• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې پر یوه مسافر وړونکي بس برید نهه تنه وژلي او ۲۵ نور یې ټپیان کړي دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۰ GMT+۰

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د ګلګېت-بلتستان په چیلاس سیمه کې پر یوه مسافر وړونکي بس د «ترهګرو» په برید کې نهه تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا، دغه بس تر برید سملاسي وروسته له یوې لارۍ سره ټکر شوی دی.

دغه برید چې د شنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۱ مه سهار شاوخوا شپږ بجې شوی، پاکستاني چارواکو غندلی دی.

د پوليسو په وينا، په دغه بس کې دوه پاکستاني پوځيان هم وژل شوي دي.

سره له دې چې تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو تر دې وړاندې د پاکستان تحریک طالبان او بلوچ آزادي غوښتونکو د یو شمېر وسله والو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستې و.

پاکستاني چارواکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

جان اڅګزی: افغانستان د پاکستان په بریدونو کې د ښکیلو ډلو ورسپارلو پر ځای دوه ګونې لوبه کوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۸ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان ایالت اطلاعاتو لنډمهالی وزیر جان اڅکزي ویلي، کابل لا هم هغه کسان نه دي نیولي چې اسلام اباد يې ورته نوملړ سپارلی دی. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال ویلي چې پاکستان به په هیڅ صورت له خپلو غوښتنو په شا نه شي.

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان څکزي د شنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۱مه) د یوه خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته ویلي، پاکستان په وار وار له افغانستانه غوښتي چې هغه «ترهګر» ور وسپاري، چې اسلام اباد يې له ثبوتونو سره کابل ته نوملړ سپارلی خو کابل تر اوسه پورې د پاکستان دغه غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

همدارنګه نوموړی وايي د خیبر پښتونخوا د بنو په ورستي برید کې افغان اتباعو لاس لرل.

نوموړی په ټینګار سره وايي چې افغان کډوال به په زور له پاکستانه باسي.

جان اڅکزي ویلي، چې طالبان باید د هغو ډلو پر وړاندې خپل مسولیت ادا کړي چې د افغانستان له خاوري پر پاکستان بریدونه کوي.

همدارنګه نوموړي ویلي چې د پاکستان حکومت له خپلې پرېکړې نه په شا کیږي او افغانانو ته له ویزې پرته پاکستان ته د ورتګ اجازه ور نه کړي.

طالبانو تر دې مهاله د جان اڅکزي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

سراج الدین حقاني: د ګاونډيانو کورني مسایل باید افغان کډوالو ته د ستونزو جوړېدو لامل نه شي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۱۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د طالبانو کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې له بهرنیو هیوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو او نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې کړې دي. حقاني ویلي چې ګاونډیان دې خپل مسایل حل کړي او افغانانو ته دې ستونزې نه جوړوي.

د طالبانو د کورنیو چ‍ارو وزارت د یک شنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۲مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي، د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د دغې ډلې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي.

د یادې لیدنې په اړه د طالبانو کورنیو چارو وزارت د سراج الدین حقاني له قوله لیکلي، چې طالبانو ته د افغانستان د امن او ثبات په څېر نړیواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري او د افغانستان ګاونډويانو کورني مسایل باید افغان کډوالو ته د ستونزو رامنځته کیدو لامل نه شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په دغه لیدنه کې د نشه يي توکو سره د مبارزې او د بهرنیو هیوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو په اړه خبرې کړې.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا له قوله لیکلي، چې طالبانو له رامنځته شویو پیښو سره بریالۍ مبارزه کړې او افغانستان د ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزې، او د طالبانو له لوري د کډوالو مدریت بهیر نړیواله ټولنه له نږدې څاري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د طالبانو کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر په داسې حال کې یاده لیدنه کوي چې له تېرې یوې میاشتي راهیسې له پاکستان او ایران څخه سلګونه زره افغان کډوال په زور را ایستل شوي او دغه لړۍ لا روانه ده.

په پاریس کې د 'چاقو او څټک' په برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۳۵ GMT+۰

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وايي، په پاریس کې د یوه سړي له لوري د «چاقو او څټک» په برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا بریدګر د برید پر مهال د «الله اکبر» نارې وهلې او ویې ویل چې د غزې د وضعیت او په افغانستان او فلسطین کې د ګڼو مسلمانانو د وژل کېدو له امله غمجن دی.

دغه برید د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۱مه) د پاریس ښار ایفل برج ته څېرمه پر ځايي وخت د ماښام شاوخوا ۷ بجې شوی دی.

د فرانسې کورنیو چارو وزیر جرالډ دارونین خبریالانو ته وویل چې برید کوونکی ۲۶ کلن فرانسوی تبعه دی او له برید وروسته سملاسي ونیول شو.

ښاغلي دارونین زیاته کړه چې دغه سړی د فرانسې د امنیتي ادارو تر څارنې لاندې و او د «اسلامیت» او رواني ناروغۍ تاریخ یې درلود.

د پاریزین ورځپاڼې راپور ورکړی چې بریدګر په فرانسه کې زیږیدلی او ایرانی توکمی دی.

د فرانسوي چارواکو په وینا، دغه سړي لومړی ایفل برج ته څېرمه پر یوې جوړې په چاقو برید وکړ او یو جرمني تبعه یې ټپي کړ. وروسته، هغه په ​​​​دوو نورو کسانو «د څټک په کارولو»په داسې حال کې برید وکړ چې د پولیسو لخوا تر څار لاندې و.

چارواکو ویلي چې په برید کې وژل شوی کس د جرمني تبعه و.

فرانس پرېس آژانس لیکلي چې د تروریزم ضد څارنوالۍ د دې پیښې په اړه څېړنې کوي.

ملګري ملتونه: د غزې پر سویل د اسراییل د بریدونو له امله یو میلیون کسان کډوالۍ ته اړ کېږي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۲۶ GMT+۰

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر خبرداری ورکړی چې د غزې تړانګې په سویل کې د اسراییل بریدونه یو میلیون فلسطینی کډوال د مصر پولو ته ټیل وهلی شي.

فیلیپ لازارینی برتانوۍ ورځپانې ګارډین سره په مرکه کې ویلي: "که جګړه دوام وکړي دا احتمال ډېرېږي چې فلسطینیان به د سویل لور ته، حتا د پولې هغې غاړې ته تللو ته اړ شي.‌"

نوموړي زیاته کړې: "موږ یو میلیون کډوال لرو ، د ملګرو ملتونو په تاسیساتو کې یو میلیون کډوال لرو چې یو لک یې په شمالي غزه کې دي."

هغه دغه څرګندونې په غزه کې د یوې اونۍ موقتي اوربند له ماتیدو وروسته کړې دي.

د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، له جمعې ورځې راهیسې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹۳ فلسطینیان وژل شوي او ۶۵۲ نور ټپیان دي.

اسراییل د اکټوبر په اوومه د حماس لخوا د پولې په اوږدو کې له برید وروسته پر غزې پراخ هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل.

له هغه وخت راهیسې د اسراییل په بریدونو کې د ۶۱۵۰ ماشومانو او څلور زره ښځو په ګډون تر ۱۵ زره زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د ایران سپاه پاسداران وايي د دوی دوه افسران په سوریه کې د اسراییل له خوا وژل شوي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۲۱ GMT+۰

د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی دوه افسران په سوریه کې د اسراییل له خوا وژل شوي دي.

سپاه پاسداران په یوه بیان کې ویلي چې محمد علي عطايي شورچه او پناه تقي زاده په داسې حال کې وژل شوي چې د سوریې د اسلامي مقاومت جبهې ته یې د مشورې ورکولو ماموریت ترسره کاوه.

سپاه پاسداران پورې تړلی تسنیم خبري اژانس د دغه امنیتي ارګان بیانیه خپره کړې ده.

سپاه پاسداران د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو د وخت، ځای او څرنګوالی په اړه جزیات نه دي ورکړي.

خو، د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران دوه غړي د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا د غزې په جګړه کې د ایران د پوځي ځواکونو لومړۍ مرګ ژوبله ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سوریې مخکې اعلان کړی و چې د دوی هوايي دفاع د شنبې په سهارد لیندۍ په ۱۱مه د دمشق په شاوخوا کې د اسراییل توغندیز هدفونه شنډ کړل.

اسراییلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.