پاکستاني رسنۍ: په بلوچستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې یو افسر په چاودنه کې ووژل شو

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۹

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د چاودنې په پایله کې د ترهګرۍ ضد پولیسو یو افسر وژل شوی او دوه نور سرتېري ټپیان شوي دي.

چاودنه د یکشنبې په ورځ (د لیندنۍ ۱۹مه) د بلوچستان په خضدار سیمه کې چشت ته څېرمه شوې ده.

د بلوچستان ایالت پولیسو ډان ورځپاڼې ته ویلي، چاودنه ښايي د ترهګرۍ ضد ادارې د افسر په موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله شوې وي.

د بلوچستان صوبايي وزیر دغه برید غندلی او امنیتي چارواکو ته یې د پلټنو امر کړی دی.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ