• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حقاني پاکستان ته:‌ هرڅوک چې خپل مشکل پخپله حل نه کړي په بل نه حل کېږي

۱۳ لړم ۱۴۰۲ - ۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ لړم ۱۴۰۲ - ۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۲ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزیر په خوست کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د پاکستان حکومت ته کومه ګیله ولاړه ده او کوم مشکل ورته جوړ دی، نو «دا مشکلات ورته له مونږ جوړ نه دي.» سراج الدین حقاني وايي پاکستان دې خپل ګرېوان کې وګوري او خپل مشکل دې پخپله حل کړي.

سراج الدین حقاني له یو څه ځنډ وروسته نن شنبه «لړم ۱۳ مه« له پاکستان څخه په زور او جبر د افغان کډوالو راېستلو په اړه خپله خاموشي ماته کړه.

سراج الدین حقاني وايي د پاکستان دغه پرېکړه د ټولو اسلامي او نړيوالو اصولو خلاف عمل دی.

حقاني زیاتوي چې مونږ نه غواړو له خلکو سره په لوی لاس دوښمني وکړو، په هر ځای کې مشکلات وي خو د مشلاتو د حل لپاره یو حل لاره وي.

پاکستان افغان کډوال او افغان طالبان د دغه هېواد بریدونو کې ښکېل بولي او د اکتوبر لومړیو کې یې بې قانونه کډوالو ته د یوې میاشتې وتلو لپاره وخت ور کړ.

د دې نېټې تر پوره کېدو وروسته پاکستان د بې قانونه کډوالو د وتلو او نیولو لړۍ چټکه کړې ده.

پاکستان پر طالبانو دا تور هم لګوي چې د دغه هېواد مخالف وسلوال په تېره ټي ټي پي ته یې پخپله خاوره کې پنا ور کړې ده.

سراج الدین حقاني د نورو طالب چارواکو په څېر دا تورونه نه مني او وايي، دوی د دوحې تړون ته ژمن دي.

هغه زیاتوي:‌«د پاکستان حکومت ته چې کومه ګیله ولاړه ده یا مشکل ورته جوړ دی، دا مشکلات داسې نه دي چې له موږ ور ته جوړ دي، مشکلات چې هرڅوک پخپله حل نه کړي په بل نه حل کېږي.»

حقاني وايي «له پاکستان سره زمونږ همدردي دا ده چې واک ته د رسېدو په لومړی کال کې څومره اقدامات کړي چې زمونږ خاوره به د چا خلاف نه کارول کیږي، د هغو اقداماتو هیچا احترام ونه ساتلو.»

په ظاهره د طالبانو کورنیو چارو وزیر هغه خبرو ته اشاره ده، چې د طالبانو واک ته رسېدو سره دغه ډلې څو میاشتې وروسته په لومړي ځل په کابل کې د پاکستان حکومت او د ټي ټي پي ترمنځه د سولې خبرو اترو زمنیه برابره کړه.

که څه هم دغې پروسې ادامه پیدا کړه او څو میاشتني اوربند ترڅنګ زندانیانو سره تبادله شول خو د سولې دغه پروسه بریالۍ نشوه او پاکستاني طالبانو د پاکستان پوځ تورن کړ چې د سولې خبرو ته ژمن نه دی او یو ځل بیا یې په پاکستان کې د جګړې اعلان وکړ.

حقاني وویل څلویښت کاله پاکستان له افغانانو سره ډېرې ښیګڼې کړې دي خو وروستۍ پرېکړه به د افغانانو په زړونو کې پاتې شي او پر دوی به ډېره سخته تمامه شي.

سراج الدین حقاني د پاکستان په اړه د طالب چارواکو وروستۍ څرګندونې وستایلې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو اقتصاد وزیر له نړيوالو ادارو وغوښتل چې تورخم او بولدک کې د کډوالو ثبت ګړندی کړی

۱۳ لړم ۱۴۰۲ - ۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د اقتصاد وزیر له نړېوالو مرستندویه ادارو وغوښتل چې تورخم او سپین بولدک کې د ستنېدونکو افغانانو د ثبت پروسه ګړندۍ کړي. نوموړي دا غوښتنه د خوړو نړیوال پروګرام، د افغانستان لپاره د بشري مرستو همغږۍ دفتر او مهاجرت نړیوال سازمان سره په ناسته کې نن کړې ده.

د طالبانو د اقتصاد وزارت نن د لړم په ۱۳ مه په اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف سربېره ستنېدونکو کډوالو ته د مرستو د جذب کمېټې نورو غړو هم دې ناسته کې ګډون درلود.

طالبانو له دغو مرستندویه ادارو غوښتنه کړې ده چې په تورخم او سپین بولدک کې له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوالو ته د مرستو رسولو بهیر هم ګړندی کړي.

طالبان وايي هره ورځ دی د څلور زره کورنیو ثبت نام کوي، خو د مهاجرت نړېواله اداره یوازې د ۱۰۰۰ کورنیو د ثبتولو ظرفیت لري.

طالبانو په دغه ناسته کې له دغو ادارو غوښتنه وکړه، په تورخم او سپین بولدک کې دې د خپلو کارمنانو شمیر زیات کړي.

د نړېوالو مرستندویه ادارو استازو ویلي چې دوی به په راتلونکو ورځو کې د کډوالو د ثبت پروسه کې خپل ظرفیت لوړ کړي.

د طالبانو د اقتصاد وزیر له مرستندویه ادارو غواړي چې د خپلو مسوولیتونو په چټکولو سره په تورخم او سپین بولدک کې د رش مخه ونیسي.

طالبانو ورته غوښتنه له پاکستان هم کړې وه. دوی وايي، د کم پرسونل او سستې پروسې له امله کډوال په شپو شپو تورخم او سپین بولدک کې ایسار وي.

د ستنېدونکو له شکایتونو او د طالبانو له غوښتنې وروسته پاکستان پرون وویل، چې له څو نورو لارو هم افغان کډوال خپل هېواد ته ستنوي.

خو د طالبانو اقتصاد وزیر دین محمد حنیف په نننۍ غونډه کې ویلي چې پاکستان دې له تورخم او سپین بولدک لارو پرته نورو لارو باندې افغانستان کډوال نه رالیږلي، ځکه په نورو لارو کې لازمې اسانتیاوې نشته.

دغه طالب چارواکي نیوکه کړې ده چې داسې شکایتونه ورته رسېدلې چې د پيښور په زاخیلو سیمه کې د کډوالو په چارو کې ملګرونو ملتونو دفتر کې د کډوالو د اسنادو د ثبت پروسې پرمهال رشوت اخیستل کیږي او یو این ایج سي ار باید د دې کار مخه ونیسي.

همدا راز زیاتوي چې پاکستاني ځواکونو د پکتیکا انګور اډه کې له راستانه شوو افغان کډوالو څخه له پنځوس زرو څخه زیاتې کلدارې په زور اخیستې دي.

د پاکستان پوځ: د هوايي ځواکونو پر روزنیز مرکز برید شنډ او ۹ ترهګر ووژل شول

۱۳ لړم ۱۴۰۲ - ۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۶ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايي، د پنجاب په میاوله کې یې د هوايي ځواکونو پر روزنیز مرکز د وسلوالو برید شنډ کړی او ۹ وسلوال یې وژلي دي. د پوځ د عامه اړیکو دفتر د شنبې په ورځ یوه بیان کې زیاته کړې چې وسلوالو د شپې ناوخته پر دغه مرکز د برید هڅه وکړه، خو غاښ ماتی ځواب ور کړل شو.

پوځ د خپلې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې د وسلوالو برید کې د دوی کار وړ وسایل نه دي زیانمن شوي، یوازې درې له کاره لوېدلې الوتکې زیانمنې شوې دي.

د تحریک جهاد پاکستان په نوم د یوې وسلوالې ډلې ویاند ملا قاسم په یوه بیان کې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د پاکستان پر پوځ پرون هم د بلوچستان په ګوادر کې برید شوی و او چارواکو ومنله چې دغه برید کې ۱۴ سرتېري وژل شوي دی.

د کابل د قصبې بلاکونو ځینې اوسیدونکي شکایت کوي چې طالبان د پخوانیو چارواکو «کورونه ضبطوي»

۱۳ لړم ۱۴۰۲ - ۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۵ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سرچینو ویلي، د طالبانو د چارو ادارې او استخباراتو ریاست د کابل د قصبې بلاکونو کې د پخواني حکومت د چارواکو او مامورینو د کورونو پلټنه پیل کړې ده. سرچینې زیاتوي طالبانو د قصبې بلاکونو له وکیل ګذرانو غوښتي چې د کورونو د مالکانو معلومات ورسره شریک کړي.

د کابل ۱۶ ناحیې اړوند د قصبې بلاکونو یو ګذر وکیل همد امنیتي ستونزو له امله د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د طالبانو استخباراتو ورته ویلي چې د هغو کسانو معلومات ورسره شریک کړي چې په هیواد کې نه وي او کورونه یې خپلو او پردیو ته په کرایه ورکړي وي.

د کابل د قصبې بلاکونو ځینې اوسیدونکو هم نن «لړم ۱۳ مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو له ټولو ګذر وکیلانو غوښتي چې په راتلونکو څو ورځو کې د کورونو یا اپارتمانونو د خاوندانو ټول معلومات ور سره شریک کړي.

دوی زیاتوي طالبان غواړي دې کار سره د پخواني حکومت د چارواکو او مامورینو کورونه «ضبط کړي.»

د قصبې بلاکونو کې د یوه اپارتمان خاوند، چې اوس له بیرون دی او په تېر حکومت کې یې کلونه ماموریت کړی، وايي په تېر حکومت کې دا بلاکونه پر دولتي مامورینو مفت نه وو وېشل شوي بلکې د د دې اپارتمانونو مالکانو په څو پړاوونو کې په شخصي پیسو باندې له دولت څخه اخیستي دي.

دوی زیاتوي دا بلاکونه د پخواني دولت نه دي، بلکې د دوی شخصي ملکیت دی او د طالبانو دا کار د خلکو د ځورولو سبب کرځي.

دوی له طالب مشرانو غواړي چې د دغه کار مخه ونیسي.

د کابل ښار ۱۶ ناحیه کې د قصبې د ۱۱۱ بلاکونو د چوړېدو چارې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ وروستیو کې پر ۲۰۱۳ کال د متحده عربی اماراتو په مالي مرسته او د ښارسازۍ وزارت په همکارۍ پیل شوې.

د معلوماتو له مخې د دې بلاکونو د کورونو یا اپارتمانونو تعداد شاوخوا ۳۳۰۰ ته رسیږی.

دا بلاکونه هغه وخت پر حکومتي مامورانو د پچې اچولو له لارې د پیسو په بدل کې ووېشل شول او هغوی هم د خپلې میاشتنۍ تنخا یوه برخه د کور د بیې په توګه حکومت ته پرېښودله او په څو کلونو کې یې دا پور پرې کړ.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو په واکمنېدو پسې د دې ډلې ځینې چارواکو په کابل او ولایتونو کې د پخوانیو چارواکو کورونه په زور نیولي دي.

طالبانو پر نورو سربېره په لوګر او جلال اباد کې د پخواني ولسمشر اشرف غني پلرنۍ کور او باغ هم ولکه کړي دي.

افغان فنکاران او د پېښور ستره محکمه

۱۳ لړم ۱۴۰۲ - ۴ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۲ GMT+۰
•
نورالبشر نوید

له پاکستان د بې قانونه افغانانو د ايستو سکنجه کې افغان فنکاران هم په يو دوه کې حیران دي. دېخوا د پخوانو "انصارو" اسلامي جزبات اوس هاغه نه دي چې افغانانو ته یې مهاجر ورور ویلو او دا به یې شعار و:«ټول مسلمانان وروڼه وروڼه دي.» اوس دغه اسلامي کلمات بدل شوي دي.

اخوا په افغانستان کې فن او فنکار ته د شیطان غږ ويلی شي. د موسيقۍ الات ماتولی شي سندره پټه پټه داسې ژاړي لکه د بې وسه پېغلې په هکله چې پښتانه وايي !!

د پښتنو جونو نصيب دی

لوګی بانه کړي اوښکې ښکته تويوينه

په دغه بې وسه حالت کې افغان فنکارانو خپل فرياد پېښور های کورټ یا سترې محکمې ته يووړ، چې مونږ ته د خپل اسلامي هېواد په قانون کې پناه راکړئ- لکه چې څنګه دوه زره افغانان برتانيا قبول کړل او د اسلامي هېواد پاکستان نه تر وتو وړاندې هغوی د انساني حقونو په دعوه برتانيا ته لاړل هلته به نه افغانان مهاجر وي، نه برتانيا انصار- فقط انساني رشته به وي.

کاناډا او امريکا هم د هغو افغانانو فهرستونه تيار کړي، چې په تېرو دورونو کې ورسره یې وظيفه لرله.

دا خو هغه افغانان دي چې طبقه یې جګه ده، خو کوم افغانان چې د پردو کورونو کرايه دار دي او دلته مزدوران دي، هغوی خو په بنده کوڅه کې ولاړ دي يو خوا ډانګ بل خوا پړانګ دی.

دلته چې په پېښور های کورټ کې د افغانانو کوم فرياد د قانون په فايل کې د جج مېز ته ور سېد نو د فیصلې نه وړاندې افغانان د پاکستان د هغه حکم په سکنجه کې ښکېل شول چې اسلام اباد ورته د نومبر اوله نېټه ورکړې وه. د دې نه پس افغان مهاجر غیر قانوني دي او اسلام اباد انصار نه دی.

که د قانون په کتاب کې وګورو، نو په پېښور کې داسې بې درکه نامعلوم خلک په سرکاري ځايونو کې په خیمو کې پراته دي، چې نه ورسره د پاکستان شناختي کارډ شته، نه یې په نادرا کې څه قام قبيله مذهب پته لګي، نه مردم شمارۍ کې حساب دي، خو په پېښور کې ورته پوځي چارواکي دا نه وایي، چې ته څوک یې- حالانکې دغه خلک اسم نامعلوم هم دي، مشکوک هم دي او په وارداتو کې ککړ هم دی.

پر کلتور ګوزار

طالبانو خپله لومړنۍ واکمنۍ کې بودا ونړاوه
100%
طالبانو خپله لومړنۍ واکمنۍ کې بودا ونړاوه

مونږ چې په داسې حالاتو کې د پښتون افغان وطن کلتور فن او فنکار ته ګورو او د څلورو لسيزو په دغه بحراني کيفيت کې لر او بر فن او فنکار ته وګورو نو د پښتو سندرې خوږې غړۍ پکې لکه د مېمونۍ حلالې شوې دي. اوس هم سندره حلاليږي د رباب تارونه شلېدلي دي منګي مات دي او سندرې نه سانده جوړه شوې ده.

په کابل کې داسې ډېرې سندرې ساندې شوې او مرۍ حلالې شوې دي کوم فن ته چې د ټولې نړۍ په ژبه کې کلتور ويل کيږی او کلتور ته د قام غږ وایي، نو په پښتون افغان وطن کې کلتور لکه منصور په دار دی، لکه د سقراط سزا چې د راهبانو په حکم زهر څښي.

د پردي ښکېلاک په يرغل کې وړومبنی ګزار د پښتون افغان په ژبه، په کلتور کيږي ځکه چې دا دواړه د قامي پېژندګلو نښې دي، چې د يو قام ژبه او کلتور ووهئ نو لکه چې بوت ترې جوړ کړی په باميان کې خو بوت هم سزا شوی دی.

بوت پرستو ملکونو په بودا احتجاج وکړ، خو نه د افغانانو په اجتماعي مړو او نه په ژوندو انسانانو انساني او اسلامي مذهبي غږ راپورته شو، فقط دا یې وویل او دا وایي، «دا د افغانستان خپله داخلي معامله ده.»

کاش که افغانان چا په خپله لويه جرګه او خپل کلتوري تاريخي رواياتو کې خپل اختيار ته پرېيښی وی، نو نن به دلته د مهاجر او انصار کليمه نه پکارېده- خو وخت او حالاتو په دې منطقه کې د ژوندیو له عزابهواخله تر "د مړو ګډا" پورې خونړۍ لوبه وکړه چې نن هم دا زړې لوبې نوې کيږي او د پښتون افغان خاوره بنګ ټوکوي او يا جنګ--!!

په دغه بنګي او جنګي حالاتو کې افغان فنکارانو خپل فن، کلتور او ژبه هر څه ځان سره په پردووطنونوداسې وګرځول لکه غريب جنګ ځپلی پلار چې ګوډۍ شين خالۍ لور په غېږ کې ګرځوي. دا هاغه فنکاران دي چې په پېښور او اسلام اباد کې یې هم د وطن دا غږ کړی دی چې !!

اې زما وطنه د لالونو خزانې زما

طالبانو بیا واکمنېدو سره بیا بیا هنرمندان ځورولی او وسایل یې ترې مات کړي
100%
طالبانو بیا واکمنېدو سره بیا بیا هنرمندان ځورولی او وسایل یې ترې مات کړي

خو بدبختانه نن هغه فنکاران طالب ته مطلوب دي چې ژبه ترې پرې کړي، دا حشر مونږ پخوا هم ليدلی اورېدلی دی، دا د سزا رسم دلته په سوات کې هم شوی دی.

دا د سندرې قتل مونږ په پېښور کې هم ليدلی دی چې د شهيدې سندرې نوم هم نه ورکوي لکه چې فن د ګناه په نوم په خاورو کې پټ کړې او د ماښام د دعا لپه یې هم نه وي.

اوس هم نن هم دغه سلسله روانه ده، فنکار ژوند غواړي، فن له پناه غواړي، دلته چې اوس د پېښور های کورټ په مېز د يو سل يو څلويښتو فنکارانو فرياد د انصاف لپاره پروت دی نو دغه منصف ته که ځان زوړ انصار او افغانان زاړه مسلمانان مهاجر نه ښکاري نو د نړۍ د هيومن رايټس د قانون په رڼا کې دې فیصله وکړي چې د انسان ژوند څومره قيمتي دی او فنکار څه مقام لري. که د های کورټ منصف د افغان فنکارانو په سترګو کې دفن التجا ته وکتل او د يو سکالر دا وینا ېې په ياداشت کې راغله چې !!

که تاسو يو قام پېژندل غواړئ نو د هغوی سندرې واورئ د هغوی کلتور وګورئ.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.

له پاکستانه د راکډه شویو افغان کډوالو سره د مرستو په پار دوه بانکي حسابونه پرانیستل شوي

۱۳ لړم ۱۴۰۲ - ۴ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۱ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې دغو کډوالو سره د مرستو په پار یې د افغانیو او ډالرو بانکي حسابونه برانیستي.

د نوموړي په وینا، مرسته کوونکي کولای شي د افغانستان بانک له لارې د افغانیو په حساب مرستې وکړي او له بهره د ډالرو په حساب مرسته شوي ډالر د افغان یونایټیډ بانک له لارې دغو حسابونو ته ولېږدوي.

خو د دې تر څنګ هم په کور د ننه او هم بهر کې ګڼو افغانانو، مدني فعالانو په رضاکاره توګه د دغو ستنول شویو کډوالو سره د مرستو لړۍ پیل کړې ده.
په تېرو دوه درېیو ورځو کې د دغو مرستو خبرونه د خواله رسنیو له بېلابېلو شبکو څخه خپرېږي؛ خو تر ډېره د یو شمېر افغانانو سره د مرسته شویو افغانیو او ډالرو د مدیریت په اړه یو لړ پوښتنې هم راولاړې شوې دي.

دوی وايي، لا هم د هرات زلزله ځپلي د مرستو د ناسم مدیریت له امله شکایت کوي؛ که هغه مرستې پر ځای نه وي لګیدلي د دغو نویو مرستو د سم مدیریت لپاره څه ضمانتونه شته، چې په سمه توګه به ولګول شي او اړمنو کسانو ته به ورسېږي.