• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان کمزورې او بېمارې ادارې

نورالبشر نوید

نورالبشر نوید

۲۹ تله ۱۴۰۲ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۴ GMT+۰

د پاکستان روان صورت حال د باشعوره عوامو لپاره د انتها تر حده تشويشناک دی او هېڅ دليل او يقين نشته چې څوک به پرې چاله دا تسلي ورکړي چې د ملک سياسي، اقتصادي، معاشي حالت به ښه شي.

د دې بنيادي وجوهات دا دي چې جمهوريت خپلې سياسي فېصلې نشي کولې-- پارلمان"" پتلی تماشه""ده. په هرچا د کرپشن دعوې دي.

ټولې سياسي ډلې هېڅ لايحه عمل نه لري. د اقتدار په رسه کشۍ کې د مهنګايۍ غوندې طوفان څوک نه ويني او د قحط يو بد صورت حال سره ولسونه مخ دي.

پارلمان او عدليه په ښکاره د مقابلې په حالت پاتې شوي دي. پوځ د غېر جانبدارۍ خبره کوي خو له تېرو انتخاباتو پس پرده ټول ډايرکشن د مقتدره ادارو وو او اوس خو د ساونډ پروف کمرو دننه د سياستونو او مخصوص صحافيانو تجزيو کې چې کومې ګواهۍ راځي نو دا په جمهوريت، سياست او پارلمان کې د پوځ او ټولو خفيه ادارو بيخي بالادستي ښيي چې د بوډا پاکستان په ټول تاريخ کې له شروع راهیسې شوي دي.

د پاکستان څلور ښکاره مارشلا دورونه او د جمهوريت په بېک ګراونډ کی هم د پوځ حکم هر څه ښکاره دی. اوس که مقتدره ادارې لکه سول او پوځي اسټيبلشمنټ په سياست کې د غېر جانبدارۍ خبره کوي خو هر خاص و عام دا دليل په هېڅ صورت نه مني.

بل خوا د پاکستان عدليه له خوا د جانبدارۍ داسې فېصلې شوې دي چې سياسي معاشي بحرانونه یې راپېدا کړي دي.

دا موجوده چې کوم حالت روان دی او يا د دې حالاتو په نتيجه کې نور څه راځی هېڅ ښه نتيجه نه ورکوی او نه څوک عوام قايل کولی شی چې دا بحرانونه به حل شي.

دا بحرانونه تر هغه نه حل کيږي چې سياستونه پاک نشی او کرپټ قوتونه له منځه ونه وځي. دا څوک چې د غېر جانبدارۍ په جامه کې د جانبدرارۍ رول ادا کوي دا بيخي د منځه يوسي.

پارلماني سياست د پوځ او د مقتدره ادارو د سکنجې نه ووځي. جمهوريت په صحيح معنو د خانداني سياستونو نه لاندې عامو باشعوره نظرياتي خلکو ته راشي. مذهب او رياست ځان ځان ته جدا شي. د ګاونډیو ملکونو په جنګونو کې د لويو طاقتونو د کرایې سپايتوب ختم شي. ادارې خپلو خپلو کارونو کې خود مختاره پرېښودی شي.

د پاکستان ټولو قومونو ته په خپلو وسايلو خپل اختيار ورکړ شي. د قومونو د ژبو او د ټولو بنيادي انساني حقونه ومنل شي. د پردو جنګونو لپاره خپل قامي اهداف قربان نه کړي. ټول کرپټ قوتونه له منځه يوسي او کومه سرمايه چې بهر ته منتقل شوې ده دا واپس راوړي.

په سياسي ډلو د پارلمان نه بهر په زوره له فېصلو منلو نه ډډه وشي او دا موجوده چې کومې ډرامې روانې دي دا پروډکشن نور بند کړی شي.

که مونږ د خپلو ستونزو او په موجوده بحرانونو کې د پاکستان لويو اداروته وګورو د دوی رسه کشۍ په نظر کې ولرو نو دا ادارې به داسې تشريح کوو.

جمهوريت

د پاکستان جمهو ريت د صنعتکارو، جاګيردارو او سرمايه دارو شريک جاګير دی. د شاملاتو په جنګ کې د کرایې خلک مري او د سرمایې زور جمهوريت هم کرپټ کړی دی.

عدليه

عدليه د زورورو تحفظ د قانون له کتابه کوي. پوځی کودتا ته "نظريه ضرورت" وايي حالانکې د پاکستان نظريه نشته او ضروريات یې ډېر دي. عدليه د جانبدارۍ په فیصلو کې خپل ميزان هم متنازعه کړو.

پوځ

پوځ د جنګ علامت دی خو چونکې جنګ نشته نو په بلوچستان او پښتونخوا کې پريکټس کوي او سياسي پالوانان داسې جنګوي لکه څوک چې اوزګار شي او ميږي جنګوي. د جمهوريت په سر ځوړنده توره ده چې د لاندې ترې سياست ماته ماته ساه اخلي، پوره خبره نشي کولی.

صحافت

صحافت د څلورمې ستن په مثال د رياست يو ګټ ته سر اړام کړی دی او هغه تجزياتي عمل کوي چې د ماضي قیصه وي. په دغه قيصه کې مخصوص صحافيان هم کردار وي خو د نظريه حاجت ترمخه ورته لکه د عدليې نظريه ضرورت وایي چې هغه دور تېر شي نو بيا د سابقه جرنېلانو د کرپشن او په جمهوريت د شب خون قيصه کوي.

عوام

عوام يو هجوم دی، قوم نه دی. په کوم ملک کې چې د مختلفو قومونو مفادات د يو بل په ضد دي هغوی قوم نه، هجوم دی، بې شعورۍ ته عقيدت وایي او عقيدت د ړندو ګډا ده. دا هجوم د سرمايه دارو، جاګيردارو اعلا بالا طبقې لپاره راپاڅي خو د ځان لپاره نه.

دا هاغه سرتور سرونه دي چې هر څوک پرې راشي خپله ټوپۍ یې په سر کېږدي او سر ورله د جزباتي عقيدت په انستهيزيا ویده کړي. ټول عمر په نشه په خوب کې ګرځي.

نتيجه

نتيجه داده چې پاکستان په ځوانیمرګۍ کې په ۱۹۷۱ يو ځل مړ شوی دی، نو په بوډا عمر کې خو فالج خامخا وي، دا بوډا په Icu کې دی.

که په داسې عمر کې مضبوط سوويت يونين د علاج باوجود مړ شوی دی نو په وينټي لېټر پروت پاکستان به ترڅو مصنوعي سا اخلي.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۳
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۴

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

په لکي مروت کې څلور وسله‌وال وژل شوي دي

۲۹ تله ۱۴۰۲ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۴ GMT+۱
په لکي مروت کې څلور وسله‌وال وژل شوي دي
100%

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې څلور وسله‌وال وژل شوي او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو دغه عملیات په وانډه سیمه کې پیل کړي و.

د عملياتو پرمهال د پوځيانو او وسله‌والو ترمنځ سخته نښته شوې، چې په ترڅ کې یې څلور وسله‌وال وژل شوي او يو تن ژوبل شوى د امنيتي ځواکونو له‌خوا نيول شوى دى.


د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، د عملياتو پرمهال د وسله‌والو نه وسلې هم ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي:« د عملیاتو له پیلېدو مخکې، په سیمه کې اعلانونه وشول چې کلیوال دې غرونو ته له تګه ډډه وکړي.»


هغه زیاته کړه، وسله‌والو د کلي سره نږدې په غرونو کې خپل پټنځایونه جوړ کړي وو.

د پاکستان پوځ وايي په وزیرستان او بنو کې یې لس وسلوال وژلي

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۲ GMT+۱
د پاکستان پوځ وايي په وزیرستان او بنو کې یې لس وسلوال وژلي
100%

د پاکستان پوځ وايي، تېره او وړمه شپه د پښتونخوا په لکي مروت کې یې څلور او په شمالي او سوېلي وزیرستان کې یې شپږ وسلوال وژلي دي. له بلې خوا نن د پاکستان پوځ د هغو څلورو پوځیانو جنازه هم وکړه چې پرون په وزیرستان کې وژل شوي وو.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر د جمعې په ورځ وویل، د پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په لکي مروت کې د استخباراتي معلوماتو له مخې یې پرون عملیات کړي دي.

پوځ وايي، په دې عملیاتو کې یې پر څلورو وسلوالو وژلو سربېره یو ټپې شوی وسلوال نیولی هم دی.

ای ایس پي ار زیاتوي، چې پرون او وړمه ورځ یې په شمالي او سوېلي وزیرستان کې یې په خاورې مولا مشهور د حضرت زمان په نوم د یوه مهم قومندان په ګډون شپږ وسلوال وژلي دي.

پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي، دې وسلوالو د امنیتي ځواکونو پر وړاندې په «ترهګریزو» فعالیتونو او د بې ګناه ملکي خلکو په هدفي وژنه کې لاس درلود.

د پاکستان پوځ پرون منلې وه چې په وزیرستان کې یې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. نن په دغو بریدونو کې د څلورو وژل شویو پوځیانو جنازې وشوې.

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې نړیوال جام کې پاکستان ته په ۶۲ منډو ماتې ور کړه

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۶ GMT+۱
د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې نړیوال جام کې پاکستان ته په ۶۲ منډو ماتې ور کړه
100%

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ د هند په بنګلور کې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۶۲ منډو په لوی توپیر ماتې ور کړه. اسټرالیا د پنځوسو اورونو په لوبولو سره پاکستانۍ لوبډلې ته ۳۶۸ منډې هدف وټاکه، خو سیالې لوبډلې ایلا ۳۰۵ منډې جوړې کړې.

د کرېکټ نړیوال جام دا ۱۸ سیالي د بنګلور ښار په چنا سوامي لوبغالي کې د اسټرالیا په توپ وهلو پیل شوه.

اسټرالیا د نهو لوبغاړو په سوځېدو او د ټولو اورونو په لوبولو سره ۳۶۷ منډې وکړې.

د اسټرالیا لومړنیو دوو لوبغاړو ډیویډ وارنر ۱۶۳ او میچل مارش۱۲۱ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې شاهین اپریدي پنځه او حارث سهیل ۳ اسټرالیايی لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان لوبډلې هم ښه پیل وکړ او لومړنیو دوو لوبغاړو امام الحق او عبدالله شفیق ۱۳۴ منډې جوړې کړې او دواړو پنځوسیزې هم وکړې.

خو وروسته یې لوبغاړي ونه ځلېدل او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۴۵.۳ اور کې ۳۰۵ منډې جوړې کړې او لوبه ترې اسټرالیا وګټله.

اسټرالیا په دې جام کې څلور لوبې کړې، چې دوه یې ګټلې او دوه یې بایللې دي.

پاکستان هم څلور لوبې کړې چې دوه یې ګټلې او پکې یې نن له اسټرالیا او مخکې له هند ماتې خوړلې ده.

د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.

د غزې پر یوه کلیسا د اسراییل د هوایي برید له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۳ GMT+۱
د غزې پر یوه کلیسا د اسراییل د هوایي برید له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي
100%

فلسطیني چارواکي وايي، په غزې تړانګه کې د یونان ارتودوکس پر یوې کلیسا د اسراییل په هوايي برید کې ۱۸ فلسطینیان وژل شوي دي. د کریتاس مرستندویه موسسې هم اعلان کړی، چې په دغه برید کې د دغې ادارې یو ځایي کارکوونکی هم وژل شوی دی.

دا پېښه تېره شپه شوې ده.

د اسراییل پوځ ویلي، د پوځي ملېشو د قوماندانۍ پر مرکز برید کې د کلیسا یوه برخه زیانمنه شوې او د دې پېښې په اړه پلټنې کوي.

فلسطیني چارواکو ویلي، لږ تر لږه ۵۰۰ مسلمانانو او عیسویانو د اسراییل د بمبارۍ له امله کلیسا ته پناه وړې ده.

کریټاس مرستندویه موسسې ویلي، چې د دغې ادارې ځايي کارکوونکی په داسې حال کې وژل شوی، چې له خپلې کورنۍ سره یې کلیسا کې پناه اخیستې وه.

ارتودوکس کلیسا په یوه بیانیه کې د اسراییل برید په کلکه غندلی دی.

د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې د دوی جنګي الوتکو د قوماندې یو مرکز په نښه کړی چې د اسراییل پر ضد کارول کېده.

د فلسطیني روغتیايي چارواکو په وینا، په غزه کې د اسراییل د بریدونو له امله شاوخوا درې زره او اته سوه کسان وژل شوي او تر یو میلیون ډېر کسان بې کوره شوي دي.

په غزه کې د ملکي وګړو د وضعیت په اړه راپورونه ښیي چې دوی د خوړو، اوبو، سونتوکو او طبي وسایلو له سخت کمښت سره مخ دي.

ملګرو ملتونو د غزې په الاهلي روغتون کې د چاودنې په اړه د خپلواکې پلټنې غوښتنه وکړه

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۶ GMT+۱
ملګرو ملتونو د غزې په الاهلي روغتون کې د چاودنې په اړه د خپلواکې پلټنې غوښتنه وکړه
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د غزې په الاهلي روغتون کې د چاودنې په اړه د یوې خپلواکې نړیوالې څېړنې غوښتنه کړې ده. د غزې د روغتيا وزارت د تلې په ٢٥مه نېټه د دغه بريد د تلفاتو شمېر ٤٧١ تنه اعلان کړ. اسراییل او حماس په دې برید کې په لاس لرلو یو بل تورنوي.

د بېلا بېلو هېوادونو چارواکو دغه بريد د نه بښلو ګڼلی او د دغه برید د ابعادو د روښانه کولو غوښتنه يې کړې ده.

له دې پېښې وروسته د فلسطین روغتیا وزارت وویل، چې اسراییل د غزې پر الاهلي روغتون برید کړی دی.

اسراییلي پوځ دغه تورونه رد کړي او دا کار یې د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې کار بللی، چې د یوه غلط توغندي د توغولو له امله یې دا پېښه رامنځ ته کړې ده. خو دغې ډلې په یوه پیغام کې د اسراییل دغه ادعا رد کړې ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن اسراییل ته تر خپل سفر مخکې په یوه بیانیه کې پر دغه روغتون د برید له امله خپله خواشیني څرګنده او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ټیم ته یې امر کړی و، چې د برید لاملونه په کره توګه وڅېړي.

جوبایډن وروسته په اسراییل کې د دې پېښې په اړه وویل چې دا برید د «بل لوري» کار دی.

د فلسطین د ادارې مشر محمود عباس د چاودنې په غبرګون کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ او د امریکا له ولسمشر سره یې خپله پلان شوې ناسته لغوه کړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د غزې په الاهلي روغتون باندې د حملې په اړه خپله خواشیني څرګنده او ټینګار یې وکړ: «روغتونونه او طبي کارکونکي د نړیوالو قوانینو تر ساتنې لاندې دي».

بې پولې ډاکټرانو په دې روغتون باندې د برید په اړه د "خواشینې" په څرګندولو سره، دا کړنه «ډله ییزه وژنه» او د نه منلو وړ» عمل وباله او ویې ویل: «هیڅ هم پر روغتون دا ټکان ورکوونکی برید نه توجیه کوي چې ناروغان، طبي کارکوونکي او د جګړې کډوال وو. دا وینه تویونه باید ودرول شي».

د بشري حقونو د څار ادارې دغه برید «وحشتناک» بللی او د نړۍ له مشرانو یې غوښتي چې د دې پراخو ظلمونو او د انسانانو د وژل کېدو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

پر دغه روغتون د برید او اسراییل ته د بایډن د سفر په غبرګون کې د حزب الله ډلې د چهارشنبې ورځ «د تلې ۲۶مه» د اسراییل پر وړاندې د «بې ساري قهر» د ورځې په توګه اعلان کړه.

د فلسطین ملاتړو د دغه برید په اعتراض کې په بېلابېلو هېوادونو کې پراخ لاریونونه وکړل.

خو د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتن ياهو وويل: «ټوله نړۍ په دې پوهيږي چې په غزه کې وحشي ترهګر هماغه کسان وو چې د غزې پر روغتون يې بريد وکړ، نه د اسراییل پوځ. هغوی چې زموږ ماشومان په بې رحمانه توګه وژلي، خپل ماشومان هم وژني».

په ملګروملتونو کې د اسراییل سفیر هم د غزې په روغتون د حملې مسوولیت د اسلامي جهاد وباله او ویې ویل: «په دغو داعش ترهګرو باور مه کوئ. هغوی چې په بې باکه توګه پر ملکي خلکو توغندي ولي فلسطینیان دي، چې له کلونو راهیسې دا کار کوي».