چې تر اوسه د چمن له لارې څه باندې زر افغان کورنۍ افغانستان ته ستانه شوي دي.

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې نړیوال جام کې پاکستان ته ۳۶۸ منډې هدف وټاکه

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۰ GMT+۱
د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې نړیوال جام کې پاکستان ته ۳۶۸ منډې هدف وټاکه
100%

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې د هند په بنګلور کې د پنځوسو اورونو په لوبولو سره پاکستانۍ لوبډلې ته ۳۶۸ منډې هدف وټاکه. د کرېکټ نړیوال جام دا ۱۸ سیالي د بنګلور ښار په چنا سوامي لوبغالي کې د اسټرالیا په توپ وهلو پیل شوه.

اسټرالیا د نهو لوبغاړو په سوځېدو او د ټولو اورونو په لوبولو سره ۳۶۷ منډې وکړې.

د اسټرالیا لومړنیو دوو لوبغاړو ډیویډ وارنر ۱۶۳ او میچل مارش ۱۲۱ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې د پاکستان د ملي لوبډلې شاهین اپریدي پنځه او حارث سهیل ۳ لوبغاړي وسوځول.

د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.

د تحریک انصاف ګوند یو مشر او پخوانی صوبایي وزیر کامران بنګښ ونیول شو

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۳ GMT+۱
د تحریک انصاف ګوند یو مشر او پخوانی صوبایي وزیر کامران بنګښ ونیول شو
100%

د پښتونخوا په مرکز پېښور کې پولیسو د دې صوبې د تعلیم پخوانی وزیر او د تحریک انصاف ګوند یو مشر کامران بنګښ ونیو. پولیس وايي، نوموړی یې څمکنیو کې په خپل کور کې نیولی او بیا یې ځايي تاڼې ته وړی دی.

د جیو نیوز د پنجشنبې ورځې د راپور له مخې، کامران بنګش له څمکنۍ تاڼې وروسته نامالوم ځای ته لېږدول شوی دی.

پولیسو دا نه دي ویلي چې کامران بنګښ یې ولې نیولی دی.

د نوموړي خلاف د مۍ د نهمې او لسمې د پېښو اړوند دوسیې په تاڼو کې درج شوې وې، خو په ځینې کېسونو کې یې له نیول کېدو مخکې ضمانت شوی و.

د پښتونخوا په دوو بېلابېلو پېښو کې درې پاکستاني پوځیان او یو پولیس وژل شوي

۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۷ GMT+۱
د پښتونخوا په دوو بېلابېلو پېښو کې درې پاکستاني پوځیان او یو پولیس وژل شوي
100%

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د تالاشۍ پر پوسته برید شوی، چې له امله یې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او همدا راز په پېښور کې یو پولیس افسر په یوه هدفي برید کې وژل شوی دی.

جیونیوز د امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې نن «د تلې ۲۷مه» سهار د شمالي وزیرستان په ګړیوم سیمه کې د پاکستاني پوځیانو د تالاشۍ پر پوسته وسلوالو برید کړی، چې له امله یې درې پوځیان وژل شوي دي.

خبر زیاتوي، چې په پېښه کې یو پوځي ټپي شوی هم دی، چې د درملنې لپاره پوځي روغتون ته انتقال شوی دی.

که څه هم پاکستاني طالبانو په رسمي ډول د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو په ټیلګرام کې پاکستاني طالبانو ته نېږدې کانالونو منلې، چې دغه برید د دوی ملګرو کړی دی.

دغو سرچینو ویلي، چې په ګړیوم کې یې شپږ پاکستاني پوځیان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

همدا راز د یوه بل خبر له مخې، پرون د پېښور په پیر بالا چوک کې د رېګي پوستې پر یوه پولیس افسر د ناپېژاندو وسلوالو له خوا برید شوی، چې له امله یې نوموړی وژل شوی او دوه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د پېښور پولیسو رسنیو ته ویلي، چې تر اوسه دا نه ده معلومه چې پر نوموړي پولیس افسر چا ډزې کړې دي؟

تر دا مهاله د دغې پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم په پاکستان کې بې سارې ناامني رامنځته شوې، پاکستاني چارواکو په وار – وار ادعا کړې، چې په دا ډول پېښو کې یو شمېر افغانان هم لاس لري.

خو طالبانو بیا دا ډول ادعاوې رد کړې او د پاکستان ناامني یې د هغوی د امنیتي ادارو ناکامي بللې ده.