• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا ملګرو ملتونو ته ویلي چې په غزه کې د اوربند د غوښتنې ملاتړ نه کوي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۵۴ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر ویلي چې ځکه په غزه کې د اوربند ملاتړ نه کوي چې دا به د یوې بلې جګړې پیلامه وي. د هغه په باور حماس تلپاتې سوله نه غواړي.

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د اسراییل او حماس په جګړه کې د سملاسي بشردوستانه اوربند د غوښتنې په اړه د رای ورکولو له ځنډیدو څخه دمخه ، متحده ایالاتو، چې د ویټو صلاحیت لري، امنیت شوار ته ویلی چې د داسې یو اقدام ملاتړ نه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو مرستیال سفیر رابرټ ووډ د امنیت شورا ته ویلي: "بشري اوربند یوازې د یوې بلې راتلونکې جګړې پیلامه ده،‌ ځکه چې حماس د تلپاتې سولې د لیدلو لیوالتیا نه لري."

د متحده عربي اماراتو له خوا امنیت شورا ته وړاندې شوي پریکړه لیک په اړه رای اچونه وروسته له هغه د څو ساعتونو لپاره وځڼډول شوه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین په واشنګټن کې د مصر، اردن، قطر، سعودي عربستان، فلسطیني ادارې او ترکیې له وزیرانو سره وکتل.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو مرستیال سفیر محمد ابوشهاب امنیت شوار ته وویل: "نن به د امنیت شورا د اوربند په اړه رای اچونه وکړي او په دې توګه به دا فرصت ولري چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دغې جګړې په اړه راپورته شوو غوښتنو ته ځواب ووايي.‌"

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن سفادي په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي، که امنیت شورا د دغه پرېکړه لیک په تصویبولو کې پاتې راشي دغه کار به اسراییل ته اجازه ورکړي چې په غزه کې د فلسطینیانو وژنې ته دوام ورکړي.

په دغه پریکړه لیک د سملاسي بشردوستانه اوربند د غوښتنې ترڅنګ، دا هم راغلي چې د فلسطین او اسراییل ملکي وګړي باید له بریدونو خوندي پاتې شي او ټول یرغمل شویي اسراییلیان باید سملاسي او په غیر مشروطه توګه خوشي شي.

پریکړه لیک کې راغلي چې باید غزې ته د بشري مرستو د رسیدو اجازه هم ورکړل شي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره: په ۲۰۲۰-۲۰۲۲ کلونو کې په پاکستان کې شاوخوا ۷۰۰ کسان وژل شوي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۲ GMT+۰

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې په یوه راپور کې اعلان کړی، چې له ۲۰۲۰ کال تر ۲۰۲۲ کال پورې دغه هېواد کې په څه باندې ۱۸۰۰ "ترهګریزو پېښو" کې له ۲۵۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه راپور له مخې، په دغو پېښو کې ۲۶۹ پوځیان او ۴۲۹ ملکیان وژل شوی او تر ۱۸۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي.

دغې ادارې د «ترهګریزو» پېښو او د تلفاتو د شمېر د جدول په خپرولو سره اعلان کړی چې له ۲۰۲۰ کال تر ورپسې کال پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۸۲۳ بریدونه شوي دي.

د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې ۴۲۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۰۲۱ نور ټپیان شوي دي.

په دغو پېښو کې د ملکي تلفاتو شمېر ۱۰۷۴ تنو ته رسېږي، چې ۲۶۹ وژل شوي او ۸۰۵ ټپیان دي.

100%

د هندوستان په سېلاو ځپلي چینای کې سلګونه کسان لا هم خپلو کورونو او کارځیو کې بند پاتي دي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۰ GMT+۰

سره له دې چې چینای ښار کې د سیلاوونو له راوتلو څلور ورځې تیریږي، خو د دغه صنعتي ښار کې په کوڅو او واټونو کې د اوبو د شتون له امله فابریکې تړلې پاتې او رضاکاران په کورونو او کارځیو کې بندو کسانو ته ډوډۍ او نور اړتیا وړ شیان رسوي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې دغه سیلاوونه چې د دوشنبې په ورځ تر سختو ورښتونو وروسته راوتلي وو په چینای ښار او تامل ناډو ایالت کې یې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژلي دي.

د چارواکو په وینا د دغه ایالت ځینې ټیټې سیمې لا هم تر اوبو لاندې ډوبې دي.

حکومتي چارواکي او رضاکاران په کلیو او نورو سیمو کې په خپلو کورونو کې بندو کسانو ته د هغوی د اړتیا وړ خوراکی توکي ورسوي.

د کوریايي هیونډای موټرو او اپل کمپنۍ په ګډون د بیلابیلو نړیوالو شرکتونو هندي څانګې د هندوستان چینای کې فعالیت کوي.

د معلوماتي ټیکنالوژۍ خدماتو وړاندې کوونکو خپلو کارکوونکو ته ویلي چې د دې اونۍ لپاره دې له کوره کار وکړي.

په ټوله سیمه کې ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي. ځینې ښوونځي او پوهنتونونه په موقتي ډول د سیلاو ځپلو لپاره د سرپناه په توګه کاروکول کیږي.‌

اته کاله وړاندې په دغه سیمه کې د پراخو سیلاوونو له امله ۲۹۰ کسان وژل شوي وو.‌

د هندوستان د دفاع وزیر رجنت سینګ د پنج شنبې ورځ سیمې ته ورغلی او اعلان یې کړی وو چې نوی ډیلی د تامل ناډو ایالت سره د دې سیلاوونو د ویجاړیو د جوړولو په خاطر د مرستو په دویمه جوپه کې ۵۴ میلیونه ډالر ورکوي.

د افغانستان د کرېکټ نولس کلنې لوبډلې له هند ماتې وخوړه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۸ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان نولس کلنې لوبډلې د اسیا جام سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې له هندۍ لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه. د کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې، د لوبې په پیل کې پچه هندۍ لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په ټولو ۵۰ اورونو کې د لسو ویکټو په بایللو سره هندۍ لوبډلې ته د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه.

د دې اعلامیې له مخې، سیالې لوبډلې په ۳۷،۳ اورونو کې د دریو ویکټو په سوځېدو سره دا هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان نوولس کلن ځوانان به د اسیا جام سیالیو خپله دویمه لوبه کې د راتلونکې یکشنبې په ورځ له نیپال سره ډګر ته وځي.

د ۱۹ کلنو د ۲۰۲۳ پنځوس اوره نړیوال جام کې اته لوبډلې په دوو ډلو کې یو د بل پر وړاندې په متحده عربي اماراتو کې لوبیږي.

دا جام نن پیل شو او روانې ډیسمبر میاشتې تر ۱۷ به روان وي.

په دې جام کې د افغانستان، پاکستان، هند، نېپال، سریلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات او د جاپان لوبډلې ګډون لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند د غوښتنې په اړه رایه اچونه کوي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۸ GMT+۰

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د لیندۍ په ۱۷ مه غونډه وکړي چې په غزه کې د سملاسي اوربند د غوښتنې په اړه رایه ورکړي. متحده عربي اماراتو د پرېکړه لیک مسوده چمتو کړې ده چې د جمعې په ورځ به رایې اچونې ته وړاندې شي.

دا پرېکړه تر هغه وروسته وشوه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو د منشور د ۹۹ مادې پر اساس یو بې ساری اقدام وکړ.

دا ماده هغه ته اجازه ورکوي چې شورا ته هر هغه مسله راوړي چې د هغه په فکر د نړیوالې سولې او امنیت ساتل ګواښي.

په تېرو لسیزو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په مقام کې هیڅ چا دا کار نه دی کړی.

ښاغلي ګوترش د چهارشنبې په ورځ شورا ته په یوه لیک کې وویل چې د اسراییل او غزې وضعیت «ښایي د نړیوالې سولې او امنیت ساتلو لپاره شته ګواښونه لاپسې زیات کړي. »

دا به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو ترمنځ د یووالي د رامنځته کولو پنځمه هڅه وي.

تر دې مخکې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې څلور نورې مسودې وړاندې شوې چې د شورا له خوا رد شوې وې.

ملګرو ملتونو او اسراییل د غزې د پولې د بیا پرانېستلو په اړه د خبرو د پرمختګونو خبر ورکړ

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي او یوه اسراییلي چارواکي په غزه کې د کرم شالوم پولې د بیا پرانېستلو لپاره په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړ. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس وویل چې د دې پولې د بیا پرانېستلو لپاره هیلې شته.

یوه اسراییلي چارواکي الاد ګورن هم ویلي چې هیواد به یې په راتلونکو څو ورځو کې د کرم شالوم لاره «یوازې د تفتیش لپاره» پرانیزي.

په همدې حال کې یوه جګپوړي امریکايي چارواکي هم ویلي، چې اسراییل د دې لارې د پرانېستلو هوکړه کړې ده.

امریکا له اونیو راهیسې د دې لارې د بیا پرانېستلو لپاره له اسراییلي چارواکو سره خبرې اترې کوي.

د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې د کرم شالوم د لارې بیا پرانیستل به په غزه کې د بشري عملیاتو لپاره «لویه مرسته» وي.

مارتین ګریفیتس د ښکیلو خواوو له لوري د دې لارې پرانېستل کیدو ته لیوالتیا ته په اشارې سره وویل چې، د کرم شالوم به ښايي په راتلونکو ورځو کې پرانېستل شي.

اوس مهال غزې ته بشردوستانه مرستې یوازې د رفح له لارې ورکول کیږي، چې د مصر او غزې ترمنځ پوله ده.

دا لاره یوازې د پلی تګ لپاره جوړه شوې ده.

پر اسراییل د حماس تر برید مخکې ۶۰ سلنه لارۍ د کرم شالوم له لارې غزې ته تللې.

دا کرښه د غزې په سوېلي پوله کې د اسراییل او مصر سره پرتهده.