• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاریس کې د 'چاقو او څټک' په برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۳۵ GMT+۰

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وايي، په پاریس کې د یوه سړي له لوري د «چاقو او څټک» په برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا بریدګر د برید پر مهال د «الله اکبر» نارې وهلې او ویې ویل چې د غزې د وضعیت او په افغانستان او فلسطین کې د ګڼو مسلمانانو د وژل کېدو له امله غمجن دی.

دغه برید د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۱مه) د پاریس ښار ایفل برج ته څېرمه پر ځايي وخت د ماښام شاوخوا ۷ بجې شوی دی.

د فرانسې کورنیو چارو وزیر جرالډ دارونین خبریالانو ته وویل چې برید کوونکی ۲۶ کلن فرانسوی تبعه دی او له برید وروسته سملاسي ونیول شو.

ښاغلي دارونین زیاته کړه چې دغه سړی د فرانسې د امنیتي ادارو تر څارنې لاندې و او د «اسلامیت» او رواني ناروغۍ تاریخ یې درلود.

د پاریزین ورځپاڼې راپور ورکړی چې بریدګر په فرانسه کې زیږیدلی او ایرانی توکمی دی.

د فرانسوي چارواکو په وینا، دغه سړي لومړی ایفل برج ته څېرمه پر یوې جوړې په چاقو برید وکړ او یو جرمني تبعه یې ټپي کړ. وروسته، هغه په ​​​​دوو نورو کسانو «د څټک په کارولو»په داسې حال کې برید وکړ چې د پولیسو لخوا تر څار لاندې و.

چارواکو ویلي چې په برید کې وژل شوی کس د جرمني تبعه و.

فرانس پرېس آژانس لیکلي چې د تروریزم ضد څارنوالۍ د دې پیښې په اړه څېړنې کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د غزې پر سویل د اسراییل د بریدونو له امله یو میلیون کسان کډوالۍ ته اړ کېږي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۲۶ GMT+۰

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر خبرداری ورکړی چې د غزې تړانګې په سویل کې د اسراییل بریدونه یو میلیون فلسطینی کډوال د مصر پولو ته ټیل وهلی شي.

فیلیپ لازارینی برتانوۍ ورځپانې ګارډین سره په مرکه کې ویلي: "که جګړه دوام وکړي دا احتمال ډېرېږي چې فلسطینیان به د سویل لور ته، حتا د پولې هغې غاړې ته تللو ته اړ شي.‌"

نوموړي زیاته کړې: "موږ یو میلیون کډوال لرو ، د ملګرو ملتونو په تاسیساتو کې یو میلیون کډوال لرو چې یو لک یې په شمالي غزه کې دي."

هغه دغه څرګندونې په غزه کې د یوې اونۍ موقتي اوربند له ماتیدو وروسته کړې دي.

د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، له جمعې ورځې راهیسې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹۳ فلسطینیان وژل شوي او ۶۵۲ نور ټپیان دي.

اسراییل د اکټوبر په اوومه د حماس لخوا د پولې په اوږدو کې له برید وروسته پر غزې پراخ هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل.

له هغه وخت راهیسې د اسراییل په بریدونو کې د ۶۱۵۰ ماشومانو او څلور زره ښځو په ګډون تر ۱۵ زره زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د ایران سپاه پاسداران وايي د دوی دوه افسران په سوریه کې د اسراییل له خوا وژل شوي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۲۱ GMT+۰

د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی دوه افسران په سوریه کې د اسراییل له خوا وژل شوي دي.

سپاه پاسداران په یوه بیان کې ویلي چې محمد علي عطايي شورچه او پناه تقي زاده په داسې حال کې وژل شوي چې د سوریې د اسلامي مقاومت جبهې ته یې د مشورې ورکولو ماموریت ترسره کاوه.

سپاه پاسداران پورې تړلی تسنیم خبري اژانس د دغه امنیتي ارګان بیانیه خپره کړې ده.

سپاه پاسداران د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو د وخت، ځای او څرنګوالی په اړه جزیات نه دي ورکړي.

خو، د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران دوه غړي د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا د غزې په جګړه کې د ایران د پوځي ځواکونو لومړۍ مرګ ژوبله ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سوریې مخکې اعلان کړی و چې د دوی هوايي دفاع د شنبې په سهارد لیندۍ په ۱۱مه د دمشق په شاوخوا کې د اسراییل توغندیز هدفونه شنډ کړل.

اسراییلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تهران په ختیځ کې یو افغان کډوال د وهلو له امله ووژل شو

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۴۰ GMT+۰

ایراني رسنیو د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۱مه خبر ورکړ چې یو ځوان افغان په تهران کې له یوه بل کس سره تر جګړې وروسته وژل شوی دی. د راپورونو له مخې، دغه پيښه لس ورځې مخکې شوې او پوليسو تورن کس نيولى دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دې میاشتې په پیل کې پولیسو د تهران په ختیځ کې په یوه روغتون کې د یوه افغان ځوان د مشکوکې مړینې خبر ترلاسه کړ.

لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه افغان ځوان سخت وهل شوى او جسد يې د لا زياتو څېړنو لپاره عدلي طب ته وړل شوى دى.

تر اوسه د دغې وژنې لامل او د وژل شوي کس هویت نه دی په ډاګه شوی.

پوتین اوکراین ته د یو لک اویا زره نورو عسکرو د لیږلو امر کړی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۱۸ GMT+۰

په داسې حالي چې پوتین د اوکراین په جګړه کې د ۱۷۰ زره نورو عسکرو ډیرولو امر کړی، کرملین د هغو عسکرو میرمنو ته پیسې ورکوي چې د اوکراین جګړې ته د خپلو مېړونو د لیږلو سره مخالفت کوي.‌

د نیویارک پوست د رپوټ له مخې، پوتین خپل پوځ ته امر کړې چې د اوکراین جګړې ته یو لک او اویازره نور عسکر واستوي.‌

په همدې حال کې په کور دننه د اوکراین جګړې سره د مخالفت د ډیریدو له امله،‌ کرملین د عسکرو میرمنو ته پیسې ورکوي چې د اوکراین جګړې خلاف اعتراضونو کې ګډون ونه کړي.

د بریټانیا د دفاع وزارت یو استخباراتي رپوټ کې راغلي، چې روسي چارواکي‌ هڅه کوي چې د دغه هیواد د عسکرو د میرمنو له خوا په اوکراین کې د روسیې جګړې سره پراخ مخالفت له منځه یوسي.

دغه چاره یا د پیسو په بدل کې ترسره کیږي او یا هم یې هم په خواله رسنیو کې د عسکرو د میرمنو د څرګندونو د بې اعتباره کولو هڅې کیږي.‌

د جګړې د مخالفتونو پای ته رسولو هڅه په داسې حال کې کیږي چې د یوې وروستۍ نظرپوښتنې له مخې، ۷۴ سلنه روسان په اوکراین که د جګړې د ختمولو لپاره د سولې د خبرو اترو پلویان دي.‌

اوکراین ته تلونکي نوي پوځیان به د اوکراین په ختیځ کې د مارینکا ښار په څیر ځایونو ته ولیږدول شي، هغه سیمه چې د یوې کلنې جګړې له امله تر ډیره ویجاړه شوي ده.

روسي پوځیانو تر اوږدو جګړو وروسته د شنبې په ورځ د دغه ښار د نیولو ادعا وکړه خو د رپوټونو له مخې دغه ښار چې پخوا پکې لس زره کسانو ژوند کوه، له خلکو بشپړ خالي شوی او په ښار کې نږدې ټولې ودانۍ ویجاړې شوي دي.‌

اوکراینې چارواکو د روسي پوځ دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې روسي پوځ د دغه ښار د ځینو کلیو په نیولو کې پاتې راغلي او په ښار کې کوم پوځي تحرکات نه لیدل کیږي.

د رپوټونو له مخې، د نويو روسي عسکرو په رسیدو سره به په اوکراین کې د روسي عسکرو شمیر ۱.۳ میلیونو ته پورته شي.‌

د فرانسې ولسمشر مکرون وايي په غزه کې د نوي اوربند لپاره قطر ته ځي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۵ GMT+۰

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د شنبې په ورځ ویلي چې فرانسه په غزه کې د تاوتریخوالي د بیا پیلیدو له امله "ډیره اندیښمنه ده" او هغه قطر ته ځي چې د اوربند د ټینګولو په هڅو کې مرسته وکړي.

مکرون په دوبۍ کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څڼډه کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دوامداره اوربند او د ټولو یرغملو د خوشي کولو لپاره روانې هڅې باید دوه برابره شي.‌

د جمعې په ورځ د اسراییل او حماس ترمنځ لنډمهاله اوربند وروسته له هغه مات شو چې منځګړي هیوادونه د دغه اوربند په غځولو کې پاتې راغلل.

اسراییل او حماس د اوربند د ماتولو پړه پر یو بل اچوي.

مکرون همدا راز له اسراییل وغوښتل چې د حماس پر وړاندې خپلې موخې روښانه کړي.

هغه وويل: "موږ په داسې یو وخت کې يو چې نور اسرایيلي چارواکي بايد په دقيقه توګه خپلې موخې او وروستۍ موخه بیان کړي: په بشپړه توګه د حماس له منځه وړل، ايا څوک فکر کوي چې دا امکان لري؟ که داسې وي، نو جګړه به لس کاله دوام وکړي."

مکرون زیاته کړه: "که د اسراییل امنیت د فلسطینیانو د ژوند په بیه او په سیمه کې د عامه افکارو د قهرجنولو په پایله کې خوندي کیږي، په سیمه کې به د اسراییل لپاره هیڅکله ډاډه امنیت خوندي نشي.‌"