اروپايي ټولنې له افغانستان سره د رواني روغتیا د ملاتړ لپاره لس میلیونه یورو مرسته وکړه

اروپایي ټولنې اعلان وکړ، چې افغانستان سره یې د رواني روغتیا او په مخدره توکو د روږدو د درملنې لپاره لس میلیونه یورو مرسته وکړه.

اروپایي ټولنې اعلان وکړ، چې افغانستان سره یې د رواني روغتیا او په مخدره توکو د روږدو د درملنې لپاره لس میلیونه یورو مرسته وکړه.
په پام کې ده، چې دغه پیسې به په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر له لارې مصرف شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په یوې بیانیه کې وویل، چې دا پیسې باید د افغانستان د زیانمنو شویو وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره ولګول شي.
وروسته له هغه چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل او د دغې ډلې له خوا د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو سخت بندیزونه ولګول شول؛ په افغانستان کې د رواني روغتیا په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د دې ترڅنګ د روغتیا د نړۍوال سازمان د راپور له مخې؛ په افغانستان کې نېږدې څلور میلیونه روږدي شته چې د دغه هېواد د نفوس څه باندې لس سلنه جوړوي.
له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو کمښت چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته رامنځته شو، د روغتیايي مرکزونو او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د بنسټونو پر فعالیتونو یې اغېزه کړې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان هیله لري، چې د اروپايي ټولنې لس میلیونه یورو (شاوخوا ۸۰۰ میلیونه افغانۍ) مرسته به په افغانستان کې د رواني روغتیا او د مخدره توکو د استعمال د اختلاتاتو په حل کې مرسته وکړي.


د درېیو دایمي غړو په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دولسو غړو په یوه اعلامیه کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیستماتیک تبعیض غندلی دی.
په دغو هېوادونو کې برازیل، البانیا، اېکوادور، فرانسه، امریکا، ګابون، جاپان، مالتا، سويس، متحده عربي امارات او انګلستان شامل دي.
د دغو هېوادونو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې لیکلي چې "له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه او سیستماتیک تبعیض" او د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې بېلګې کېدی شي.
دغو دولسو هېوادونو د چهارشنبې په ورځ (د لړم درېیمه) د ښځو، سولې او امنيت په اړه د امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ له افغانستان سره د خپلو هغو ژمنو د عملي کېدو یادونه کوو، چې د هغو سندونو د احکامو یې افغانستان غړی هېواد دی".
دغو هېوادونو ټینګار وکړ، چې د تصمیم نیونې په ټولو بهیرونو کې د ښځو د بشپړ ګډون لپاره د شرایطو برابرول به د نړۍوالې سولې او امنیت له پراختیا سره مرسته وکړي.
دغې ډلې ویلي: "لکه څنګه چې د عمومي منشي راپور ټینګار کوي، موږ باید هر وخت د ټولو ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې او درناوي د مطلق اړتیا او د ښځو پر وړاندې د سیاسي تشدد پر وړاندې روښانه واوسو".
د ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو له پرله پسې غندنې سره- سره طالبان د ښځو په اړه له خپل دریځه نه دي وتلي.
د بشري حقونو د سازمانونو په وینا؛ طالبانو ښځې له ټولنیز فعالیت څخه بې برخې کړي. د افغانستان د واک تر لاسه کولو راهیسې طالبانو تر ۵۰ زیات فرمانونه صادر کړي او د ښځو پر وړاندې یې پراخ بندیزونه لګولي دي.
طالبانو د ښځو ډېر اساسي حقونه لکه؛ ښوونه او روزنه، کار، سفر، سپورت او په پارکونو کې تفریح کول منع کړي دي او په دې برخه کې د خپل موقف د توجیه کولو لپاره یې شرعي اصول او داخلي مسایل د دلایلو په توګه وړاندې کړي دي.
د بشري حقونو بنسټونه د تعلیم، کار او سفر د منع کولو پالیسي د جنسیت د توپیر د روښانه مثال په توګه بیانوي.

په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه څه باندې ۱۱۶ زره افغانانو د پاکستان ویزې ترلاسه کړې دي. د دغه سفارت د شمېرو له مخې، سږ کال په افغانستان کې د پاکستان سفارت او څلور کونسلګرۍ هره ورځ په اوسط ډول ۵۵۰ کسانو ته ویزې ورکوي.
د پاکستان سفارت د شمېرو له مخې، دغه هېواد تېر کال شاوخوا دونه نیم لکه افغانانو ته او په ۲۰۲۱میلادي کال کې شاوخوا څلور لکه لس زره افغانانو ته ویزې ورکړې دي.
د اعلان شویو شمېرو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د پاکستان سفارت ټولټال ۷ لکه ۷۶ زره افغانانو ته ویزې ورکړې دي.
د رسمي شمېرو له مخې یوازې د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا ۹۵۷ زره افغان کډوال ژوند کوي، چې له دې ډلې تر ۶۵۰ زرو لږ یې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په دفتر کې ثبت دي.
د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویلي، چې ۵۹۷ جعلي شناختي کارډونه یې باطل کړي دي. همدارنګه د دغو شمېرو پر بنسټ، درې زره او ۹۱۱ افغان کډوال د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
د پاکستان د حکومت د شمېرو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۱.۷ میلیونه نا ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي.
په داسې حال کې چې دغه هېواد له تېرو څلورو لسيزو راهيسې د ميليونونو افغان کډوالو کوربه دى، تېره مياشت د دغه هېواد حکومت ناقانونه کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی چې له یاد هېواده ووځي. خو د نه وتلو په صورت کې به ونیول شي او وبه اېستل شي.
همداراز،د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت د افغان ناقانونه مهاجرینو موضوع ته د رسیدګۍ لپاره، د افغان کډوالو د نیولو بهیر ډېر کړی دی.

په پېښور کې د طالبانو د ادارې جنرال کونسل قاري محب الله شاکر وايي، چې د پاکستان د وروستیو ناامنیو په غبرګون طالبانو یوه فتوا صادره کړې، چې له مخې یې په پاکستان کې بریدونه حرام ګڼلي او دا عمل یې جهاد نه دی بللی. هغه زیاته کړې، چې د کډوالو د اېستلو په تړاو کوم اعتراض نه لري.
نوموړي له جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د ټي ټي پي یو شمېر غړي د پخواني ولسمشر اشرف غني د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته تللي وو او هلته ځای پر ځای شوي وو.
له دې وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب هم ورته څرګندونې کړې وې او په پاکستان کې روانه ناامني او بریدونه یې له جهاد سره په ټکر کې بللي وو.
ورپسې یو شمېر پاکستاني رسنیو د سرچینو په حواله خبرونه خپاره کړل، چې پاکستان او طالبان یوې نتیجې ته رسېدلي، چې له مخې به یې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند د یوې فتوا په صادرولو سره په پاکستان کې د ټي ټي پي روان جنګ ناروا ثابتوي.
په پېښور کې د طالبانو سرکونسل زیاته کړې، چې دوی غواړي په روښانه ټکو وښيي، چې په پاکستان کې به د افغانستان له لوري هېڅ ډول مداخله نه کیږي او د افغانستان خاوره به د دوی پر ضد نه کارېږي.
محب الله شاکر په پاکستان کې د افغان کډوالو وروستي کړکېچ ته په اشارې سره ویلي، چې دوی د پاکستان د پرېکړې په اړه هېڅ ډول اعتراض نه لري خو هیله لري، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره پر یوه مناسبه کړنلاره غور وشي.
هغه وویل، چې غوره به وي، چې کډوالو ته د بېرته ستندو لپار وخت ورکړل شي.
شاکر پر افغان کډوالو غږ کړی، چې که څه هم د ستېندلو لومړنی پړاو به سخت وي، خو په افغانستان کې د کار او ژوند زمینه ورته برابره ده.
نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې تېره اونۍ هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې خبرداری ورکړی و، چې که له افغانستان سره بشري مرستې ونه شي راتلونکی ژمی به بحراني او سخت وي.

په مالیزیا کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وايي، په دغه هېواد کې یې افغانانو ته د پاسپورټونو وېش پیل کړ. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن په خپله خبرپانه کې د مالیزیا لپاره د دوی د سفیر نقیب الله احمدي له قوله ویلي چې دا پروسه به شفافه او چټکه وي.
نوموړي د سفارت له کارکوونکو غوښتي چې خپلې دندې په ښه همغږۍ ترسره کړي.
تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ایران، پاکستان، ازبکستان او ترکیه کې د پاسپورتونو وېش پیل کړی دی.
د دغه وزارت چارواکو ویلي چې په چین کې به هم افغانانو ته د پاسپورت د وېش په بهیر کار وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، د طالبان له خوا د سختو کړنو او تګلارو سره بد اقتصادي او بشري وضعیت، وروستۍ مرګونې زلزلې او د کډوالو د جبري ستنېدو او د بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره په افغانستان کې بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.
نوموړي دا خبرې د سې شنبې په ورځ «د لړم په دویمه» د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خپل وروستي راپور د وړاندې کولو پر مهال وکړې او زیاته یې کړه، چې نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د بېنېټ په خبره، د افغانستان په زندانونو او توقیف ځایو کې لا هم شکنجې روانې دي او له بشري حقونو څخه سرغړونې کيږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی په افغانستان کې د زدکړو د کیفیت مساله هم یاده کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو له خوا پر دیني زدکړو تمرکز د افغانستان ماشومان له هر اړخیزې پوهې محروموي او د بې کارۍ خطر لا زیاتوي.
نوموړی وايي، چې په دې سره به د بې کارۍ کچه لوړه، د افراطي نظریاتو بنسټ غښتلی او په سیمه او نړۍ کې د تروریزم ګواښ زیاتیږي.
بېنېټ له شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو او مېرمنو د زدکړو او کار پر اړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې تر اوسه د دغې ستونزې د حل لپاره طالبانو کوم روښانه اقدام نه دی کړی.
د نوموړي په خبره، طالبانو د جنسیت پر بنسټ د ځورونې اقدامات لا زیات کړي او دغه سیستماتیک تبعیض لا ډېرې څېړنې او ارزونې ته اړتیا لري.
بېنېټ له بېلابېلو افغانانو سره د نوموړي د بحثونو نچوړ هم شریک کړ او ویې ویل، چې افغانانو ورسره د افغانستان په اړه بېلابېلې اندېښنې شریکې کړې دي.
په دغه غونډه کې بېنېټ هیله وښوده، چې ملګري ملتونه به د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو په اړه خپل غوڅ دریځ څرګندوي او د افغانستان په اړه به بې تفاوته نه پاتې کیږي.
ریچارډ بنیټ هیله ښودلې چې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه به د افغانانو د بشري حقونو او افغان میرمنو او نجونو د حقونو څخه پریکنده ملاتړ څرګند کړي.
د روانې اونۍ په پیل کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» د خپل نوي راپور په ترڅ کې ویلي، چې لا هم په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کیږي، ښځې له ټولنیز ژوند څخه محرومې او محدودې دي او خپلسرې شکنجې او وژنې روانې دي.
دغه راپور چې د جولایي، اګسټ او سپټمبر د میاشتو له پېښو او ارزونو څخه رغېدلی؛ پکې د ښځو د محدودیتونو تر څنګ د تېر حکومت د کارکوونکو شکنجې، بندیزونه، سرغړونې، رسنۍ او د بدني سزاګانو مفصل معلومات شریک شوي دي.
په دغه راپور کې یوناما خپل پخواني راپور ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د پخواني حکومت د غړو پر وړاندې لا هم خشن چلند روان دی او د عمومي بښنې مساله درسته نه تطبیقیږي.
په راپور کې راغلي، چې د سپټمبر تر نیمایي پورې په زندانونو کې د بندیانو شمېر له ۱۷ زرو څخه لوړ شوی، چې له لس زره هغه اوسط څخه زیاتوالی ګڼل کېږي، چې برحاله د زندانونو د چارو د سمون ادارې یې د ۲۰۲۲ کال له نیمایي راهیسې ساتل په پام کې نیولي.
یوناما وايي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست له خوا له بندیانو سره په دوامدار ډول نادرست چلند کیږي، هغوی شکنجه کوي او ناوړه چلند ورسره کوي؛ خو د دغې مسالې د تعقیب کومه بدیله لار نه شته.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تېرې دوشنبې په ورځ دغه رد کړی دی.