د هلمند اوسېدونکي: طالبان مو پلرنۍ ځمکې راڅخه لاندې کوي

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار او سنګین ترمنځ دوه لارې د سیمې اوسېدونکي وايي طالبان یې په زور له خپلو مېنو څخه شړي او د دوی خپلې پلرنۍ ځمکې د ټوپک په زور ترې لاندې کوي.

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار او سنګین ترمنځ دوه لارې د سیمې اوسېدونکي وايي طالبان یې په زور له خپلو مېنو څخه شړي او د دوی خپلې پلرنۍ ځمکې د ټوپک په زور ترې لاندې کوي.
د دغې سیمې اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي له تېرو دوه ورځو راهیسې د ځايي طالبانو او د سیمې د اوسیدونکو تر منځ اخ وډب رامنځته شوی طالبان هڅه کوي چې د سیمې له اوسېدونکو د دوی کرنیزې ځمکې لاندې او خپلې کړي.
هغه ویډیوګانې او انځورونه چې له سیمې څخه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته استول شوي د سیمې اوسېدونکي شکایت کوي او وايي، طالبان یې له خپلو ۳۰ کلنو کرنیزو ځمکو او مېنو څخه په زور شړي.
د سیمې اوسېدونکي وايي: «کورونو ته مو راننوتل، زموږ څخه یې لمریزې هندارې یا شمسیانې، بیطرۍ او نور وسایل په زور یووړل. موږ چیرې ولاړ شو، هلته مو پاکستان نه پریږدي دلته مو طالبان نه پریږدي.»
د سیمې یوبل اوسیدونکی وايي: «له تېرو ۳۰ کلو راهیسې په دغه سیمه کې په کرکيله بوخت يو خو اوس طالبانو د کرنې له پاره اوبه راباندې بندې کړې.»
د سیمه ییزو طالبانو او سیمې د اوسېدونکو تر منځ تیره ورځ اخ و ډب هم شوی دی.
دا کسان وايي: «غږ مو نه اوریدل کیږي د طالبانو لوړ پوړي چارواکي د دوی د ظلم په اړه چوپ پاتې دي او طالبان غواړي په سیمه کې اباد کورونه، ونې او باغونه ویجاړ کړي.»
بل خوا سرچینې وايي، طالبان غواړي د کندهار هرات عمومي سړک ته څېرمه لښکرګاه ښار ته نږدې په دغه سیمه کې صنعتي پارک جوړ کړي.


د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اوبو ویالې ته د موټر لوېدو له امله د یوې کورنۍ شپږ کسان مړه شوي دي. دا پېښه نن دوشنبه د (لړم ۲۹مه) له غرمې مخکې د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ د شپږم ډراب په سیمه کې رامنځته شوې.
د پېښې له ځایه عینې شاهدان وايي، د سورلۍ یو وړوکی موټر چې د یوې کورنۍ شپږ تنه پکې سپاره و د یادې ولسوالۍ له مرکزه د ولسوالۍ بلې سیمې ته په لاره وو، موټر یې له اوبو ډکې ویالې ته وغورځېد او ډوب شو چې پکې ناستو ټولو ژوند له لاسه ورکړ.
د پېښي شاهدان وايي، د سیمې اوسېدونکو د یادو کسانو د ژغورلو ډېرې هڅې وکړې خو ونه توانېدل چې د دغو کسانو ژوند وژغوري.
شاهدان وايي، په دغه پېښه کې موټر چلونکی، یوه ښځه او څلور ماشومان مړه شوي.
د موټر د غورځېدو لامل لا نه دی معلوم خو ډیری وخت داسې پېښې د موټر چلولو پر مهال د ناپامۍ له امله رامنځته کیږي

پرلت وهونکو څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت ته ګواښ کړی و چې که غوښتنې یې و نه منل شي د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ لویه لاره او د چمن او کوټې تر منځ لارې به بندې کړي. د چمن د سوداګرو اتحادیې مشر صادق خان وایي د پرلت دوهم پړاو یې پیل کړ.
دغه پرلت وهونکي چې له تېرو ۳۱ ورځو راهیسې یې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ويزه د تګ راتګ په غبرګون اعتراض پیل کړی د پاکستان حکومت له لوري یې د غوښتنو نه منل کیدو په غبرګون نن دوشنبه د (لړم ۲۹مه) د افغانستان ـ پاکستان او کوټې- چمن ترمنځ لارې بندې کړې.

د دې اعتراض دوهم پړاو کاربندیز او د دولتي ادارو او لویو لارو بندول دي.
نوموړی وايي: «یوه میاشت پوره شوه د پاکستان حکومت مو غږ نه اوري اوس موږ د پرلت او اعتراض دوهم پړاو پیل کړ موږ لارې بندې کړې او تر دې وروسته به په سوېلي پښتونخوا کې دولتي ادارې هم بندې کړو. موږ ټرانزیت او د موټرونو تګ راتګ او ګمرک بند کړ اوس به وګورو چې پاکستان زموږ غږ اوري او که نه.»
د معلوماتو له مخې د لاریون د پای ته رسولو په موخه تېره ورځ د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅګزي ویلي و چې د پاکستان حکومت له لوري به هره میاشت اته زره لغړیانو (پلنډیانو) ته شل، شل زره پاکستانۍ کالدارې ورکول کیږي دوی دې پرلت پای ته ورسوي او پر دغه دروازه دې په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ ومني.
د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر دغه وړاندیز ته د چمن د لغړیانو اتحاد او د پرلت وهونکو سخت غبرکون ښودلی.
د چمن د لغړیانو اتحادیې مشر غوث الله یې په غبرګون ویلي: «جان اڅګزی دې دا وړاندیز خپلې کورنۍ ته وړاندې کړي موږ دلته د چا خیرات ته نه یو ناست موږ خپل کاروبار کوو. دا خبرې د نوموړي سره لازمې نه دي او که جان اڅګزی د دې خبرو توان لري دلته په چمن کې دې یې موږ ته مخامخ وکړي چې موږ خوله ورته ماته کړو.»
د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ په غبرګون کې د چمن د روان پرلت ۳۱مه ورځ روانه ده او پرلت وهونکي وايي پلان لري چې د سوېلي پښتونخوا په نورو ښارونو کې هم پرلتونه پیل کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان له لوري د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او د پي ټي ایم د غړو د نیولو د غندلو په غبرګون په اروپايي هیوادونو کې د لاریونونو په دوام د یک شنبې په ورځ د (لړم ۲۸مه) په فرانسه کې لاریون وکړ.
په دغه لاریون کې لسګونه کسانو ګډون کړی او د پاکستان حکومت ضد شعارونه یې ورکول.
لاریون وال وايي، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو مالونه، شتمنۍ او کارو بارونه په زور ترې اخلي او په ډير بد حالت کې یې له ډیورنډ کرښې بله غاړه اړوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی عبدالله احسان وايي: «د ملګرو ملتونو پر سازمان غږکوو چې د افغان کډوالو سره د شوي او راوان ناوړه انساني چلند څیړنه وکړي او هم دې د افغان کډوالو په نوم د پاکستان له حکومت سره مرسته نه کوي، بلکې د بشري مرستو رسونکو ادارو له لوری دې افغان کډوالو ته مرستې ورسول شي چې په دې ساړه ژمي کې د انساني ناورین مخه ونیول شي.»
د دغه لاریون پر مهال د پاکستان حکومت له لوري د پي ټي ایم د غړو نیول او بندي کول هم و غندل شول.
د پي ټي ایم غړی ملک بازي لاریون ته د خپلو خبرو پر مهال وویل: «موږ په فرانسه کې د دغه لاریون پر مهال د چمن د پرلت څخه خپل ملاتړ اعلانوو، د پاکستان ریاست د پي ټي ایم یو شمیر غړي په دې خاطر ونیول چې د افغان کډوالو سره د تر سره شوي ظلم په غبرګون یې غږ پورته کاوه. اوس هم زموږ ډیری غړي د پنجاب په زندانانو کې پراته دي خو پاکستان په دې کارونو زموږ د مبارزي مخه نسي نیولی موږ به تل د خپل پښتنو او افغانانو د مظلومیت غږ پورته کوو.»
د فرانسي په دغه لاریون کې یو پرېکړه لیک هم ولسوتل شو او په پرېکړه لیک کې پر نړیوالي ټولني غږشوی چې د «بشري حقونو د نقض کوونکي پاکستاني حکومت د ظلم او وحشت مخه دې ونیول شي.»
د پښتون ژغورني غورځنګ داسې مهال په اروپايي هیوادونو کې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو سره د ناوړه انساني چلند د غندلو په موخه لاریونونه پیل کړي چې د دغه غورځنګ یو شمېر غړي د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي او د پاکستان د حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د حتمي کیدو په غبرګون په چمن کې پرلت وهل شوی او همدارنګه د پرلت په ملاتړ او د افغان کډوالو سره د ناوړه انساني چلند او په زور اېستلو په غبرګون له چمن څخه تر کوټې اعتراضي لاریون روان دی.

د سوېلي وزریستان انګور اډې مشرانو تېره ورځ ناوخته د یوې احتجاجي راټولېدنې پر مهال پرېکړه کړې چې د انګور اډې او برمل تر منځ تګ راتګ په پاسپورټ او ويزه نه مني او د پخوا په څېر به په عادي ډول تګ راتګ کوي. له تېرو درې ورځو راهیسې پاکستاني پوځ د انګور اډې لاره د تګ راتګ په مخ تړلې.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې د سوېلي پښتونخوا په چمن کې لسګونه زره ځايي خلکو د سپین بولدک- چمن په دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی او غوښتنه يې داده چې په دغه لاره دې د پخوا په څېر عادي تګ راتګ وشي.
تر هغه وړاندې به په دغه لاره تګ راتګ په افغان پيژندپاڼه او پاکستاني شناختي کارډ کېده.
تازه د سوېلي وزیرستان د انګور اډې اوسېدونکو هم وروسته له هغې اعتراضي غونډه کړې چې له تېرو درې ورځو راهیسې پرې پاکستاني پوځ د انګور اډې لاره تړلې ده.
د انګور اډې اسېدونکو ګواښ کړی که په دغه لاره د پاسپورټ او وېزه خبره جبري کیږي دوی به هم ځینې ګامونه واخلي، د انګور اډې يو ځايي مشر حاجي صحبت خان وايي: «زموږ پلرونو او نیکونو دلته قربانۍ ورکړې، دا څه ټوکې نه دي چې هر سړی راشي خپلې خبرې په موږ عملي کړي، موږ د کرښې دواړو غاړو ته ځمکې، کارو باره او خپلوئ لرو، موږ بلکل پاسپورټ او وېزې نه منو.»
په سیمه کې آزاد خبریال لال وزیر وايي چې د انګور اډې د لویې لارې تر بندېدو وروسته په سیمه کې د احتجاجي غونډې مشرانو په پاکستاني امنیتي عسکرو باندې هم وړې د تګ راتګ لارې تړلې دي.
دا مهال د انګور اډې بازار هم په احتجاجي ډول تړل شوی.

د سیمې خلک وايي دا احتجاج به پراخوي او تر هغه به دوام ورکوي چې پاکستان حکومت بېرته خپله پرېکړه نه وي اخیستې.
خو پاکستاني حکومت په دې اړه خپل تازه دريځ نه دی روښانه کړی او یوازې په دې کلک دی چې افغانستان ته په ټولو لارو به تګ راتګ په افغاني او پاکستاني پاسپورټ او وېزو کیږي.

نن دوشنبې د نومبر ۲۰مه د ماشوم له نړیوالې ورځې سره برابره ده. سږ کال به له دې ورځې په داسې حال کې نمانځنه کیږي چې میلیونونه افغان ماشومان له ناوړه وضعیت او د لوږې له لوی ناورین سره مخ دي.
سره له دې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دوی د نړۍ په هر ځاى کې د ماشومانو د حقونو خوندي کولو له پاره ژمن دي، خو د افغانو ماشومانو په کډون د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې میلیونونه ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخ دي او د جګړو اصلي قربانیان بلل کیږي.
یونیسف تر دې وړاندې د ځینو راپورونو په خپرولو سره ویلي وو چې اوسمهال یوازې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي او اټکل کیږي چې په افغانستان کې به څه باندې دوه میلیونه او ۳لکه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په ګډون له ځینو ګاونډیو هیوادونو څخه په جبري توګه د اېستل شویو کډوالو لویه برخه ماشومان جوړوي.
د دې ترڅنګ، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان اقتصادي ځوړه، د هرات وروستۍ زلزلې، افغانستان ته د کډوالو ستنېدل او د ژمي په رانږدې کېدو سره د زرګونو ماشومانو بې برخلیکتوب هغه ستونزې دي چې افغان ماشومان یې ډیر اغیزمن کړي دي.
د یو بل خبر له مخې، د حماس او اسراییل ترمنځ د وروستیو نښتو تر ټولو لویه بیه ماشومانو ورکړې ده.
اوس پوښتنه دا ده چې د ماشومانو د حقونو د ملاتړو ادارو په شتون سره سره، ولې ماشومان له دغه کړکیچن وضعیت سره مخامخ دي؟