• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د غزې پر سویل د اسراییل د بریدونو له امله یو میلیون کسان کډوالۍ ته اړ کېږي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۲۶ GMT+۰

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر خبرداری ورکړی چې د غزې تړانګې په سویل کې د اسراییل بریدونه یو میلیون فلسطینی کډوال د مصر پولو ته ټیل وهلی شي.

فیلیپ لازارینی برتانوۍ ورځپانې ګارډین سره په مرکه کې ویلي: "که جګړه دوام وکړي دا احتمال ډېرېږي چې فلسطینیان به د سویل لور ته، حتا د پولې هغې غاړې ته تللو ته اړ شي.‌"

نوموړي زیاته کړې: "موږ یو میلیون کډوال لرو ، د ملګرو ملتونو په تاسیساتو کې یو میلیون کډوال لرو چې یو لک یې په شمالي غزه کې دي."

هغه دغه څرګندونې په غزه کې د یوې اونۍ موقتي اوربند له ماتیدو وروسته کړې دي.

د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، له جمعې ورځې راهیسې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹۳ فلسطینیان وژل شوي او ۶۵۲ نور ټپیان دي.

اسراییل د اکټوبر په اوومه د حماس لخوا د پولې په اوږدو کې له برید وروسته پر غزې پراخ هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل.

له هغه وخت راهیسې د اسراییل په بریدونو کې د ۶۱۵۰ ماشومانو او څلور زره ښځو په ګډون تر ۱۵ زره زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ایران سپاه پاسداران وايي د دوی دوه افسران په سوریه کې د اسراییل له خوا وژل شوي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۲۱ GMT+۰

د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی دوه افسران په سوریه کې د اسراییل له خوا وژل شوي دي.

سپاه پاسداران په یوه بیان کې ویلي چې محمد علي عطايي شورچه او پناه تقي زاده په داسې حال کې وژل شوي چې د سوریې د اسلامي مقاومت جبهې ته یې د مشورې ورکولو ماموریت ترسره کاوه.

سپاه پاسداران پورې تړلی تسنیم خبري اژانس د دغه امنیتي ارګان بیانیه خپره کړې ده.

سپاه پاسداران د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو د وخت، ځای او څرنګوالی په اړه جزیات نه دي ورکړي.

خو، د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران دوه غړي د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا د غزې په جګړه کې د ایران د پوځي ځواکونو لومړۍ مرګ ژوبله ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سوریې مخکې اعلان کړی و چې د دوی هوايي دفاع د شنبې په سهارد لیندۍ په ۱۱مه د دمشق په شاوخوا کې د اسراییل توغندیز هدفونه شنډ کړل.

اسراییلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تهران په ختیځ کې یو افغان کډوال د وهلو له امله ووژل شو

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۴۰ GMT+۰

ایراني رسنیو د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۱مه خبر ورکړ چې یو ځوان افغان په تهران کې له یوه بل کس سره تر جګړې وروسته وژل شوی دی. د راپورونو له مخې، دغه پيښه لس ورځې مخکې شوې او پوليسو تورن کس نيولى دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دې میاشتې په پیل کې پولیسو د تهران په ختیځ کې په یوه روغتون کې د یوه افغان ځوان د مشکوکې مړینې خبر ترلاسه کړ.

لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه افغان ځوان سخت وهل شوى او جسد يې د لا زياتو څېړنو لپاره عدلي طب ته وړل شوى دى.

تر اوسه د دغې وژنې لامل او د وژل شوي کس هویت نه دی په ډاګه شوی.

پوتین اوکراین ته د یو لک اویا زره نورو عسکرو د لیږلو امر کړی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۱۸ GMT+۰

په داسې حالي چې پوتین د اوکراین په جګړه کې د ۱۷۰ زره نورو عسکرو ډیرولو امر کړی، کرملین د هغو عسکرو میرمنو ته پیسې ورکوي چې د اوکراین جګړې ته د خپلو مېړونو د لیږلو سره مخالفت کوي.‌

د نیویارک پوست د رپوټ له مخې، پوتین خپل پوځ ته امر کړې چې د اوکراین جګړې ته یو لک او اویازره نور عسکر واستوي.‌

په همدې حال کې په کور دننه د اوکراین جګړې سره د مخالفت د ډیریدو له امله،‌ کرملین د عسکرو میرمنو ته پیسې ورکوي چې د اوکراین جګړې خلاف اعتراضونو کې ګډون ونه کړي.

د بریټانیا د دفاع وزارت یو استخباراتي رپوټ کې راغلي، چې روسي چارواکي‌ هڅه کوي چې د دغه هیواد د عسکرو د میرمنو له خوا په اوکراین کې د روسیې جګړې سره پراخ مخالفت له منځه یوسي.

دغه چاره یا د پیسو په بدل کې ترسره کیږي او یا هم یې هم په خواله رسنیو کې د عسکرو د میرمنو د څرګندونو د بې اعتباره کولو هڅې کیږي.‌

د جګړې د مخالفتونو پای ته رسولو هڅه په داسې حال کې کیږي چې د یوې وروستۍ نظرپوښتنې له مخې، ۷۴ سلنه روسان په اوکراین که د جګړې د ختمولو لپاره د سولې د خبرو اترو پلویان دي.‌

اوکراین ته تلونکي نوي پوځیان به د اوکراین په ختیځ کې د مارینکا ښار په څیر ځایونو ته ولیږدول شي، هغه سیمه چې د یوې کلنې جګړې له امله تر ډیره ویجاړه شوي ده.

روسي پوځیانو تر اوږدو جګړو وروسته د شنبې په ورځ د دغه ښار د نیولو ادعا وکړه خو د رپوټونو له مخې دغه ښار چې پخوا پکې لس زره کسانو ژوند کوه، له خلکو بشپړ خالي شوی او په ښار کې نږدې ټولې ودانۍ ویجاړې شوي دي.‌

اوکراینې چارواکو د روسي پوځ دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې روسي پوځ د دغه ښار د ځینو کلیو په نیولو کې پاتې راغلي او په ښار کې کوم پوځي تحرکات نه لیدل کیږي.

د رپوټونو له مخې، د نويو روسي عسکرو په رسیدو سره به په اوکراین کې د روسي عسکرو شمیر ۱.۳ میلیونو ته پورته شي.‌

د فرانسې ولسمشر مکرون وايي په غزه کې د نوي اوربند لپاره قطر ته ځي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۵ GMT+۰

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د شنبې په ورځ ویلي چې فرانسه په غزه کې د تاوتریخوالي د بیا پیلیدو له امله "ډیره اندیښمنه ده" او هغه قطر ته ځي چې د اوربند د ټینګولو په هڅو کې مرسته وکړي.

مکرون په دوبۍ کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څڼډه کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دوامداره اوربند او د ټولو یرغملو د خوشي کولو لپاره روانې هڅې باید دوه برابره شي.‌

د جمعې په ورځ د اسراییل او حماس ترمنځ لنډمهاله اوربند وروسته له هغه مات شو چې منځګړي هیوادونه د دغه اوربند په غځولو کې پاتې راغلل.

اسراییل او حماس د اوربند د ماتولو پړه پر یو بل اچوي.

مکرون همدا راز له اسراییل وغوښتل چې د حماس پر وړاندې خپلې موخې روښانه کړي.

هغه وويل: "موږ په داسې یو وخت کې يو چې نور اسرایيلي چارواکي بايد په دقيقه توګه خپلې موخې او وروستۍ موخه بیان کړي: په بشپړه توګه د حماس له منځه وړل، ايا څوک فکر کوي چې دا امکان لري؟ که داسې وي، نو جګړه به لس کاله دوام وکړي."

مکرون زیاته کړه: "که د اسراییل امنیت د فلسطینیانو د ژوند په بیه او په سیمه کې د عامه افکارو د قهرجنولو په پایله کې خوندي کیږي، په سیمه کې به د اسراییل لپاره هیڅکله ډاډه امنیت خوندي نشي.‌"

سرچینې: د ایران په یزد ښار کې د یوه ۱۷ کلن ځوان وژل کېدلو د افغان کډوالو حالت ستونزمن کړی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۹ GMT+۰

د ایران په یزد ښار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د یوه ۱۷ کلن ایراني ځوان له وژل کېدو وروسته په دغه ښار کې د افغان کډوالو لپاره شرایط سخت شوي دي. د یزد ولایت یوه جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي، قاتل یو «بهرنی دی» او نیول شوی دی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، تورن افغان دى او د يزد د کډوالو په ښارګوټي کې ژوند کوي.

دوی ویلي چې د پنجشنبې په شپه د یزد ښار په «میبد» سیمه کې یو ۱۷ کلن ایرانی ځوان له شخړې وروسته وژل شوی دی.

ایراني رسنیو د یزد د والي د سیاسي امنیت مرستیال علي اکبر عزیزي له قوله لیکلي، چې قاتل بهرنی وګړی دی او د یزد په ازاد شهر کې نیول شوی دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له دې پیښې وروسته د سیمې خلک په قهر شوي او د افغان کډوالو پر کورونو یې بریدونه کړي او سوځولي یې دي.

هغه انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي ښیي، چې د دې شخړې رسنیز کول د دې لامل شوی چې یوه ډله خلک د افغان کډوالو پر ښارګوتي برید وکړي. دا انځورونه ښیي چې کورونو اور اخیستي دي.

ظاهراً په دغه ښارګوټي کې د مهاجرینو د استوګنې په لور د قهرجنو خلکو راتګ له ایراني پولیسو سره د نښتې سبب شوی دی.

په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو د شمېر له زیاتیدو وروسته د ایران په بېلا بېلو ښارونو کې ورته پیښې راپور شوې چې ایراني اتباعو افغان مهاجر وهلي او د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کوي.

په دې وروستیو کې د ایران د کورنیو چارو وزارت هم د زرګونو افغان کډوالو د ایستلو اعلان کړی.