تخیل؛ د ژبې، اسطورو، فیلوسوفي، هنر او پوهې ترمنځ

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

د خیال، تخیل او تخییل په اړه ګڼ بحثونه شوي، خیال د ناریښتینو ښکارندو ذهني انځور دی، چې د تخیل په مرسته مانا مومي او هرکله چې یو تخیل بل وګړي ته ورلېږدي او د قراردادي نښو په وسیله یې هغه هم په ذهن کې انځورولای شي، د خیال و تخیل دغه لېږد ته تخییل ویل کیږي.