• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کییف د اوکراین په نیول شویو سیمو کې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کولو لپاره د مسکو پلان غندلی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۴ GMT+۰

کییف د اوکراین په هغو سیمو کې چې د مسکو تر کنټرول لاندې دي، د راتلونکي کال د روسیې د ولسمشرۍ د ټاکنو ترسره کېدل غندلي دي. تر دې مخکې د روسیې ستر پارلمان اعلان وکړ چې د اوکراین د څلورو نیول شویو سیمو اوسېدونکي به د لومړي ځل لپاره د روسیې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې رایه ورکړي.

د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميه کې دغه عمل «بې بنسټه او ناسم» بللی او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي چې ویې غندي.

دغه وزارت په اوکراین کې د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو ته د ټاکنو د څارونکو لېږلو په اړه هم هېوادونو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا ډول اقدام به د یوه «جنایي مسوولیت» لامل شي.

په دې وروستيو کې د روسيې ستر پارلمان د راتلونکي کال په مارچ مياشت کې د دغه هېواد د ټاکنو وخت ټاکلی او په ورته وخت کې يې د روسيې تر کنټرول لاندې د اوکراين د سيمو اوسېدونکو ته د رايې ورکولو حق اعلان کړ.

د اوکراين بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي: «په روسيه کې هر ډول ټاکنې له ديموکراسۍ سره هيڅ تړاو نه لري، دا پروسه یوازې د روسیې رژیم په واک کې ساتلو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار کوي.»

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تایید کړه چې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به یو ځل بیا ځان نوماند کړي.

ترویج لرونکی

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۴
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

۵

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو سر منشي: د حماس بریدونه غندو، خو اسراییل باید فلسطینیانو ته سزا ور نه کړي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۲۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي د شنبې په ورځ په اېکس شبکه کې لیکلي، چې د حماس لخوا پر اسراییل د ړندو توغندیو ویشتل او له ملکي وګړو د انساني سپر په توګه کار اخیستل د جګړې د قوانینو خلاف کار دی. خو انتوني ګوتېرش زیاتوي چې "د حماس ظلمونه هیڅکله د فلسطینیانو ډله ییز مجازات نشي توجیه کولی."


هغه ټینګار وکړ چې اسراییل باید له بشردوستانه قوانینو سره په انتخابي ډول معامله ونه کړي.
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په دې سیمه کې د ملکي تلفاتو شمیر ۱۸ زرو تنو ته رسیدلی دی.

همداراز، د اسراییل د ملي امنیت سلاکار ویلي دي چې د غزې په جګړه کې لږ تر لږه ۷ زره فلسطینیان وژل شوي دي.
ګوتیرش د شنبې په ورځ، د حماس "ترهګریز" بریدونه وغندل، خو، ویې ویل چې اسراییل په دې جګړه کې خپل قانوني او بشري مسولیتونه له پامه غورځوي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي دریځونو په کراتو د اسراییل نیوکې راپارولې دي.

داسې ښکاري چې د حماس د بریدونو ښکاره غندنه د دغو انتقادونو ځواب دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي پرون د امنیت شورا له رای ورکولو مخکې پر خپلو غړو غږ وکړ چې په غزه کې د سملاسي بشري اوربند لپاره له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.
خو امریکا د دغه پریکړه لیک پر ضد رایه ورکړه او تصویب نه شو. د امریکا دغه اقدام د ترکیې په ګډون د ځینو هېوادونو له توند غبرګون سره مخ شو.

د ترکیې ولسمشر لوېدیځ په "بربریت" تورن کړ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اصلاحاتو غوښتنه یې وکړه.
امریکا وايي چې د پوځي عملیاتو بندول به حماس ته اجازه ورکړي چې "د راتلونکي جګړې تخم وکري."

د هند لومړی وزیر مودي غواړي چې ګجرات کې باثباته مالي مرکز جوړ کړي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۲۲ GMT+۰

هند غواړي ګجرات ایالت کې یو باثباته مالي مرکز جوړ کړي چې په کاروبار به مالیه نه اخلي او د سنګاپور په شان ښارونو سره به سیالي کوي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، نریندرا مودي په دې کار سره غواړي د هندوستان د اړتیا وړ لس ملیارده ډالره پانګونې تمویل کړي او په دې توګه تر ۲۰۷۰ کال پورې د دغه هیواد موخه چې د کاربن د تولید کچې صفر ته راټیټول دي، ترلاسه کړي.‌

د مودي په وینا دغه ښار چې د تحفې ښار یا ګیفټ سیټې په نوم به یادیږي، په هندوستان کې د کاربن د تولید د کچې په راټیټولو کې به مهم رول لوبوي.

هغه وویل چې هند غواړي د دغه ښار رول پراخ کړي ترڅو دا د نوي عصر د مالي خدماتو او ټیکنالوژۍ مرکز شي.

دلته به داسې ټکنالوژي رامنځ ته کیږي چې تر ډیره به د برق په انرژي تکیه وي او او د نړۍ سره به هم د کاربن د کچې کمولو کې مرسته وکړي.

په دغه ښار کې به په هیڅ کاروبار مالیه نه لګول کیږي او موخه یې دا ده چې د سنګاپور په شان ښارونه سره سیالي وکړي او د کاربن د کچې ټیټولو لپاره به کمپنیو ته مالي مرستې برابروي.

د اوکراین لومړۍ میرمن: که نړۍ له مونږ سره له مرستو ستړې شي دوی به مونږ مرګ ته پریږدي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۵ GMT+۰

له اوکراین سره د امریکا د مرستو د ځڼډیدو په غبرګون کې د اوکراین لومړۍ میرمنې ویلي که نړۍ له دوی سره مرستې ونه کړي، دوی به د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

د اوکراین لومړۍ میرمن اولینا زیلینسکي بی بی سی سره په مرکه کې خبرداری ورکړی چې هیواد یې له وژونکي ګواښ سره مخامخ دی ځکه چې د روسیې په وړاندې د روانې جګړې مالي او اخلاقي ملاتړ مخ په کمیدو دی.

نوموړې ویلي چې هیواد یې جدي مرستې ته اړتیا لري او دوی له مرستې غوښتلو، نه ستړي کیږي، که ستړي شي نو مړه به شي. هغې ویلي:‌ “که نړۍ مونږ سره له مرستو ستړې شي، دوی به مونږ مرګ ته پریږدي.”‌

هغه وايي، د مرستو په برخه کې د پخوانۍ لیوالتیا د ختمیدو لیدل دوی سخت خپه کړي دي، ځکه دغه مرستې یوه حیاتي مساله ده.

د اوکراین د متحدینو نه د هغې د مرستې غوښتنه وروسته له هغه شوې چې سپینې ماڼۍ د دې اونۍ په پیل کې خبرداری ورکړی و چې متحده ایالات به د کانګرس له ملاتړ پرته اوکراین ته د وسلو چمتو کولو لپاره مالي سرچینې ونه لري.

د امریکا کانګرس د چهارشنبې په ورځ هغه مسوده رد کړه چې له مخې یې اوکراین ته ۱۵ ملیارده ډالره اضافي مرسته برابریده.

دغه پیسې به اوس د پوځي روزونو، د استخباراتي معلوماتو د شریکولو او په اروپایې هیوادونوکې د امریکا د حضور د ډیرولو لپاره وکارول شي.

بوګټي د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د مشرانو پرضد د ترهګریزو بریدونو خبرداری ورکړ

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۴ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دغه هېواد د عمومي انتخاباتو په درشل کې د پاکستان پر سیاسي مشرانو د احتمالي ترهګریزو بریدونو خبرداری ورکړ. سرفراز بوګټي په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل رحمان ژوند ته د احتمالي ګواښونو په اړه په واضح ډول اشاره وکړه.

ټاکل شوې د پاکستان عمومي ټاکنې د راتلونکې فبرورۍ پر اتمه وشي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ وویل چې په انتخاباتي غوڼډو کې د سیاسي مشرانو شتون د راتلونکو انتخاباتو یو له مهمو ننګونو څخه دی.

هغه همداراز د پاکستان د سیاسی مشرانو نالېوالتیا ته هم اشاره وکړه چې خپلې ټاکنیزې جلسې محدودې کړي او له خلکو سره مستقیم تماس غوره کړي.
ښاغلي بګټي ورته امنیتي ګواښونو ته په اشارې سره د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د پاکستاني سیاسي مشرانو د وژلو او ټپي کېدو یادونه وکړه.

د افغان مهاجرینو د سیاسي فعالیت په بندولو ټینګار

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې که افغان کډوال د ټاکنو پر مهال په کوم سیاسي فعالیت کې لاس ولري، له هېواده به ووېستل شي.
سرفراز بوګټي ویلي چې "په پاکستان کې د سیاست کولو حق یوازې زموږ دی." هغه وویل هیڅ اسناد لرونکی بهرنی په پاکستان کې د سیاسي فعالیت حق نه لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په وینا، تر اوسه په دغه هېواد کې په سیاسي فعالیتونو کې ښکېل ۱۰ بهرني اتباع پېژندل شوي دي.
ښاغلي بوګټي وویل چې دا کسان به پرته له دې چې د دوی قانوني حالت ته وکتل شي له پاکستان څخه ووېستل شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، چې له اسنادو پرته د افغان کډوالو د اېستلو بهیر له پیل راهیسې تر اوسه ۴۰۰ او ۸۲ زرو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستانه وتلي دي.

ښاغلي بوګټي ادعا وکړه چې د دغو «کډوالو څخه ۹۰ سلنه په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.»

اسراییل د غزې په خان یونس کې د لا ډېرو کورونو د پرېښودو امر کړی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۵ GMT+۰

وروسته له هغه چې امریکا په غزه کې د ملګو ملتونو د اوربند غوښتنه رد کړه، اسراییل د شنبې په ورځ د غزې د خان یونس سیمې اوسیدونکو ته امر کړی چې خپل کورونه پریږدي.

تیره اونۍ د اسراییل او حماس ترمنځ بشري اوربند وروسته له هغه پای ته ورسیده چې حماس د ښځینه یرغمل شوو له خوشي کولو انکار وکړ.

اسراییل هم د غزې په سویل کې پر خان یونس د بریدونو ډیرولو سره خپل عملیات پراخ کړل.

په همدې حال کې دواړو لورو د غزې په شمال کې هم د جګړې د ډیریدو رپوټونه ورکړي دي.‌

د اسراییل عربي ژبي ویاند په اکس خواله رسنۍ یوه نقشه خپره کړه چې خان یونس کې یې شپږ بلاکونه په ګوته کړي او اوسیدونکو ته یې ویل شوي چې باید خپل کورونه "په بیړنۍ توګه" خالي کړي.

په دې امر کې د ښار مرکزي سیمې هم شاملې دي چې تر دې وړاندې یې په اړه دا ډول غوښتنې نه وې شوې.‌

اسراییل د دې اونۍ په پیل کې د غزې په ختیځو برخو کې هم د پوځي عملیاتو له پیل مخکې د کورونو د خالي کولو امر کړی وو. د سیمې اوسیدونکي وايي ویره لري چې د تخلیې له امر وروسته به د دوی په سیمو بریدونه پیل شي.‌

د غزې اوسیدونکې ۵۷ کلنه زینب خلیل وايي، "موږ د شپې خوب نه کوو، ویښ پاتې کیږو اوهڅه کوو چې ماشومان ویده کړو ځکه که سیمه بمبار شي، مونږ باید ویښ یو چې خپل بچې له کوره وباسو.‌ د ورځې بیا په دې فکر یو چې ماشومانو ته څنګه ډوډۍ پیدا کړو. "

د غزې د ۲.۳ میلیونه اوسیدونکو لویه برخه لا دمخه د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوې، ډېری یې څو ځله کډه شوي دي.

د سیمې اوسیدونکو او د ملګرو ملتونو ادارو په وینا، په ټوله غزه کې د روانو جګړو له امله، هیڅ سیمه امن نه ده،‌ خو اسراییل بیا دغه خبره ردوي.‌