• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پوتین اوکراین ته د یو لک اویا زره نورو عسکرو د لیږلو امر کړی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۱۸ GMT+۰

په داسې حالي چې پوتین د اوکراین په جګړه کې د ۱۷۰ زره نورو عسکرو ډیرولو امر کړی، کرملین د هغو عسکرو میرمنو ته پیسې ورکوي چې د اوکراین جګړې ته د خپلو مېړونو د لیږلو سره مخالفت کوي.‌

د نیویارک پوست د رپوټ له مخې، پوتین خپل پوځ ته امر کړې چې د اوکراین جګړې ته یو لک او اویازره نور عسکر واستوي.‌

په همدې حال کې په کور دننه د اوکراین جګړې سره د مخالفت د ډیریدو له امله،‌ کرملین د عسکرو میرمنو ته پیسې ورکوي چې د اوکراین جګړې خلاف اعتراضونو کې ګډون ونه کړي.

د بریټانیا د دفاع وزارت یو استخباراتي رپوټ کې راغلي، چې روسي چارواکي‌ هڅه کوي چې د دغه هیواد د عسکرو د میرمنو له خوا په اوکراین کې د روسیې جګړې سره پراخ مخالفت له منځه یوسي.

دغه چاره یا د پیسو په بدل کې ترسره کیږي او یا هم یې هم په خواله رسنیو کې د عسکرو د میرمنو د څرګندونو د بې اعتباره کولو هڅې کیږي.‌

د جګړې د مخالفتونو پای ته رسولو هڅه په داسې حال کې کیږي چې د یوې وروستۍ نظرپوښتنې له مخې، ۷۴ سلنه روسان په اوکراین که د جګړې د ختمولو لپاره د سولې د خبرو اترو پلویان دي.‌

اوکراین ته تلونکي نوي پوځیان به د اوکراین په ختیځ کې د مارینکا ښار په څیر ځایونو ته ولیږدول شي، هغه سیمه چې د یوې کلنې جګړې له امله تر ډیره ویجاړه شوي ده.

روسي پوځیانو تر اوږدو جګړو وروسته د شنبې په ورځ د دغه ښار د نیولو ادعا وکړه خو د رپوټونو له مخې دغه ښار چې پخوا پکې لس زره کسانو ژوند کوه، له خلکو بشپړ خالي شوی او په ښار کې نږدې ټولې ودانۍ ویجاړې شوي دي.‌

اوکراینې چارواکو د روسي پوځ دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې روسي پوځ د دغه ښار د ځینو کلیو په نیولو کې پاتې راغلي او په ښار کې کوم پوځي تحرکات نه لیدل کیږي.

د رپوټونو له مخې، د نويو روسي عسکرو په رسیدو سره به په اوکراین کې د روسي عسکرو شمیر ۱.۳ میلیونو ته پورته شي.‌

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د فرانسې ولسمشر مکرون وايي په غزه کې د نوي اوربند لپاره قطر ته ځي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۵ GMT+۰

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د شنبې په ورځ ویلي چې فرانسه په غزه کې د تاوتریخوالي د بیا پیلیدو له امله "ډیره اندیښمنه ده" او هغه قطر ته ځي چې د اوربند د ټینګولو په هڅو کې مرسته وکړي.

مکرون په دوبۍ کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څڼډه کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دوامداره اوربند او د ټولو یرغملو د خوشي کولو لپاره روانې هڅې باید دوه برابره شي.‌

د جمعې په ورځ د اسراییل او حماس ترمنځ لنډمهاله اوربند وروسته له هغه مات شو چې منځګړي هیوادونه د دغه اوربند په غځولو کې پاتې راغلل.

اسراییل او حماس د اوربند د ماتولو پړه پر یو بل اچوي.

مکرون همدا راز له اسراییل وغوښتل چې د حماس پر وړاندې خپلې موخې روښانه کړي.

هغه وويل: "موږ په داسې یو وخت کې يو چې نور اسرایيلي چارواکي بايد په دقيقه توګه خپلې موخې او وروستۍ موخه بیان کړي: په بشپړه توګه د حماس له منځه وړل، ايا څوک فکر کوي چې دا امکان لري؟ که داسې وي، نو جګړه به لس کاله دوام وکړي."

مکرون زیاته کړه: "که د اسراییل امنیت د فلسطینیانو د ژوند په بیه او په سیمه کې د عامه افکارو د قهرجنولو په پایله کې خوندي کیږي، په سیمه کې به د اسراییل لپاره هیڅکله ډاډه امنیت خوندي نشي.‌"

سرچینې: د ایران په یزد ښار کې د یوه ۱۷ کلن ځوان وژل کېدلو د افغان کډوالو حالت ستونزمن کړی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۹ GMT+۰

د ایران په یزد ښار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د یوه ۱۷ کلن ایراني ځوان له وژل کېدو وروسته په دغه ښار کې د افغان کډوالو لپاره شرایط سخت شوي دي. د یزد ولایت یوه جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي، قاتل یو «بهرنی دی» او نیول شوی دی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، تورن افغان دى او د يزد د کډوالو په ښارګوټي کې ژوند کوي.

دوی ویلي چې د پنجشنبې په شپه د یزد ښار په «میبد» سیمه کې یو ۱۷ کلن ایرانی ځوان له شخړې وروسته وژل شوی دی.

ایراني رسنیو د یزد د والي د سیاسي امنیت مرستیال علي اکبر عزیزي له قوله لیکلي، چې قاتل بهرنی وګړی دی او د یزد په ازاد شهر کې نیول شوی دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له دې پیښې وروسته د سیمې خلک په قهر شوي او د افغان کډوالو پر کورونو یې بریدونه کړي او سوځولي یې دي.

هغه انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي ښیي، چې د دې شخړې رسنیز کول د دې لامل شوی چې یوه ډله خلک د افغان کډوالو پر ښارګوتي برید وکړي. دا انځورونه ښیي چې کورونو اور اخیستي دي.

ظاهراً په دغه ښارګوټي کې د مهاجرینو د استوګنې په لور د قهرجنو خلکو راتګ له ایراني پولیسو سره د نښتې سبب شوی دی.

په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو د شمېر له زیاتیدو وروسته د ایران په بېلا بېلو ښارونو کې ورته پیښې راپور شوې چې ایراني اتباعو افغان مهاجر وهلي او د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کوي.

په دې وروستیو کې د ایران د کورنیو چارو وزارت هم د زرګونو افغان کډوالو د ایستلو اعلان کړی.

د نویو ځوانانو هاکي نړیوال جام په مالیزیا کې پیلېږي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۹ GMT+۰

په مالیزیا کې د هاکي د نارینه وو د نويو ځوانانو نړیوال جام د ډیسمبر په پنځمه د سې شنبې په ورځ پېلیږي.‌ په دغه جام کې د حنان شهید په مشرۍ د پاکستان اتلس کسیزه هاکي لوبدله ګډون کوي.

د نویو ځوانانو هاکي نړیوال جام کې به له بیلابیلو هیوادونو ۱۶لوبډلې ګډون وکړي او د ۱۱ ورځو لپاره به له یو بل سره ولوبېږي.‌

د هاکي نړیوال جام کې به د ارجنټاین، استرالیا، بلجیم، کاناډا، چیلي، مصر، فرانسې، جرمني، هند، سویلي کوریا، مالیزیا، هالنډ، نیوزیلینډ، پاکستان، سویلي افریقا او هسپانیا لوبډلې ګډون کوي.

د دغې جام د پیل په سیالیو کې به په لومړۍ ورځ دولس ټیمونه سره لوبې وکړي.

د جام لومړۍ سیالۍ به په محلي وخت د سهار پر نهو بجو د فرانسې او مصر ترمنځ وي.

په دویمه لوبه کې به جرمني له سویلي افریقې سره، او بیا اسپانیا له کاناډا سره او تر هغه وروسته ارجنټاین له اسټرلیا سره او هندوستان له کوریا سره سیالي کوي.

د هاکي د نوي ځوانانو د نړیوال جام په لومړی ورځ به کوربه هیواد مالیزیا د چیلي سره د جام د لومړۍ ورځې وروستۍ سیالي ترسره کړي.‌

پاکستان به د دغې جام په دریمه ورځ پنجشنبه له نیوزیلینډ سره خپله لومړۍ سیالی وکړي.

اسراییل له جګړې وروسته غزه کې د امن سیمې پلان سره د نورې ځمکې د خپلولو اندیښنې راپورته کړې

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۸ GMT+۰

مصري او سیمه ییزو سرچینو رویټرز ته ویلي، اسراییل څو عربي هېوادونو ته خبر ورکړی، چې غواړي د غزې د پولې په اوږدو کې د فلسطین غاړې ته یوه امنه سیمه رامنځ ته کړي، چې د راتلونکو بریدونو مخنیوی وشي.‌ اسراییل وايي د امن سیمې رامنځ ته کول د غزې لپاره د یوه لوی پلان برخه ده.

په همدې حال کې امریکا او عربي هیوادونو د داسې یوې کړنې مخالفت کړی چې پکې د فلسطین ځمکه لاندې کړل شي.‌

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، اسراییل خپل دغه پلان له خپلو ګاونډیو هیوادونو مصر او اردن او په همدې حال کې، متحده عربي اماراتو سره شریک کړی دی.‌ امارات له اسراییل سره خپلې اړیکې په ۲۰۲۰ کې عادي کړې.

دغو سرچینو دا هم ویلي چې سعودي عربستان ته هم د دې پلان په اړه خبر ورکړل شوی دی ، چې له اسراییل سره اړیکې نه لري او د اکتوبر په اوومه د غزې له جګړې وروسته یې د امریکا په منځګړیتوب د اړیکو د عادي کولو پروسه درولې ده،‌.

دا لا نه ده معلومه چې دغه خبر عربستان ته په څه ډول ورکړل شوی دی.

ویل کیږي چې ترکیې ته هم په دې اړه خبر ورکړل شوی دی.

ډیری دغو هیوادونو لا د اسراییل د پلان په اړه غبرګون نه دی ښودلی. د متحده عربي اماراتو یوه چارواکي ویلي چې په غزه کې د جګړې له ختمیدو وروسته به یې هیواد هره هغه پریکړه ومني چې د جګړې خواوې پرې توافق ولري.

دا پلان په غزه د اسراییل د هغو بریدونو د پای ته رسیدو په مانا نه د، چې د جمعې په ورځ د اوه ورځني اوربند وروسته بیا پیل شوي دي.

خو دا ښیي چې اسراییل پر منځګړیو هیوادونو لکه قطر او مصر سربېره تر جګړې وروسته غزې ته د شکل ورکولو لپاره له نورو هیوادونو سره هم اړیکې نیسي.‌

ډیری عربي هیوادونو په غزې د اسراییل بریدونه په کلکه غندلي چې پکې د زرګونو ماشومانو په ګډون یې له ۱۵ زرو ه ډیر ملکیان وژل شوي او د غزې ښاري سیمې یې په پراخه توګه ویجاړې کړي دي‌.

دغه بریدونه پر اسراییل د حماس د اکتوبر د اوومې له برید وروسته پیل شول. د حماس په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات نور یرغمل شوي وو.‌

نن د وتلي پښتون مبارز خان عبدالصمد خان اڅکزي ۵۰ تلین دی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۹ GMT+۰

د ډیسمبر دویمه د پښتنو د وتلي مبارز خان عبدالصمد خان له ۵۰ تلین سره برابره ده چې په مختلفو سیمو کې لمانځل کېږي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي پلار خان عبدالصمد خان د ۱۹۷۳ کال ډیسمبر په دویمه په کوټه ووژل شو.

خان عبدالصمد خان د پاکستان له جوړېدو مخکې او وروسته د پښتنو لپاره سیاسي مبارزه کې مهم رول درلود.

خان عبدالصمد خان پر ۱۹۰۷ کال کلا عبدالله ولسوالۍ په عنایت الله کارېز سیمه کې د نور محمد خان اڅکزي په کور کې زېږېدلی و.

د هغه پلار نور محمد خان دیني عالم و او زوی یې عبدالصمد خان په اوه کلنۍ کې پارسي او عربي زده کړه.

صمد خان سره همدا د پلار روزنه سبب شوه چې ښوونځي کې هم ښه وځلېد.

نوموړی په لس کلنۍ کې د پلار له سیوري بې برخې شو او پالنه یې مور ته پاتې شوه.

کله چې زلمی و، د ۱۹۲۷ کال د دیسمبر پر لسمه چې شاه امان الله غازي د اروپا پر سفر چمن ته ورسېد، نو خان صمد خان یې هم هرکلي ته ورغلی و او ترې اغېزمن شو.

ویل کېږي همدغه وخت خان صمد خان د خپل پښتون ولس د بیدارۍ فکر وکړ او په سیاسي او ادبي ډګر کې یې د پښتنو د پرمختګ لپاره هڅې پیل کړې.

خان عبدالصمد خان د همدې هڅو له امله تر پاکستان جوړېدو مخکې او وروسته نږدې ۳۰ کاله بندي شوی هم دی او د همدې تلاش له امله د ۱۹۷۳ کال د ډیسمبر پر دویمه د نوموړي کور ته د بمونو اچولو سره ووژل شو.