• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دولسو غړو د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیستماتیک تبعیض غندلی دی

۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۱ GMT+۱

د درېیو دایمي غړو په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دولسو غړو په یوه اعلامیه کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیستماتیک تبعیض غندلی دی.

په دغو هېوادونو کې برازیل، البانیا، اېکوادور، فرانسه، امریکا، ګابون، جاپان، مالتا، سويس، متحده عربي امارات او انګلستان شامل دي.

د دغو هېوادونو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې لیکلي چې "له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه او سیستماتیک تبعیض" او د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې بېلګې کېدی شي.

دغو دولسو هېوادونو د چهارشنبې په ورځ (د لړم درېیمه) د ښځو، سولې او امنيت په اړه د امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ له افغانستان سره د خپلو هغو ژمنو د عملي کېدو یادونه کوو، چې د هغو سندونو د احکامو یې افغانستان غړی هېواد دی".

دغو هېوادونو ټینګار وکړ، چې د تصمیم نیونې په ټولو بهیرونو کې د ښځو د بشپړ ګډون لپاره د شرایطو برابرول به د نړۍوالې سولې او امنیت له پراختیا سره مرسته وکړي.

دغې ډلې ویلي: "لکه څنګه چې د عمومي منشي راپور ټینګار کوي، موږ باید هر وخت د ټولو ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې او درناوي د مطلق اړتیا او د ښځو پر وړاندې د سیاسي تشدد پر وړاندې روښانه واوسو".

د ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو له پرله پسې غندنې سره- سره طالبان د ښځو په اړه له خپل دریځه نه دي وتلي.

د بشري حقونو د سازمانونو په وینا؛ طالبانو ښځې له ټولنیز فعالیت څخه بې برخې کړي. د افغانستان د واک تر لاسه کولو راهیسې طالبانو تر ۵۰ زیات فرمانونه صادر کړي او د ښځو پر وړاندې یې پراخ بندیزونه لګولي دي.

طالبانو د ښځو ډېر اساسي حقونه لکه؛ ښوونه او روزنه، کار، سفر، سپورت او په پارکونو کې تفریح ​​کول منع کړي دي او په دې برخه کې د خپل موقف د توجیه کولو لپاره یې شرعي اصول او داخلي مسایل د دلایلو په توګه وړاندې کړي دي.

د بشري حقونو بنسټونه د تعلیم، کار او سفر د منع کولو پالیسي د جنسیت د توپیر د روښانه مثال په توګه بیانوي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۳
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۴

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۵

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

•
•
•

نور کیسې

بلېنکن له قطر څخه غوښتي چې د غزې د جګړې په اړه دې د الجزیرې په خبري پوښښ کې نرمي راولي

۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۶ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د غزې له جګړې د الجزیزې پر خبري پوښښ نیوکه وکړه او د قطر له لومړي وزیر څخه یې وغوښتل چې د دې جګړې په اړه دې دا ټلویزیون خپل پوښښ «نرم» کړي. بلېنکن دا غوښتنه دوه اونۍ وړاندې قطر ته د خپل سفر پر مهال کړې وه.

د اکسیوس خبري اژانس د خبر له مخې؛ د دوشنبې په ورځ (د لړم په۳ مه) د امریکا د یهودانو د ټولنې د مشرانو یوې ډلې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او ښاغلي بلینکن دغه موضوع هلته مطرح کړه.

اکسیوس دا موضوع د هغو درېیو کسانو له قوله لیکلې، چې په دې غونډه کې یې برخه اخیستې وه.

دوی وویل، چې انټوني بلېنکن وویل د اکټوبر په دیارلسمه کله چې په دوحه کې و، د قطر له دولت څخه یې وغوښتل چې د حماس پر وړاندې دې خپل عامه دریځ بدل کړي.

تر دې مخکې د اسراییل د مخابراتو وزیر الجزیره په دې تورنه کړې وه، چې د حماس په ملاتړ کې یې احساسات پارولي او د غزې له تړانګې څخه د احتمالي بریدونو په وړاندې یې اسراییلي پوځیان ګواښلي دي.

دغه اسراییلي چارواکي ویلي وو، چې د الجزیرې شبکې د سیمه ییز دفتر د تړلو لپاره به کابینې ته وړاندیز وکړي.

د الجزیرې رسنۍ د قطر د حکومت په مالي ملاتړ فعالیت کوي. دغه رسنۍ د حماس او اسراییل ترمنځ جګړه په ځانګړي توګه تر پوښښ لاندې نیسي.

افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد بلل شوی

۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۶ GMT+۱

د جورج ټاون انسټیټیوټ او د اوسلو د سولې څیړنیز انسټیټوت د موندنو پر بنسټ افغانستان د نړۍ ۱۷۷هېوادونو په منځ کې د ۰.۲۸۶ امتیازاتو په اخیستو د ښځو لپاره د نړۍو تر ټولو بد هېواد په توګه وپېژندل شو. په دغه لېست کې افغانستان لومړی، یمن دویم او د مرکزي افریقا جمهوریت درېیم ځای لري.

په هغه راپور کې چې د دغو دواړو څېړنیزو مرکزونو له خوا خپور شوی ویل شوي، چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ را په دېخوا دغې ډلې له ښځو سره ناوړه چلند کړی او د ښځو وضعیت په ډېرې چټکۍ سره خراب شوی دی.

د جورج ټاون انسټیټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ په خپل دغه څېړنیز راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشت راهیسې په افغانستان کې مېرمنې دندې نه لري او په بېلابېلو بڼو له ټولنیز ژونده محرومې شوې دي.

د دغه راپور له مخې؛ افغانستان د مېرمنو او نجونو لپاره “زندان” ګڼل شوی او ویلي یې دي، چې طالبانو د بیا واک ته له رسېدو وروسته تر ټولو ناوړه چلند له مېرمنو سره کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، د طالبانو له خوا د سختو کړنو او تګلارو سره بد اقتصادي او بشري وضعیت، وروستۍ مرګونې زلزلې او د کډوالو د جبري ستنېدو او د بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره په افغانستان کې بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.

نوموړي دا خبرې د سې شنبې په ورځ «د لړم په دویمه» د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خپل وروستي راپور د وړاندې کولو پر مهال وکړې او زیاته یې کړه، چې نړۍواله ټولنه باید له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

له دې وړاندې یوناما په خپل راپور کې ویلي وو، چې لا هم په افغانستان کې ښځې د کار حق نه لري، په راپور کې راغلي د جولايي په ۱۹ نېټه د سنګارتونونو شاوخوا ۲۵څښتنان او د هغوي کارمندان په کابل کې د یوه سوله ییز لاريون په موخه سره راغونډ شوي وو، چې د طالبانو له خوا د اوبو په پاشلو او اخطاري هوایي ډزو په کارولو په زور سره تیت کړی شول. څلور ښځینه لاریونوالې ونیول شوې.

یوناما په خپل راپور کې د ښځو تګ راتګ او زده کړو محدودیتونه هم یاد کړي او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان ښځې لا هم محدودې او له ټولنیز ژونده بې برخې دي.

اوکراین: په خرسون کې اټومي بټۍ ته نېږدې د روسیې بریدونو د برېښنا مزي زیانمن کړي

۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۱ GMT+۱

اوکرایني چارواکو ویلي، چې د خرسون په بریسلاو ښار کې د روسیې له هوايي بریدونو وروسته یو ملکي وګړی وژل شوی او اټومي بټۍ ته نېږدې د برېښنا مزي زیانمن شوي دي. د دغو چارواکو په وینا؛ د روسیې پوځ دغه بریدونه د چهارشنبې په سهار (د لړم په ۳مه) ترسره کړي.

رویټرز د خرسون سیمې د والي الکساندر پروکودین له قوله ویلي، چې په سیمه کې د روسیې په هوايي برید کې یو ۴۲ کلن سړی وژل شوی دی.

د اوکراین د انرژۍ او اوبو وزارت هم د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په خرسون کې د روسیې د برید په نتیجه کې د برېښنا مزي زیانمن شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د خرسون سیمې د والي له قوله ویلي، چې روسي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خرسون سیمه کې ۳۷ هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار: موږ له روسیې او چین سره د مقابلې لپاره افغانستان پرېښود

۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۷ GMT+۱

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ویلي، امریکا له افغانستانه د دې لپاره وتلې چې له روسیې او چین سره مقابلې ته چمتو شي. جیک سالیوان زیاتوي، دا پرېکړه افغانانو او امریکايي ځواکونو ته ستونزمنه وه، خو له راتلونکو ګواښونو سره د مخ کېدو لپاره امریکا ته اړینه وه، چې د وتلو تصمیم ونیسي.

دغه امریکايي چارواکي په دې وروستیو کې فارن افیرز یا د بهرنیو چارو په مجله کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د پرېکړې د لاملونو په اړه په یوه یادښت کې لیکلي، چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۴ کلونو کې پر ګرجستان او اوکراین د روسیې بریدونه او همدارنګه د چین د پوځي ځواکونو ناڅاپي پیاوړتیا د دې لامل شوه، چې امریکا خپله دفاعي تګلاره بدله کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار په خپل یادښت کې ویلي، چې د جوبایډن موخه له افغانستانه د خپل هېواد د پوځي ځواکونو اېستل او د هېواد تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی اېښودل دي، چې له شته واقعیتونو سره پکې د واشنګټن د دفاعي سیاستونو پلي کول او له سترو قدرتونو -چین او روسیې- سره د مقابلې لپاره چمتووالی هم شامل دی.

ښاغلي سالیوان د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین د روسیې برید ته په اشارې سره لیکلي، چې که امریکا په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړی وی، نو امکان موجود و، چې امریکا به لا هم په دې سیمه کې بوخته وه او د اوکراین په جګړه کې به یې اغېزناک تمرکز نه شو کولی.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې، چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو سره - سره دغه هېواد خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي، چې له امله یې په کابل کې د ایمن الظواهري ووژل شو او په سومالیا ،سوریې او نورو ځایونو کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه په نښه شول .

هغه څرګنده کړه چې له دې ستراتیژۍ سره امریکا په اوږدمهاله جګړو کې له ښکیلتیا ډډه کولی شي او دا د امریکا په وړاندې د ګواښونو د کمولو په برخه کې ګټور ثابتېدی شي.

نوموړي د امریکا په مقابل کې د چین د ګواښونو په اړه ویلي، چې په دې وروستیو لسیزو کې د امریکا د مهمو منرالونو لپاره د اکمالاتو لړۍ په زیاتېدونکي ډول په هغو نه اټکلېدونکو بهرنيو بازارونو پورې تړلې ده، چې ډېری یې د چین په واک کې دي.

هغه په ​​خپله يادونه کې له چين سره د اړيکو د چينلونو پر جوړولو او د کړکېچ او ټکرونو د مخنيوي لپاره د ډېپلوماتيکو اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.

د سپینې ماڼۍ امنیتي سلاکار زیاته کړې، چې امریکا باید د حساسې ټېکنالوجۍ په ساتنه او په دې برخه کې پر چین د تکیه کمولو ته پام وکړي.

په افغانستان کې د پاکستان سفارت وايي، هره ورځ ۵۵۰ افغانانو ته ویزې ورکوي

۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۳ GMT+۱

په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه څه باندې ۱۱۶ زره افغانانو د پاکستان ویزې ترلاسه کړې دي. د دغه سفارت د شمېرو له مخې، سږ کال په افغانستان کې د پاکستان سفارت او څلور کونسلګرۍ هره ورځ په اوسط ډول ۵۵۰ کسانو ته ویزې ورکوي.

د پاکستان سفارت د شمېرو له مخې، دغه هېواد تېر کال شاوخوا دونه نیم لکه افغانانو ته او په ۲۰۲۱میلادي کال کې شاوخوا څلور لکه لس زره افغانانو ته ویزې ورکړې دي.

د اعلان شویو شمېرو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د پاکستان سفارت ټولټال ۷ لکه ۷۶ زره افغانانو ته ویزې ورکړې دي.

د رسمي شمېرو له مخې یوازې د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا ۹۵۷ زره افغان کډوال ژوند کوي، چې له دې ډلې تر ۶۵۰ زرو لږ یې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په دفتر کې ثبت دي.

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویلي، چې ۵۹۷ جعلي شناختي کارډونه یې باطل کړي دي. همدارنګه د دغو شمېرو پر بنسټ، درې زره او ۹۱۱ افغان کډوال د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.

د پاکستان د حکومت د شمېرو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۱.۷ میلیونه نا ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي.

په داسې حال کې چې دغه هېواد له تېرو څلورو لسيزو راهيسې د ميليونونو افغان کډوالو کوربه دى، تېره مياشت د دغه هېواد حکومت ناقانونه کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی چې له یاد هېواده ووځي. خو د نه وتلو په صورت کې به ونیول شي او وبه اېستل شي.

همداراز،د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت د افغان ناقانونه مهاجرینو موضوع ته د رسیدګۍ لپاره، د افغان کډوالو د نیولو بهیر ډېر کړی دی.