طالبانو د افغان کډوالو د حقونو د دفاع لپاره یوه کمېټه تعیین کړه

د طالبانو د ویاند مرستیال وایي، دې ډلې په نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو د حقونو او دفاع لپاره د حقوق پوهانو یوه متخصصه کمېټه تعیین کړه. دا کمېټه په داسې حال جوړېږي چې طالبان وايي، پاکستان د افغان کډوالو شتمنۍ لوټي او ان له پنځوس زرو د ډېرو نغدو روپیو د لېږد اجازه نه ور کوي.